فضل الرحمن فيضون

ستر څېړونکی، ښاغلی او منلی، ادبپوه او زیارکښ، د ګټورو لیکنو او څېړنو خاوند الحاج استاذ مولوي مفتي علامه فضل الرحمٰن فیضون مشر زوی د شیخ مولانا محمد لعل مکي صاب او هغه زوی د میراجان.

استاذ، مفتي علامه
فضل الرحمن فيضون
د شخص معلومات
زیږون نوم فضل، يا فضل الرحمن
پيدايښت پښین، سېمزئی
استوګنځای چمن
هيواد غړيتوب پاکستان
لقب أبو الفيضان
لقب الفيضون، يا فيضون صاحب
مذهب احناف
فرقه اسلام - اهل السنت والجماعت
پلار مولوي محمد لعل مكي
عملي ژوند
تعلیم شهید علامه عبد الغني ټاون
تعلیمی اسناد نړیوال سند
د کړنې څانګه څېړنه او لیکنه
د پيژندنې لامل د پښتو او عربي ژبي د ابېڅي (الفبا) پر هر حرف توري لیکنې

په ۱۴۰۹ س - ۱۳۶۷ س ل - 1989 ل کي د پاکستان کوټي ښار ته څېرمه پښین نومي سیمه کي په یو دینداره کورنۍ کي زېږېدلی دئ.

دی په اوسني مهال کي د اهل السنت والجماعت له نوموړو څیړونکو او لیکوالانو څخه دئ او په څېړنیزه توګه دی په افغانستان کي د خپل کتاب (د ځوانی ساتنه) په مټ اوڅار شو، کوم چي په پښتو ژبه کي دئ او ډېر ښه ساده روان نثر لري.

زده کړه او زیار سمول

کله چي طالبان پر خپل هیواد افغانستان نه وه واکمن شوي؛ تر دوو کالو شاوخوا وروسته له پاکستانه سعودي عربستان ته د مور او پلار په ملګرتیا په سفر ولاړ، هلته یې لس کاله شاوخوا تېر کړله، په پېنځه کلنۍ کي يې اووه حجونه (نفلي) د مور او پلار په مرسته ادا کړله، د طالبانو د پېنځو کالو تر واکمنتيا وروسته په خپل هیواد کي کابل ته راستون شو، یو کال شاوخوا وروسته بېرته پاکستان ته ولاړ، هلته یې په بېلابېلو ښوونځیو او پوهنتونونو کي خپلي رسمي زده کړي تر سره کړې، د وړې، غټي او فتوی تر دورو ویلو وروسته په خپلو لیکنو بوخت شو او تر اوسه په اجتماعي او علمي خدمتونو (چوپړونو) بوخت دئ چي د خدمتونو په لړ کي یې د لیکنو ټول شمېر یو سل او څلوريشت ۱۲۴ ته رسیږي.

او ډېره جالبه لا دا چي فیضون صاب بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ د عربي او پښتو ژبي پر هر حرف (توري) یوه، یا دوې او یا تر دوو زیاتي لیکني هم کړي چي زیاتره وګړي یې د دې ځانګړتیا له امله (علامه[۱] فیضون) نوموي؛ ځکه چي د تاريخ په رڼا کي نه په عربي نړۍ کي او نه په پښتني نړۍ کي داسي څوک په ګوته شوی چي د خپلي عربي، یا خپلي پښتو ژبي پر هر توري یې لیکنه کړې وي؛ نو په دې وجه فیضون صاب بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ (علامه) هم دئ؛ ځکه چي د لیکوالانو په لړۍ کي ساری نه لري او د لیکنو ټول نوملیک (جدول) به یې په خپل ځای کي راشي[۲]؛ وَاللهُ الْمُوَفِّقُ.

او پوه شئ! په دې چي د علامه فیضون بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ ځیني لیکني چاپ شوي دي؛ ځیني یې ناچاپه دي او ځیني یې نابشپړه او په وار (نوبت) کي تر لیکلو لاندي دي، مطلب دا چي له هري لیکني سره به د (چاپ) او (ناچاپ)، یا (په وار کي) یادونه وشي او کوم چي په عربي، یا بله ژبه وي؛ د هغه یادونه به هم په خپل ځای کي وشي؛ إِنْ شَاءَ اللهُ تَعَالَى.

