جورج ساند
آمانتین لوسیل اورور دوپن (په فرانسوي ژبه: [amɑ̃tin lysil oʁɔʁ dypɛ̃]؛ ۱جولای ۱۸۰۴ – ۸ جون ۱۸۷۶ زکال) چې تر ډېره په خپل مستعار نوم جورج ساند (فرانسوي: [ʒɔʁʒ sɑ̃d]) پېژندل کېږي فرانسوۍ ناول لیکونکې، د خاطراتو لیکونکې او خبریاله وه. نوموړې په خپل مهال کې د اروپا یو له مشهورو لیکوالانو څخه وه، چې په ۱۸۳۰ مه او ۱۸۴۰ مه لسیزو کې یې په انګلستان کې له ویکتور هوګو او آنوره دو بالزاک څخه ډېر شهرت درلود. ساند د اروپا په رومانتیک دوره کې یو له پام وړ لیکوالانو بلل کېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]
جورج ساند | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | پاريس [۳] |
تابعیت | |
ژوند ملګری | فرېډریک چوپېن (۱۸۳۷–۱ جولای ۱۸۴۷)[۳] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
مؤثر شخصیات | ژان ژاك روسو ، فرانکويس ريني ډي چاټيواوبراينډ ، ارستو ، مونټېسکیو ، بلیز پاسکال ، ميشل ډي مونټني ، فرانسېس بیکن ، جان لاک ، ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس ، جان مېلټن ، دانتې الیګيري ، وېليم شېکسپيير |
خوځښت | Romanticism |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
شخصي ژوند
سمولجورج ساند – چې د خپلو ملګرو او کورنۍ ترمنځ په «اورور» پېژندل کېږي – په پاریس کې وزېږیده او د خپل د ماشومتوب ډېره دوره یې د پاریس د بیری ولایت په نوهانت کلي کې د خپلې انۍ ماری اورور دو ساکس په کور کې تېره کړه. هغه مهال چې د ساند انۍ په ۱۸۲۱ زکال کې مړه شوه د هغې کور ورته په میراث کې پاتې شو او له هغو څخه یې د خپلو ګڼ شمېر ناولونو د لیکلو پر مهال ګټنه وکړه.[۱۱][۱۲]
پلار یې موریس دوپن د فرانسې د مارشال جنرال موریتس زاکسن لمسی، د پولنډ د پاچا او د ساکسونی د ټاکونکي دویم اګستوس له واده پرته زوی او د شپاړلسم لويي، اتلسم لویي او د فرانسې د لسم چارلز شپږمه درجه د عمه زوی و. هغې همدارنګه د جرمني او ډنمارکي ګډو اجدادو له لوري د فرانسې د پاچا لوئی فیلیپ سره لرې خپلوي لرله. د ساند مور سوفيا ویکتور دلبورد یوه عادي مېرمن وه.[۱۳][۱۴]
د جنسیت څرګندول
سمولساند د ۱۹ مې پېړۍ یو له مخکښو مېرمنو څخه وه چې د نارینه وو کالي به یې په عمومي ځایونو کې اغوستل. په ۱۸۰۰ زکال کې پولیسو امر صادر کړ چې ښځې باید د نارینه جامو اغوستلو لپاره اجازه لیک ولري. یو شمېر ښځینه وو د روغتیايي، شغلي یا تفریحي (لکه اس زغلونه) لاملونو له امله غوښتنه ورکړه، خو یو شمېر نور بیا د اجازه له اخیستو پرته په عامه چاپېریال کې د نارینه سنتي کالیو اغوستل انتخاب کړل. هغوی دغه چاره کله هم د عملي لاملونو له مخې کوله، خو ځینې مهال یې د غالبو کلیشو د له منځه وړو په مخه دغه کار ترسره کاوه.[۱۵]
ساند یو له هغو مېرمنو څخه وه چې د نارینه جامې به یې له اجازې پرته اغوستې او په هغه مهال کې یې دغه ډول جامې د نورو اشرافیانو له معمولي جامو څخه ارزانه او کلکې بللې. په جامو کې د راحت والي سربېره دغو جامو ساند ته د دې شونتیا برابروله څو د خپل مهال د ښځینه وو په پرتله په آزاد ډول په پاریس کې وګرځي او حتی هغو ځایونو ته د تلو اجازه یې هم په کې لرله چې ښځینه به ترې منع کېدې آن که د هغو ټولنیز ځایګی یې هم درلودی. له دې سره په عامه چاپېریال کې د هغې تنباکو څکول هم یوه جنجالي چاره وه. نه یې هم عمر دومره و او نه هم اشرافیانو دغه ډول عادت ته د ښځو آزادانه تمایل تائید کړی لا نه و، په ځانګړې توګه په عامه چاپېریال کې (په داسې حال کې چې د فرانتس لیست معشوقې ماري دوګول هم په دغه موضوع کې اغېز درلود او لوی سګرټ به یې وهل).[۱۶][۱۷]
