ميشل ډي مونټني

ميشل ايکوم، سيګنر ډي مونټنی (28 فبروري 1533 – 13 سپتمبر 1592)، څوک چې عموماً د ميشل ډي مونټني په نوم پېژندل کېږي، د فرانسوي رنسانس يو له تر ټولو مهمو فيلسوفانو و. نوموړی له دې کبله شهرت لري چې مقاله يې د يو ادبي ژانر (نوږ) په توګه مشهوره کړه. له فکري پوهې سره د تصادفي کيسو او خپل ژوندليک د ګډولو له امله د هغه اثار شهرت لري. مونټني په ګڼو لوېديځو لیکوالانو نېغ په نېغه اغېز درلود؛ د Essias په نوم تر ټولو ستر کتاب، يو شمېر تر ټولو ډېرې اغېزناکې مقالې لري. [۱][۲][۳]

د ژوند په اږدو کې د لیکوال په پرتله د يو سياتوال په توګه مونټني ډېر ستايل شوی دی. د هغه په مقالو کې کيسو او شخصي افکارو ته د کږېدلو ميلان ته د يو نوښت پر ځای مناسب سبک ته زيان رسونکې بلل کېدل، او د هغه دا اعلان چې "زه خپله د خپل کتاب موضوع يم"، د هغه د معاصرو له خوا د ځان غوښتنه بلل کېده. په هر حال، د وخت په تېرېدو سره، مونټني په ازادانه ډول د تفريح ورکونکي شک د روح د استازي په توګه پېژندل کېدو، او ښايي چې د خپل وخت د هر لیکوال په پرتله ډېر په ښه ډول، کوم چې هغه مهال په راڅرګندېدو و. نوموړی د خپلو شکمنو تبصرو، " Que sçay-je?" (زه په څه پوهېږم؟ په منځنۍ فرانسوي ژبه کې؛ اوس په عصري فرانوسي ژبه کې د Que sais-je? په بڼه جمله ده) تر ټولو زیات شهرت پيدا کړی و.

ژوندليک

سمول

کورنۍ، ماشومتوب او زده کړه

سمول

مونټني د فرانسې په «اکويټيني» سيمه کې زېږېدلی و، په دې سيمه کې د نوموړي کورنۍ د «Château de Montaigne» په نوم شتمني درلوده، دا له «بورډو» (Bordeaux) سره نږدې په يو ښارګوټي کې موقعيت لري، چې د «Saint-Michel-de-Montaigne» په نوم يادېږي. دا کورنۍ ډېره بډايه وه. د هغه غور نيکه، «ريمن ليليف ايکيم»، د يو ځانګړي نسل د کبانو د يو سوداګر په توګه ډېره شتمني ټوله کړې وه – او دا ځمکه يې په 1477ز کال کې رانيولې وه، او په همدې اساس د «مونټين» مشر شو. پلار يې «پير ايکوم» د «مونټیني» مشر، د یو وخت لپاره په ايټاليه کې يو فرانسوي کاتولیک سرتيری، او د بورډو ښاروال هم و.[۴]

که څه هم په «ګوين» کې داسې ډېرې کورنۍ وې چې "ايکونيم" کورنی نوم يې درلود، باور کېږي چې د هغه د پلار کورنۍ کې تر يو بريده مسيحيت ته اوښتی (هسپانوي يا پرتګالي يهودي) اصل موجود و، مور يې «Antoinette López de Villanueva»، پروټسټنيزم ته اوښتې وه. مورنی نېکه يې «Pedro López» د «زراګوزا» اوسېدونکی و، د شتمنې مسيحيت ته اوښتې (هسپانوي يهوديان) کورنۍ غړی و، کومې چې کاتولیک مذهب منلی و. مورنۍ نيا يې «Honorette Dupuy» د فرانسې د «ګاسکوني» اوسېدونکې کاتولیکې کورنۍ څخه وه. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د مونټني د ژوند په یوه ستره برخه کې، د هغه مور له هغه سره نږدې ژوند  کړی دی، او ان د هغه له مړينې وروسته هم ژوندې وه، خو د هغه په مقالو کې يې يوازې دوه ځايه يادونه شوې ده، په هر حال له خپل پلار سره د مونټني د اړيکو په اړه د هغه په مقالو کې بيا بيا يادونه شوې، او تر بحث لاندې نيول شوي دي.[۱۳]

د مونټني زده کړه د کوچنیوالي په لومړيو کې پيل شوه، او يو تعلیمي پلان يې تعقيب کړ، چې د هغه پلار جوړ کړی، او وروسته يې د بشرپالو ملګرو په مشوره بيا ترتيب کړی و. له زېږېدو ډېر ژر وروسته، مونټني يوې کوچنۍ جونګړې ته بوتلل شو، چېرته چې هغه د خپل ژوند لومړي درې کلونه د يوې کروندګرې کورنۍ سره يوازې تېر کړل، د مشر مونټني په وينا موخه دا وه چې "دا هلک له خلکو سره نږدې پاتې شي، او د خلکو د ژوند د حالاتو سره سم، څوک چې زموږ مرستې ته اړتيا لري". د دې لومړيو سختو کلونو څخه وروسته مونټني بېرته «château» ته راوستل شو.[۱۴]