علمي مېوې سمول

فیضون صاب بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ ډېر علمي خدمتونه لري، لکه څرنګه چي د فیضون علمي خدمتونه د هغه له شاګردانو څخه هم څرګندیږي، کوم چي په کمپيوټرپوهنه او محمدي شریعت کي یې د ده شاګردي کړې ده، واړه او لویان شاګردان یې روزلې دي، چي شمېر یې تقریبا ۷۰۰ اووه سوه ته رسیږي او همدا ډول د ده دیني خدمتونه د ده له خپلو لیکنو څخه هم ځلیږي؛ ځکه فیضون صاب تقریبا ۱۲۴ یو سل او څلورویشت غټې او وړې لیکنې لري چي نومونه به یې اوس ټوله په راتلونکي سرلیک کي راشي؛ بِإِذْنِ اللهِ تَعَالَى.

د لیکنو مکمل جدول (نوملیک) سمول

(آ)

1.   آزار مه اخله! "پښتو" (په وار کي)

2.  آثار المنون في رحلة الفيضون (یونلیک) "عربي" (په وار کي)

(أ)

3.  افغان پښتلیک. "پښتو" (په وار کي)

4.  افغاني دائمي نقشه اوقات نماز (د افغانستان د ټولو ولایتونو د لمنځونو مهال لیک) "پښتو" (په وار کي)

5.  الله وپېژنئ! "پښتو" (په وار کي)

6.  أطلس التّوحيد. "عربي" (په وار کي)

7.  الأنوار القُدسيّة في فضائل العمليّة الاستشهادِيّة. "عربي - پښتو" (ناچاپ)

8.  المنتخب للفيضون (څلور کتابچې) "پښتو" (ناچاپ)

(ب)

9.  بریالی اوسه! "پښتو" (په وار کي)

10.  بُشرى المبشّرين بما للتائبين والمستغفِرِين. "عربي" (په وار کي)

(پ)

11.  پرده ناکې مسئلې. (پوښتنه او ځواب) "پښتو" (په وار کي)

(ت)

12.  تجويدي قاموس. "عربي - پښتو" (په وار کي)

13.  تحقیق د (مكاشفة القلوب) د امام غزالي صاب رحمة الله عليه[۳]. "پښتو" (ناچاپ)

14.  تخریج او تصحېح د (إمداد الفتاوى) د مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه (۳ - ۴ ټوکونه). "پښتو" (چاپ ــ درېيم ځل)

15.  تصحېح د ۲ ټوک تفسیر (معارف القُرآن) د مفتي محمد شفیع دیوبندي رحمة الله عليه او تصحېح د ۷ ټوک (مظاهر حق) د علامه نواب خان رحمة الله عليه[۴] "پښتو" (ناچاپ)

16.  تحفة الأعلام بما لم يسطره الأقلام ولم يعرفه الأنام (ډېر نادر کتاب) "عربي" (په وار کي)

17.  تذكرة الفيضون. "پښتو" (په وار کي)

18.  تعظيم الشُّيُوخ وتوقير الأكابر (مقالة مستقلّة). "پښتو" (ناچاپ)

19.  تفسير الفيضون (ټکي په ټکي او روانه ژباړه؛ د آیتونو لاملونه؛ ورمندونه؛ تجربې؛ کیسې؛ څېړني؛ ځانګړتیاوي او فضیلتونه او داسي نور - ۳۰ ټوکه) "پښتو" (په وار کي)

20.  التّقنُّع بأُمُور التبرُّع. "عربي - پښتو" (په وار کي)

21.  تكملة كِتاب الجواهر واللُآلئ شرح مُهمّات صحيح البُخاري (د فیضون بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ د پلار شیخ محمد لعل مکي صاب! د بخاري شریفي د مختصري شرحي پايڅوړ) "عربي" (چاپ)

(ټ)

22.  ټلوالي. "پښتو" (په وار کي)

(ث)

23.  ثناخوان بندګان. "پښتو" (په وار کي)

24.  ثبات الألباب بتأدية حقّ الأعصاب. "عربي" (ناچاپ)

(ج)

25.  جدولي قاموس[۵]. "پښتو" (په وار کي)

26.  جنګوري کورنۍ. "پښتو" (په وار کي)

