فرېډریک چوپېن

فرېډریک چوپېن
(پولش: Fryderyk Franciszek Szopen)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرېډریک چوپېن
فرېډریک چوپېن

د شخص معلومات
زیږون نوم (پولش: Fryderyk Franciszek Chopin)[۲]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱ مارچ ۱۸۱۰[۳][۴]
مړینه 17 اکتوبر 1849 (39 کاله)[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس[۲۲][۲۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ[۲۳]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای وارسا (۱۸۱۰–۱۸۲۹)[۲۴]
وين (۱۸۲۹–۱۸۳۱)[۲۵]
پاريس (۱۸۳۱–۱۸۴۹)[۲۶]
برلين[۲]
درسدن[۲]
لندن[۲]
ګلاسګو[۲]
ایدینبرګ[۲]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه (۱۸۳۵–)[۲۷]
د روسيې سترواکي
پولنډ[۲۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت نری رنځ[۲۸]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری جورج ساند (۱۸۳۷–۱ جولای ۱۸۴۷)  د (P451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پيانو وهونکی[۲۰]
ميوزيشن[۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه پولينډي ژبه[۲]  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۲۹][۳۰]
پولينډي ژبه[۲۹][۳۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه پخوانۍ موسیقی  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر جوهان سباستیان باچ[۳۱]
ولفګانګ امادیوس موزارت[۳۱]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
فرېډریک چوپېن
فرېډریک چوپېن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۳۲]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرېډریک فرانسوا چوپېن (Fryderyk Franciszek Chopin؛ زوکړه د ۱۸۱۰م کال د مارچ ۱ – مړینه د ۱۸۴۹م کال د اکټوبر ۱۷مه) د رومانټیک دورې یو پولنډی کمپوزر او پیانوغږوونکی وو چې په عمده توګه یې د سولو پیانو لپاره لیکنې کولې. هغه د خپل عصر د تکړه موسیقي غږوونکي په توګه خپل نړیوال شهرت ساتلی دی، د چا چې «شاعرانه هوښیارتیا د مسلکي تخنیک په اساس وه او ځکه په خپل نسل کې بې ساری وو».[۳۳]

چوپېن د وارسا دوچي په زیلازوا وولا کې وزېږېد او په وارسا کې لوی شو چې په ۱۸۱۵م کال کې د پولنډ کانګرس یوه برخه شوه. هغه چې یو عجیبه ماشوم وو، په موسیقي کې یې خپلې زده‌کړې پای ته ورسولې او خپل لومړني اثرونه یې په ۲۰ کلنۍ کې مخکې له دې چې پولند څخه لاړ شي، د ۱۸۳۰م کال د نومبر له پاڅون څخه یوه میاشت مخکې، په وارسا کې کمپوز کړې. په ۲۱ کلنۍ کې په پاریس کې مېشت شو. له هغه وروسته – د خپل ژوند په وروستیو ۱۸ کلونو کې یې – یوازې ۳۰ عامه نندارې ترسره کړې او د سالون صمیمي فضا یې غوره وګڼله. هغه د خپلو کمپوزونو په خرڅولو او د پیانو په درس ورکولو سره، کوم څه لپاره چې ډېرو خلکو غوښته، د خپل ژوند لګښتونه برابرول. چوپېن له فرانز لیسټ سره ملګرتیا جوړه کړه او د خپلې معاصرې موسیقۍ ملګرو لکه رابرټ شومان لخوا وستایل شو.

له ۱۸۳۶ څخه تر ۱۸۳۷ پورې له ماریا ووډزینسکا سره له ناکامه کوژدنې وروسته، هغه له فرانسوۍ لیکوالې اورورې ډوپین (په خپل مستعار نوم، جورج سانډ باندې نامتو) سره یوه له پېچلتیا ډکه اړیکه وساتله. په ۱۸۳۸-۱۸۳۹م کلونو کې له سانډ سره د مایورکا څخه د هغه یوه لنډه او ناخوښه لیدنې د هغه د کمپوز جوړونې ترټولو ډېر تولیدوونکې دورو په توګه ثابته شوه. د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې، هغه د خپل هڅوونکي جېن سټرلینګ لخوا مالي ملاتړ کېده، چې هغه هم پلان جوړ کړ ترڅو په ۱۸۴۸م کال کې له سکاټلند څخه لیدنه وکړي. چوپېن د خپل عمر ډېری برخه کې له خرابې روغتیا څخه برخمن وو. هغه په ۱۸۴۹م کال کې په پاریس کې د ۳۹ کلنۍ په عمر په لوړ ګومان د نري رنځ له امله تشدید شوي زړه التهاب له امله ومړ.