په داسې حال کې چې هغې هغه مهال په زیاته کچه منتقدین لرل، خو ډېرو نورو بیا د هغې دا چلن تائید کاوه تر هغه چې د دې د ناولونو په خراب کارانه لهجې سره حیران پاتې شول. هغو کسانو چې د هغې لیکنې د ستاینې وړ بللې د هغې د عمومي مبهم یا سرکش چلن څخه ناخوښه نه و. ویکټور هوګو څرګندوي، «جورج ساند نشي کولای توضیح کړي چې هغه نارینه ده که ښځینه. زه مې خپلو همکارانو ته ډېر درناوی لرم، خو دا زما په واک کې نه ده چې پرېکړه وکړم چې هغه زما خور ده او یا مې هم ورور».[۱۸][۱۹]
پام وړ اړیکې
سمولپه ۱۸۲۲ زکال کې د اتلسو کلونو په عمر، ساند له (فرانسوا) کازیمیر دودانت چې د بارون ژان او فرانسو دودانت له واده پرته زوی و؛ واده وکړ. هغې او دودانت دوه ماشومان لرل: موریس او سولانژ (۱۸۲۸ -۱۸۹۹ زکال). په ۱۸۲۵ زکال کې له ځوان وکیل اورلین دسز سره شدیده یا شاید افلاطوني اړیکه پیدا کړه. د ۱۸۳۱ زکال په لومړیو کې هغې خپل مېړه پرېښود او د «رومانتیک شور» یوه څلور یا پنځه کلنې دورې ته ننوته. په ۱۸۳۵ زکال کې هغه په قانوني ډول له دودانت څخه جلا شوه او د هغه د ماشومانو سرپرستي یې په غاړه واخیسته. [۲۰][۲۱][۲۲]
ساند له ناول لیکونکي ژول ساندو (۱۸۳۱ زکال)، لیکوال پروپر مریمه، ډرامه لیکونکي الفر دو موسه (۱۸۳۳ اوړی – مارچ ۱۸۳۵ زکال)، لویي کریزوستوم میشل، اکټور پیر فرانسوا بوکاژ، لیکوال چارلز دیدیه، ناول لیکونکي Félicien Mallefille، سیاستوال لوئیس بلانک او کمپوز جوړونکي فریدریک شوپن (۱۸۳۷-۱۸۴۷ زکال) سره عاشقانه اړیکې لرلې. وروسته یې په خپل ژوند کې له ګوستاو فلوبر سره مکاتبه وکړه چې په چلن او د ښکلا پېژندنې د ترجیجاتو په برخه کې له توپیرونو سره د یو بل ښه ملګري شول. نوموړې له ښځینه فلمي هنرمندې ماري دوروال سره په عاشقانه اړیکه کې ښکېل شوه.[۲۳]
له شوپن سره اړیکه
سمولساند د ۱۸۳۸ – ۱۸۳۹ زکال ژمی له شوپن سره د مایورکا ټاپو د وایده موسا کلي په کارتوزي صومعه کې تېر کړ. مایورکا ته یې خپل سفر په مایورکا کې د ژمي (Un hiver à Majorque ) په نامه خپل اثر کې چې په ۱۸۴۱ زکال کې خپور شو شرح کړی. شوپن له هغې سره له اړیکې وړاندې په توبرکلوز اخته و؛ په مایورکا کې یخ او مرطوب ژمي د هغه لپاره ښه نه و او د هغه ناروغي یې لا زیاته کړه. [۲۴][۲۵][۲۶]
ساند او شوپن همدارنګه یوازې د ۱۸۴۰ زکال له اوړي پرته له ۱۸۳۹ زکال څخه تر ۱۸۴۶ زکال پورې اوږده اوړي په نوهانت کې په یوه کلیوالي ودانۍ کې تېر کړل. شوپن د Fantaisie in F minor، Op. 49، Piano Sonata No. 3 او Ballade No. 3 Op. 47 په ګډون خپل ګڼ شمېر مهم آثار ولیکل.[۲۷]
