تاجيکستان

(له تاجکستان نه مخ گرځېدلی)

تاجیکستان، په رسمي ډول د تاجیکستان جمهوریت (په تاجیکي: Ҷумҳурии Тоҷикистон، لاتین ډول: Jumhurii Tojikiston) د مرکزي آسیا په وچه کې را ایسار  هېواد دی. مساحت یې ۱۴۳۱۰۰ کیلومتر مربع (۵۵۳۰۰ مایل مربع) او د وګړو اټکلیز شمېر یې ۹۵۳۷۶۵۴ کسه دی. دوشنبه یې مرکز او لوی ښار دی. له سویل لوري له افغانستان، له لویدیځ لوري له اوزبیکستان، له شمال لوري له قرغزستان او له لویدیځ لوري له چین سره پوله لري. د تاجیک وګړو سنتي کور اوسنی تاجیکستان او د افغانستان او اوزبیکستان یو شمېر برخې دي.[۱]

د تاجیکستان جمهوریت
Flag of تاجيکستان
Flag of تاجيکستان
بيرغ
Coat of Arms of تاجيکستان
Coat of Arms of تاجيکستان
Coat of Arms
موخه: None
Location of تاجيکستان
Location of تاجيکستان
Government
امامعلی رحمان
وکیل وکیلوف
Independence
• From Soviet Union
September 9, 1991
• Establishment of the Samanid Empire
875 AD
د کثافاتو نړيوال ريکاډ151st
• Census
6,127,000
ن خ د ت (پي پي پي)2005  د اټکل له مخې
• ټول
$8.802 billion (139th)
• پر نفر
$1,388 (159th)
د بشري پرمختيا اندازه  (2003)0.652
medium · 122nd
پيسېSomoni (TJS)
وخت زون(يو ټي سي+5)
د ټیلیفون کوډ992
انټرنېټ کوډ.tj
1.) Rank based on U.N. 2005 figures. Estimate based on CIA figures for 2006.

دغه سیمه چې اوسنی تاجیکستان جوړوي، پخوا د ګڼ شمېر لرغونو کلتورونو کور و چې د نیولیتیک او برونزو د دورې سرزم ښار په کې شاملېږي، چې وروسته بیا بېلابېلو باورونو او کلتورونو ته اړوندې پاچهۍ په کې تېرې شوې، چې د آمو سیند تمدن، آندرونوو کلتور، بودیزم، د ختیځ کلیسا، هندویزم، زردشتي دین، ماني آیین او اسلام په کې شاملېږي. په دغه سیمه ګڼ شمېر سترواکیو او لړیو واک چلولی، چې د هخامنشیانو سترواکي، ساساني سترواکي، هپتالیانو سترواکي، سامانیانو سترواکي او مغولي سترواکي په کې راځي. تیموري رنسانس د تیموریانو د لړۍ او بخارا د خاناتو له واکمنیو وروسته وغوړېد. دغه سیمه په وروسته کې د روس سترواکۍ له خوا ونیول شوه چې له هغه وروسته شوروي اتحاد ورباندې واک خپل کړ. د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد معاصرې پولې وټاکل شوې. وړاندې له دې چې په ۱۹۲۹ ز کال کې شوروي اتحاد په یوه بشپړ متحد جمهوریت واوړي، د اوزبیکستان د یوه خود مختاره جمهوریت په توګه یې موجودیت درلود.[۲][۳]

د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته، د ۱۹۹۱ ز کال د سپتمبر په ۹ مه نېټه په یوه خپلواک هېواد واوښت. له خپلواکۍ ډېر ژر وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه، چې له ۱۹۹۲ ز کال نه یې تر ۱۹۹۷ ز کال پورې دوام درلود. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، نوي رامنځته شوي سیاسي ثبات او بهرنیو مرستو لار برابره کړه، څو د دغه هېواد اقتصاد وده وکړي. دغه هېواد له ۱۹۹۴ ز کال راهیسې، د امام علي رحمان له خوا اداره کېږي، چې د یو خپل سري دولت مشري کوي، ځکه په پراخه کچه فساد په کې شته او بشري حقونه په کې په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي، چې شکنجه، خپل سرې بندخونې، د سیاسي مخالفینو ځپل، د مذهبي آزادیو او نورو مدني حقونو نشتوالی په کې شاملېږي.[۴][۵]

