محمد طاهر کاڼی

محمد طاهر کاڼی (۱۳۴۴ لمريز لېږدي = ۱۹۶۵ زېږدي کال) (په انگرېزي:Muhammad Tahir Kanay) د پښتو ژبې شاعر، ليکوال او ژباړن دی.

محمد طاهر کاڼی
محمد طاهر کاڼی
محمد طاهر کاڼی

مخينه

سمول

د محمد طاهر کاڼي اصلي او پلرنی ټاټوبی د پکتيکا ولايت د يحياخېلو ولسوالي ده، خو پخپله هغه د ۱۳۴۴ لمريز لېږدي کال په پسرلي کې د کندوز ولايت د دښت ارچي ولسوالۍ د شېر خان جم په يوه بزگره کورنۍ کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې نظر شاه سلېمانخېل، د نيکه نوم يې عبدالکريم او د غور نیکه نوم يې خوشال دی. لومړنۍ زده كړې يې د دښت ارچي ولسوالۍ په دوران كلي ښوونځي كې تر نهم ټولگي پورې كړې دي. د ۱۳۵۸ ل ل كال په وروستيو كې د دوران کلي ښوونځی هم د ولسوالۍ د نورو ښوونځيو په څېر وسوځول شو او محمد طاهر كاڼى دې ته اړوت چې له خپلې كورنۍ سره يو ځاى پلازمېنې كابل ته وكوچيږي او هلته خپلو زده كړو ته دوام وركړي. پر ۱۳۶۰ ل كال د کابل د رحمان بابا لېسې په نهم ټولگي كې شامل او پر ۱۳۶۳ ل كال د دغې لېسې له دولسم ټولگي فارغ شو. د ۱۳۶۳ ل كال په مرغومي مياشت كې پوځي خدمت ته د سرتېري په توگه جلب شو. د كابل د تورې ډبرې (سياه سنگ) په پېنځمه شمېره نقليه غونډ كې تر يونيم كال پوځي خدمت وروسته پر ۱۳۶۵ لمريز كال د لوړو زده كړو لپاره د شوروي اتحاد د اوكراين جمهوريت د لووف ښار پوهنتون ته واستول شو. پر ۱۳۷۰ ل (۱۹۹۱) زېږدي كال يې نوموړى پوهنتون د روزنپوهنې (پيداگوجۍ) او كولتورپوهنې په څانگه كې پاى ته ورساوه او د ماسټرۍ په پوهنيزې درجې سره يې سور بری ليک تر لاسه كړ. طاهر كاڼي د ښوونځي په اتم ټولگي كې په شعر ليكلو پيل كړى وو، څو کاله يې په شعر لیکنه کې لارغه راغله، خو له ۱۳۶۶ ل كاله راهيسې بیا كله كله شعر ليكي. له ۱۳۷۶ لمريز (۱۹۹۷ ز) كاله راهيسې يې شعرونه، ليكنې او ژباړې کله ناکله په بېلابېلو افغاني خپرونو كې خپريږي.


دندې

سمول

محمد طاهر كاڼى پر ۱۹۹۳ ز كال له اوكراين څخه روسيې ته ولاړ او په پلازمېنه مسکو کې مېشت شو. هلته يې تر ۱۹۹۶ زېږدي كاله د پلورونكي په توگه كار كاوه. د ۱۹۹۶ كال له پيل څخه د ۱۹۹۷ ز كال تر ورستيو پورې پنډي (جوالي) وو او د يوې گولې ډوډۍ د پيدا كولو لپاره يې دغه درانه كار ته اوږه وركړې وه. د ۱۹۹۷ ز کال پر پاى او د ۱۹۹۸ ز كال په پيل کې څه موده په روسیه کې د مېشتو افغانانو د «اواز» په نامه ورځپاڼې پازوال چلوونكى وو. په ۱۹۹۹ ز كال کې يې هم له مسكوه د خپرېدونكې «كابل» اونيزې د پازوالۍ چارې پرمخ بېولې، هممهال يې تر ۲۰۰۴ ز كاله په روسيه كې کله کله د مېشتو افغانانو د ښادۍ په غونډو كې د ټنگ ټكور چارې هم پرمخ بېولې.

