مولانا حسن جان مدني د پښتونخوا د چارسدې يو وتلى ديني عالم و. هغه د ياسين زيو په کلي کې پيدا شوى و. د نوموړي کورنۍ په سيمه کې وتلې ديني او پېژندل شوې کورنۍ وه. د ارواښاد مولانا حسن جان مدني پلار مولانا علي اکبر جان د سيمې وتلى عالم و.

لومړنۍ زده کړې

ارواښاد مولانا حسن جان مدني خپلې لومړنۍ زده کړې د خپلې سيمې له ديني علماوو څخه پيل کړې او له څه ديني زده کړو وروسته د اکوړه خټک سيمې ته د زده کړې لپاره لاړ او هلته يې په جامعه اسلاميه کې زده کړې پيل کړې.

هلته له زده کړو کولو وروسته د مدينې منورې وتلي پوهنتون ته لاړ او هلته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. د مدينې منورې له نړيوال پوهنتون څخه په اعلى درجه بريالى شو. دا چې مولانا حسن جان په مدينه منوره کې په نړيوال پوهنتون کې زده کړې کړې وې، نو ځکه يې د نورو په څېر له خپل نوم سره مدني تخلص غوره کړ. کله چې مولانا حسن جان له مدينې منورې څخه په بريالۍ توگه فارغ شو، نو د پېښور په پوهنتون کې يې د اسلامي علومو په څانگه کې په ايم اى کولو کې د سرو زرو ميډال وگاټه او له نوموړي پو هنتون څخه گولډ مډلست فارغ شو.

دندې

له دې وروسته مولاناحسن جان په اکبر دارالعلوم کې د ښوونکي دنده پيل کړه او تر څنگ يې د چارسدې د (شوگر ملز) په جامع جومات کې خطابت هم پيل کړ. کله چې د پېښور په صدر کې مشهور جومات دروېش جوړ شو، نو مولانا حسن جان د نوموړي جومات د خطيب په توگه وټاکل شو او په همدې جومات کې په جوړه شوې مدرسه جامع امدادالعلوم کې شيخ الحديث وټاکل شو او په نوموړې مدرسه کې يې د حديثو په ښودنه پيل وکړ. ددې تر څنگ يې د اکوړ خټک په دارالعلوم حقانيه کې ، چې د اوس وخت وتمې او منلې مدرسه ده هم د ښوونکي دنده ترسره کوله.

د مولانا حسن جان اخلاق او تبعيت

مولانا حسن جان د غوره خويونو او ښو اخلاقو خاوند و، تل يې نرم تبعيت درلو. له ډله ييزو اختلافاتو څخه يې ډډه کوله او همدا لامل و، چې په ټولنه کې نوموړى د يو ستر او غوره عالم په توگه پېژندل کېدو. مولانا حسن جان د اسلامي نړۍ وتلى مقرر و او د پښتونخوا له بېلابېلو سيمو څخه د هرې جمعې په ورځ په زرگونو خلک په صدر کې د دروېش جومات ته د نوموړي د تقرير د اورېدو لپاره راتلل او د نوموړي تقرير يې اورېد. مولانا حسن جان په اسلامي علومو کې زيات معلومات درلود او د اسلامي تاريخ له وتليو تاريخپوهانو شمېرل کېدو. مولانا حسن جان د اسلامي نړۍ پر ډېرو هېوادونو گرځېدلى و او همدا لامل و، چې د اسلامي نړۍ په اړه يې ډېر مالومات درلودل. کله چې مولانا حسن جان د مدينې منورې په نړيوال اسلامي پوهنتون کې زده کوونکى و، نو هماغه وخت يې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې ليدل هم کړي وو او بيت المقدس ته تللى و. مولانا حسن جان د سپېڅلي قران حافظ هم و او د روژې په مبارکه مياشت کې به يې په ترويح کې ختم هم کاوه.

مړينه

يو څو کسانو مولانا حسن جان د نکاح کولو لپاره خپلې سيمې ته وغوښتلو، کله چې حسن جان هلته لاړو نو هغوي پرې ډزې وکړې او مولانو صېب په حق ورسېدو.