Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۳۶ کرښه:
 
--[[کارن:احمد-نجيب-بياباني-ابراهيمخېل|افغان خان]] 10:43, 24 ډيسمبر 2009 (UTC)
 
== کاڼي صيب ته يو وړانديز ==
 
محترم کاڼی صاحب السلام عليکم!
 
ګرانه وروره ستاسو ليکنې او زياتونې د قدر وړ دي. خو د ويکيپېډيا د تګلارې له مخې بايد د پوهنغونډ ټولې ليکنې بې طرفه او بې پرې وي. که چېرته موږ په يوه ژوندليک کې د يوه ليکوال او بل ليکوال او يا هم ټولو ليکوالو سره تکړه، خوږژبی او نور صفتي القاب وکاروو نو د ليکنې تول خرابېږي او د ويکيپېډيا د تګلارو نه سرغړونه ده. تاسې کولای شی خپلې ليکنې پرته د اضافي اوصافو نه وليکۍ. دا يوه غوښتنه ده له تاسې نه چې خدای دې تاسو په دې نه خپه کوي. بله خبره چې روښانه ده هغه دا ده چې د هرې ليکنې د سمولو په چوکاټ کې په پای کې ليکل شوي چې که چېرته تاسو نه غواړۍ چې ستاسو په ليکنه کې څوک لاسوهنې او بدلون راولي نو لطفاً يې دلته مه خپروۍ. د دې مطلب دا دی چې د ويکيپېډيا ليکنې وخت په وخت نوې کېږي او بدلون پکې راځي. او دا بدلون هر څوک پکې راوستلای شي.
 
خدای دی وکړي چې تاسو ويکيپېډيا پرې نږدۍ او په راتلونکي کې د هرې ليکنې په اړه کومه پوښتنه يا اعتراض ولرۍ د هماغې ليکنې د خبرواترو په مخ کې ورباندې بحث وکړۍ. او يا هم د ويکيپېډيا د مدير نه مرسته وغواړۍ.
 
په ډير ادب
 
خان ګل