د چوپېن ټولو کمپوزونو کې پیانو شامله ده. ډېری یې د انفرادي پیانو لپاره دي، که څه هم هغه دوه پیانويي کنسرټوان، څو مجلسي سندرې او له پولنډي شعرونو سره کابو ۱۹ سندرو البوم ولیکلې. د هغه پیانو لیکنه له تخنیکي اړخه سخته وه او د ساز محدودیتونو ته یې وده ورکړه، د هغه خپلې نندارې د ظریف بدلون او د هغوی حساسیت له امله د پام وړ وګرځېدې. د هغه د پیانو لویو کارونو کې د مازورکاس، والتس، ناکټورنس، پولونایزس، د ساز تصنیف (چې چوپېن هغه د ساز نسل په توګه خلق کړ)، اېټوډان، امپرومپټوسان، سکرزوسان، وړاندیزونه او سوناټان چې ځینې یې د هغه له مړینې وروسته خپاره شول، شامل دي. د پولنډ ځایي موسیقي، د جي اس باخ کلاسیک دود، موتزارت او شوبرټ او د پاریس سالونونو فضا چې هغه به تل د هغوی مېلمه وو، د هغه د کمپوز جوړونې سټایل باندې اغیزه درلودله. په سټایل، هارموني او موسیقۍ فورم کې د هغه نوښتونه، او د موسیقۍ او نشنالیزم سره د هغه اړیکه، د ټولې رومانټیک دورې کې او له هغه وروسته هم اغیزناکه وو.

د چوپېن موسیقي، د موسیقۍ لومړنیو مشهورو شخصیتونو په توګه د هغه ځای، له سیاسي بغاوت سره د هغه غیرمستقیمه اړیکه، د هغه له مینې ډک ژوند او د هغه ژر مړینې هغه د رومانټیک دورې په یوه نامتو سمبول بدل کړی دی. د هغه اثرونه لا هم نامتو دي، او هغه د ګڼو فیلمونو او له تاریخي وفادارۍ سره د ګڼو ژوندلیکونو په موضوع بدل شوی دی. د هغه له یادګارونو څخه یو یې د فرېډریک چوپېن انسټیټوټ دی، کوم چې د پولنډ پارلمان لخوا د هغه د ژوند او اثرونو د څېړنې او دودونې لپاره جوړ شوی. دا انسټیټوټ د چوپېن پیانو نړیوالې سیالۍ کوربه توب وکړ، یوه معتبره سیالۍ چې په بشپړه توګه د هغه اثرونو ته ځانګړې شوې ده.

ژوند سمول

د ژوند اوایل سمول

ماشومتوب سمول

فرېډریک چوپېن د وارسا ختیځ ۴۶ کیلومټرۍ کې (۲۹ مایلي) په زیلازووا وولا کې، چې په هغه وخت کې دوچي وارسا وه، د پولنډ یو ایالت چې د ناپولیون لخوا تاسیس شو، وزېږېد. د ۱۸۱۰م کال د اپرېل ۲۳مه کې د تعمید غسل په لیکل شویو سوابقو کې، د هغه د زېږېدو نېټه د ۱۸۱۰م کال د فبروري ۲۲مه ده، او د هغه نوم په لاتین بڼه Fridericus Franciscus (په پولنډي کې: Fryderyk Franciszek) ذکر شوی دی. په هرحال دې کمپوز جوړوونکي او د هغه کورنۍ د زوکړې نېټې لپاره د مارچ ۱ نېټه وکاروله چې اوس په ټولیزه توګه د دقیقې نېټې په توګه منل شوی دی.[۳۴][۳۵][۳۶]