محمد طاهر کاڼي د ۲۰۰۳ ز كال د اپرېل له ۸ مې نېټې څخه د ۲۰۰۶ ز كال د اپرېل تر ۳۰ پورې د مسكو ولايت د كډوالو په اداره كې د ژباړونكي په توگه دنده درلوده. د ۲۰۰۷ ز كال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۴ ز کال د ډيسمبر تر ۲۵ يې د روسيې غږ راډيو د افغانستان په څانگه كې د وياند او ژباړن په توگه دنده ترسره كوله. نوموړی د ۱۳۹۵ ل کال د غويي پر ۱۴ (د ۲۰۱۶ ز کال د می پر ۳ ) له روسيې څخه هېواد ته راستون شو او د ۱۳۹۵ ل کال د تلې له لومړۍ نېټې راهيسې يې درې مياشتې په ملي راډيو ټلویزیون کې د اديتور په توگه دنده ترسره کړه. د ۱۳۹۵ ل کال د مرغومي له لومړۍ نېټې د ۱۴۰۰ ل ل کال تر سلواغې پورې يې د ملي راډیو په ارشيف کې دنده درلوده. هغه د ۱۴۰۰ ل کال د سلواغې پر ۲۱ (د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ پر ۱۰) د اسلام اباد له ليارې جرمني هېواد ته ولاړ او يو وار بيا کډوال شو.

نور فرهنگي کارونه يې

سمول

بايد وويل شي چې طاهر كاڼي په ۱۳۶۸-۱۳۶۹ لمريزو كلونو کې په راډيو افغانستان او ټلويزيون كې درې سندرې ثبت كړې دي. په ۱۳۶۸ ل کال کې يې لومړنۍ سندره په ټلويزيوني دېرې (حجرې) مجلس کې ثبت کړه چې شعر یې د عزيز تحريک او سربيت يې داسې وو: «چې ستا په ښکليو سترگو مې نظر ولگېده - په تامې خاموشي مې خود شرر ولگېده». دويمه سندره يې هم په همدغه کال کې په راډيو افغانستان کې ثبت کړه چې د سلېمان لايق يوه غزل وه، طاهر کاڼي کمپوز کړې او سربيت يې داسې وو: «بيا مې ساقي ولید د خيالونو په خوبونو کې - بيا د جنت حورې راته ناڅې په جامونو کې». درېیمه سندره يې هم پر ۱۳۷۰ ل کال په راډيو افغانستان کې ثبت کړه. د دې سندرې شعر او کمپوز د استاد گل زمان وو او داسې پيل کېده: «راشه چې د خوږ زړگي حالونه تاته ووایم - هيڅ درته نور نه وايم، هيڅ درته نور نه وايم». د «بيا مې ساقي وليد...» غزل يې د راډيو افغانستان د ملي ارشيف په ۵۲۰۲ شمېره فيته او د «راشه چې د خوږ زړگي حالونه...» سندره يې د همدغه ارشيف په ۵۳۱۲ شمېره فیته کې خوندي ده.

همدا راز يې پر ليکوالۍ سربېره پر ۲۰۰۰ ز کال دوه هنري فېلمونه «ټايټانېک» او «د اسلام ظهور» په پښتو ژبه ژباړلي دي. پر همدغه ۲۰۰۰ ز کال يې د ژويو ژوند د لړۍ يو شمېر مستند او پوهنيز فېلمونه لكه زمريان، د كايوت لېوه، گوربتان، كپېړ (ناکه)، د بېزوگانو نړۍ او ځينې نور پښتو ته راژباړلي دي.

د محمد طاهر کاڼي مورنۍ ژبه پښتو ده، خو پارسي (دري) او روسي ژبې يې هم زده دي او پښتو ژبې ته ترې ژباړې کولای شي.

شاعر او ليکوال طاهر کاڼی د ۲۰۰۹ ز کال (۱۳۸۸ لمریز لېږدي کال) د فبرورۍ له میاشتې راهيسې د پښتو ژبې برېښنايي پوهنغونډ ويکيپېډيا کاروونکی دی او تر اوسه يې په هغه کې په تېره بیا د پښتنو لیکوالو او شاعرانو د ژوندلیکونو په برخه کې په سلگونو ليکنې کړې دي.