د نوموړي بله موخه دا وه چې لاتيني د هغه لومړۍ ژبه شي. د مونټني فکري زده کړه يو الماني خصوصي ښوونکي (څوک چې د Horstanus په نوم یو ډاکټر و او په فرانسوي ژبه يې خبرې نه شوې کولای) ته وسپارل شوه. پلار يې يوازې هغه خادمان وګومارل چې په لاتيني يې خبرې کولای شوې، او دوی ته جدي لارښونه شوې وه چې له دې هلک سره يوازې په لاتيني وغږېږي. د هغه پر مور، پلار او خادمانو هم همدا قاعده پلې کېده، څوک چې يوازې د لاتيني ټکو په کارولو ملزم وو، او په دې ډول دوی هغه ژبه زده کړه چې استاد يې ده ته ښودلې وه. د مونټني لاتيني زده کړه د مسلسلې فکري او روحاني انګېزې سره مله وه. نوموړی د يوې تدريسي طريقې په مټ له لاتيني ژبې سره بلد شو، په کومه طريقه کې چې د ډېرو دوديزو کتابونو پر ځای لوبې، خبرې اترې او په ګوښه والي کې د مراقبې کړنې شاملې وې.[۱۵]

د دې هلک د روزنې او پالنې چاپېريال د هغه په داخل کې د "ازادۍ او لذت"جذبه پیدا کړه – کوم چې هغه وروسته د "خوند...په نا اجباري ډول دندې، او زما د خپل رضاکار حرکت څخه... له کوم ډول سختوالي او محدوديت پرته" په توګه بيان کړه. پلار يې يو موسيقار درلود چې هر سهار به يې له خوبه راوېښاوه، د موسيقۍ کومه اله به يې غږوله؛ او يو «ايپينټير» (له زيتر سره"ايپينيټير او زيتر د موسيقۍ وسايل دي") د مونټني او د هغه د ښوونکي هميشني ملګري وو، چې د ستړتيا او سستوالي د لېرې کولو لپاره به يې غږول.[۱۶]

د 1539ز کال په شا اوخوا کې مونټني د «بورډو» د ليليه لرونکي يو ډېر منلي ښوونځي کې د زده کړې لپاره واستول شو، چې هغه د «ګين» کالج و، او د هغه مهال د تر ټولو ستر لاتيني عالم «جارج بکانن» تر لارښونې لاندې و، چېرته چې هغه تر ديارلسو کلونو پورې په دې نصاب کې مهارت تر لاسه کړ. نوموړي په 1546ز کال کې د «ګين» په کالج کې د خپلې زده کړه ييزې مطالعې لومړی پړاو پای ته ورساوه. له دې وروسته يې د قانون زده کړه پيل کړه (د هغه د زده کړې ځای معلوم نه دی، ځکه چې له 1546 څخه تر 1557ز کال پورې د هغه د فعاليتونو په اړه کره معلومات نه شته) او په سیمه ييز حقوقي سيستم کې يې خپل کار پيل کړ.[۱۷][۱۸]

مسلک او واده

سمول

مونټني د «des Aides of Périgueux» د محکمې سلاکار و، او په 1557ز کال کې هغه په «بورډو» کې د پارلمان د سلاکار په توګه وټاکل شو، کوم چې يوه عالي محکمه وه. له 1561ز څخه تر 1563ز کال پورې، نوموړی د نهم چارلس په دربار کې یو درباري و، او د «روين» د محاصرې (1562) پر مهال له پاچا سره موجود و. نوموړی د فرانسې د اشرافيه ټولنې په تر ټولو عالي وياړ ونازول شو، چې هغه د پادري ميخايل نښان و.[۱۹]

د «بورډو» په پارلمان کې د خدمت پر مهال، نوموړی د بشرپال شاعر «Étienne de La Boétie» نږدې ملګری شو، چې په 1563ز کال کې د هغه مړينې په مونټني ژور اغېز وکړ. «Donald M. Frame» – د مونټني د بشپړو مقالو په پېژندنه کې – وايي چې د اړيکو لپاره د مونټني د سختې اړتيا له امله، د «Étienne» له مړينې وروسته، نوموړي مقالې د اړيکو د نويو لارو چارو په توګه وکارولې، او دا چې "لوستونکي د مړه ملګري ځای نيسي". [۲۰]