27.  جهادي قاموس. "عربي - پښتو" (په وار کي)

28.  الجامع اللّذيذ في أحكام التّعويذ. "پښتو" (ناچاپ)

29.  جامع الآداب. "پښتو" (په وار کي)

30.  جواهر البُحُوث. "عربي" (په وار کي)

(چ)

31.  چوپتیا (چوپتيايي ارزښتونه؛ لاملونه؛ لارښووني او داسي نور) "پښتو" (په وار کي)

(څ)

32.  څنګه خدای ته رسېدای شو؟! "پښتو" (په وار کي)

33.  څېړنپوهنه (پښتو بنسټونه؛ کره کتنه؛ څېړنیزه میتودونه؛ زده کړه؛ لیک دود؛ لارښووني او داسي نور) "پښتو" (په وار کي)

(ځ)

34.  ځان ساتنه. "پښتو" (په وار کي)

(ح)

35.  حقوقي قاموس. "پښتو" (په وار کي)

36.  حصن الحصون. "عربي" (په وار کي)

(خ)

37.  خطاطي قاموس. "عربي - پښتو" (په وار کي)

38.  خُطب الفيضون. "عربي" (په وار کي)

(د)

39.  د پښتو متلونو شرحه. "پښتو" (په وار کي)

40.  د پېغلتوب ساتنه. "پښتو" (په وار کي)

41.  د ځوانۍ ساتنه[۶] (د فیضون صاب ډېر اوڅار کتاب) "پښتو - اردو - انګلش" (چاپ - څلورویشتم ځل)

42. د دنیا مینه. "عربي - پښتو - اردو[۷]" (چاپ ــ دويم ځل)

43.  د نیت سمون. (مقالة مستقلّة). "پښتو" (ناچاپ)

44.  دُر او مرجان په سیرت کي د نبي آخر زمان. (پوښتنه او ځواب) "پښتو" (چاپ)

45.  دُرر الجهاد[۸]. (پوښتنه او ځواب) "عربي - پښتو" (چاپ)

46.  دُرر الفواتح وفواتح الدُّرَر (زریني کرښي؛ فايدې او داسي نور) "عربي" (په وار کي)

47.  دُرُوس المفتي (د مفتي او د افتاء دوره کوونکي لپاره څلوېښت عِلمي او عَملي درسونه)[۹] "عربي - پښتو" (چاپ)

48.  ديوان الفيضون. "پښتو" (په وار کي)

(ډ)

49.  ډاډمن ګلبڼ. "پښتو" (په وار کي)

(ذ)

50.  ذمه واري کړني. "پښتو" (په وار کي)

51.  ذمّ الطّلاق. "عربي - پښتو" (په وار کي)

52.  الذّيل على الأعلام للزركلي. "عربي" (ناچاپ)

(ر)

53.  روغتیايي پوهنغونډ. "پښتو" (په وار کي)

54.  رفع النقاب عن حقيقة البُعد مِن ربّ الأرباب. "عربي" (ناچاپ)

(ړ)

55.  ړومبني ژوي. "پښتو" (په وار کي)

(ز)

56.  زړوري کیسې. "پښتو" (په وار کي)

57.  زهرة العبير في ذِكر ما يتعلّق بالنّوم والرُّؤيا والتّعبير. "عربي" (په وار کي)

(ژ)

58.  ژباړه د مجربات ديربي او سنوسي. "پښتو" (دا دواړه فیضون صاب بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ یو ځای ژباړلي دي! چي پښتو مجربات سنوسي درېيم ځل چاپ شوی او مجربات دیربي څلورم ځل چاپ شوی دئ!)

59.  ژوندۍ يادوني (د تريخ حقیقت خبري). "پښتو" (په وار کي)

(ږ)

60.  ږنګ بنګ (شعري ټولګه). "پښتو" (ناچاپه)

(س)

61.  ستوري د سيرت په آسمان کي. (پوښتنه او ځواب) "پښتو" (چاپ ــ دويم ځل او په دې کي ۹۵۰ د سيرت پوښتني ځواب شوي دي، لکه د فیضون صاب بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ په "دُر او مرجان" کي چي ۱۰۰۰ زر پوښتني ځواب شوي دي!)