وياړنې او ستاينې

سمول

اړينه ده وويل شي چې په جرمني كې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې پر ۲۰۰۴ ز كال محمد طاهر كاڼي ته د اړینو او ارزښتناكو نښيرونو د ژباړې له كبله د «بېنوا» د ژباړې ډالۍ (جايزه) وركړه. همدا راز د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې محمد طاهر کاڼي ته يو ستاينليک هم ورکړی دی.

د افغانستان د فرهنگ په بډاينه کې د ښې او اغېزمنې برخې اخيستو په پار، د ۱۳۹۶ ل ل کال د غويي مياشتې پر ۱۳ (د ۲۰۱۷ ز کال د می پر ۳) د افغانستان اسلامي جمهوريت د هېوادمشر ډاکتر محمد اشرف غني له لوري محمد طاهر کاڼي ته د غازي میربچه خان دولتي مډال ورکړ شو.

بهرني سفرونه

سمول

محمد طاهر کاڼي د پخواني شوروي اتحاد یو شمېر جمهوريتونو لکه وزبکستان، تاجکستان، بيلاروس، لاتوييا او همدارنگه د عربي متحده اماراتو ته سفرونه کړي دي.

په سیاسي گوندونو او ډلو کې غړیتوب

سمول

شاعر او ليکوال محمد طاهر کاڼی د هېڅ کوم سیاسي گوند يا ډلې غړیتوب نه لري.

د محمد طاهر کاڼي شاعري

سمول

تر اوسمهاله (۱۳۹۹) لمريز کاله د طاهر کاڼي دوې شعري ټولگې چاپ شوې دي. لوی لیکوال او څېړونکی ښاغلی زلمی هېوادمل، چې د کاڼي پر لومړۍ شعري ټولگه يې تقريظ کښلي، د هغه د شاعرۍ په اړه لیکي:

«... ښاغلی کاڼی يو ذوقمن شاعر دی. د پښتو د معاصر دوران د سرلارو استادو شاعرانو لکه: اکاډميسين لايق، استاد سعدالدين شپون، عبدالباري جهاني او نورو د اثارو د مطالعې تر څنگ يې د ځوان نسل د مبتکرو او ښو شاعرانو د مجموعو او متفرقه شعرونو مطالعه هم کړې ده او د دغې مطالعې په مرسته يې خپل شعري ذوق ښه صيقل کړی دی. دی په خپلو ويناوو کې د شعريت غوښتنې پالي او د نوښت خواته هم هڅه کوي.»

استاد محمد آصف صميم زموږ د پښتو ژبې يو بل لوی ليکوال او څېړونکی دی. هغه د کاڼي پر دویمې شعري ټولگې باندې خپله سريزه کې د هغه د شاعرۍ په اړه ليکي:

«...له نیوليک (فهرست) نه نيولې تر یو څو مخه مې چې وکوت او ولوست، ډېر خوند يې راکړ، او خوند يې په دې راکړ چې په شعر کې مې يې د کره ليکنۍ ژبې د آرونو خواږه تر خولې شول...

د کاڼي صاحب شاعري مې تر غزليزې او ديواني زياته ازاده شاعري ومونده، ځکه له ۸۸ سرليکونو يې يو دوه سرليکونه د غزلو دي. کره ژبه او خواږه سرليکونه د کاڼي صاحب د شاعرۍ بله جوليزه (شکلي) او پرېوللې ځانگړنه ده...»

صميم صيب زیاتوي: «د ښاغلي کاڼي د دې دویمې ټولگې تر سرسري کتو او لوستو وروسته په تلو تلو کې همدومره يادونه کوم، چې: کاڼی د هېواد او ملي سياسي تاريخ پر زېرمه د ژباړې پر زیاتوونکي سربېره د يوه خوږژبي شاعر په توگه هم د نمانځې وړ دی.»

