هنري کېسنجر
هنری الفرد کېسنجر د سنټ مایکل او سنټ جورج د قوماندانۍ اعزازي شوالیه قوماندان (KCMG)؛ په جرمني ژبه: [ˈkɪsɪŋɐ]؛ چې د ۱۹۲۳ز کال د مې په ۲۷مه نېټه زیږېدلی دی، یو جرمني الاصله امریکایي سیاستوال، دېپلومات، او جیوپولیټیکی سلاکار دی، چې د ریچارډ نیکسون او ګېرالډ فورډ د ولسمشریزو ادارو پر مهال یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د مشاور په توګه کار کړی دی. نوموړی یو یهودي مهاجر و چې په ۱۹۳۸ز کال کې له نازي جرمني څخه له خپلې کورنۍ سره یو ځای وتښتېد، په ۱۹۶۹ز کال کې د ملي امنیت د سلاکار او په ۱۹۷۳ز کال کې د بهرنیو چارو وزیر شو. کېسنجر په وېتنام کې د اوربند لپاره د خپلو هلو ځلو لپاره د نوبل د ۱۹۷۳ز کال جایزه په داسې تر بحث لاندې شرایطو کې تر لاسه کړه، چې د اړوندې کمېټې دوو غړو یې پر وړاندې د اعتراض په توګه استعفا ورکړه.[۲۰][۲۱][۲۲]
هنري کېسنجر | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۲۷ مې ۱۹۲۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] |
مړینه | 29 نومبر 2023 (100 کاله)[۱۰] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات (۱۹۴۳–۲۹ نومبر ۲۰۲۳)[۱۱] |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون (۱۹۴۷–۱۹۵۰)[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
هروارد پوهنتون (۱۹۵۰–۱۹۵۲)[۱۲][۱۴][۱۵] هروارد پوهنتون (۱۹۵۲–۱۹۵۴)[۱۲][۱۵][۱۳] |
تخصص تعلیم | سیاسي علوم سیاسي علوم سیاسي علوم |
تعلیمی اسناد | Bachelor of Arts Master of Arts د فلسفې ډاکتر زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند |
کار/مسلک | سياستوال ، ډیپلوماټ ، ليکوال ، سوداگر |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه [۱۶][۱۷]، جرمني ژبه |
د کړنې څانګه | نړيوالې اړيکې ، سیاسي علوم [۱۸]، سياست [۱۸]، بهرنی سیاست [۱۸]، ديپلوماسي [۱۸]، ډېپلوماتیک تاریخ [۱۸] |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون ، جورج ټاون پوهنتون |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه ، د ویتنام جګړه |
جايزې | |
برونز سټار ميډال (۱۹۴۵)[۱۹]
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه |
|
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هنري کېسنجر چې د ریښتیني سیاست پلوی و، د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسي کې یې د ۱۹۶۹ز او ۱۹۷۷ز کلونو تر منځ مهم رول ولوباوه. د دغې دورې په بهیر کې له شوروي اتحاد سره د دتانت (détente ) یا د کړکېچ د راټیټولو پالیسي مخکې یوړه، د چین د خلق له جمهوریت سره یې اړیکې پرانیستې، په منځني ختیځ کې یې د یوم کېپور د جګړې د پای ته رسولو لپاره هغه پالیسي غوره کړه چې وروسته د شټل دېپلوماسۍ یا د تګ راتګ دیپلوماسۍ په نامه وبلل شوه، او د پاریس د سولې په توافقنامو یې خبرې اترې پیل کړې چې ورسره په وېتنام کې د امریکې لاسوهنه پای ته ورسېده. کېسنجر د چیلي د ۱۹۷۳ز کال په پوځي کودتا کې د دخالت، د ارجنتاین پوځی حکومت ته د هغوی د ناولي جنګ لپاره د شنه څراغ ښودلو، او د بنګله دېش د ازادۍ د جګړې پر مهال سره له دې چې پاکستان د نسل وژنې مرتکب شو، د پاکستان د ملاتړ کولو په څېر په یو شمېر بحث را پاروونکو پالیسیو کې هم لاس درلود. نوموړي له هغې وروسته چې دولت یې پرېښود د کېسنجر مشورتي شرکت په نامه یې یو نړیوال جیوپولیټیکي شرکت پرانیست. کېسنجر د دېپلوماتیک تاریخ او نړیوالو اړیکو په اړه له یو درجن څخه زیات کتابونه لیکلي دي.[۲۳][۲۴]
کېسنجر د متحده ایالاتو په سیاست کې یو جنجالي او قطبي شخصیت پاتې شوی دی، چې هم د زیات شمېر ژورنالېستانو، سیاسي فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو له لوري غندل شوی دی او هم د نړیوالو اړیکو د څېړونکو له لورې ورته د امریکا د بهرنیو چارو د یو ډېر اغېزناک وزیر په توګه درناوی کېږي. د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې د سل کلن جورج شولتز له مړینې سره، کېسنجر د متحده ایالاتو د کابینې له پخوانیو غړو څخه تر ټولو د لوړ عمر لرونکی او د نېکسون د کابینې وروستنی ژوندی پاتې غړی دی.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
