ډېپلوماتیک تاریخ

ډېپلوماتیک تاریخ د ملتونو ترمنځ د نړیوالو اړیکو تاریخ سره تړاو لري. ډیپلوماتیک تاریخ له نړیوالو اړیکو سره توپیر لري، په دې کې هغه لومړنی یې د یوه دولت د بهرنۍ تګلارې په اړه وي او دویم یې بیا د دوو یا له دوو نه زیاتو دولتونو تر منځ اړیکې څېړي. ډیپلوماتیک تاریخ د ډیپلوماسۍ له تاریخ نه بحث کوي، په داسې حال کې چې نړیوالې اړیکې د اوسنیو پیښو او د یو ماډل له رامنځته کولو نه بحث کوي چې موخه یې د نړیوال سیاست په اړه توضیحي رڼا اچول دي. [۱]

تاریخ سمول

تاریخ لیکنه سمول

رنکې سمول

پنځه پېړۍ مخکې له میلاد نه، تیوسیډایډس د دولتونو ترمنځ د اړیکو په اړه خورا اندیښمن و. په هرصورت، لیوپولډ وون رنکې (۱۷۹۵-۱۸۸۶)، د ۱۹ پېړۍ مخکښ الماني تاریخ لیکونکی و، چې د ډیپلوماټیک تاریخ عصري بڼه یې تدوین/تصویب کړه. رنکې  د اروپا د تاریخ په اړه د مفصل پوهاوي د رامنځته کولو لپاره د اروپایي قدرتونو (په ځانګړې توګه د وینسیانو) د ډیپلوماتیکو آرشیفونو په کارولو سره (لکه څنګه چې واقعاً پیښ شوي) د ابتدايي عصري اروپا په تاریخ باندې په لویه کچه لیکنې وکړې.  رنکې د لیکلو لپاره ‌ډېپلوماتیک تاریخ تر ټولو مهم تاریخ ګڼلو، ولې چې هغه «د بهرنیو چارو په لومړیتوب» باورمند وو او استدلال یې کاوه چې د نړیوالو اړیکو اندیښنې د دولت داخلي پرمختګ هڅوي. د رنکې پوهه د ډیپلوماتیک تاریخ د سرچینو په توګه د لوی شمېر رسمي اسنادو په کارولو تکیه کوله چې د عصري لویدیځ حکومتونو له خوا تولید شوي وو؛ هغه استدلال کاوه چې تاریخ لیکونکي باید دا ډول سرچینې په بې طرفه بڼه وڅېړي.[۲]

د شلمې پېړۍ پوهان/ عالمان سمول

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، نامتو ډیپلوماتیک تاریخ پوهان لکه چارلس ویبسټر، هارولډ ټیمپرلي، الفریډ پریبرم، آرایچ لارډ او بې ای شمیټ ډېری د داسې  پېښو په اړه لکه؛ د ناپلیون جګړې، د ویانا کانګریس او د فرانسې-آلمان د جګړې پر اصلیت اندیښمند وو او کار يې پرې کولو. په ډیپلوماتیک تاریخ کې یوه د پام وړ پیښه په ۱۹۱۰ کال کې رامنځته شوه کله چې د فرانسې حکومت د ۱۸۷۰ کال د جګړې اړوند ټول آرشیفونه خپاره کړل. په روسیه کې بلشویکانو په ۱۹۱۸ کال کې د متحدینو مهم پټ/ محرم اسناد خپاره کړل.[۳]

