شیخ محمد لعل مکي

محمد لعل مکي زوی د میراجان چي هغه زوی د باز محمد دئ او هغه زوی د حاجي داد الله دی .

مکي د چمن په ښارګوټي پاکستان کي او په اوسني پېر کي له نوموړو تقریر کوونکو او عالمانو څخه دی او دی ډېر د ښه فصاحت او بلاغت خاوند دئ او همدا ډول دی د فضل الرحمٰن فیضون پلار دی کوم چي د خراسان په ښارونو کي په خپلو لیکنو باندي اوڅار شوی دی [۱] .

علمي وده سمول

له کوچنيوالي د خپل مور او پلار ډېر ښه خدمت وکړ تر دې چي دی پېنځلسو کالو ته ورسېد، بیا یې په دغه مهال کي مور وفات شوه او تر دې وروسته ده په اسلامي علومو کي د زده کړي پيل وکړ .

د اتلسو کالو په اوږدو کي پېښور ته ولاړ او هلته یې په بیلابېلو ښوونځيو کي زدې کړې تر سره کړې او په ټولو کي غټه ښوونځي یې د چارسدې پوهنتون وه کوم چي د مکي صاحب ګران استاذ مولانا حسن جان شهید صاحب یې بنسټ ايښی وو او مکي صاحب هم هلته د علم دستار پر سر وتاړه او د هغه نړیوال سند یې تر لاسه کړ کوم چي د بري او سرلوړی سند یې دی .

بیا یې واده پسي وکړ او له واده څخه دغه مهال و ده ته دوه زامن هر یو لکه فضل الرحمٰن فيضون او محمد حسن فرقاني وزېږېدل، بیا یې سره له خپلي کورنۍ و سعودي عربستان ته کوچ وکړ . او هلته یې د اُم القری په پوهنتون کي زده کړې پیل او هلته په سعودي عربستان کي یې سره له خپلي کورنۍ لس کاله تېر کړله تر دې چي د پوهنتون له علومو وزګار شو او د هغه اسناد یې هم تر لاسه کړ او همدا ډول یې په حدیثو او د هغه د بنسټونو د زده کړي اسناد یې هم تر لاسه کړ . او په دې کلونو کي یې د سعودي عربستان له نوموړو پوهانو سره ملاقتونه هم وشوله لکه په مکه شریفه کي د شیخ ابن باز ملاقات، خپله په پوهنتون کي د شیخ سفر الحوالی ملاقات، په پېغمبري جومات (مسجد نبوي) کي د شیخ ابو بکر جزائري ملاقات او داسي نور مشران . او داسي په دې ترڅ کي یې په مکه شریفه کي ځينې دندې هم تر سره کړې او هلته یې په دې لامل ډېره ښه اوڅارتیا وموندله .

وروسته یې کابل ته سفر وکړ کوم چي د افغانستان پلازمېنه ده او هلته یې دوې اونۍ تیرې کړې، بیا یې و کندهار ته سفر وکړ او هلته یې دوې میاشتي تیرې کړې، بیا یې په پاکستان کي وکوټي ته سفر وکړ .

او هلته یې دوه کاله تېر کړله او په پای کي یې چمن ته سفر وکړ چي تر اوسه په چمن ښارګوټي کي مېشت دئ [۲].

علمي ګټه سمول

د مکي صاحب د روښانه ژوند په تېروېدو سره په خپل ټوله ژوند کي يې تر زر زیات شاګردان روزلې او ده به له حدیثو سره مینه درلوده تر دې چي مشکاة شریف یې کوم چي د حدیثو ستر کتاب دی تر لس ځله زیات درس کړی .

او د خپل ژوند په اوږدو کي یې یو بلونکی کتاب هم جوړ کړ چي نوم یې (زاد الدّاعي) دی او په عربي ژبه دی او په څېړنیزه توګه د ده اُستاذ شیخ حسن جان شهید تقریظ هم ورباندي کړی او ډېره ښه ستاینه یې کړې ده او دا کتاب له ده سره په خپل کور کي اوس چټل نویس (مخطوط) دی .

او کله چي دی په پېښور کي د علم په لټه پسي وتلی وو ؛ نو ده د خپل شیخ حسن جان د بخاري شریفي املا هم جوړه کړ او دا کتاب د صحیح البخاري لپاره ډېره ښه املا ده او دا هم چټل نویسه ده چي یو باریک ټوک یې دی .

او له دې سره سره ده په جامعه اسلاميه علامه ټاون کي د جمعې د ورځو د تقریر سرپرستي پر غاړه هم اخيستې وه تر دې چي دوه کاله یې تقریرونه پکښي وکړله او تر اوسه دی په کلنیزو جرګو (جلسو) کي دی تقریر کوي کوم چي په پاکستان کي په اسلامي ښوونځيو او پوهنتونو کي تیاریږي .

او همدا ډول دی په مکه شریفه کي د رابطة العالم الإسلامي په اداره (څانګه) کي یو مهال د تقریر کولو لپاره وبلل شو او په دې کي د هغې غونډي نوم (الجسد الواحد) وو .

او همدا ډول د ده له علمي ګټو څخه دا روښانه ده چي د ده کورنۍ ټوله په اسلامي علومو کي بر لاسي ده .

آن تر دې چي د ده دوې لوڼي په کوچنیوالي لا د قرآن شریف د یادولو له لورييني (نعمت) څخه برخمندي دي .

او دا زیات د ویاړ خبره ده چي ښځينه دي د قرآن شریف حافظه جوړه شي او د دې خبري ارزښت هغه معلوم شوی چي له قرآن شریف سره اړیکه لري .

او تر اوسه د ده زامن په علمي چوپړونو کي لګیا دي او هغه لکه فضل الرحمن فیضون چي زیات شمېر تالیفات لري .

او حبیب الرحمن مدني چي د ځینو نوموتو کتابونو لیکوال دی لکه (فتح الهدایة) چي د اوڅار فقهي کتاب هدایې شرحه ده، (فتح المصلي) چي د منیة المصلي شرحه ده او داسي نور[۳] .

الله تعالی دي یې سرلوړي او بریالي لري آمین .

سرچینې سمول

  1. فضل الرحمن فیضون
  2. تېر ماخذ
  3. تېر ماخذ