د ژوند لومړني وختونه او زده کړې
سمولهېنز الفرد کېسنجر د ۱۹۲۳ز کال د مې په ۲۷مه نېټه د ویمار جمهورت د باوریا په فورت سیمه کې زيږېدلی دی، د کور جوړوونکې پاولې ( زوکړه، ۱۹۰۱ز کال د لیوترزهاوزن په شتېرن کې، مړینه ۱۹۸۸ز کال)، او د ښوونځي د ښوونکي لیوس کېسنجر (زوکړه، ۱۹۲۴ز کال ــ مړینه ۱۹۸۸ز کال) زوی دی. نوموړي یو کشر ورور درلود، چې نوم یې والټر (زوکړه، ۱۹۲۴ز کال ــ مړینه، ۲۰۲۱ز کال) او یو سوداګر و. کورنۍ یې جرمنه یهودۍ وه. د کېسنجر تخلص په ۱۸۱۷ز کال کې د هغه د غور نیکه مېیر لوب سره چې د باوریا په باد کېسنګن (Bad Kissingen) د منرالي طبیعي اوبو له حمامونو لرونکي ښار سره یې تړاو درلود اخیستل شوی دی. کېسنجر په خپله ځوانۍ کې د فوټبال لوبه خوښوله. نوموړی د ګوتر فورث د ټیم لپاره چې په هغه وخت کې د هېواد له تر ټولو غوره ټیمونو څخه و، لوبېده. په ۱۹۳۳ز کال کې کله چې هغه ۹ کلن و، ښه په یاد راوړي چې داسې به ویل کېدل چې ادلف هتلر د جرمني صدر اعظم یا لومړی وزیر ټاکل شوی دی، هغه پېښه چې د کېسنجر د کورنۍ لپاره یوه ژوره د عطف نقطه ثابته شوه.[۲۹][۳۰][۳۱]
په ۱۹۳۸ز کال کې، کله چې کېسنجر ۱۵ کلن و، هغه او کورنۍ یې، د نازیانو د ځورونې په پایله کې له جرمني څخه وتښتېدل. د نازي واکمنۍ پر مهال، کېسنجر او د هغه ملګري په پرله پسې توګه د نازي ځوانانو د بانډونو له خوا ځورول کېدل، او تر وهلو ټکولو لاندې راتلل.
کېسنجر به ځینې وختونه د فوټبال لوبغالیو ته د لوبو د نندارې لپاره په پټه توګه په ننوتلو سره د هغه توکمیز بېلوالي څخه سرغړونه کوله چې د نازي د ملتپالو قوانینو له خوا پلي شوي وو، چې کله ناکله به دغه ننوتنه د امنیتي ګاردانو له خوا د هغه د وهل کېدو لامل کېده. د نازیانو د یهودي ضد قوانینو له مخې، کېسنجر ونشوی کولی چې په عالي لېسه یا جمنازیم (Gymnasium) کې داخله تر لاسه کړي، ان تر دې چې پلار یې د ښوونکي په توګه خپله دنده له لاسه ورکړه. نوموړې کورنۍ مخکې له دې چې د سپتمبر په پنځمه نېټه نیویارک ښار ته ورسېږي، د لنډې مودې لپاره لندن ته مهاجره شوه. کېسنجر وروسته په خپلو پالیسیو باندې د نازیانو د ځورولو د تجربو اغېزې کم اهمیته وښودې او ویې لیکل، "زما د ځوانۍ د وخت جرمني په لوړه کچه نظم او ډېر لږ عدالت درلود؛ نوموړی یو داسې ځای نه و چې د نظم لپاره د عقېدې د قربانۍ هڅونه پکې وشي." په هر حال، د کېسنجر د ژوند لیکونکي والټر اسحاقسن په ګډون زیات شمېر څېړونکو، په دې اړه مخالفت ښودلی او ادعا یې کړې ده چې د نوموړي تجربو د هغه د بهرنۍ پالیسۍ په واقع بینانه لید باندې اغېزه کړې ده.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
کېسنجر خپل د لېسې د دورې کلونه د لوړ منهاتن په واشنګټن هایتس کې چې په هغه وخت کې د جرمني مهاجرو یهودیانو د ټولنې له خوا یوه مېشته شوې سیمه وه، تېر کړل. که څه هم چې کېسنجر په چټکۍ سره په امریکایی کلتور کې جذب کړای شو، اما نوموړي خپله هغه تلفظي لهجه هېڅکله له لاسه ورنکړه، کومې چې هغه په ماشومتوب کې په خبرو کولو کې زړه نازه کاوه. په جورج واشنګټن عالي لېسه کې له یو کال زده کړو وروسته، نوموړي په یوې شپني ښوونځي کې زده کړې پیل او د ورځې له خوا یې د وېښتانو د اصلاح د برسونو په یوه فابریکه کې کار پیل کړ.[۳۶][۳۷]
کېسنجر له لېسې څخه وروسته، د نیویارک په سېټي کالج کې نوم لیکنه وکړه، او د حسابدارۍ څانګه یې ولوستله. نوموړی د نیمې ورځې د زده کوونکي په توګه، د زده کړو په بهیر کې کار ته په ادامه ورکولو سره له اکادمیک نظره ښه وځلېد. د نوموړي زده کړې د ۱۹۴۳ز کال په لومړیو کې، کله چې هغه د متحده ایالاتو اردو ته وغوښتل شو، قطع شوې.[۳۸]
د اردو تجربه