تاجیکستان یو ولسمشریز جمهوریت دی چې څلور ولایتونه لري. د تاجیکستان ډېری وګړي د تاجیک قوم اړوند دي، په تاجیکي ژبه خبره کوي، تاجیکي یې لومړۍ رسمي ژبه ده ،چې د افغانستان او ایران په ګډون درېیم فارسي ژبه ویونکی هېواد دی. روسي ژبه یې د قومونو ترمنځ د رسمي ژبې په توګه کارول کېږي. په داسې حال کې چې دولت یې د اساسي قانون له مخې سیکولر دی، ۹۸٪ سلنه وګړي یې مسلمانان دي. د بدخشان په غرني خود مختاره ولایت کې یې له دې سره چې ډېر کم وګړي استوګن دي، خو ګڼ شمېر ژبني توپیرونه په کې شتون لري، چې روشاني، شغناني، واخي او تاجیکي ژبې په کې ویل کېږي. غرونه د دغه هېواد ۹۰ سلنه برخه پوښي. دغه هېواد له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې اقتصاد یې له متمرکز سیستم نه د بازار سیستم ته په اوښتو دی او په لوړه کچه د پیسو په حواله او د المونیم او پنبې په تولید تکیه لري. تاجیکستان د ملګرو ملتونو سازمان، خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو د ټولنې، د اروپا د آمنیت او همکارۍ سازمان، اسلامي همکاریو سازمان، اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو، شانګهای همکاریو سازمان، د ټولیز امنیت تړون سازمان او د سولې ټینګېدو په برخه کې د ناتو د مشارکتي پروګرام غړیتوب لري.[۶]

سیاست

د تاجیکستان له خپلواکۍ ډېر ژر وروسته، په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه د ګڼ شمېر ډلو ترمنځ پیل شوه. دغه ډلې د بهرنیو هېوادونو له خوا ملاتړ کېدلې چې افغانستان، ایران، پاکستان، اوزبیکستان او روسیه په کې شاملېږي. روسیې او ایران د ښکېلو ډلو ترمنځ د سولې په هڅو تمرکز درلود، څو د امریکا د متحده ایالاتو او ترکیې د لاسوهنې چانس را کم کړي. د پام وړ دا چې، روسیې د دولت پلوه ډلو نه ملاتړ کاوه او د مشترک المنافع هېوادونو ځواکونه یې د تاجیکستان او افغانستان په پوله کې ځای پر ځای کړل. له ۴۰۰۰۰۰ تنو زیاتو روسانو نه چې په صنعت کې بوخت وو، یوازې نږدې ۲۵۰۰۰ یې پاتې شول او نور ټول روسیې ته وتښتېدل. په ۱۹۹۷ ز کال کې جګړه د دولت او اسلام پاله اپوزیسیون ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې پای ته ورسېده او مرکزي دولت په ۱۹۹۹ ز کال کې د سوله ییزو ټاکنو له مخې رامنځته شو.[۷][۸]

تاجیکستان په رسمي ډول جمهوریت دی او ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې د ولسمشریز سیستم له مخې ترسره کېږي. په ورته مهال واکمن ګوندي سیستم لري، چې د تاجیکستان د خلکو دیموکراتیک ګوند په پارلمان کې اکثریت چوکۍ په واک کې لري. امام علي رحمان د ۱۹۹۴ ز کال له نومبر میاشت نه په پرله پسې ډول د دغه هېواد ولسمشر دی. لومړی وزیر یې قاهر رسول زاده، د لومړي وزیر لومړی مرستیال متلوب خان دولتوف او د لومړي وزیر دوه نور مرستیالان مرادعلي علیمردون او رقیه قربانوا دي.[۹]