د پښتو ژبې نوښتگر شاعر محمد صديق کاوون هم د طاهر کاڼي پر دويمه شعري ټولگه تقريظ لیکلی دی. هغه ددغه شاعر د شاعرۍ په اړه لیکي:

«ښاغلي کاڼي د خپلو شعرونو دوهمې ټولگې ته «له باران سره خبرې» نوم ورکړی چې يو سمبوليک نوم دی. په دې معنا چې کاڼی له هغه باران سره چې د خړو ورېځو د غمجنو سترگو اوښکې دي، خبرې نه کوي بلکې هدف يې له دې مشخص مفهومه لوړ او پراخ دی.

په دې ډول ويلای شو چې کاڼی په خپله دې شعري ټولگه کې په واقعيت کې له ژوند سره خبرې کوي، له خپل ژوند سره، د خپل ولس او خپلو خلکو له ژوند سره، د ژوندانه له ښو او بدو، خوږو او ترخو سره او د تاريخ په اوسني ساړه او زمهريري فصل کې له ايسار انسان سره خبرې کوي.

کاڼی ژمن شاعر دی. خپل هېواد او خپل ولس ته ژمن شاعر. شعر يې د هېواد او ولس د غمونو او دردونو، بې وسيو او بې وزليو غبرگون دی. د خپل ټاټوبي په ويجاړتيا او د خپلو خلکو په زورېدنې زوريږي او د بل هر وطنپال انسان په شان هيله لرې چې هېواد يې ښېرازه او ودان وي، خلک يې هوسا او سوکاله وي. د وينو او لوگيو تريخ بوی خپل ځای د گلو د غونچو وږمو ته پرېږدي. قلم د ټوپک او مينه د کرکې ځای ونيسي.»

د شعر بېلگې يې

سمول

واورين لاسونه

واورې د باغ پر اوږو اېښي دي ساړه لاسونه - په تشو څانگو کې لوېدلي دي سپاره لاسونه

د واورې سپين څادر پر سر په درانه خوب ويده دي - کنگل رانغښتي دي راڼه، درانه درانه لاسونه

وخت د موسم په سپينه خوله سپینې خبرې کوي - ونو تر زنې ورته اېښي دي کاږه لاسونه

شمال د څانگو په رگو کې څه نغمې غږوي - د ژوند رباب ته ښوروي خواره واره لاسونه

بيا به سپرلی شي او د باغ غوټۍ به پېغله شي بيا - له ښکلې ملا نه به يې تاو کمه د زړه لاسونه