مونټني په 1565ز کال کې، له «Françoise de la Cassaigne» سره واده وکړ، ښايي دا مينې واده نه بلکې د کورنۍ له خوا تنظیم شوی واده و. نوموړې د «تولوس» او «بورډو» د بډايو سوداګرو لور او خورزه/ورېره وه. دوی شپږ لوڼې درلودې، خو د Léonor په نوم يوه يې ژوندۍ پاتې شوه، چې دويمه زېږېدلې وه. نوموړي له خپلې مېرمنې سره د خپلو اړيکو په اړه ډېر کم ليکل کړي دي، او د دوی د واده په اړه هم معلومات کم دي. د خپلې لور Léonor په اړه نوموړي لیکلي:"زما ټول ماشومان د تي رودنې پر مهال مړه شول؛ خو زموږ يوازينۍ لور Léonor، چې له دې بدمرغۍ څخه خوندي شوه، شپږ کلنۍ او له هغې زیات عمر ته ورسېده، له کومې سزا ليدلو پرته، د خپلې مور د مرستې په زغم، له الفاظو پرته، او هغه ډېرې مهربانې مرستې". لور يې له «François de la Tour» او بيا وروسته له «Charles de Gamaches» سره واده وکړ. نوموړې له هر يو څخه يوه لور درلوده.[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې

سمول
  1. "Montaigne". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. کينډۍ:Cite Collier's
  3. His anecdotes are 'casual' only in appearance; Montaigne writes: 'Neither my anecdotes nor my quotations are always employed simply as examples, for authority, or for ornament...They often carry, off the subject under discussion, the seed of a richer and more daring matter, and they resonate obliquely with a more delicate tone,' Michel de Montaigne, Essais, Pléiade, Paris (ed. A. Thibaudet) 1937, Bk. 1, ch. 40, p. 252 (tr. Charles Rosen)
  4. کينډۍ:Cite Collier's
  5. Sophie Jama, L’Histoire Juive de Montaigne [The Jewish History of Montaigne], Paris, Flammarion, 2001, p. 76.
  6. "His mother was a Jewish Protestant, his father a Catholic who achieved wide culture as well as a considerable fortune." Civilization, Kenneth Clark, (Harper & Row: 1969), p. 161.
  7. Winkler, Emil (1942). "Zeitschrift für Französische Sprache und Literatur".
  8. Goitein, Denise R (2008). "Montaigne, Michel de". Encyclopaedia Judaica. The Gale Group. 
  9. Introduction: Montaigne's Life and Times, in Apology for Raymond Sebond, By Michel de Montaigne (Roger Ariew), (Hackett: 2003), p. iv: "Michel de Montaigne was born in 1533 at the chateau de Montagine (about 30 miles east of Bordeaux), the son of Pierre Eyquem, Seigneur de Montaigne, and Antoinette de Louppes (or López), who came from a wealthy (originally Iberian) Jewish family".
  10. "...the family of Montaigne's mother, Antoinette de Louppes (López) of Toulouse, was of Spanish Jewish origin...." – The Complete Essays of Montaigne, translated by Donald M. Frame, "Introduction," p. vii ff., Stanford University Press, Stanford, 1989 ISBN 0804704864
  11. Popkin, Richard H (20 March 2003). The History of Scepticism: From Savonarola to Bayle. Oxford University Press, USA. ISBN 978-0195107678.
  12. Green, Toby (17 March 2009). Inquisition: The Reign of Fear. Macmillan. ISBN 978-1429938532.
  13. Goitein, Denise R (2008). "Montaigne, Michel de". Encyclopaedia Judaica. The Gale Group. 
  14. Montaigne. Essays, III, 13
  15. Bakewell, Sarah (2010). How to Live – or – A Life of Montaigne in One Question and Twenty Attempts at an Answer. London: Vintage. pp. 54–55. ISBN 9781446450901. نه اخيستل شوی 2 October 2022.
  16. Hutchins, Robert Maynard; Hazlitt, W. Carew, eds. (1952). The Essays of Michel Eyquem de Montaigne. Great Books of the Western World. Vol. twenty–five. Trans. Charles Cotton. Encyclopædia Britannica. p. v. He had his son awakened each morning by 'the sound of a musical instrument'
  17. Philippe Desan (ed.), The Oxford Handbook of Montaigne, Oxford University Press, 2016, p. 60.
  18. Bibliothèque d'humanisme et Renaissance: Travaux et documents, Volume 47, Librairie Droz, 1985, p. 406.
  19. Lowenthal, Marvin; de Montaigne, Michel (1999). The Autobiography of Michel de Montaigne. New Hampshire: Nonpareil Books. p. xxxii.
  20. Frame, Donald (translator). The Complete Essays of Montaigne. 1958. p. v.
  21. Kramer, Jane (31 August 2009). "Me, Myself, And I". The New Yorker. نه اخيستل شوی 16 March 2019.
  22. St. John, Bayle (16 March 2019). "Montaigne the essayist. A biography". London, Chapman and Hall. نه اخيستل شوی 16 March 2019 – via Internet Archive.
  23. Bertr, Lauranne (27 February 2015). "Léonor de Montaigne – MONLOE : MONtaigne à L'Œuvre". Montaigne.univ-tours.fr. نه اخيستل شوی 16 March 2019.