ولفگانگ امادیوس موزارت
ولفگانگ امادیوس موزارت (۲۷ د جنوري، ۱۷۵۶ ز زالڅبورگ - ۵ د ډيسمبر ۱۷۹۱ ز ویانا) (په انگرېزي: Wolfgang Amadeus Mozart) ستر اتریشی موسیقی جوړونکی، ویلون غږوونکی، پيانو غږوونکی او ارگان غږوونکی. د ده د هممهالو د خبرو له مخې دی د موسیقۍ د غږونو د حس کولو او مالومولو یو ډېر کمپېښه ( نایابه ) استعداد او پیاوړې حیرانوونکې حافظه درلوده. موزارت د نړیوالې کلاسیکې موسیقۍ یو تر ټولو لوړ او ستر موسیقۍ جوړوونکی دی. د ده کمپېښوالی په دې کې دی، چې ده د خپل مهال د موسیقۍ په ټولو بڼو کې کار کړی او د موسیقۍ په دغو ټولو بڼو کې تر ټولو لوړې درجې ته رسېدلی دی. دی له هایدن او بیتهووین سره یو ځای د ویانا د کلاسیک ښوونځي تر ټولو لوړ استازی دی.