ساند په خپل ناول لوکرزیا فلوریاني کې شوپن د ختیځې اروپا د یو ناروغ شاهزاده په توګه چې کارول نوم یې ورته کارولی راوړی. د لوکرزیا په نوم د منځني عمر لرونکې هنرمندې له خوا چې د اوج مهال یې تېر شوی؛ پالنه یې کېږي او د هغې مینې له امله چې له کارول سره یې لري د هغه له ناروغۍ رنځېږي. له دې سره چې ساند وروسته ادعا وکړه چې هغې له شوپن څخه کارتون نه دی جوړ کړی، ځکه د دغه کتاب خپرېدو او په پراخه کچه د هغو لوستنې کېدای شي د هغوی ترمنځ ستونزې رامنځته کړې وي. د شوپن له مړینې وروسته، ساند هغه ته لېږلي خپل ډیر لیکونه وسوزول او یوازې د دوی ترمنځ تبادله شوي ۴ لیکونه پاتې شول. د دغو لیکونو درې یې په ۱۹۶۸ زکال کې په "Classiques Garnier" ټولګه کې خپاره شول.[۲۸][۲۹]
د دوی ترمنځ بله ستونزه د ساند د لور سولانژ پر وړاندې د شوپن د لید له امله وه. شوپن وروسته له هغې چې سولانژ او میړه یې اګوست کلسینګر د پیسو پر سر شخړه وکړه، له سولانژ سره یې مهرباني ته دوام ورکړ. ساند له سولانژ څخه د شوپن ملاتړ په کلکه بې وفایي وبلله او وه یې منله چې شوپن تل له سولانژ سره «مینه» لرلې.[۳۰][۳۱]
شوپن د ساند د زوی موریس هم نه خوښېده. موریس غوښتل ځان د «مالکیت د څښتن» په توګه ثبت کړي او نه یې غوښتل شوپن د هغه سیال وي. موریس شوپن ته د ساند له لیک څخه دوه جملې هغه مهال لرې کړې کله چې دغه لیک خپرېده، ځکه هغه احساس کوه چې ساند له شوپن او سولانژ سره ډېره مینه لري. دوی دواړه د شوپن له مړینې دوه کاله وړاندې د نامالومو لاملونو له امله سره جلا شول. شوپن بیا هېڅکله نوهنت ته ور وه نه غوښتل شو. په ۱۸۴۸ زکال کې نوموړی له بریتانیا څخه پاریس ته راوګرځېد او په ۱۸۴۹ زکال په وانډوم میدان کې ومړ. جورج ساند په مشخه توګه د هغه د جنازې په مراسمو کې شتون نه درلود.[۳۲][۳۳][۳۴]
مړینه
سمولساند د ۱۸۷۶ زکال د جون په ۸ مه نېټه د ۷۱ کلونو په عمر په نوهانت کې مړه شوه. نوموړې د نوهانت ویک کوچنۍ کلیسا تر شا په یوه شخصي هدیره کې خښه شوه. په ۲۰۰۳ زکال کې د پاریس پانتون ته د هغې د پاتې شونو د لېږدولو موضوع د یو شمېر بحثونو او جنجالونو د رامنځته کېدو لامل وګرځېده.[۳۵][۳۶][۳۷]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118605348 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118605348 — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ https://gallica.bnf.fr/essentiels/sand/propos-auteur — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۲۴
- ↑ https://www.wechanged.ugent.be/wechanged-database/
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118605348 — د نشر نېټه: ۱ مې ۲۰۲۴
- ↑ Dupin's first Christian name is sometimes rendered as "Amandine".
- ↑ Hart, Kathleen (2004). Revolution and Women's Autobiography in Nineteenth-century France. Rodopi. p. 91.
- ↑ Lewis, Linda M. (2003). Germaine de Staël, George Sand, and the Victorian Woman Artist. University of Missouri Press. p. 48.
- ↑ Eisler, Benita (8 June 2018). "'George Sand' Review: Monstre Sacré". WSJ. بياځلي په 2018-11-06.
- ↑ Thomson, Patricia (July 1972). "George Sand and English Reviewers: The First Twenty Years". Modern Language Review. 67 (3): 501–516. doi:10.2307/3726119. JSTOR 3726119.
