دوشنبه
دوشتنه Душанбе | |
---|---|
![]() | |
هېواد | ![]() |
ولایت | |
د اوسېدونکي شمیر | ۶۷۹،۴۰۰ |
د بحر له سطحې لوړوالي | ۷۰۶ م. |
دین | اسلام |
دوشنبه (په تاجیکي کې: Душанбе) د تاجیکستان تر ټولو لوی ښار دي او د تاجیکستان پایتخت (مرکز) دي. دغه ښار تقریبًا ۶۷۹،۴۰۰ نفوس لري. دوشنبه د تاجیکستان په لویدیځ کې د پامیر ته نژدي پروت دي. د دوشنبه په ښار کې د ورزب مشهور سیند بهیږي.
تاریخ
دوشنبه په ۷ پېړۍ کې جوړ شو . په ۹ پېړۍ کې دغه ښار د سامانیانو د حکمرانانو لخوا پراخه شوه. په ۱۳ پېړۍ کې دوشنبه د مغولو پوځ لخوا ونیول شو. په ۱۵ پېړۍ کې د تیمور لنگ پوځ دوشنبه ته ورسېده. په ۱۶ پېړۍ کې دغه ښار د بخاري خانانو لاس ته ورغی. په ۱۹۲۹ کال کې دوشنبه د تاجیکستان سوسیالستی جمهوریت مرکز شو او په دي ښار کې د اورگاډي سړک جوړ شو. په ۱۹۴۸ کال کې لمړي پوهنتون تاسیس شو . په ۱۹۹۱ کال کې د تاجیکستان جمهوریت اعلان شو او دوشنبه بیا د تاجیکستان مرکز شو.