د ۲۰۰۵ ز کال پارلماني ټاکنې، د مخالفو ګوندونو او نړیوالو څارونکو له ګڼ شمېر تورونو سره مخ وې چې ویل کېدل: امام علي رحمان د ټاکنو په بهیر او بېکارۍ اړوند موضوعاتو کې لاسوهنه کوي.  د ۲۰۱۰ ز کال د فبروري میاشتو په ټاکنو کې واکمن ګوند د پارلمان څلور چوکۍ له لاسه ورکړې، خو بیا یې هم خپل بشپړ اکثریت خوندي وساته.[۱۰][۱۱]

د راپورونو له مخې: تاجیک دولت د اسلامي نفوذ د ځپلو او له اسلامي سخت درېځۍ سره د اړیکې له امله، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه دود وه، د ږېرې پرېښول منع کړي دي. [۱۲][۱۳][۱۴]

د ۲۰۲۰ ز کال په اکتوبر میاشت کې، د تاجیکستان مستبد ولسمشر امام علي رحمان د بشپړو کنترول شوو او تشریفاتي ټاکنو په پایله کې، د ۹۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د راتلونکو اووه کلونو لپاره یوځل بیا د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.[۱۵]

د ۲۰۲۱ ز کال په اپریل میاشت کې د تاجیکستان او قرغزستان ترمنځ د اوبو پر سر شخړه ، د دغه هېواد له خپلواکۍ وروسته جدي سرحدي شخړه وه.

د ۲۰۲۱ ز کال په جولای میاشت کې تاجیکستان د روسیې په مشرۍ د ټولیز امنیت د پیمان د پخواني شوروي اتحاد له غړو هېوادونو نه له ګاونډي افغانستان نه دغه هېواد ته د را ولاړېدونکو امنیتي ګواښونو اړوند مرسته وغوښته. دغه امنیتي ګواښونه، له افغانستان نه د متحده ایالاتو او بریتانوي ځواکونو له وتلو رامنځته شوي وو، چې له امله یې ۱۰۰۰ کسه افغان ملکي وګړي او دولتي مامورین وروسته له هغه چې طالب یاغیانو، د افغانستان په ډېرو برخو کنټرول ترلاسه [۱۶]کړ، ګاونډي تاجیکستان ته وتښتېدل.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