سمولکېسنجر خپلې لومړنۍ روزنې د سوېلي کارولینا د سپاتانبرګ په کرافټ کمپ کې تر لاسه کړې. د ۱۹۴۳ز کال د جون په ۱۹مه نېټه، کله چې هغه د ۲۰ کلونو په عمر و، او په سوېلي کارولینا کې مستقر و، د متحده ایالاتو یو تبعه شو. اردو هغه د انجنیرۍ د زده کړو لپاره د پنسلوانیا لافایتې کالج ته واستاوه، اما نوموړی پروګرام لغو او کېسنجر په ۸۴یمه پیاده لوا کې وګمارل شو. هلته له فریتز کرامیر سره چې یو جرمني مهاجر و او د کېسنجر په جرمني ژبې تسلط او زکاوت ته یې پام شو، او هغه ته یې د د پوځ د اړوندې لوا د استخباراتو په څانګه کې ځای ورکړ. کېسنجر په یاده لوا کې جګړو ته ولېږل شو او د بلوګ د جګړې په ترڅ کې د خطرناکو استخباراتي دندو لپاره داوطلب شو.[۳۹]
په جرمني کې د امریکایانو د پرمختګ په بهیر کې، کېسنجر د دندې هغه په یوازې سر سرتېری و چې د اړوندې لوا په جرمني ژبه د خبرو کوونکو استخباراتي کار کوونکو د کمښت له امله د کریفېلډ ښار د ادارې لپاره ګمارل شوی و. د اتو ورځو په د ننه کې هغه یوه ملکي اداره جوړه کړه. کېسنجر له هغې وروسته د استخباراتو ضد څانګه (Counter Intelligence Corps) کې و ګمارل شو چې هلته د استخباراتو ضد ځانګړی استازی شو او د دلګی مشر رتبه یې تر لاسه کړه. نوموړي ته په هانوور کې د ګشتاپو د افسرانو او نورو تخریب کارانو د تعقیبولو لپاره د ټیم مشري په غاړه ورکړل شوه، چې په دې سره هغه ته د برونز ستوری اعطا شو. د ۱۹۴۵ز کال په جون کې، کېسنجر د هسن ایالت د برګستراس ولسوالۍ د بېنشیم څانګې د مترو د استخباراتو د ضد قطعې قوماندان وټاکل شو تر څو یاده ولسوالي د نازیانو د حکومت له اثارو څخه پاکه کړي. که څه هم کېسنجر د نیولو پوره صلاحیت او ځواک درلود، اما هغه تر خپله قومانده لاندې یې د سیمه ییزو خلکو پر وړاندې له ناوړه چلند څخه د مخنیوي په پار له پوره احتیاط څخه کار واخیست.[۴۰][۴۱][۴۲]
کېسنجر په ۱۹۴۶ز کال کې د کېنګ په کمپ کې د اروپا د قوماندې په استخباراتي ښوونځي کې وګمارل شو، نوموړي د یو ملکي کار کوونکي په حیث، له اردو څخه له جلا کېدو وروسته، خپلې همدې دندې ته دوام ورکړ. [۴۳][۴۴]
کېسنجر چې کله په اردو کې خپلې تجربې په یاد راوړي وایي چې، "په ما کې یې د یو امریکایي وګړي احساس پیدا کړ"[۴۵]
سرچينې
سمول- ↑ پیوستون : 11856255X — خپرېدونېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0457425/ — خپرېدونېټه: ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Henry-Kissinger — subject named as: Henry A. Kissinger — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64m9cjd — subject named as: Henry Kissinger — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2736609 — subject named as: Henry Kissinger — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kissinger-henry-alfred — subject named as: Henry Alfred Kissinger — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/13838 — subject named as: Henry Kissinger
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/31249 — subject named as: Henry Alfred Kissinger — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000008372 — subject named as: Henry A. Kissinger — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳ — خپروونکی: رویټرز — خپرولونېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۸
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۲۹ نومبر ۲۰۲۳ — خپروونکی: KXAS-TV — خپرولونېټه: ۲۹ نومبر ۲۰۲۳
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳ — خپروونکی: United States Department of State
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳ — خپروونکی: Jewish Telegraphic Agency — خپرولونېټه: ۲۹ نومبر ۲۰۲۳
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12172096d — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6256227
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990004377 — خپرېدونېټه: ۵ ډيسمبر ۲۰۲۳
- ↑ TracesOfWar person ID: https://www.tracesofwar.com/persons/106801 — خپرېدونېټه: ۳۰ نومبر ۲۰۲۳
- ↑ "Kissinger – Definition from the Merriam-Webster Online Dictionary"..