اوکراین-لووف

د ۱۹۹۱ ز کال نوامبر


د تورو ارمانونو غر

شپه ده،

        تياره ده 

دلته نه وينم د چا د عاطفې د اسمانڅکې ماڼۍ

                                 سپین ډيوه يي لاسونه    

دلته يو ستر وجود د تورې بلا

زما پر سر درنې پښې اېښې دي

دلته يو غر د تورو تورو ارمانونو د چا

زما د کور د بام پرسر

                   زما پر اوږو پروت دی 

دلته یو ستر د زمانې جلاد ولاړ

                          زما پر سینه باندې دی  

موزې يې جوړې د انسان دي له پوستکي څخه

مخ ته يې کوټه دي پراته

                   د انسانانو خونړي سرونه 

له تبرگي يې وينې څاڅي

                     زما پر مخ تويږي   

مسكو - روسيه

د ۱۳۸۲ ل کال غبرگولى


واورين انسان

ستا د ساړه نظر د ژمي په ساړه موسم کې ژوند کومه

ستا د ساړه احساس د غرونو په یخچال کې یمه یخ وهلی

ستا د ساړه احساس د واورې د سپين سرې بوډۍ

حال د کتلو نه دی

نور د کنگل بدن کوڅو کې د امسا په مرسته

هم تگ کولای نه شي

اوس يې وختونه د ځوانۍ په خوب کې هم نه ورځي

ستا د سړې وينا د ښار د يخ وهلو کوڅو

او د کنگل پر ښيښه بار

ښوی او راڼه واټونه

د گرزېدلو نه دي

ستا د خبرو له ساړه هسکه سړه بې توپیري کلکه ږلۍ اوروي

او د شمال سړه شپېلۍ يې د تودو نغمو هنر ته جوړه شوې نه ده

ستا د ساړه احساس د کب سترگې

دا ستا د کنگليز وجود د لوی سمندر

په يخ وهلي تل کې

رڼې رڼې پاتې دي،

ستا د سړې نړۍ د ژمي د څيلې پر سپين څادر باندې پوښ شوي وجود،

يخ لړزولي ذهن

ته د نظر پر ښيښه يي لاره لروين لټوي

او دې ته پاتې دي حیرانې چې دا ستا په شاني

يې تر دې دمه سوړ انسان

ژوند کې ليدلی نه دی

ولگينسکي - روسيه

د ۱۳۹۴ ل کال د ليندۍ ۷

د ۲۰۱۵ ز کال د نوامبر ۲۸


د توپان پېژندپاڼه

توپان د شرم او حيا په سرود نه پوهېږي

د سپين سترگۍ پر وچه دښته يې شيندلي دي توخمونه د غم

د لېونتوب پر پېژندپاڼه يې وهلې ده

د وينو ټاپه

توپان تورزړی دی

له سپينو سپېڅلتياوو څخه کرکه لري

توپان په خپلو تورو مټو باروتي وزرونو دومره غره

چې د هر چا مېنې ته رپ کې رسولای شي ځان

هره شېبه کې د يو چا په ستوني

خپلې تېرې او فلزي پنجې تر پايه ښخولی شي دی

توپان د زور له پولادي څادره جوړ دی

خو د عقل د رڼا له لمره لري گرځي

لکه وامپير چې د تيارې له هيولاوو سره مينه لري

توپان له سره تاووي تېره تېره تبرونه

هره شېبه په خپله غېږه کې د بڼ د ونو

او سرو غوټيو له وجوده پرې کوي تنکي تنکي سرونه

څومره سپرلي يې د هيبت کندې ته پورې وهل،

څومره گلونه يې د خپلو وينو

پر سرو ډنډونو لاهو کړي گوره

توپان تودوخه او د غوښې زړگی نه پېژني

د ده سینه کې د ډبرې او سړې وسپنې

يو کلک ماشین چلېږي

داسې ماشین چې د سونتوکي پر ځای

د تودې وينې د څښلو لویه خېټه لري

توپان شرخولی دی د مينې د ايت توري لوستلی نه شي

توپان د شرم او حيا په سرود نه پوهېږي

د سپين سترگۍ پر وچه دښته يې شيندلي دي توخمونه د غم

د لېونتوب پر پېژندپاڼه يې وهلې ده

د وينو ټاپه

ولگينسکي - روسیه

د ۱۳۹۴ ل کال د مرغومي ۳

د ۲۰۱۵ ز کال د ډيسمبر ۲۴

چاپ شوي نښيرونه يې

سمول

محمد طاهر کاڼی له ۱۳۷۹ لمريز لېږدي (۲۰۰۰ زېږدي) کاله راهيسې د ژباړې او ليکوالۍ پر چارو بوخت دی، چې تر دې مهاله يې دا لاندې نښيرونه (اثار) چاپ شوي دي:

۱- افغانستان زما وروستۍ جگړه، ليکوال: سترجنرال مخموت اخمېتوويچ گارېېف (له روسي ژبې پښتو ژبې ته ژباړه)، ۶۰۳ مخه، د ۱۳۸۰ ل ل (۲۰۰۱ ز) كال پېښور چاپ.

۲- كوچنى شاهزاده، ليکوال: انتوان دي سینت اکسيوپېري (له روسي ژبې پښتو ژبې ته ژباړه)، ۱۲۴ مخه، د ۱۳۸۱ ل ل (۲۰۰۲ ز) كال مسكو چاپ.

۳- افغانستان له شخصي دوسيې څخه، ليکوال: ولاديمير الېکساندروویچ کريوچکوف (له روسي پښتو ته ژباړه)، ۱۰۳ مخه، د ۱۳۸۲ ل ل (۲۰۰۳ ز) كال چاپ، دانش کتابتون، قصه خوانۍ بازار، پېښور.

