محمد بشير دوديال

پوهاند محمد بشیر دودیال (زوکړه ۱۳۴۰ لمريز لېږدي کال)، کابل) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او ژباړن دی.

مخينه سمول

پوهاند محمد بشير دوديال د علي محمد خان حسين خېل زوى، پر ١٣٤٠ ل ل کال په کابل ولايت کې زږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د کابل ښار د سردار محمد جانخان او حبيبې په عالي لېسو کې بشپړې کړې دي. لوړې زده کړې يې د ماسټرۍ تر کچې په کرنيز اقتصاد او توسعې په برخه کې کړي دي. همدا شان یې د Micro economics ابتدايي اقتصاد په برخه کې د جرمني په بوخم پوهنتون کې زده کړې کړې دي. پوهاند دوديال پر لاندې پوستونو رسمي دندې ترسره کړې يا علمي غړی پاتې شوی دی.

  • د افغانستان د ليکوالو او ژورنالستانو د اتحاد يې غړى.
  • په ننگرهار پوهنتون کې د کرنې، د وترنری د علومو او اقتصاد پوهنځيو کې استادي.
  • د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړى.
  • د اريانا داېرة المعارف انستيتوت مشر.
  • د وترنرۍ علومو د پوهنځي مرستيال.
  • په GTZ/PAL کې ترينر.
  • د اداري اصلاحاتو په کمېسون کې د ادارې د کورس استاد.
  • په پېښور کې د پوهنتون استاد.
  • په ننگرهار پوهنتون کې د تقرر او د انفکاک د کمېټې غړى.
  • د علمي ترفيعاتو د کمېټې غړى.
  • د کانکور د کمېټې غړى.
  • د پوهنتون د اعتبارموندنې د تضمين او ځان ارزونې د کمېټې غړی.
  • د نشراتو د بورد او د پوهنتون د کريکولم د کميټې مشر.
  • د پوهه، انگازه، ارزښت، ننداره او افغان يووالي د ليکنې د هئيت غړی.
  • د پوهه علمي مجلې مسئول مدير.
  • د اقتصاد پوهنځي تدريسي مدير.
  • دوه دورې د پوهنتون د علمي شورا غړى.
  • د اريانا خصوصي پوهنتون علمي مرستيال.
  • د جامعه العلوم الاسلاميه سلاکار.
  • د خراسان خصوصی پوهنتون د ماسترۍ د بورد مسئول.
  • د اقتصاد پوهنځي مرستيال.
  • د ننگرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي چارو د څانگې آمر.
  • اوس د ننگرهار پوهنتون د عامه اداری او پاليسۍ د پوهنځي سروال او استاد دى.

محمد بشیر دودیال د خپل خدمت په دوره کې پر ١٣٦٩ ل کال د زمري د ٢٨ مې نېټې په مناسبت د خپلواکۍ ستاينليک، پر ١٣٧٤ ل ل کال د غوره خدمت ستاينليک او پر ١٣٨٨ ل کال يې درېيمه درجه ستاينليک تر لاسه کړى دى. دوه ځله يې د کال ادبي جايزې او پېنځه ځله د ادبي کانکورونو د جايزو گټونکى شوی. پر ١٣٨٩ ل کال يې د ادبي کانکور لومړۍ جايزه گټلې ده.

بهرنيو هېوادو ته سفرونه سمول

ښاغلي بشیر دودیال جرمني، هندوستان، پاکستان، ترکيی، اتريش، ايران، هنگري او گرجستان ته رسمي او پوهنيز سفرونه کړي دي.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- Constraint in Adoption of Technology د ماسترۍ تيزس.

۲- اقتصادي پلان جوړونه، د پوهنيار علمي رتبې ته ژباړل شوى اثر.

۳- د کرنيزي مناسبې تکنالوژۍ ستونزې او د حل لارې (د پوهنمل علمي رتبې لپاره څېړنيز اثر).

۴- د کرنې او صنعت متوازنه وده (د پوهندوى عملي رتبې ته څېړنيز اثر ).

۵- تانده غوټۍ (لنډې کيسې) د افغانستان د ليکوالو ټولنه ١٣٥٦، کابل دولتي مطبعه.

۶- د کرنې پلان جوړونه (علمي- مسلکي ژباړه )، د کرنې وزارت، د کرنيز تبليغ ترويج او زده کړو رياست خپرونه ١٣٦٦ ل ل کال کابل.

۷- په کرنه کې د طبيعي منابعو پلان جوړونه (دغه کوچنۍ رساله د منې د کښت د کمپاېن په مناسبت) پر ١٣٦٨ کال د کرنې وزارت د ترويج رياست له خوا خپره شوې وه.

۸- شاهين (د لنډو کيسو ټولگه)، اردو مطبعه، کابل ١٣٦٧ ل ل کال.

۹- د مينې ډالۍ (ناول)، د ليکوالو ټولنه، کابل ١٣٦٧، دولتي مطبعه.

۱۰- د شواريهاى بازگشت اواره گان افغان، مرکز مطالعات افغانستان (ASC) پېښور ١٣٧٧ ل ل کال تاپ پرنټز- پاکستان.

۱۱- د افغانستان د طبيعي سرچينو پېژندنه. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني- کولن ١٣٧٩ (٢٠٠٠ م.).

۱۲- حيات وحش افغانستان، چاپ مرکز منابع نشراتى واطلاعاتى اکبر (ARIC) پېښور- پاکستان، د ١٣٨١ ل ل کال چاپ.