پلار یې نیکولاس چوپېن، د لورېن اهل یو فرانسوی وو چې په ۱۷۸۷م کال کې یې د شپاړس کلو په عمر پولنډ ته مهاجرت کړی وو. هغه له جسټینا کرزیزانوسکا سره چې د سکاربکس کورنۍ پورې یې تړاو لاره، هغه کورنۍ چې هغه ورته کار کاوه، واده وکړ. چوپېن ته په هماغه کلیسا کې چې مور او پلار یې واده کړی وو، په بروخو کې د تعمید غسل ورکړل شو. د هغه اته لس کلن تعمیدي پلار، د چا لپاره چې په هغه دا نوم کېښودل شو، فرېډریک اسکاربېک، د نیکولاس چوپېن شاګرد وو. چوپېن د نیکولاس او جاسټینا دوهم اولاد او د هغوی یوازنی زوی وو. هغه د لودویکا په نوم یوه مشره خور (زوکړه ۱۸۰۷ – مړینه ۱۸۵۵) او د ایزابېلا (زوکړه ۱۸۱۱ – مړینه ۱۸۸۱) او امیلیا (زوکړه ۱۸۱۲ – مړینه ۱۸۲۷) په نومونو دوه کوچنۍ خوېندې لرلې چې په ۱۴ کلنۍ کې د امیلیا مړینې لامل په لوړ ګومان نري رنځ ناروغي وه. نیکولاس چوپېن خپل منل شوي هېواد پورې تړلی وو او په کور کې یې د پولنډي ژبې په کارونې ټینګار درلود.[۳۷][۳۵][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

د ۱۸۱۰م کال په اکټوبر، د چوپېن له زوکړې شپږ میاشتې وروسته، د هغه کورنۍ وراسا ته کډه وکړه، چېرته چې د هغه پلار د وارسا په ښوونځي کې د فرانسوي ژبې تدریس دنده لاس ته راوړه، وروسته د ساکسون په ماڼۍ کې مېشت شو. چوپېن له خپلې کورنۍ سره د ماڼۍ په حولۍ کې ژوند کاوه. دې پلار فلوټ (توله) او وایلن غږول؛ مور بیا پیانو غږوله او په هغه کور کې چې چوپېن دوی ژوند کاوه هلته یې ماشومانو ته درس ورکاوه. چوپېن کوچنی جسامت درلود، او آن د ماشومتوب په لومړیو کې ناروغیو ته برابر وو.[۴۲][۴۳]

کېدای شي چوپېن د پیانو ځینې درسونه له خپلې مور څخه زده کړي وي، خو د هغه د مسلکي موسیقۍ لومړنی ښوونکی، له ۱۸۱۶ څخه تر ۱۸۲۱م پورې، چکي پیانوغږوونکی ووجیچ ژیوني وو. د هغه مشرې خور لوډویکا هم له ژیوني څخه درس اخیست او کله کله به یې له خپل ورور سره په دوه ګوني توګه پیانو غږوله. ډېر په چټکۍ سره څرګنده شوه چې هغه یو عجیبه ماشوم وو. په اووه کلنۍ کې یې د عامه کنسرتونو په ورکړې پیل کړی وو او په ۱۸۱۷م کال کې یې په کوچني جي او لوی بي فلاټ کې دوه پولونیزه کمپوز کړل. د هغه بل اثر، په ۱۸۲۱م کال کې لوی ای فلټ پولونیز، چې ژیوني ته وقف شوی، له هغه څخه پاتې لومړنی په لاس لیکل شوی د موسیقي سکرپټ دی.[۴۴][۴۵][۴۶]