۴- د ماسكو لاس، ليکوال: ليونيد ولاديميروویچ شېبارشين، (له روسي پښتو ته ژباړه)، ۱۷۳ مخه، د ۱۳۸۲ ل ل ( ۲۰۰۳ ز) كال چاپ، دانش کتابتون، قصه خوانۍ بازار، پېښور.

۵- د جرمني امپراتورۍ افغاني جگړه، ليکوال: يوري نيکولايوويچ تيخونوف (له روسي پښتو ته ژباړه)، ۴۶۴ مخه، د ۱۳۸۳ ل ل (۲۰۰۴ ز) كال چاپ، د دانش خپرندويې ټولنې تخنیکي څانگه- پېښور.

۶- افغانستان او د پامير پرسر شخړه، ليکوال: الېکسی ولاديميروويچ پوستنيکوف، (له روسي پښتو ته ژباړه)، ۳۸۸ مخه، د ۱۳۸۴ ل ل ( ۲۰۰۵ ز) كال چاپ، د دانش خپرندويې ټولنې تخنیکي څانگه-پېښور.

۷- په منځنۍ اسيا كې لويه لوبه، د ارشيفي لاسوندونو ټولگه، اوډونکې: تاتيانا نيکولايونا زاگارودنيکووا، (له روسي پښتو ته ژباړه)، ۳۸۹ مخه، د ۱۳۸۵ ل ل (۲۰۰۶ زېږدي) کال چاپ، د دانش خپرندويې ټولنې تخنیکي څانگه-پېښور.

۸- د افغانستان د شمال لوېديزې پولې ټاكل، روسي او برتانوي امپراتورۍ، ارشيفي لاسوندونه، ۳۲۷ مخه، (له روسي پښتو ته ژباړه)، د ۱۳۸۸ ل ل (۲۰۰۹ ز) كال چاپ، اسد دانش چاپخونه، پېښور.

۹- د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښكركشيو پلانونه، ليکوال: بېلابېل (راټولونه او له روسي پښتو ته ژباړه)، ۱۶۱ مخه، د ۱۳۸۹ ل ل (۲۰۱۰ ز) كال چاپ، اسد دانش چاپخونه، پېښور.

۱۰- د امير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير سفر او پر هرات باندې د پارس ناكام يرغل، ليکوال: بېلابېل، (راټولونه او له روسي پښتو ته ژباړه)، ۱۶۷ مخه، د ۱۳۸۹ ل ل (۲۰۱۰ ز) كال چاپ، اسد دانش چاپخونه، پېښور.

۱۱- په تشيال کې لومړنی افغان، ليکوال: بېلابېل، (راټولونه او له روسي پښتو ته ژباړه)، ۱۴۰ مخه، د ۱۳۹۰ ل ل (۲۰۱۱ ز) کال کابل چاپ، دانش خپرندويه ټولنه.

۱۲- سردار عبدالرحمان خان او روسان، بېلابېل ليکوال، (راټولونه او له روسي پښتو ته ژباړه)، ۷۲ مخه، د ۱۳۹۱ ل ل (۲۰۱۲ ز) کال لاهور چاپ.

۱۳- پاکستان د نړيوالې ترهگرۍ ځاله، ليکوال: بېلابېل، (راټولونه او له روسي پښتو ته ژباړه)، ۴۰۴ مخه، د ۱۳۹۲ ل ل (۲۰۱۳ ز) کال کابل چاپ، د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز.

۱۴- واوره او توپان، ليکوال: لېف نيکولاېويچ تولستوی، (له روسي پښتو ته ژباړه)، ۱۷۶ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵ ز) کال جلال اباد چاپ، مومند خپرندويه ټولنه.

۱۵- په افغانستان کې د شوروي پوځونو ظلمونه او جنايتونه، ليکوال: بېلابېل، (راټولونه او له روسي پښتو ته ژباړه)، ۱۴۶ مخه، د ۱۳۹۴ ل (۲۰۱۵ ز) کال کابل چاپ، د خيبر خپرندويه اداره.

۱۶- په افغانستان کې زما پوځي دنده، ليکوال: تورن جنرال لېف نيکولاېوويچ گورېلوف، (له روسي پښتو ته ژباړه)، ۸۷ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸ ز) کال کابل چاپ، اکسوس چاپخونه.