- ↑ "The Nobel Peace Prize 1973". NobelPrize.org. بياځلي په February 4, 2019.
- ↑ Feldman, Burton (2000). The Nobel Prize: A History Of Genius, Controversy, and Prestige (in انګليسي). Arcade Publishing. p. 16. ISBN 9781559705370.
Two members publicly resigned when the peace prize was awarded to Henry Kissinger and Le Duc Tho in 1973 for a cease-fire in the Vietnam War.
- ↑ "Henry Kissinger: Realpolitik and Kurdish Genocide". The Kurdistan Tribune. March 24, 2013. بياځلي په March 1, 2019.
- ↑ Bass, Gary (September 21, 2013). "Blood Meridian". The Economist. بياځلي په February 13, 2016.
- ↑ "Protesters Heckle Kissinger, Denounce Him for 'War Crimes'". The Times of Israel. January 30, 2015. بياځلي په December 14, 2015.
- ↑ Nevius, James (February 13, 2016). "Does Hillary Clinton see that invoking Henry Kissinger harms her campaign?". The Guardian. بياځلي په October 23, 2016. "[...] many consider Kissinger a war criminal, most famously Christopher Hitchens, who, in a lengthy two-part article for Harper's in 2001 (later expanded into the book and documentary, The Trial of Henry Kissinger), laid out his case that Kissinger should be brought up on charges 'for war crimes, for crimes against humanity, and for offenses against common or customary or international law, including conspiracy to commit murder, kidnap, and torture'.
- ↑ "The Best International Relations Schools in the World". Foreign Policy. February 3, 2015. بياځلي په August 8, 2015.
- ↑ Robertson, Nicky; Cole, Devan. "Former Secretary of State George Shultz dead at age 100". CNN. بياځلي په February 21, 2021.
- ↑ "Die Kissingers in Bad Kissingen" [The Kissingers in Bad Kissingen] (in الماني). Bayerischer Rundfunk. June 2, 2005. خوندي شوی له the original on October 18, 2007. بياځلي په February 3, 2007.
- ↑ Hesse, Uli (February 17, 2012). "Go Furth and Conquer". ESPN Soccernet. بياځلي په May 3, 2012.
- ↑ "BBC World News - The Interview, Henry Kissinger". BBC (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2022-06-24.
- ↑ "Kissinger: My Family Escaped the Horrors of the Holocaust by 'Just a Few Months'". Algemeiner.com (in American English). بياځلي په November 23, 2020.
- ↑ "Henry Kissinger". Biography (in American English). بياځلي په November 23, 2020.
- ↑ "New Books Explore Henry Kissinger's German Jewish Roots". Deutsche Welle (in بريتانوی انګلیسي). June 29, 2007. بياځلي په November 23, 2020.
- ↑ Thomas A. Schwartz (2011) Henry Kissinger: Realism, Domestic Politics, and the Struggle Against Exceptionalism in American Foreign Policy, Diplomacy & Statecraft, 22:1, 121–141, DOI: 10.1080/09592296.2011.549746
- ↑ Isaacson 1992، م. 37.
- ↑ "Bygone Days: Complex Jew. Inside Kissinger's soul". The Jerusalem Post. خوندي شوی له the original on July 13, 2011. بياځلي په September 4, 2008.
- ↑ Isaacson 1992، م. 38.
- ↑ Isaacson 1992، مم. 39–48.
- ↑ Isaacson 1992، م. 53.
- ↑ Isaacson 1992، م. 49.
- ↑ Isaacson 1992، م. 48.
- ↑ "Henry Kissinger at Large, Part One". PBS. January 29, 2004. بياځلي په February 13, 2016.
- ↑ Isaacson 1992، م. 55.
- ↑ Isaacson. Kissinger. p. 695.