امين الله افغانپور (زوکړه ۱۳۲۶ ل ل کال کابل، شش درک - مړينه ۱۳۷۷ ل ل کال) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، ژباړن او خبريال وو. هغه په ۱۹۷۸ ز. کال کې د هېواد ورځپاڼې مشر پازوال و.

امين افغانپور

مخينه

ارواښاد امین الله افغانپور په ۱۳۲۶ لمریز کال کی د کابل ښار په شش درک کی په یوه متوسط الحاله روڼ انده کورنی کی زیږیدلی وو. پلار یی خدای بښبلی غلام قادر مسکین چی یو روحانی عالم و، پخپله هم ادبی پوهه درلوده. سربیره پردې چی د کورنیو او بهرنیو معاصرو او کلاسیکو لیکوالو او شاعرانو آثار یی لوستل، شاعر هم وو، چی اشعار یی د هېواد په رسنيو کی چاپیدل، په تیره د “کابل” په نامه ادبی خپرونه کی چی د هغه وخت د ادبی انجمن خپرونکی ارگان وو، په منظم ډول خپریدل. کولی شو ووایو چی افغانپور ته د هغه ادبی استعداد له پلاره په میراث پاتی شوی وو.

افغانپور خپل ماشومتوب او د ځوانۍ لومړنی کلونه د شش درک په سیمه کی د خپلی کورنۍ په غیږه کی تیر کړل او په همدغه چاپیریال کی، چی شاوخوا یې یا د زیارایستونکو کورنی لکه خټگر، پښ او ترکاڼان ول، ژوند کاوه او یا هم د دولت خوار او عادي کارمندان میشت ول، لوی شو. د دغو خواریکښو کورنیو ژوند او د هغوی د ژوند ناخوالې یی له نژدې لیدلې. نو طبیعی وه چی لکه د بل هر حساس او د درک خاوند ځوان په څیر یې پر افغانپور هم اغیزه کوله او له همدې لامله وو چی ده ته د مطالعې ضرورت پیدا شو او په ډیره تلوسه یی د هغو کتابونو په لوستلو پیل وکړ چې کیدی شو ده ته د ټولنې د ناخوالو او د زیارکښو د ستونزو او کړاوونو علتونه روښانه کړی او د ده سر پې خلاص کړي. د دې تر څنګه یی د هماغه میراثي استعداد له برکته لیکلو ته مخه کړه او چی څنگه یې قلم وخوځاوه نو د هماغو خواریکښو کوڅه والو دردونه او رنځونه یی د کاغذ پرمخ وکښل او په حقیقت کی د خپلو خلکو د دردونو او کړاوونو ترجماني یی په ذمه واخسته چی بیا تر پایه له همدی لاری وانه وښت او هغی ته یی ادامه ورکړه چی د ده ادبی آثار ددې خبرې ډیر ښه ثبوت کیدی شي.

افغانپور په استقلال لیسه کی زده کړه وکړه او تر ۱۳۴۹ کال پورې یی خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په همدغو کلونو کی چی په هېواد کی شرایط د سیاسي فعالیتونو لپاره یو څه مساعد شوی و او د محصلانو او زده کوونکو د اعتراضونو یو پراخ غورځنگ په خوځیدو کې و، افغانپور هم د خپل ښوونځي د اعتراضونو بیرغ د لومړي ځل لپاره پورته کړاو د خپل ښوونځی د ځوانانو غږ یې د هیواد دسلهاووزرو نوروځوانانوله غږسره غبرګ کړ. دغه غږ که څه هم ډیر ژر د چارواکيو له لوري د ښوونځي نه د افغانپور په ایستلو سره غلی کړی شو خو د مبارزې او مقابلې هغه بیرغ چې ده پورته کړی و، پر ځمکه ونه لوید.