62.  سِراج الواعظين (د پوره کال د ټولو جمعو او مراسمو د خطبو او تقریرونو په هکله بشپړ لارښود کتاب) "پښتو" (په وار کي)

63.  سيف الموحّدين وطيف المتوحّدين (د اهل توحيد، یعني : اهل السنت والجماعت لپاره ستر لارښود کتاب) "عربي" (په وار کي)

(ش)

64.  شیطان او شیطانت. "پښتو" (په وار کي)

65.  شِهاب القُلُوب في ذمّ الذُّنُوب[۱۰]. (۴ ټوکه) "عربي - پښتو" (ناچاپ)

(ښ)

66.  ښوونکی ښوونځی (د روزونکو، ښوونکو او معلمانو لپاره ستر لارښود کتاب) "پښتو" (ناچاپ)

(ص)

67.  صوفيانه اندونه. "پښتو" (په وار کي)

68.  صولة القضاء على السّعادة والشّقاء. "عربي" (په وار کي)

(ض)

69.  ضروري قاموس (په نړۍ کي د ضرورياتو د پېژندني لپاره لومړی قاموسي کتاب) "پښتو" (په وار کي)

70.  ضيعة العُلماء في أحكام الآلات العصريّة وآدابها وما يتعلّق بها عند مُجتهدي الفُقهاء. "عربي" (په وار کي)

(ط)

71.  طالبي طرحي (دروس الطالب) "پښتو" (په وار کي)

72.  طِيب الحسنات في فضائل الذِّكر والدّعوات. "عربي" (په وار کي)

(ظ)

73.  ظریفي ظریفې. "پښتو" (په وار کي)

74.  ظهير الداني في تخريج وتصحيح زاد الداعي. "عربي" (په وار کي)

(ع)

75.  عمومي ښووني. "پښتو" (په وار کي)

76.  عظیم لوگوں کی عظیم اقوال. "اردو" (په وار کي)

77.  عوالم الإنسان (منازله ومراحله). "عربي" (په وار کي)

(غ)

78.  غمګین بېلتون (ناول) "پښتو - انګلش" (په وار کي)

79.  غُنية المسلم (درسي پنج بنا) "پښتو" (چاپ ـ دويم ځل له نوو زیاتونو او سمونو سره)

80.  غنيمة المسلمين (د ځانګړو مقالو ټولګه) "عربي" (په وار کي)

(ف)

81.  فتح الأماني پښتو شرح زنجاني. "پښتو" (چاپ)

82.  فتح الفيضان پښتو شرح بديع المیزان. "پښتو" (چاپ)

83.  فتح النحو پښتو شرح هداية النحو. "پښتو" (چاپ)

84.  فتوح الدابرة پښتو شرح محیط الدائرة. "پښتو" (ناچاپ)

85.  فقهي قاموس. "عربي - پښتو" (په وار کي)

86.  فتاوى الفيضون. "پښتو" (په وار کي)

87.  فتح الفيضون في معرفة العلوم والفنون. "عربي - پښتو" (په وار کي)

88.  فردوس الجِهاد والمجاهدين. "عربي" (ناچاپ)

89.  فِردوس القُلُوب في وصف الله علّام الغُيُوب[۱۱]. "عربي - پښتو" (ناچاپ)

(ق)

90.  قیامتي قاموس (قاموس أشراط الساعة). "عربي - پښتو" (په وار کي)

91.  قاموس التّصوف. "عربي - پښتو" (په وار کي)

(ك)

92.  کاینات بې پایانه دي (د کایناتو او فلکیاتو په هکله انځوریز او څېړنیز کتاب) "پښتو" (په وار کي)

93.  کره قاموس (پښتو – پښتو جامع قاموس - ۱۰ ټوکه) "پښتو" (په وار کي)

94.  کورنی طبیب. "پښتو" (په وار کي)

95.  الكِبر والمتكبّرين (مقالة مستقلّة). "عربي" (ناچاپ)

96.  كشف الظّلام عن حُقُوق الأهل والأولاد وذوِي الأرحام (د خپلوانو او کورنيو غړيو په هکله بشپړ لارښود کتاب) "پښتو" (ناچاپ)

(ګ)

97.  ګلوریني خبري. "پښتو" (په وار کي)

(ل)

98.  لرغوني پيښي. "پښتو" (په وار کي)

99.  لُآلئ الفِقه (زما د فتوا دورې حل شوي مسئلې) "عربي - پښتو" (ناچاپ)

