فرانکويس ريني ډي چاټيواوبراينډ

فرانکويس ريني ويکومټي ډي چاټيواوبراينډ (۱۷۶۸ سپټمبر ۴ څخه د ۱۸۴۸ ز کال د جولای ۴) يو فرانسوي ليکوال، سياستپوه، سياستوال او تاریخپوه و، چې د نولسمې پېړۍ پر فرانسوي ادبياتو يې د يادونې وړ اغېز درلود. د Brittany د يوې لرغونې اشرافي کورنۍ وارث چاټيواوبراينډ د سياسي وېش له مخې يو شاهي پلوی شخص و. هغه دوره کې چې زيات شمېر روښانفکران د کليسا ضد شول، نوموړي د کاتوليک عقيدې څخه په ملاتړ د Genie du christianisme په نوم کتاب وليکه. د نوموړي په کارونو کې (د ګور له شا څخه يادښتونه: Memoirs form Beyond the Grave “Memoired d’outre-Tombe”) په نوم خپل ژوند ليک دی، چې په (۱۸۵۰-۱۸۴۹ز کلونه) کې د نوموړي له مړينې څخه وروسته چاپ شو.

فرانکويس ريني ډي چاټيواوبراينډ
(فرانسیسی: François-Auguste-René de Chateaubriand)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانکويس ريني ډي چاټيواوبراينډ
فرانکويس ريني ډي چاټيواوبراينډ

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: François-Auguste-René de Chateaubriand)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۴ سپټمبر ۱۷۶۸[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 4 جولای 1848 (80 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۵][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس [۱۶]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ
شاعر
خبريال
پوځي ځواک
ليکوال [۱۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۳][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر لويس ډي بونالډ   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک Romanticism   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فرانکويس ريني ډي چاټيواوبراينډ
فرانکويس ريني ډي چاټيواوبراينډ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تاريخپوه Peter Gay وايي چې: چاټيواوبراينډ ځان د خپلې دورې تر ټولو ستر مئين، تر ټولو ستر ليکوال او د تر ټولو ستر فيلسوف ګڼه. ګی (Gay) څرګندوي چې چاټيواوبراينډ «د نولسمې پېړۍ په لومړنۍ نيمايي کې فرانسه کې پر ادبي برخه باندې واکمني وکړه». [۱۹]

ژوند ليک سمول

لومړني کالونه او شړنه سمول

چاټيواوبراينډ چې د ۱۷۶۸ ز کال سپټمبر پر ۴ نېټه په Saint-Malo کې زېږېدلی دی، د لسو ماشومانو تر ټولو وروستی و. نوموړی د Brittany په Combourg کې د خپلې کورنۍ کلا کې لوی شو. پلار يې Rene de Chateaubriand (۸۶-۱۷۱۸ز کلونه) پخوانی سمندري مشرۍ ته اوښتی کښتۍ وال او د غلامانو سوداګر و. د مور د پېغلتوب نوم يې Apolline de Bedee و. د چاټيواوبراينډ پلار يو بد غونی او غلی يا چوب شخص و او ځوان چاټيواوبراينډ په د خفه کوونکي بېلتون يا يوازې والي په فضا کې رالوی شو، چې يوازې په Breton کليوالي سيمه کې په اوږدو چکرونو او له خپلې خور Lulcile سره په پياوړې ملګرتيا سره له مخې ياده فضا ماتېده. د نوموړي د ځوانۍ يوازې والی او بې واګې هيلې په يو ښکاري ټوپک سره د ځان وژنې د هڅې لامل شوې، که څه هم ټوپک په ډز کولو کې پاتې راغی.

انګليسي کرنپوه او د يون مخکښ ليکوال Arthur Young په ۱۷۸۸ ز کال کې له Comburg څخه کتنه وکړه او د رومانتيک يا خيالي Chateau de Combourg نږدې شا او خوا يې په دې ډول بيان کړه:

«د سپټمبر لومړۍ نېټه. Comboug ته. ياد هېواد يو نامدني يا شډل اړخ لري: بزګرۍ په کې ان د Hurons تر منځ په مهارتونو کې هم لږ تر لږه وده نه ده کړې، چې د څلورو دېوالو په منځ کې د نه باور راګېره سيمه ښکاري. خلک يې بېخي د دوی د هېواد غوندي شډل يا نامدني دي او د دوی د Combourg ښارګوټی يو له تر ټولو وحشي چټلو ځايونو څخه دی چې ليدل کېدلی شي. خټين بې کړکيو کورونه او داسې ويجاړې شوې پياده لارې، چې مسافر په کې تګ نه شي کولی. مګر تر اوسه هيڅ هم ..... دلته چټيو استوګن دی. دا Mons څوک دی. ايا ډي چاټيواوبرايند، هغه څښتن چې د دې ډول چټلې او بې وسه سيمې په منځ کې د اوسېدنې ټينګ عصب لري؟ د بې وزلۍ تر دې بدغوني يا وېرونکي ډېري (کوټ) لاندې يو ښکلی جهيل دی...». [۲۰]