په ۱۸۱۷م کال کې د ساکسون ماڼۍ د وارسا روسي قومندان لخوا د نظامي کارونې لپاره وغوښتل شوه او د وارسا ښوونځی په کازیمیرز ماڼۍ (د وارسا پوهنتون نننی ریاست) کې بیاځلې تاسیس شو. چوپېن او کورنۍ یې هغې ودانۍ ته چې لا هم روغ پاتې دی، د کازیمیرز ماڼۍ څنګ ته کډه وکړه. په دې دوره کې، هغه کله کله د بلوېډر ماڼۍ ته بلل کېده ترڅو د روسي پولنډ حاکم، د روسیې لوی ډوک کونسټانټین پاولوویچ، له زوی سره لوبې وکړي؛ هغه د کونسټانټین پاولوویچ لپاره پیانو وغږوله او د هغه لپاره یې یو سرود هم کمپوز کړ. جولیان اورسین نیمچوویچ، په خپل ډراماټیک داستان، «ناسزه پرزبیګی» («زموږ خبرې اترې»، ۱۸۱۸) کې، د «کوچني چوپېن» محبوبیت تایید کړ.[۴۷]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Chopin Fryderyk (Franciszek) — د نشر نېټه: ۲۰ جولای ۲۰۲۳ — ارزښت: Chopin, Szopen, Fryderyk (Franciszek)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ https://encyklopedia.pwn.pl/haslo/Chopin-Fryderyk-Franciszek;3885797.html
  3. دوتنه: Adam Zamoyski — سرليک: Chopin
  4. https://www.chopin-society.org.uk/articles/chopin-birthday.htm
  5. پیوستون : 118520539  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13892469c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rn35xh — subject named as: Frédéric Chopin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/11521 — subject named as: Frédéric Chopin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa19890/frederic-chopin — subject named as: Frédéric Chopin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  10. https://blog.britishnewspaperarchive.co.uk/2013/10/16/the-death-of-chopin-17-october-1849/
  11. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/198 — subject named as: Frédéric Chopin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/192325 — subject named as: Frédéric Chopin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. subject named as: Frédéric Chopin — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/59ddfadcfbbf4ae5b3962025a566f440 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/chopin-fryderyk-franciszek-frederic-francois — subject named as: Frédéric Chopin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  15. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0017652.xml — subject named as: Fryderyk Franciszek Chopin — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  16. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=chopin — subject named as: Frédéric Chopin
  17. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=fryderyk;n=chopin — subject named as: Fryderyk Chopin
  18. Salzburgwiki ID: https://www.sn.at/wiki/index.php?curid=33886 — subject named as: Frédéric Chopin
  19. subject named as: Frédéric François Chopin — Musicalics composer ID: https://musicalics.com/de/node/79334
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ ۲۰٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/3072 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  21. https://cs.isabart.org/person/6768 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  22. پیوستون : 118520539  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  23. https://naukawpolsce.pap.pl/aktualnosci/news%2C86728%2Cekspert-chopin-pod-koniec-zycia-cierpial-na-zapalenie-osierdzia-bedace
  24. https://www.symphozik.info/biographie-courte-frederic+chopin,41.html
  25. Radio France person ID: https://www.radiofrance.fr/personnes/frederic-chopin
  26. http://www.chopin.pl/chopin_start.en.html
  27. https://libris.kb.se/katalogisering/fcrttnnz4qkzbvl — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲ اکتوبر ۲۰۱۲
  28. https://www.medonet.pl/zdrowie/zdrowie-dla-kazdego,mukowiscydoza--rozsiana-gruzlica-pluc--na-co-zmarl-chopin--polskie-badania,artykul,19739976.html
  29. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13892469c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  30. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6711395
  31. https://www.vpr.org/programs/2019-03-19/timeline-j-s-bachs-influence-on-chopin
  32. خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  33. Rosen 1995، ص. 284.
  34. Cholmondeley 1998.
  35. ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ Zamoyski 2010، صص. 4–5.
  36. Hedley او Brown 1980، ص. 292.
  37. Mysłakowski, Piotr; Sikorsky, Andrzej. "Emilia Chopin". Narodowy Instytut Fryderyka Chopina. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جنوري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Zamoyski 2010، ص. 7.
  39. Samson 2001، §1, para. 1.
  40. Walker 2018، ص. 32.
  41. Zamoyski 2010، ص. 3.
  42. Szulc 1998، صص. 41–42.
  43. Zamoyski 2010، صص. 5–6.
  44. Walker 2018، صص. 50–52.
  45. Samson 1996، ص. 8.
  46. Samson 2001، §1, para. 3.
  47. Zamoyski 2010، صص. 11–12.