له دغی پیښی وروسته افغانپور په مطبوعاتی کارونو بوخت شو او د راډیو افغانستان په بیلابیلو برخو کې یی په کار پیل وکړ. د هغه مطبوعاتي او ژورنالیستکي فعالیتونه بیا د ده د مرگ تر وخته دوام وکړ چی د خپلو ادبي فعالیتونو تر څنگ یی ترسره کول. گ افغانپور د کیسه لیکنې کار په څلویښتمو کلونو کې تقریبا د خپلو ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو سره جوخت پیل کړ. دغه کلونه د افغانپور لپاره د تجربې او مطالعې کلونه ول. هغه په دغو کلونو کی د نړۍ له سترو لیکوالو لکه تورگېنیف، تولستوی، بالزاک، ویکتور هوگو، چېخوف، ماکسیم گورکي او داسی نورو آثارو په څنګ کی د کوزې پښتونخوا له داستاني او ادبي تخلیقاتو سره هم آشنا شو او په ډیره تنده یی دغه آثار لوستل. که څه هم ده د کیسو لیکل لا ډیر کلونه پخوا پیل کړي و، خو لا یې د خپلو کیسو لپاره سم استقامت نه و ټاکلی. د ده لمړنی داستانی اثر د “مطرود” په نامه چی په دري ژبه یې لیکلی و، په ۱۳۴۲ کال کې د بدخشان په ورځپاڼه کی خپور شو.

د هغه لنډې کیسې په څلویښتمو او پنځوسمو کلونو کې د ژوندون او پښتون ږغ په مجلو کې خپریدې او یا هم د راډیو افغانستان د بیلابیلو خپرونو له لاری خپریدې. د هغه د څو لنډو کیسو له مخی ټلویزیوني فلمونه هم جوړ شوي، چې په هماغه کلونو کی د ټلویزیون له لارې خپاره شوي هم دي.

لکه چی پاس هم ورته اشاره وشوه، افغانپور خپل مطبوعاتي فعالیتونه د راډیو افغانستان د روزنې په اداره کې په کار کولو سره پیل کړ. هغه په لومړیو کلونو کی یانې د څلویښتمې لسیزې په کلونو کې د راډیو بېلابېلو خپرونو ته مطالب لیکل او یا يې هم پخپله د خینو خپرونو د جوړولو پازوالي (مسؤليت) پر غاړه درلود. هغه د کورني ژوند د خپرونې بنسټ ایښودونکی وو، چې هره ورځ سهار وختي د راډیو له څپو خپرېده او خورا ډېر مینه وال یی درلودل. سره له دې چې د دغې خپرونې متنونه یې لیکل، د خپرونې پازوالي يې هم په غاړه وه.

د همدغو پازواليو په څنگ کې یې د هېواد په ورځپاڼو او مجلو کې لیکنې خپریدلې او له دغو رسنیو سره یې منظمه قلمي همکاري درلوده. له رسنيزو کارونو سره د هغه مینه دومره ډېره وه چې د داوود خان د جمهوریت له رامینځته کېدو لږه موده مخکې یې د یوې ادبي مجلې د خپرولو دامتیاز د لاس ته راوړلو هلې ځلې پیل کړې. په دغه کار کې د هېواد د ټکړه لیکوال او ادیب داکټر اکرم عثمان مرسته او همکاري ورسره وه.

په نظر کی وه چې دغه مجله د آواز په نامه خپره شي، خو مخکې له دې چې خپره شي د شاهي نظام له راپرزېدو سره د دغې مجلی د خپریدو کار هم ترسره نه شو. د ۱۳۵۷ ل ل کال تر پاڅون وروسته بیا دغې مجلې په همدې نامه د پښتون ږغ مجلې ځای ونیو چې د رادیو افغانستان او افغان فلم د خپروونکي ارگان په نامه یې خپرونې کولې.

تر اوښتون وروسته افغانپور د رادیو افغانستان او تلویزیون د بهرنیو اړیکو د لوی مدیر په توگه وگومارل شو او لنډه موده پس یې بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري مرستيال په توگه کار ته دوام ورکړ.