چاټيواوبراينډ په Dol، Rennes او Dinan کې زده کړې وکړې. د يو څه وخت لپاره يې پرېکړه نه شوه کولی، چې ايا غوشتل يې د سمندري پوځ يو لوړ پوړی مامور شي او که يو پادري، مګر د اوه لس کلنۍ په عمر يې د پوځي مسلک د غوره کولو پرېکړه وکړه او په Navarre سيمې په فرانسوي پوځ کې يې د دويم بريدمن په توګه واک تر لاسه کړ. په دوه کالونو کې دننه يې د جګړنې تر رتبې پورې پرمختګ وکړ. نوموړي په ۱۷۸۸ کې له پاریس څخه کتنه وکړه، چې له (Jean-François de La Harpe)، (André Chénier)، (Louis-Marcelin de Fontanes) او د وخت له نورو مشرانو ليکوالانو سره په کې اشنا شو. کله چې د فرانسې اوښتون خپور شو، چاټيواوبراينډ په لومړيو کې خواخوږی و، مګر کله چې (په اټکلي ډول د «بې وزله»، «وحشي» او «چټل» Combourg په ګډون) په پاريس او ټولو کليوالي سيمو کې پېښې خورا توندې شوې؛ نوموړي په ۱۷۹۱ ز کال کې په هوښيارتيا سره شمالي امريکا ته د سفر پرېکړه وکړه. هغه ته د اروپا د پرېښودنې نظریه Guillaume-Chretien de Lamoignon de Malesherbers ورکړې وه، چې چاټيواوبراينډ يې د بوټو پېژندنې يو څه زده کړو ته هم وهڅوه. [۲۱][۲۲]

امريکا ته سفر سمول

په Voyage en Amérique [کتاب] کې چې په ۱۸۲۶ ز کال کې چاپ شو، چاټيواوبراينډ ليکي چې نوموړی د ۱۷۹۱ ز کال د جولای پر ۱۰ فلادلفيا ته ورسېد. New York، ‌Boston او Lexington څخه يې مخکې له هغې کتنه وکړه، چې Albany ته د رسېدنې په موخه پر Hudson سيند باندې کښتۍ کې سپور شو. نوموړي وروسته د Niagara Falls پر لور له Mohawk Trail څخه تېر شو، چې لاس يې هم په کې مات شو او د اصلي امريکايي قبیلې په شرکت کې يې يوه مياشت بيارغونه کې تېره کړه. هغه د يادې اصلي امريکایي قبيلې دودونه او همدارنګه ژوپوهنيز، سياسي او اقتصادي کتنې بيانوي. نوموړی وايي چې د Ohio سيند، Mississippi سيند او Louisiana او فلوريدا سيمو کې يو بريد هغه بېرته فلادلفيا ته ويوړ، چې نوموړی په کې بېرته فرانسې ته د تګ په موخه، نومبر کې د Molly [سيمې] بېړۍ کې سپور شو. [۲۳]

دې ازمايښت د نوموړي Lez Natches (چې د ۱۷۹۳ او ۱۷۹۹ ز کلونو تر منځ ليکل شوی دی، مګر په ۱۸۲۶ ز کال کې چاپ شو)، Atala (۱۸۰۱ز کال) او Rene (۱۸۰۲ز کال) نااشنا ناولونو لپاره چاپيريال برابر کړ. په کم مېښته امريکايي Deep South سيمه کې د چاټيواوبراينډ روښانه او راښکونکې څرګندونې په داسې يو سبک يا ډول کې وليکل شوې، چې د وخت خورا نوښتي سبک او د هغه څه لارښود و، چې وروسته په فرانسه کې رومانتيک (خيالي) خوځښت شو. د ۱۹۱۶ ز کال په لومړيو کې ځينو پوهانو د چاټيواوبراينډ پر انګېرنو باندې شک اټکل کړی دی، چې نوموړي ته له جورج واشنګټن سره د مرکې وخت ورکړل شوی و او دا چې هغه له هغه اصلي امريکايانو سره د يو څه وخت لپاره په رښتيني ډول ژوند وکړ، چې نوموړی [چاټيواوبراينډ] يې په اړه ليکلي دي. کره کتونکو د چاټيواوبراينډ د ادعا شويو سفرونو د ټولو برخو سموالی يا ريښتينولي پوښتلې ده، په ځانګړي ډول له Mississippi درې، لوزيانا او فلورېدا څخه د نوموړي د تېرېدنې په اړه. [۲۴]