۱۳- د اقتصادي پرمختا تيوري او پلان جوړونه، د ختيځ بيا رغاونه د خپرونو څانگه.

۱۴- ضايع در افغانستان ونقش انها در اقتصاد ملى، چاپ کتابخانه هاى اريک نمبر مسلسل ١٢٦ ،١٣٨٢ ل ل کال، پېښور- پاکستان.

۱۵- ديموگرافي او د نفوسو تحليل (د پوهنتون درسي کتاب )، دانش خپرندويه ټولنه، د ١٣٨٢ ل ل کال.

۱۶- نباتات طبى، چاپ دفتر اکبر، انتشارات الازهر، پېښور- پاکستان، (٢٠٠٤) ١٣٨٤ ل ل کال.

۱۷- احصائيه (لومړى، دويم، درېيم چاپ) خپروونکې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، پېښور (٨١، ٨٤، ١٣٨٧ ل ل کال) درسي کتاب.

۱۸- اصل خلجى هاى افغانى (ژباړه) ١٣٨٩ ل ل کال، د ميوند کتاب چاپولو مؤسسه.

۱۹- پښتو رياضي ١٣٨٨ ل ل کال د سبا نشراتي مؤسسه.

۲۰- د تصوف حقيقت، ١٣٨٩ ل ل کال، د ميوند خپرندويه ټولنه.

۲۱- اداره، گودر خپرندويه ټولنه، ١٣٨٨ ل ل (په پښتو او دري ژبو، درېالس ځله چاپ شوى دى).

۲۲- غزنوي سلطان محمود (ژوند او پېښليک )، د ميوند خپرونديې ټولنې چاپ.

۲۳- د علمي تجربو طرح او ډيزاين، گودر خپرندويه ټولنه، ١٣٨٤ ل ل کال، درسي کتاب.

۲۴- په پېنځه ټوکو کې د يو شمېر سبو توليد او روزنه (له پوهنمل سيدا جان عبدياني او پوهنيار محمد اسماعيل سعادت سره په گډه)، ١٣٨٥ ل ل کال او د يو شمير سبو مارکيتنگ.

۲۵- د ننگرهار ولايت او جلال اباد ښار پېژندنه (له اسدالله حصارشاهيوال او سيد پاچا باور سره په گډه).

۲۶- مرکه (د لنډو کيسو ټولگه )، (له امين افغانپور، ډاکټر اسدالله حبيب او ببرک ارغند سره په گډه).

۲۷- سرگرمي با اعداد، د able ادارې چاپ، ١٣٨٩ ل ل کال).

۲۸- سوداگري د ټولو لپاره (ژباړه، ١٣٨٨ ل ل کال، کابل).

۲۹- د خريدارۍ هيات (د طنزونو ټولگه) د ١٣٨٦ ل ل کال سبا خپرندويه ټولنې چاپ.

۳۰- پښتو رياضي (ژباړه)، لومړی چاپ ١٣٨٦ ل ل کال، دويم چاپ ۱۳۹۳ ل ل کال پېښور.

۳۱- د طبيعي منابعو اقتصاد (د پوهنتونونو لپاره درسي کتاب)، د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې چاپ. لومړى چاپ ١٣٨٤ ل ل کال، دوېم چاپ ١٣٨٦ ل ل کال، درېيم چاپ ١٣٨٩ ل ل کال.

۳۲- نباتات او د هغو ارزښت زموږ په ژوند کې.

۳۳- په افغانستان کې هنر او ښکلي هنرونه.

۳۴- د اقتصادي پروژو تحليل او مديريت. (د اقتصاد پوهنځي درسي کتاب)، لومړی چاپ ۱۳۹۱، دويم چاپ ۱۳۹۴ ل ل کال.

۳۵- د وزو روزنه او ساتنه.

۳۶- د مديريت علم (ژباړه).

۳۷- اسانه محاسبه.

۳۸- ولايتي شورا ګانې (ژباړه).

۳۹- حکايتونه او په زړه پوری مطالب (ژباړه).

۴۰- د ژويو او څارويو په زړه پورې نړۍ.

۴۱- کوچنی او تطبيقی اقتصاد (ژباړه).

۴۲- عامه اقتصاد (ژباړه).

۴۳- د سازمانی اړيکو مديريت (د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځيو لپاره درسي کتاب)، ۱۳۹۴، یار کتاب خپرندویه ټولنه.

۴۴- افغانستان د تاریخ په تگلوري کې (د میر غلام محمد غبار «افغانستان در مسیر تاریخ» پښتو ژباړه).

۴۵- د افغانستان يوه لنډه دیارلس کلنه تجربه، په ۲۱۳ مخونو کې، یوه پوهنيزه څېړنه. دغه اثر د ننگرهار پوهنتون د پنځوسمې کلیزې په مناسبت خپور شوی دی.

۴۶- د مالي خطرونو مدیریت، د اقتصاد پوهنځی لپاره درسي کتاب.

۴۷- د عامه مالي چارو اساسات (ژباړه)، د اقتصاد پوهنځي لپاره درسي کتاب، گودر خپرندویه ټولنه، د ۱۳۹۲ ل ل کال چاپ.

سرچينې سمول

۱- http://www.benawa.com/details.php?id=57732

۲- http://www.taand.com/archives/37367

۳- https://www.afghan.tips/2015/10/17/%D9%BE%D9%88%D9%87%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%A8%D8%B4%D9%8A%D8%B1-%D8%AF%D9%88%D8%AF%D9%8A%D8%A7%D9%84/ Archived 2020-10-31 at the Wayback Machine. ‎