جان لاک (۱۶۳۲ ، د اګست ۲۹ مه – ۱۷۰۴ ز ، د اکتوبر ۲۸ مه ) یو انګریز فيلسوف او ډاکتر و، د روښنايۍ دورې يو له اغېزناکو مفکرينو څخه شمېرل کېږي او په عمومي توګه، «د آزادۍ پلار» په نوم پېژندل کېږي. لاک چې د بریتانيې له لومړيو تجربه کارانو څخه يو شمېرل کېږي، د سنټ سرفرانسس بيکن په پيروۍ سره «لاک» هم « دټولنيز قرارداد د نظريې» لپاره د هغه په کچه مهم دی. د هغه آثارو د معرفت پېژندنې او سياسي فلسفې په پراختيا کې ستر اغېز درلودلی دی. د هغه ليکنو پر ولتر او ژان ژاک روسو او د روښنايۍ  پړاو پر ډېروسکاټلينډي مفکرينو او امریکايي انقلابيانو اغېز لرلی دی. له لرغونې جمهوريت غوښتنې او آزادې نظريې سره د هغه مرستې، د متحده ايالاتو د خپلواکۍ په اعلاميه کې منعکسې شوې دي. په نړيواله کچه د لاک سياسي حقوقي اصول، د محدود استازي حکومت او د قانون تر واکمنۍ لاندې د اساسي حقوقو او آزادۍ د خونديتابه پر نظريو او تګلارو ژور اغېز لري.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

جان لاک
(انګلیسي: John Locke د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان لاک
جان لاک

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ اگسټ ۱۶۳۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 28 اکتوبر 1704 (72 کاله)[۱۵][۱][۱۶][۳][۴][۶][۷][۸][۹][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت سالنډي [۱۷]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف [۱۸][۱۹][۱۷][۱۱][۲۰]
سياستوال [۱۱]
طبیب [۱۷][۱۱]
ليکوال [۱۱][۲۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۲][۲۳][۲۴]
لاتين ژبه [۲۲][۲۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه [۱۷][۲۵]
پوهنپوهنه
سياسي فلسفه [۲۵]
درملګري [۲۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی انټوني اشلي کوپر د شېفټ بري لومړنی اېرل   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر توماس هابز
رنه دیکارت
انټوني اشلي کوپر د شېفټ بري لومړنی اېرل
ډاماريس کاډورت ماسام   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک تجربهپالنه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان لاک
جان لاک

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تر ډېره بريده، د لاک د ذهن اند، د هويت او ځان په اړه نوی تصور بلل کېږي، چې د جان ژاک روسو، ډايويډ هوم او امانويل کانت په څېر وروستيو فيلسوفانو په آثارو کې په پياوړي ډول لېدل کېږي. لاک لومړی هغه څوک و چې، د پوهې د دوام له لارې يې ځان تعريف کړ. هغه اټکل کړی دی چې، د زېږون پر مهال ذهن يوه سپينه تخته و. د ډکارت د فلسفې پر خلاف، کومه چې له پخوا څخه د شته تصوراتو پر بنسټ ولاړه ده، لاک په دې باور و چې ، موږ له فطري اندونو څخه پرته زېږېدلي يو او دا پوهه د تجربې له لارې د تر لاسه شوي حسي درک په وسیله ټاکل کېږي. دا هغه تصور دی چې، اوس د تجربې په نوم پېژندل کېږي. لاک د علم په اړه نظريات، په خپلو ليدونو کې روښانه کړي، په داسې حال کې چې شونې ده ،ځينې شيان بيا بيا تجربه کېدای شي او دا چې هېڅ شي، له رد کېدو څخه مستثنی نه دي، لاک وايي چې: «هر څه چې زه ليکم او کله چې پوه شم چې سم نه دي، زما لاس بايد تر ټولو لومړی وي، چې دا هر څه اور ته وغورځوي». دا په تجربه د لاک د باور يوه بېلګه ده. [۳۱]

د ژوند لومړي کلونه سمول

لاک د ۱۶۳۲ز کال د اګست مياشتې په نهه وېشتمه نېټه، د سامرسټ په رينګټون کې له کليسا سره نژدې په يوه کوچني هستوګنځای کې زېږېدلی و. دا سيمه له بريسټل څخه دولس ميله لرې پرته ده. هغه ته په همدې ورځ مذهبي غسل ورکړی شوی و، ځکه چې مور او پلار دواړه يې پيوريټان وو. د لاک پلار، چې هغه هم جان بلل کېده، يو څارنوال و چې په «چو ماګنا» کې يې د سولې په محکمه کې د منشي په توګه دنده تر سره کړې وه او د انګلستان د کورنيو جګړو په لومړيو کې يې په سپرو پارلماني ځواکونو کې د جګړن په توګه کار کړی و. د مور نوم يې اګنيس کين و. د لاک له زېږېدو ډېر ژر، دې کورنۍ د پنسفروډ بازاري ښار ته کوچ وکړ، چې دا سيمه د بريسټل سويل ته اوه ميله لرې پرته ده، چېرې چې لاک د بلوټون د تودور په يوه کليوال کور کې راستر شو.  [۳۲]

