ډاماريس کاډورت ماسام

ډاماريس، ليډي ماشام (۱۸ جنوري ۱۶۵۹ – ۲۰ اپريل ۱۷۰۸ز کلونه) يوه بریتانوۍ ليکواله، فيلسوفه، د الاهياتو متخصصه او د ښځو د زده کړې ملاتړه وه، څوک چې د لومړيو ښځمنپالانو په توګه پېژندل شوې ده. نوموړې د ليد پر کمزورۍ او رسمي لوړو زده کړو ته د کم لاسرسي په وړاندې برياليتوب تر لاسه کړ او په دې ډول وتوانيده چې د خپل وخت د نامتو مفکرینو په منځ کې لوړ ځای وګټي. د پراخه مکاتباتو (ليکونو استولو او تر لاسه کولو) په مرسته هغې دوه آثار خپاره کړل چې د یو نوم يې «د خدای د مينې په اړه خبرې» (۱۶۹۶ز کال) او د دويم نوم يې دی «يو نېک يا مسيحي ژوند ته په اشارې سره افکار» (1705ز کال). له فيلسوف جان لاک سره د اوږدې او دوه اړخيزې اغېزناکې ملګرتيا له امله هغه ځانګړی شهرت لري.

ډاماريس کاډورت ماسام
ډاماريس کاډورت ماسام
ډاماريس کاډورت ماسام

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
لندن   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت لويې برېتانيا پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
مؤثر شخصیات اپلاتون ،  ارستو ،  پلوتين ،  د هیپو آګوستین   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ

د کورنۍ مخینه

سمول

د ژوند لومړي کلونه

سمول

رالف کارډورت (۱۶۱۷-۸۸ز کلونه)

سمول

ډاماريس کاډورت د ۱۶۵۹ز کال د جنورۍ په اتلسمه نېټه زېږېدلې وه، د عزتمند پروفيسر رالف کاډورت او د هغه د مېرمنې ډاماريس کارډورت (née Cradock) (مړه ۱۶۹۵ز کال) لور وه، کله چې د هغې پلار د کمبريج پوهنتون د کريسټ کالج استاد (هغه دنده چې د ټول عمر لپاره پرې پاتې شو) وټاکل شو، نوموړې پنځه کاله وروسته وزېږېده. رالف کاډورت چې يو پېژندل شوی کلاسيک پوه او د عبري ژبې «ريجس» پروفيسر (ريجس پروفيسر هغه وي چې ټاکنه او پالنه يې په شاهي ډول شوې وي)، د ۱۶۳۰ز لسيزې په اوږدو کې يې د «امانويل کالج» په ناتاييد شوې چاپېرل کې زده کړې کړې وې. د هغه پلار (چې يو راهب او شاهي مذهبي مشر چې د هغه نوم Ralph Cudworth و) او د هغه پلندر راهب «جان سټوټن» (۱۵۹۳-۱۶۳۹ ز کلونه) دواړو له د مخکې په همدې ځای کې زده کړې کړې وې او يو پر بل پسې يې د سومرسيټ د الير د پوهنځي رياست تر سره کړی و (چېرې چې ځوان راف زېږېدلی و). هغه د کامبريج د اپلاتوني ښوونځي مخکښه څېره شوه، په خپل ستر اثر (د نړۍ ريښتيني فکري نظام The True Intellectual System of the Universe) کې يې بې سارې پوهه ځای کړه (د دې کتاب يواځینۍ ډېره مهمه برخه تر ۱۶۷۱ز کال پورې چمتو شوه او په ۱۶۷۸ز کال کې خپره شوه). په څرګند ډول د الحادي عزم په ردولو سره، د هغه د نژدې همعصر رينی ديکارت په رڼا کې، پر «کالويني» الاهياتو نيوکه او د «تامسن هوبس» سره په مخالفت کې د هغه کار چمتو شوی و.[۱][۲][۳][۴]

ډامريس کراډوک انډريوس (مړ. ۱۶۹۵ز کال)

سمول

د هغې مور ډامريس چې د ډامريس او د لندن د «متيو کراډوک» (مړ ۱۶۴۱ ز کال) لور وه، لومړی واده يې د لندن ميشتي سوداګر «تاماس انډريو» (مړ. ۱۶۵۳ ز کال) سره کړی و (د لندن د ټولګټو د لارډ ښاروال سر تاماس انډريوز زوی و)، له همدې امله يې له هغه څخه ګڼ ناسکه وروڼه او خویندې درلودې. د هغې د مور ميرې «ريبيکا» (له ماتيو کراډوک څخه پاتې شوې) وروسته د امانويل کالج د اپلاتون پوه «بنجامين ويچکوټ» سره واده وکړ، د چا خورزې چې د هغې د پلار د ملګري «ډاټر جان ورتنګټن» (۱۶۵۷ ز کال) سره واده وکړ. د خپلې مور د کورنۍ له لارې، ډاماريس (مېرمن ماشام) د «ايټن» د رئيس «زکاري کراډوک» (۱۶۸۰-۹۵ز کلونه) او د سفولک، ويکامبورک د پروټیسټانت کليسا د پالونکي «سامويل کراډوک» ترله وه (دوی دواړو د ۱۶۴۰ز او ۱۶۵۰ز لسيزې په اوږدو د کامبريج په ايمانوويل کالج کې زده کړې کړې وې).[۵][۶][۷][۸][۹]