فرانسې ته بېرته ستنېدل سمول

چاټيواوبراينډ په ۱۷۹۲ ز کال کې بېرته فرانسې ته ستون شو او په پای کې د د Conde د شهزاده (Louis Joseph de Bourbon) تر مشرۍ لاندې به Koblenz کې له شاهي پلوي emigres پوځ سره يو ځای شو. د خپلې کورنۍ له لورې تر پياوړي فشار لاندې يې د (Céleste Buisson de la Vigne) په نوم له يوې ځواني اشرافي ښځې سره واده وکړ. نوموړې ياده مېرمن وار له مخه هيڅ نه وه ليدلې او له واده څخه وروسته د مينې اړيکو د لرلو له امله پرې چاټيواوبراينډ بې باوره و. د نوموړي پوځي مسلک هغه مهال پای ته ورسېده، چې د Thrionville په کلابندۍ کې ټپي شو. ياده کلابندي د شاهي پلويو ځواکونو (چې چاټيو يې غړی و) او د فرانسې انقلابي لښکر تر منځ يوه ستره نښته وه. چاټيواوبراينډ په مړ ژواندي حالت کې Jersey ته ويوړل او انګليستان ته وشړل (تبعيد) شو، چې خپله ښځه يې شاته پرېښوده.

چاټيو اوبراينډ سمول

چاټيو اوبراينډ د خپل تبعيد ډېری وخت په لندن کې خورا بې وسۍ کې تېر کړ، چې د خورا پاتې ژوند په بدل کې فرانسوي لوست او د ژباړې کار کاوه، مګر په Suffolk (Bungay) کې پاتې کېدنې يې خورا په زړه پورې اوسېدل ثابت کړل. په ياده سيمه کې د Charlotte Ives په نوم پر يوې ځوانې انګریز مېرمنې باندې مئين شو، مګر د مينې کيسه يې هغه وخت پای ته ورسېده، چې نوموړی د خپل لومړي واده ښکاره کولو ته اړ شو. برتانيا کې د خپل وخت پر مهال چاټيواوبراينډ له انګليسي ادبياتو سره هم اشنا شو. دې لوستنې په ځانګړي ډول د John Milton د Paradise Lost په نوم کتاب (چې چاټيو وروسته فرانسوي ژبې ته وژباړه) په خپله د چاټيو پر ادبي کار باندې ژور اغېز درلود. [۲۵]

چاټيواوبراينډ له هېواد څخه شړنې د فرانسوي اوښتون د لاملونو پلټلو ته اړ کړ، چې د نوموړي د زياتو ملګرو او کورنۍ د ژوند په بيه تمام شو. دې غبرګونونو د نوموړي لومړنی کتاب (Essai sur les Révolutions (1797)) وهڅاوه. د فرانسوي اوښتون د تشرېح کولو په موخه د ۱۸ پېړۍ د سبک هڅه کې يې د خپلې ليکنې وروستی رومانتيک سبک وړاندې (مخکې) کړ او په پراخه ډول له پامه وغورځول شو. د نوموړي په ژوند کې د يادونې وړ يو ستر ټکی د ۱۷۹۸ ز کال ته نږدې د نوموړي ماشومتوب کاتوليک عقيدې ته بېرته اوښتل دي.

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ https://familysearch.org/ark:/61903/1:1:QP98-BBCV
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118520237  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11896324t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qv3mjq — subject named as: François-René de Chateaubriand — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: François-René de Chateaubriand — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Chateaubriand,_François-René_de — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Francois-Auguste-Rene-vicomte-de-Chateaubriand — subject named as: Francois Auguste Rene vicomte de Chateaubriand — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8099 — subject named as: François René Alphonse de Chateaubriand — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-43100-BD-.html — subject named as: Chateaubriand — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/chateaubriand-francois-rene — subject named as: François René Chateaubriand
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: François-René, Vicomte de Chateaubriand — سرليک: Chateaubriand, François-René, Vicomte de — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T016153
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0017424.xml — subject named as: François René de Chateaubriand — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=francois+rene;n=de+chateaubriand — subject named as: François-René de Chateaubriand
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ https://cs.isabart.org/person/61598 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ François-René vicomte de Chateaubriand
  15. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/3398 — subject named as: François-René de Chateaubriand
  16. پیوستون : 118520237  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/27343203
  19. Peter Gay, "The Complete Romantic," Horizon (1966) 8#2 pp 12-19.
  20. Young, Arthur (1794). Travels During the Years 1787, 1788 & 1789; Undertaken More Particularly With a View of Ascertaining the Cultivation, Wealth, Resources and National Prosperity of the Kingdom of France (الطبعة Second). W. Richardson, Royal Exchange, London. د کتاب پاڼې 97. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Tapié, V.-L. (1965) Chateaubriand. Seuil.
  22. Nitze, William A. "Chateaubriand in America", The Dial, Vol. LXV, June–December 1918.
  23. Chateaubriand, F-R. (1826) Voyage en Amérique
  24. Lebègue, R. (1965) Le problème du voyage de Chateaubriand en Amérique. Journal des Savants, 1,1 from http://www.persee.fr/web/revues/home/prescript/article/jds_0021-8103_1965_num_1_1_1104
  25. "Bungay: a new book by local author Terry Reeve". iceni Post News from the North folk & South folk (په انګلیسي ژبه کي). 2011-09-13. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)