په ۱۶۴۷ز کال کې، لاک د پارلمان د غړي او مشر جان د پخواني قوماندان الکسانډر پوفم تر څارنې لاندې په لندن کې د وست مينسټر مشهور ښوونځي ته واستول شو. هلته د زده کړو له بشپړولو وروسته، د ۱۶۵۲ز کال په مني کې، کله چې هغه شل کلن و، د اکسفورډ په کرايس کليسا کې داخل شو.هغه مهال د پوهنځي رئيس جان اوين و، چې د پوهنتون مرستيال رئيس هم و. سره له دې چې لاک يو وړ شاګرد و، بيا يې هم د هغه مهال د لېسانس دورې نصاب خوښ نه شو. هغه د پوهنتون د لرغونو موادو په نسبت، د نوي عصر د فيلسفوانو، لکه: رنه دکارټ آثار ډېر په زړه پورې وموندل. لاک د خپل ملګري ريچارډ لوور له لارې ،چې هغه يې د ويست مينسټر ښوونځي له وخته پېژاند، له طبابت او تجربوي فلسفې سره بلد شو، کوم چې په نورو پوهنتونونو او سلطنتي ټولنه کې لوستل کېدل او په پايله کې د همدې ټولنې غړی شو.

هغه ته د ۱۶۵۶ز کال په فبرورۍ مياشت کې د لېسانس سند او د ۱۶۵۸ز کال د جون په مياشت کې د ماسترۍ سند ورکړل شو. هغه د ۱۶۷۵ز کال په فبرورۍ کې د طبابت لېسانس سند تر لاسه کړ، دا مضمون هغه په اکسفورډ کې د اوسېدو پر مهال په پراخه کچه لوستی و. پر لوور سربېره، هغه د رابرټ بوايل، تاماس ويلس او رابرټ هوک په څېر له پېژندل شوو ساينسپوهانو سره هم کار کړی و. په ۱۶۶۶ز کال کې، هغه له انټوني اشلي کوپر، لارډ اشلي سره وليدل، څوک چې اکسفورډ ته د ینې ناروغۍ د درملنې لپاره راغلی و. اشلي له لاک څخه اغېزمن شوی و او هغه يې قانع کړی و چې، د هغه د ملګرو یوه برخه وګرځي.[۳۳][۳۴]

مسلک سمول

کار سمول

لاک د دندې په لټه کې و او په ۱۶۶۷ز کال کې د لندن په ايکسټر هاوس کې د اشلي کور ته ولاړ، چې د هغه د شخصي معالج په توګه کار وکړي. په لندن کې هغه د توماس سيدنهام تر څارنې لاندې د خپل طبابت زده کړې له سره پيل کړې. سيدنهام د لاک په طبيعي فلسفي تفکر ستراغېز درلود، داسې يو اغېز، چې «د انسان د پوهې په اړه يوه ليکنه» په نامه، په يوه مقاله کې راڅرګند شو.

د لاک طبي علم، هغه مهال له ازموينې سره مخامخ شو، چې د اشلي د ينې ناروغي د هغه ژوند وګواښه. لاک د ګڼو ډاکټرانو مشورې سره راټولې کړې او ممکنه ده چې، د مثانې د لرې کولو په موخه د جراحي عملياتو (چې هغه مهال په خپله د خپل ژوند ګواښل و) لپاره، د اشلي په قانع کولو کې يې مهمه ونډه درلوده. اشلي وژغورل شو، ښه شو او د هغه د ژوند ژغورلو له امله يې د لاک درناوی وکړ.

په دې موده کې، لاک د سوداګرۍ او کروندو د پلاوي د منشي او د کارولينا د څښتنانو د منشي په توګه کار وکړ، چا چې له هغه سره مرسته وکړه  او د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصاد په اړه یې خپل اندونه منظم کړل.