د رنکې پوهه  د بهرني سیاست د واکمنۍ څخه او په ډیپلوماتیک تاریخ ټینګار، لامل شو چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې په تاریخي لیکنو کې یو غالب معیار پاتې شي.  دا ټینګار او په ورسالیس (۱۹۱۹) معاهده کې (چې لومړۍ نړیواله جګړه ېې پای ته ورسوله) د جګړې جرم بند لامل شو چې ډېری تاریخي لیکنې د ۱۹۱۴ کال د جګړې د سرچینو په اړه خپرې شي، په دې لیکنو کې د ښکېلو دولتونو په خورا احتیاط او دقت سره راټول، اصلاح او چاپ شوي سندونه او د ډېری تاریخ پوهانو د جګړې د سرچینو په اړه څو ټوکه تاریخونه شامل وو. د جګړې په دوره کې، ډېری ډیپلوماتیک تاریخ پوهانو د لومړۍ نړیوالې جګړې لپاره د ۱۹۱۴ ټول لوی قدرتونه ملامتول او استدلال یې کاوه چې جګړه د هرچا مسؤلیت دی.  په عمومي توګه، په دې برخه کې لومړني اثار په ښه توګه سره پر Aussenpolitik باندې د رانکې له ټینګار سره مطابقت لري.[۴]

تاریخ پوه موریل چیمبرلین یادونه کوي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته:

ډیپلوماتیک تاریخ د تاریخي څېړنې د یوې غوره کلیمې په توګه د اساسي قانون تاریخ په ځای وکارول شو او هغه هم د تاریخي څېړنو په تر ټولو مهم، خورا دقیق او خورا پیچلې لړۍ کې. [۵]

نوموړی زیاتوي، چې له ۱۹۴۵ کال وروسته دا رجحان بدل شو، چې سیاسي، فکري او ټولنیز تاریخ ته یې اجازه ورکړه، چې ډیپلوماتیک تاریخ بې ځایه کړي او پر ځای ېې له نورو کلیمو کار واخلې.

د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې، ډېری ډیپلوماتیک تاریخ لیکنې د بهرنۍ پالیسۍ د لومړیتوب په محدوده کې لیکل شوې او اونورو پراخو تاریخي  ځواکونو ته يې لږه اشاره کړې. د دې تمایل تر ټولو د پام وړ استثناوې په انګلستان کې ټایلر او ویلیم میډلیکاټ، په فرانسه کې پیرري رینوېن او په متحده ایالاتو کې ویلیم لنجر وو، چې اقتصادي او کورني سیاسي ځواکونه یې وڅېړل.[۶]

د دویمې نړیوالې جګړې لاملونه سمول

د وینسټون چرچېل څو ټوکه کتاب «دویمه نړیواله جګره» په ځانګړې توګه لومړی ټوک «۱۹۴۸- د راټولولو طوفان (د ګدرېنګ سټورم)» د وروستۍ تاریخ لیکنې لپاره یو معیار وټاکه. د هغه تفسیر، د جګړې څخه مخکې د خپل دریځ په اړه، دا وو چې دویمه نړیواله جګړه د اډولف هټلر د لیونیو ارمانونو له امله رامنځته شوه؛ چرچیل د بریتانوي او فرانسوي مشرانو بزدله او کمزوري اراده ملامتوله او ویل یې چې د جګړې څخه د مخنیوي لپاره په بې ځایه هڅو کې د تسلط څخه کار اخیستل د دې جګړې لامل شو. چرچیل دا دلیل په پام کې نه و نیولی چې د جګړې بل لامل د وخت د مخه د ۱۹۳۸ کال جګړه وه چې آلمان ګټلي وو.