(م)

100.  متلي قاموس (د پښتو متلونو لومړی جامع قاموس) "پښتو" (په وار کي)

101.  مجربات فیضون (د ژوند ټولي تجربې). "پښتو" (ناچاپ)

102.  مجموع الآخرة (د آخرت په هکله بشپړ لارښود کتاب) "پښتو" (په وار کي)

103.  مجموعة رسائل الفيضون المنتخبّـة مِن جواهر الفنون. (۵ ټوکه)[۱۲] "پښتو" (۱۴ رسالې پکي ناچاپه دي چي همدا اوس له فیضون بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ سره ناچاپه ورسره دي او پاته ۱۰ په وار کي تر لیکلو لاندي دي چي کله هغه بشپړي شي؛ نو ۲۴ سره رسالې به په ۵ ټوکونو کي راشي!)

104.  مرتبة الأُم في الإسلام (مقالة مستقلّة). "پښتو" (ناچاپ)

105.  معجم الألقاب العربيّة والعجميّة. "عربي - پاړسي - اردو - پښتو" (په وار کي)

106.  معجم النّوادر. "عربي" (په وار کي)

107.  معجم ما أُلِف عن الله جلّ جلاله. (۲ ټوکه) "عربي" (په وار کي)

108.  مقالات الفيضون (څلوېښت مقالې - ۲ برخي)[۱۳] "عربي" (په وار کي)

109.  مُنكرات الأقوال في كلام العرب والعجم. "عربي - پښتو" (په وار کي)

110.  الموسوعة الفدائيّة. (۲ ټوکه) "عربي" (ناچاپ)

111.  موسوعة الأوامر[۱۴] (القوليّة والفعليّة والاعتقاديّـة) "عربي - پښتو" (په وار کي)

112.  موسوعة فضائل الصّلاة علىٰ محمّد وصِيغها وما لها وما عليها. (۳ ټوکه) "عربي" (په وار کي)

(ن)

113.  نړیوالي څېړني Global Investigation[۱۵] (له زرو ۱۰۰۰ اخځلیکونو څخه د علمي او عملي څېړنو په هکله يو غورچاڼیز کتاب) "عربي - پښتو - انګلش" (ناچاپ)

114.  نِكاح الفم (حقيقة مُكفّرة). "عربي - پښتو" (په وار کي)

(ڼ)

115.  ڼاند ژوند. "پښتو" (په وار کي)

(و)

116.  ورډ پوهنه. "پښتو" (په وار کي)

117.  وړانګي (کیسۍ؛ متلونه؛ شعرونه) "پښتو" (په وار کي)

118.  وسليي قاموس "پښتو" (په وار کي)

119.  ویاړ نامه (د ډاکټر عبد الرؤوف رفیقي په هکله پېژندلیک او ستاینلیک) "پښتو" (ناچاپ)

120.  وحدة الأُمّة في اتّفاق المذاهب والأئمّة. "عربي" (په وار کي)

(هـ)

121.  هڅاند لښکر. "پښتو" (په وار کي)

122.  هداية الحاسدين. "عربي" (په وار کي)

(ي)

123.  یادښتوړي ويناوي[۱۶]. "عربي - پښتو" (په وار کي)

124.  يواقيت المعلومات[۱۷]. "عربي" (په وار کي)

پای

دا د فیضون صاب بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ د خپل ژوند د ټولو لیکنو نوملیک دئ چي د ژوند د پای تر شېبو به یې په لیکلو بوخت وي تر څو آخري لیکنه چي ۱۲۴ کتاب دی لیکي.

او پوه شه! په دې د کومي لیکني نوم چي په پښتو لیکلی وي؛ بس هغه په پښتو ژبه دئ او د کومي لیکني نوم چي په عربي لیکلی وي؛ هغه په عربي ژبه دئ او که له کومي لیکني سره د یوې بلي ژبي یادونه هم شوې وي، لکه : "عربي"، یا "اردو"، یا "انګلش"؛ نو هغه په دې ژبه هم ژباړل شوی دئ او یا به ژباړل کیږي!