اقتصاد

په ۲۰۱۹ ز کال کې، د تاجیکستان د داخلي ناخالصو تولیداتو نږدې ۲۹٪ برخه د کډوالو د پیسو له حوالو برابرېده (ډېری یې په روسیه کې د تاجیک وګړو د کار کولو له امله وې)، چې په نړۍ کې دغه حوالو لوړه کچه درلوده. اوسنی اقتصادي حالت یې تر ډېره د فساد، نابرابرو اقتصادي اصلاحاتو او ناسم اقتصادي مدیریت له امله نازک دی. دې ته په پام سره چې، بهرنی عاید یې د مهاجرو کارکوونکو د حوالې او د المونیم او پنبې په صادراتو تکیه لري، اقتصاد یې په کلکه سره له بهرنیو ګوزارونو نه زیان منونکی دی. په ۲۰۰۰ مالي کال کې ډېرۍ نړیوالې مرستې د بېرته پیاوړي کولو پروګرامونو نه د ملاتړ په برخه کې وې، چې د پخوانۍ کورنۍ جګړې جنګیالي یې په ملکي اقتصاد کې ور ګډول او د سولې په ټینګښت کې یې مرسته وکړه. نړیوالې مرستې د وچ کالۍ په دویم کال کې چې دغه هېواد یې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ کړ، ډېرې اړینې وې. د ۲۰۰۱ ز کال په اګست میاشت کې د سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې، په تاجیکستان کې قحطي راغلې او د تاجیکسکتان او اوزبیکستان لپاره یې د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه. له دې سره، تر اوس مهاله خوړو ته لاسرسی د یوې ستونزې په توګه پاتې شوی دی. د ۲۰۱۲ ز کال په جنوري میاشت کې ۶۸۰۱۵۲ کسه تاجیکستاني وګړي، د خوراکي توکو له ناخوندیتوب سره مخامخ وو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1. "Tajikistan Population (2021) – Worldometer". www.worldometers.info. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Proto-urban Site of Sarazm". UNESCO.org. UNESCO. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اگسټ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bergne, Paul (2007) The Birth of Tajikistan: National Identity and the Origins of the Republic, IB Taurus & Co Ltd, pg. 39–40
  4. (په 15 January 2019 باندې). World Report 2019: Rights Trends in Tajikistan. Human Rights Watch.
  5. Welle (www.dw.com), Deutsche. "Tajikistan's eternal ruler Emomali Rakhmon | DW | 12.10.2020". DW.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Tajikistan Ethnic groups – Demographics". www.indexmundi.com (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Tajik civil war: Causes and dynamics". Conciliation Resources (په انګلیسي ژبه کي). 2011-12-30. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "How The Tajik President Has Managed To Stay In Power For Nearly Three Decades". RadioFreeEurope/RadioLiberty (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Greenberg, Ilan, "Media Muzzled and Opponents Jailed, Tajikistan Readies for Vote", The New York Times, 4 November 2006 (article dateline 3 November 2006), page A7, New York edition
  10. (په 4 March 2010 باندې). Change you can't believe in.
  11. (په 1 March 2010 باندې). Tajikistan elections criticised by poll watchdog.
  12. (په 1 March 2010 باندې). Tajikistan elections criticised by poll watchdog.
  13. Dictatorland: Tajikistan. BBC Three (Television production). 20 April 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The men evading Tajikistan's de-facto beard ban". The Guardian. 7 September 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Greenberg, Ilan, "Media Muzzled and Opponents Jailed, Tajikistan Readies for Vote", The New York Times, 4 November 2006 (article dateline 3 November 2006), page A7, New York edition
  16. (په 7 July 2021 باندې). Tajikistan asks Russia-led bloc for help on Afghan border. Reuters.
  17. Welle (www.dw.com), Deutsche. "Press freedom in Tajikistan: Going from bad to worse | DW | 05.06.2020". DW.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Tajik Government's Fury Over Conflict Reporting". Iwpr.net. 22 October 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. . Global democracy has another bad year. The Economist.
  20. (په 15 July 2019 باندې). Which Countries Are For or Against China's Xinjiang Policies?. The Diplomat.
  21. "Tajikistan re-elects leader Rahmon with overwhelming majority". www.aljazeera.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Reuters Staff (په 29 April 2021 باندې). Kyrgyz, Tajik security forces clash at border in water dispute. Reuters.
  23. (په 21 May 2021 باندې). After Kyrgyzstan-Tajikistan Border Conflict, Time For a Human Rights Agenda. Human Rights Watch.
  24. "Tajikistan Reportedly Calls On Allies For Help With Security Challenges From Afghanistan". RadioFreeEurope/RadioLiberty (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. World Bank Data Accessed 6/6/2021. Link goes to current data.
  26. "Remittance man Archived 18 November 2017 at the Wayback Machine.". The Economist. 7 September 2013.
  27. Tajikistan: Building a Democracy (video) Archived 11 April 2016 at the Wayback Machine., United Nations, March 2014
  28. "Spectre of famine over Tajikistan – IFRC". www.ifrc.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Integrated Food Security Phase Classification" (PDF). usaid.gov. USAID. مؤرشف (PDF) من الأصل في 10 اګست 2014. د لاسرسي‌نېټه 9 اګست 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)