۱۷- د افغان او انگرېز دويمه جگړه، ليکوال: بريد جنرال ليونيد نيکولاېويچ سوبولېف، (له روسي پښتو ته ژباړه)، ۶۰۴ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸ ز)کال کابل چاپ، بهير چاپخونه.

۱۸- په ۱۸۹۷ ز کال کې د برتانوي ښکېلاک پرضد د ختيځو پښتنو پاڅون، ليکوال: گريگوري ايوانوويچ نوستيڅ، (له روسي پښتو ژبې ته ژباړه)، ۲۱۰ مخه، د ۱۳۹۸ ل ل (۲۰۱۹ ز) کال کابل چاپ.

۱۹- پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل او په کابل کې کودتا، ليکوال: بېلابېل، (راټولونه او له روسي پښتو ژبې ته ژباړه)، ۲۰۸ مخه، د ۱۳۹۸ ل ل (۲۰۲۰ ز) کال کابل چاپ، دانش خپرندويه ټولنه.

پنځونې او څېړنې:

۲۰- تنكۍ پاڼې، (د شعرونو غونډ)، ۷۰ مخه، د ۱۳۷۹ ل ل (۲۰۰۰ ز) كال مسکو چاپ.

۲۱- اعليحضرت ازاد خان افغان، (څېړنه)، ۲۴۷ مخه، د ۱۳۹۰ ل ل ( ۲۰۱۱ ز) کال کابل چاپ، دانش خپرندويه ټولنه.

۲۲- کيميايي عنصرونه، (څېړنه، په دوو ټوکو کې)، ۱۲۸۵ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵ ز) کال کابل چاپ، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت.

۲۳- بهرني ليکوال (څېړنه)، ۴۹۳ مخه، د ۱۳۹۴ ل ل (۲۰۱۵ ز) کال کابل چاپ، د افغانستان د علومو اکاډمي.

۲۴- له باران سره خبرې (دويمه شعري ټولگه)، ۱۹۲ مخه، د ۱۳۹۷ ل ل (۲۰۱۸ ز) کال جلال اباد چاپ، جهان چاپخونه.

۲۵- کيميايي عنصرونه د انسان په بدن کې (څېړنه)، ۱۱۶ مخه، د ۱۴۰۰ ل ل (۲۰۲۱ ز) کال کابل چاپ، اکسوس چاپخونه.

ناچاپ نښيرونه يې:

۱- د ماشومانو لپاره د پښتو ليک لوست درسي کتاب.

۲- د هايډروجن مرکبونه (ژباړه او څېړنه).

۳- عضوي تېزابونه (ژباړه او څېړنه).

۴- اميني تېزابونه (ژباړه او څېړنه).

۵- د تزاري روسيې سفارت د امير شېرعليخان په دربار کې (ژباړه).

تر كار لاندې نښير

سمول

باندنۍ تړنې

سمول

سرچينې

سمول

‎ ۱- په سمسور وېبپاڼه کې د محمد طاهر کاڼي ژوندليک او شعرونه Archived 2017-07-14 at the Wayback Machine.

۲- نوميالي افغان ژباړونکي محمد طاهر کاڼي ته د استاد بېنوا د ژباړې ډالۍورکړله شوه[مړه لينکونه]

۳- په جرمني کي د افغانستان په اړه علمي سيمينار بشپړ راپور[مړه لينکونه]

۴- http://kitabtoon.com/kitabona/tarikh/author/83

۵- کاڼی، محمد طاهر، تنکۍ پاڼې، د ۱۳۷۹ ل ل کال مسکو چاپ، د زلمي هېوادمل سريزه.

۶- کاڼی، محمد طاهر، له باران سره خبرې، دويمه شعري ټولگه، د ۱۳۹۷ ل ل کال چاپ، د استاد محمد آصف صميم تقريظ.

۷-کاڼی، محمد طاهر، له باران سره خبرې، د ۱۳۹۷ ل ل کال چاپ، د لوی او نوښتگر شاعر محمد صديق کاوون توفاني تقريظ. ‎