او بل دا چي له کومي لیکني سره چي د (چاپ) یادونه شوې وي؛ هغه چاپ شوی دئ او له کومي لیکني سره چي د (ناچاپ) یادونه شوې وي؛ هغه نه دئ چاپ شوی، بلکي چاپ ته اماده (تیار) دئ او له کومي لیکني سره چي د (په وار کي) یادونه شوې وي؛ نو هغه به په خپل وار سره تر لیکلو لاندي کیږي، مطلب دا چي د فیضون صاب بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ داسي لیکني وار په وار تر لیکلو لاندي کیږي!

نو د فیضون صاب بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ تر دې دمه په اوسني د لیکنو نوملیک کي ۱۴ لیکني چاپ، ۲۲ ناچاپ او ۸۶ په وار کي دي او په دې لیکنو کي ځیني داسي دي چي په ټوکونو ټوکونو دي او ځينې يې د رسالې په بڼه دي.

او لله الحمد ټولي یې هغي لیکني دي چي هره لیکنه په خپل ځای کي ارزښت لري او یوه نه یوې ته د انسان نارینه وي، که ښځينه اړتیا پېښیږي؛ نو په ډېر درنښت فیضون بنده بَارَكَ اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَهُ له هر ګران لوستونکي څخه نارینه وي، که ښځينه دا غوښتنه لري چي یاد فیضون ته دي په اخلاص دعا وکړي چي هغي لیکني، کومي چي چاپ دي؛ هغه په وار وار تر چاپ راووځي، یا چي کومي ناچاپه دي؛ هغه تر چاپ لاندي شي او کومي چي په وار کي دي؛ هغه ولیکي او پوره یې کړي! بس همدا د لوستونکي لپاره یوه آخرتي ښېګڼه وي، چي د فیضون صاب د زړه ارزو (غوښتنه) په پوره کیږي[۱۸].

الله ربّ العزت دي ده ته په عمر کي برکت ورواچوي او په آخري ژوند کي دي سپېڅلی شهادت ورپه ربرخه کړي آمین.

دا هم وګورئ! سمول

علامه عبد الشکور رشاد.

علامه عبد الحی حبیبي.

ډاکټر پروفیسر عبد الرؤوف رفیقي.