د برتانوي تاریخپوه ټایلور کتاب «د دویمې نړیوالې جګړې سرچینې-۱۹۶۱ (د اوریجنس آف د سېکنډ ورلډ وار)» د چرچیل نظر ننګوي او استدلال کوي چې هټلر د نړۍ د فتح کولو لپاره هېڅ ماسټر پلان نه درلود. پر ځای یې هغه یو عادي سیاستوال وو- یو فرصت غوښتونکی مشر وو چې د پراختیا په خاطر یې له هر ممکن فرصت څخه کار اخیستو. په ۱۹۳۹ کال کې د پولنډ پر سر چې نړیواله جګړه پیل شوه په اصل کې د ټولو اړوندو هېوادونو له خوا د ډیپلوماټیکي غلطې محاسبې له امله و نه د آلمان د تیري له وجې. بریتانوي تاریخپوهان لکه ډي سي واټ، پاول کینیډي، جورج پیډن او ډیویډ ډیلکس استدلال کوي چې سپکاوی یو تخریب نه و بلکې یو پخوانی بریتانوي دود و چې په دې قضیه کې د ډېری ودانیزو، اقتصادي او نظامي عواملو له امله رامنځته شوی وو. تاریخپوهانو لکه کریسټوفر تورن او هیري هینسلي د پخوانیو په څېر په انفرادي مشرانو تمرکز پریښود ترڅو د پراخو ټولنیزو اغیزو په اړه لکه د عامه افکارو او محدوده اغیزو لکه ډیپلوماتیکو اړیکو استخباراتو باندې بحث وکړي. په وروستیو کلونو کې د ۱۹۳۰ لسیزې په اړه بحثونه دوام لري، مګر نوې طریقې/ تکلارې کارول کیږي، لکه د بریتانیا د ملي هویت په اړه تحلیل.[۷][۸]

فرانسوي چلندونه سمول

د فرانسوي تاریخ پوهانو یوه ډله د پییر رینووین (۱۸۹۳-۱۹۷۴) په شاوخوا کې لکه؛ ژان بپتیسټ دوروسیل، موریس او بومونټ متمرکزه وه، په ۱۹۵۰ لسیزه کې د نړیوال تاریخ یو نوی ډول پیل کړ چې په دې کې يې هغه څه په پام کې نیولو وو چې رینووین يې (ژور ځواکونه) بولي لکه د فرانسې په بهرني سیاست باندې د کورني سیاست اغېزه.

په هرحال، رینووین او د هغه پیروانو لا هم د زوال مفکوره منله او استدلال یې کاوه چې د درېیم جمهوریت لاندې فرانسوي ټولنه «د نوښت او تحرک په برخه کې د سخت نشتوالي سره مخ وه»، بومونټ استدلال کاوه چې فرانسوي سیاستوالو د "عمومي ګټو" په پرتله "شخصي ګټو" ته ترجیح ورکړې وه. په ۱۹۷۹ کال کې د ژان بپتیسټ دوروسیل خپل کتاب «زوال (له دیکېدنس)» کې د ټول درېیم جمهوریت د ضعف، ډارنتیا، زوال او خرابوالی په کلکه غندنه وکړه.[۹][۱۰]

سرچينې سمول

  1. Matusumoto, Saho "Diplomatic History" pages 314-316 in Kelly Boyd, ed., The Encyclopedia of Historians and Historical Writing (1999) p. 314.
  2. Matusumoto, Saho "Diplomatic History" pages 314-316 in Kelly Boyd, ed., The Encyclopedia of Historians and Historical Writing (1999) p. 314.
  3. Matusumoto, Saho "Diplomatic History" pages 314-316 in Kelly Boyd, ed., The Encyclopedia of Historians and Historical Writing (1999) p. 314.
  4. Covered in depth in William L. Langer, The diplomacy of imperialism: 1890-1902 (2nd ed. 1951) and A.J.P. Taylor, Struggle for Mastery in Europe 1848-1918 (Oxford UP, 1954)
  5. Muriel E Chamberlain, Pax Britannica'? British Foreign Policy 1789-1914 (1988) p 1
  6. Matusumoto, Saho "Diplomatic History" pages 314-316 in Kelly Boyd, ed., The Encyclopedia of Historians and Historical Writing (1999) p. 314.
  7. Patrick Finney, "The romance of decline: The historiography of appeasement and British national identity." Electronic Journal of International History 1 (2000) Online.
  8. Donald C. Watt, "The historiography of appeasement." in Alan Sked and Chris Cook, eds. Crisis and controversy: Essays in honour of AJP Taylor (1976) pp 100+.
  9. Peter Jackson, “Post-War Politics and the Historiography of French Strategy and Diplomacy Before the Second World War" History Compass, Volume 4/5, 2006 pp 870-95
  10. S. W. Helprin, Some Twentieth-Century Historians (1961) pp 143-70