له کومه ځایه چی هغه له ژورنالیستي کارونو سره ډېره مینه درلوده نو بیا د هېواد ورځپاڼې سروال (رییس) وټاکل شو. چی ډیر کلونه یې دغه ورځپاڼه په صلاحیت سره وچلوله. ورپسې بیا راډیو افغانستان ته لاړ او د رادیو ټلویزیون د مفسرینو ادارې د رییس په توګه په کار بوخت شو. له هغه ځایه بیا د پیام ورځپاڼې د مرستیال په دنده وگومارل شو او په دغه ورځپاڼه کې تر څو کلونو کار وروسته یو ځل بیا د هېواد ورځپاڼی سروال وگومارل شو چې بیا د جهادیانو تر واکمن کېدو پورې په دغه دنده کې پاتې شو.

د مجاهدینو په وخت کې له کاره لري شو، خو څه موده وروسته بیا وروبلل شو او د یو مقام وړاندیز ورته وشو، خو هعه ونه مانه او په خپلو لیکنو یې بسنه وکړه او په کور کې پاته شو. د تنظیمي گډوډیو او خپلمنځي جگړو په کلونو کې که څه هم د ژوند لپاره شرایط ډیر خراب شول او له همدې امله ډیر خلک له هېواده مهاجر شول، خو افغانپور له هېواده بهر نه شو او خپلو لیکنو ته یې دوام ورکړ او قلم یې له ځانه لري نه کړ. په همدغو کلونو کې یی د یو رومان په لیکلو پیل کړی و چې له بده مرغه د هغه لیکل نیمگړی پاتې شو، ځکه هغه ته سخته ناروغي ورپیښه شوه چې نور یې د لیکلو مجال پیدانشو کړی.

همدارنگه د ډاکتر محمد نجیب الله د واکمنۍ په کلونو کې د المان هېواد د گویته انستیتوت په نوښت څو پرله پسې ادبي غونډې جوړې شوې، چې د هغو په ترڅ کې به د اکرم عثمان په شمول افغاني کیسه لیکونکو خپلې تازه کیسې اوریدونکو ته لوستلې. په دغو غونډو کې افغانپور هم خپلې څو کیسې ولوستی. دغه کیسې بیا د گویته انستیتوت له خوا د کتاب په بڼه خپرې شوې.

افغانپور د ټولنیز ریالیزم د سبک پیروي کوله او په همدې بنسټ د هغه کیسې د ټولنې د موجودو وافعیتونو غبرگون گڼلی شو. د هغه د کیسو چاپیریال زموږ د هېواد کلي او ښارونه دي. موضوع گانی یې هم د ظالم او مظلوم تر مینځ مقابله ښیي چې د کیسو د کرکټرونو پخپله ژبه بیانیږی. د هغه د لیکنو ژبه خوږه، روانه او د ادب له معیارونو سره برابره ده.

مدني اکر

امين افغانپور په ۱۳۵۰ ل ل کال کې واده وکړ چې د دغه واده ثمره يې درې بچیان ول: یو زوی او دوه لوڼی.

چاپ شوي آثار

۱- مطرود، داستاني اثر (په پارسي ژبه)، د ۱۳۴۲ ل ل کال چاپ، د بدخشان ورځپاڼه.

۲- په وزرونو سوي پتنگان (رومان)، په پنڅوسمو لمريزو کلونو کې په ژوندن مجله کې خپور شوی.

۳- د خلکو د ارمانونو سپیلني (رومان)، د ۱۳۶۴ ل ل کال چاپ.

۴- موسکا (د لنډو کيسو ټولگه)، د ۱۳۶۲ ل ل کال چاپ.

۵- د څپو پر وزرونو باندې، (د لنډو کيسو ټولگه).

۶- خاوره (د لنډو کيسو ټولگه)،

۷- …او په سپیدو کې دلته چوپتیا ده (يښتو ته ژباړه).

۸- تږی مساپر، (ژباړه)، د ۱۳۷۰ ل ل کال کابل چاپ.

۹-

سرجينې

۱- https://mariadaro.com/archives/13559

۲-