سرچينې سمول

  1. یادونه: (علامه) عربي توری دی چي دوولس ماناوي یې دي ؛ اوڅاره مانا یې چي ۱۴ فنون یې یاد وي ؛ نو فیضون په دې ټولو فنونو کي لیکني کړي.
  2. بله يادونه: د فیضون صاب په یو کتاب (دُرر الجِهاد) د لومړي چاپ په (ذِکر جميع مُؤلفات المؤلِف) سرلیک کي چي کوم د لیکنو نوملیک یاد شوی؛ هغه بې ترتیبه یاد شوی دئ او په هغه کي څه کمي هم شوې ده چي د لیکنو شمېر فقط ۱۲۰ پکي ښودل شوی دئ او د څو لیکنو نومونه پکي ناسم هم دي، مګر دلته په دې نوملیک کي ۱۲۴ پوره یادي شوي دي او ټولي لیکني سمي په ترتیب پکي نومول شوي دي.
  3. د دې ناچاپ نسخه (چټل نويسه) له مکتبه حقانیه چمن والا سره خوندي ده!
  4. د دې دواړو تصحېح مي یو ځای و مکتبه حقانیه چمن والا ته په لاس ورکړې ده چي تر اوسه دواړه چټل نویسه ورسره خوندي دي!
  5. په دې قاموس کي به زما "الجدول الدَّائم لأوقات الصّلاة في العالَم" هم راوړل شي! إِنْ شَاءَ اللهُ تَعَالَىٰ.
  6. دا کتاب چي په انګریزي کي (Ooziness Of The Youthe) نومیږي که د متعال څښتن جل جلاله خوښه وه؛ عربي او پاړسي ته هم وژباړل شي او نوم یې په عربي ژبه کي "صيانة الشّباب والنّسوان عن أعمال قوم لُوط وفتنة المُردان" دئ او دا په پښتو کي په ږغیز ډول د فېسبوک (Facebook)، واټساپ (WhatsApp) او یوټیوب (you tube) له لاري هم ویل شوی دئ. او دا په pdf پي ډي ایف کي هم یو آنلاین کتابتون ته ابلوډ شوی دئ، لاندي یې لینک درته پروت دئ!: https://ketabona.com/books/%D8%AF-%DA%81%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%8D-%D8%B3%D8%A7%D8%AA%D9%86%D9%87/
  7. په پښتو کي لومړی ځل د (دنیا د محبت) په نامه او دویم ځل د (دنیا مینه) په نامه چاپ شوی دئ، بیا له همدې دویمي کره نسخې څخه مفتي فضل الرحمن دیوبندي صاب اردو ژبي ته وژباړئ او چاپ شو! چي په اردو کي د (دنیا کی محبت) په نامه په پاکستان کي پیدا کیږي!
  8. یادونه: دا د جهادي مالوماتو په هکله د پوښتني او ځواب پر طرز په نړۍ کي لومړی کتاب دئ، چي پښتو ته هم ژباړل شوی او په پښتو کي یې نوم (جهادي ملغلري) دئ!
  9. همدا ډول د دې بل نوم (أمالي المفتي إخلاص في أصول الإفتاء وآدابه للعوامّ والخواصّ) دئ.
  10. دا کتاب د ټولو منهیاتو په هکله په نړۍ کي لومړی بشپړ پوهنغونډ (موسوعه) Encyclopedia ده چي په پښتو ژبه ده او عبارتونه یې په عربي ژبه دي او د دې موسوعې دوه نور نومونه هم شته، لکه: (موسوعة المناهي - القولية والفعلية والاعتقادية)، یا (موسوعة الذُّنُوب).
  11. د الله جل جلاله د ذات، صفاتو او مخلوقاتو په هکله پوره او بشپړ کتاب چي تقریبا د الهي معرفت په هکله یې په کتابونو کي ساری نشته؛ بِإِذْنِ اللهِ تَعَالَى.
  12. په دې ټولګه کي۲۴ رسالې دي چي د هغو نومونه ټوله په عربي او په راتلونکي ترتیب سره دي: 1- "الأربعين الفيضُونيّة" زما یاد څلوېښت حدیثونه!، 2- "الإصابة في مسائل العِمامة"، 3- "أعمال المتيقّظين"، 4- "بركات الأُمم في مظاهر النّبوّة"، 5- "البيان بأشياءٍ مُهِمّةٍ في حياة الإنسان"، 6- "البيّنات المشرقة في ذمّ الآلات المحرمة"، 7- "تُحفة الجَنّة بأعمال السَّنَة الكاملة"، 8- "الجلاء في ذمّ الزّنا"، 9- "حصول الفكر في ذمّ فضول النّظر"، 10- "الدُّرر الفيضونيّة"، 11- "رفع الالتباس عن ما يتعلّق بلُبس اللّباس"، 12- "سِمط الجواهر الخافية في أسباب حُسن الخاتمة"، 13- "الصّراحة بذَمّ اللّواطة"، 14- "ضياء المقصد في ذمّ الاستمناء باليد"، 15- "ظرافة الفِرقة النّاجية في مسائل القلنسوة والطّاقية"، 16- "غوث ذوي المآرب في مسائل اللّحية والشّوارب"، 17- "لمحات العُبُوديّة"، 18- "مرقاة الصّعُود إلى الرّبّ الودود"، 19- "المنطوق في الألفاظ والفروق"، 20- "المنوال في مسائل الجوّال"، 21- "نخبة المهمّات في ذِكْر ما يتعلّق بالخمر والمنشيات"، 22- "نسيم الأُنْس في وصف الأُنْس بالله تعالى"، 23- "وصول الفتّاك والنّساك إلى المعرفة بمسائل السّواك"، 24- او "ينابيع اللآل في بدائع ذِي الجلال" د اسماء الحسنى د شرحي، شمېر او د هغو په هکله زما یوه څېړنیزه رساله ده - دا د فيضون صاب د ټولګي د ټولو رسالو نومونه دي اه!