د ويګ خوځښت، د بنسټ اېښودونکي په توګه اشلي د لاک په سياسي نظرياتو ستر اغېز پرېښود. کله چې اشلي په ۱۶۷۲ز کال کې د لارډ سلاکار شو (اشلي په ۱۶۷۳ز کال کې د شافتسبري لومړی ايرل وګرځول شو) لاک په سياست کې ښکېل شو. په ۱۶۷۵ز کال کې د شافتسبري د ملاتړ له سقوط وروسته، لاک د يوې مودې لپاره په فرانسه کې د ښوونکي او د کاليب بانکس د طبي مرستيال په توګه سفرونه وکړل. هغه مهال چې د شافتسبري سياسي بخت، د يوې لنډې مودې لپاره مثبت بدلون موندلی و، لاک په ۱۶۷۹ز کال کې انګلستان ته راستون شو. په دې موده کې او د شونتيا له مخې د شافتسبري په لارښوونه، لاک د حکومت د دوو رسالو زياته برخه وليکله. په داسې حال کې چې، کله فکر کېده، لاک د ۱۶۸۸ز کال د پرتمين اوښتون د دفاع لپاره رسالې ليکلې دي، خو اوسنيو پوهانو څرګنده کړې ده چې، دا اثر له يادې نېټې څخه مخکې ليکل شوی و. دې اثر ته اوسمهال د مطلق العنانې واکمنۍ په وړاندې د عمومي بحث په سترګه کتل کېږي (په ځانګړي توګه هغه شان چې  رابرټ فيلمر او توماس هوبز له هغې څخه ننګه کړې) او د انفرادي منښت په موخه دا اثر، د سياسي مشروعيت لپاره بنسټ بلل کېږي. سره له دې چې لاک له اغېزناکو ويګانو سره اړيکې لرلې، د طبيعي حقوقو او حکومت په اړه د هغه اندونه، نن سبا د انګلستان په تاريخ کې تر يو بريده انقلابي بلل کېږي.[۳۵][۳۶]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11913201p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118573748 — د نشر نېټه: ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The 17th and 18th Centuries: Dictionary of World Biography — دوتنه: Frank Northern Magill — ISBN 978-1-135-92414-0
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6j38szx — subject named as: John Locke — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/5746831 — subject named as: John Locke — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/15795789 — subject named as: John Locke — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/16338 — subject named as: John Locke — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/locke-john — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/locke-john — دوتنه: Leslie Stephen — سرليک: Locke, John (1632-1704) — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, 1885–1900
  10. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/locke-john — سرليک: Locke, John — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/3410/ — د نشر نېټه: ۲۸ جولای ۲۰۲۰
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0038313.xml — subject named as: John Locke — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3476 — subject named as: John Locke — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/59980 — subject named as: John Locke
  15. Encyclopædia Britannica — دوتنه: Andrew Bell — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
  16. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11913201p — سرليک: Locke, John — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition — ارزښت: All the summer of 1704 he continued to decline, tenderly nursed by Lady Masham and her step-daughter Esther. On the 28th of October he died, according to his last recorded words, " in perfect charity with all men, and in sincere communion with the whole church of Christ, by whatever names Christ's followers call themselves.”
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ دوتنه: Sheldon G. Cohen — سرليک: John Locke (1632-1704) British physician and philosopher — ورځپاڼه: 16 — پاڼه: 322-325 — اعداد: 6 — نشرونه لخوا د: Allergy proceedings : the official journal of regional and state allergy societies — https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/8747319
  18. پیوستون : 118573748  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  19. http://www.nndb.com/people/813/000055648/
  20. https://cs.isabart.org/person/26334 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  21. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  22. پیوستون : 11913201p  — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: BnF catalogue général — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  23. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990005145 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  24. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7712355
  25. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990005145 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  26. Hirschmann, Nancy J. (2009). Gender, Class, and Freedom in Modern Political Theory. Princeton: Princeton University Press. د کتاب پاڼې 79. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Sharma, Urmila; S. K. Sharma (2006). Western Political Thought. Washington: Atlantic Publishers. د کتاب پاڼې 440. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Korab-Karpowicz, W. Julian (2010). A History of Political Philosophy: From Thucydides to Locke. New York: Global Scholarly Publications. د کتاب پاڼې 291. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Becker, Carl Lotus (1922). The Declaration of Independence: a Study in the History of Political Ideas. New York: Harcourt, Brace. د کتاب پاڼې 27. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Foreword and study guide to John Locke's Two Treatises on Government: A Translation into Modern English, ISR Publications, 2013, page ii. ISBN 9780906321690
  31. Baird, Forrest E.; Walter Kaufmann (2008). From Plato to Derrida. Upper Saddle River, NJ: Pearson Prentice Hall. د کتاب پاڼي 527–29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-158591-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Broad, C. D. (2000). Ethics And the History of Philosophy. UK: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-22530-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Uzgalis, William (May 1, 2018). "John Locke". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Ed. E. N. Zalta. 
  34. Roger Woolhouse (2007). Locke: A Biography. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 116. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Henning, Basil Duke (1983), The House of Commons, 1660–1690, 1, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-436-19274-6, د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Laslett 1988، III. Two Treatises of Government and the Revolution of 1688.