- ↑ "George Sand | French novelist". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 2019-03-02.
- ↑ "George Sand". Archive.nytimes.com.
- ↑ Musée de la Vie Romantique (family tree), Paris: CBX41, خوندي شوی له the original on 2013-01-02.
- ↑ Sand, George (1982). Lelia. Maria Espinosa. Bloomington: Indiana University Press. ISBN 978-0-253-33318-6. OCLC 694516159.
- ↑ "Clothes Make the (Wo)man? Pants Permits in Nineteenth-Century Paris". Wondersandmarvels.com. 2015-09-02.
- ↑ Siegfried, Susan L.; Finkelberg, John (2020-09-03). "Fashion in the Life of George Sand". Fashion Theory: 1–35. doi:10.1080/1362704X.2020.1794202. ISSN 1362-704X. S2CID 225330185 – via Taylor and Francis Online.
- ↑ Barry, Joseph (1976). "The Wholeness of George Sand". Nineteenth-Century French Studies. 4 (4): 469–487. ISSN 0146-7891. JSTOR 44627396 – via JSTOR.
- ↑ Thomson, Patricia (July 1972). "George Sand and English Reviewers: The First Twenty Years". Modern Language Review. 67 (3): 501–516. doi:10.2307/3726119. JSTOR 3726119.
- ↑ "Classic Women Authors in Men's Clothing: Expressing the Masculine". 15 September 2017.
- ↑ Eisler, Benita (8 June 2018). "'George Sand' Review: Monstre Sacré". The Wall Street Journal (in American English). بياځلي په 2019-12-01.
- ↑ Leduc, Edouard (2015), La Dame de Nohant: ou La vie passionnée de George Sand, Editions Publibook, pp. 30–, ISBN 978-2-342-03497-4
- ↑ "George Sand | French novelist". Encyclopedia Britannica.
- ↑ Jack, Belinda, George Sand, Random House.
- ↑ Pruszewicz, Marek (22 December 2014). "The mystery of Chopin's death". BBC News. بياځلي په 20 January 2015.
- ↑ Travers, Martin (ed.), European Literature from Romanticism to Postmodernism: A Reader in Aesthetic Practice, Continuum publishing, 2006, p. 97, ISBN 978-0826439604
- ↑ Museoin, Valldemossa.
- ↑ "Nohant, Indre: Frédéric Chopin and George Sand". www.google.com. 16 September 2010. بياځلي په 2022-01-29.
- ↑ Belotti, Gastone; Sand, George; Weiss, Piero (1966). "Three Unpublished Letters by George Sand and Their Contribution to Chopin Scholarship". The Musical Quarterly. 52 (3): 283–303. doi:10.1093/mq/LII.3.283. ISSN 0027-4631. JSTOR 3085958.
- ↑ Szulc 1998، م. 326.
- ↑ Jensen, Katharine Ann (2013-02-01). "The Chopin Affair: George Sand's Rivalry with her Daughter". Nineteenth-Century Contexts. 35 (1): 41–64. doi:10.1080/08905495.2013.770617. ISSN 0890-5495. S2CID 193206245.
- ↑ From the correspondence of Sand and Chopin: Szulc 1998, p. 344
- ↑ Belotti, Gastone; Sand, George; Weiss, Piero (1966). "Three Unpublished Letters by George Sand and Their Contribution to Chopin Scholarship". The Musical Quarterly. 52 (3): 283–303. doi:10.1093/mq/LII.3.283. ISSN 0027-4631. JSTOR 3085958.
- ↑ "Frédéric Chopin and George Sand: A Collaborative Union | The Romantic Piano". WQXR (in انګليسي). بياځلي په 2019-03-02.
- ↑ Eisler, Benita (2003-04-20). "Excerpted from 'Chopin's Funeral'". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2019-12-01.
- ↑ "Will George Sand Join the Immortals in the Pantheon?". The Wall Street Journal. 30 January 2003. بياځلي په 17 October 2014.
- ↑ "Ashes to ashes, Sand to sand". The Guardian. 13 September 2003. بياځلي په 17 October 2014.
- ↑ Wilson, Scott. Resting Places: The Burial Sites of More Than 14,000 Famous Persons, 3d ed.: 2 (Kindle Location 41516). McFarland & Company, Inc., Publishers. Kindle Edition.