  13. مقاله تر رسالې وړوکې وي او زیاتره وخت یې لیکوالان په درو، یا څلورو پاڼو کي لیکي او یا لږ څه پاڼي تر دې زیاتي وي؛ نو په دې کتاب کي چي کومي مقالې دي - هغه ټولي په عربي ژبه دي او هره یوه جلا نوم لري او هغه لکه: 1- "أفتن الفِتن في مُستقبل الزّمن" د خرجډال په هکله، 2- "انتبه ولا تغفل !"، 3- "أسرار الوالدَين" د مور او پلار د درنښت او د دوی د آزار او لاملونو په  هکله، 4- "أيّها الشّاب !"، 5- "الباهر في فضائل العِلم والعلماء مِن الأوائل والآواخر"، 6- "البساتين العطرية في فضائل اللُّغة العربية"، 7- "بُغية المؤانس في آفة العُجب بالنّفس"، 8- "بهجة القلوب" د علمونو او فـنـونـو د نــتیجو په هکله، 9- "التبيان في تاريخ ملوك الأفغان"، 10- "تحفة اليقظان في بيان المهدي عليه الرّضوان"، 11- "تلويحات إيمانية"، 12- "الرّدود علىٰ غير المقلدين وأهل الجحود"، 13- "جحيم العُصّاة" او دا (کمال التقوی بالتّخويف مِن النّار في العقبی) هم نومیږي، 14- "جَنّة الرّضوان" او دا (روضة الرّحمٰن في صِفّة الجنان) هم نومیږي، 15- "جنائز الطّواغيت" د ستمـګرو  او کافرانو د انجام په هکله، 16- "الجوهر الفيضوني في شرح آية الكُرسيّ"، 17- "الحديقة الأنيفة في فضل الرّفق والبكاء والرّقة الأنيقة"، 18- "حقيقة الأفيون"، 19- "حقيقة التّنقيد والتّعصب"، 20- "الحوادث والكوارث"، 21- "حياة الأبد" دا مقاله (دُرّة الأبد في معرفة ما یتجمّل به الأمد) نومیږي، 22- "الخزينة المكللة في أنواع المكاسب المحرمة والمحللة"، 23- "سورة يس خواصها، وفضائلها، وما يتعلّق بها"، 24- "السّيف الأقهر على الصّهر الأغدر"، 25- "شهادة الحق وكسادة الباطل"، 26- "الشوق المعظم في الحقائق عن اسم الله الأعظم"، 27- "شياطين الأُمّة"، 28- "عِتاب النّفس بعِقاب السّكس" د سکسي فلمونو د سزا په هکله، 29- "فتح الرّحمٰن بما ينبغي لكُلّ إنسان في هذا الزّمان"، 30- "فراديس المعرفة" د زړونو د صفتو او مرتبو په هکله، 31- "فصل الخِطاب بفضائل القلم والكِتاب"، 32- "فقه الكبائر والصّغائر"، 33- "فنون المصالح وشؤون المفارح"، 34- "اللؤلؤ المنثور في فوائد العطور"، 35- "منافع الحاسوب" د کمپيوټر او انټرنېټ د ځانګړتیاوو او ناخوالو په هکله، 36- "منتديات هامعة"، 37- "نِظام حياتي هكذا !"، 38- "نور العيون في العمل بوصيّة الفيضون"، 39- "هادي الأنام في معرفة عيسى ابن مريم †"، 40- او "اليقين وأهل اليقين" - دا د فيضون صاب د ټولو مقالو نومونه دي او څلور یې ځانګړي جلا ځان ته مقالې دي چي د هغو نومونه په نوملیک کي ورسره یاد شوي دي اه!
  14. دا کتاب د ټولو امرونو په هکله په نړۍ کي لومړۍ موسوعه Encyclopedia ده چي په پښتو ژبه ده او عبارتونه یې په عربي ژبه دي، لکه څرنګه (شهاب القلوب في ذَمّ الذّنوب)، یا (موسوعة المناهي) چي د منهیاتو په هکله موسوعه وه!
  15. د فیضون صاب تر ټولو لیکنو ګټور کتاب چي د ملا، امي، استاذ، دکتور، پوهاند، پوهندوی، پوهنمل، پوهنیار، څېړونکي، شاګرد، ساینسپوه، سیاستپوه، او داسي د هر چا لپاره د څېړنو په هکله هر اړخیز کتاب دئ.
  16. د دې کتاب عربي نوم (الدُّرر والغُرر في کلمات الأکابر مِن العرب والعجم والبربر) دئ.
  17. د دې کتاب بشپړ نوم (عيون العسل وشؤون المثل) دئ.
  18. دنیا کی محبت (اردو) ۲۰ - ۴۰ مخونه، لومړی چاپ 2022 ل، مکتبه عمر فاروق - کراچي.