د ډاماريس کاډورت ناسکه خور، ډاماريس انډريوز (مړه. ۱۶۸۷ ز کال)، له «ايډوارډ ابني» سره واده کړی و، څوک چې د «کريسټين کالج» زده کوونکی، فارغ التحصيل او همکار و (له ۱۶۴۹ ز کال راهيسې)، چا چې په دواړو قوانينو کې عالي سند (LL.D) تر لاسه کړی و (يعنې هم مدني قانون او هم د کليسا قانون) او د کالج له همکارۍ څخه يې هغه مهال استعفا ورکړه چې غوښتل يې له هغې سره واده وکړي (۱۶۶۱ز کال). د هغې ناسکه ورور، «جان انډريوز (مړينه له ۱۶۸۸ ز کال وروسته)، هم په کرايسټ کالج کې زده کړې کړې وې (له ۱۶۶۴ ز کال څخه) او دلته يې د همکار په توګه دنده تر سره کوله (تر ۱۶۷۵ ز کال پورې). د هغې بل ناسکه ورور (مړينه.  ۱۶۷۴ ز کال ) د کامبريج په کوينز کالج کې داخله واخیسته (۱۶۶۳/۶۴ز کلونه) او تر مړينې پورې هلته همکار و. په داسې حال کې چې د هغې ورور، «چارلس کاډورت»، څوک چې په هندوستان کې مړ شوی و (۱۶۸۴ز کال) او د چا لپاره چې «لاک» خپله مينه وليده، شونې ده چې د کامبريج په «ټرينيتي» کالج کې يې زده کړې کړې وي، د هغې بل ورور کرايسټ کالج ته ولاړ: جان کاډورت نومېده (د جان انډريوز تر روزنې لاندې د پوهنځي شاګرد و او وروسته يې په يوناني ژبه کې همکاري او استادي وکړه (۱۶۷۲- ۱۶۸۴ز کلونه) او تاماس کاډورت).[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

زده کړه

سمول

که څه هم د هغې په لومړي ژوند کې ښوونځي ته د رسمي تګ کوم ثبوت نه شته، د هغې د کورنۍ د غیرعادي علمي چاپيريال (او د خپل پلار د اپلاتوني حلقې سره د هغې يوځای والی) هغې ته په داسې يو عمر کې ګټه او لرليد ورکړ، کله چې ښځو په عمومي توګه لوړو زده کړو ته لاسرسی نه درلود. دا ادعا چې خپل پلار هغې ته روزنه ورکړې، يا د افکارو په وده کې په ځانګړي ډول د «جان نورس» (يو لومړی ملګری د چا سره چې هغې مخالت وکړ) پوروړې ده، تر يو بريده نااړینه ده: په علمي ژوند کې د ځای پر ځای شويو اکاډميکو خلکو د يوې ځيرکې کورنۍ هوښياره ځوانه ښځه وه. ډاماريس خپله هم د ماشوم پر زده کړه د مورني اغېر پر اهميت ټينګار کاوه.[۱۷][۱۸]

جان لاک ته د هغې لومړي ليکونه په فلسفي موضوع کې د هغې د تجربې څرګندونه کوي چې د خپل پلار د اپلاتوني اندونو په اړوند د بحث کولو وړتيا يې درلوده او د ګڼو اپلاتوني آثارو په اړه يې پوهه حاصله کړې وه. تر ۱۶۸۲ز کال پورې، هغې په معاصره فلسلفه کې پوره زده کړه کړې وه. دا سره له دې چې د سترګو نظر يې ډېر کمزوری و او د هغې د زیات لوست په هيله يې اغېز کړی و. دا کوم طبيي بنسټ نه لري: «جان نورس» په خپل کتاب «د انساني ژوند د چارو په اړوند انعکاس» (۱۶۹۰ز کال) کې د هغې د «ړوندوالي» يادونه کړې ده، خو دا يو داسې بیان و چې هغې يې خپله مخالفت کړی دی او هغه ته يې د هغه اند تصحيح کړی دی. جان لاک همدا راز له «فيليف وان ليمبورچ» سره د ليکونو پر مهال د هغې د ليد يادونه کړې ده. له دې کمزورۍ سره سره هغې علمي مشغولا تر لاسه کړه، کومه چې د هغې په زمانه کې خپله د يوې ښځې لپاره غیر عادي وه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

واده (۱۶۸۵ز کال) او مور کېدل

سمول

په ۱۶۸۵ز کال کې، ډاماريس ګاډورت (چې ۲۶ کلنه وه) له «سر فرانسس ماشام» سره واده وکړ، څوک چې د ايسيکس د سيمې په «های ليور» د «اوټيس» د «مانور» درېيم کوچنی بارون و (۱۶۴۶-۱۷۲۳ ز کلونه) (بارون او بارونيټ يا کوچنی بارون د بریتانيې په ميراثي لقبونو او د اشرافو په لقبونو کې يو لقب دی) (له دې وروسته نوموړې ته اغلې ماشام ويل کېدل). هغې او سر فرانسس (چې کونډ و)، (مخکینې مېرمن يې ميري سکاټ نومېده) اته بچیان يې درلودل، د دربار يو ښاغلی «سمويل، لومړی لارډ ماشام» (۱۶۷۸/۹-۱۷۵۸ز کلونه) يې هم زوی و، نوموړې او فرانسس يو زوی درلود: فرانسيس کاډورت ماشام (۱۶۸۶-۱۷۳۱ز کلونه). د دوی د شخصي اړيکو په اړه ډېر کم معلومات په لاس کې شته: که څه هم دا واده کوم ستر ټولنيز يا تعلیمي پرمختګ نه و، بيا يې هم دوی دواړو ته خونديتوب ورکړ. کله چې په ۱۶۸۸زکال کې د هغې پلار رالف کاډورت مړ شو: نوموړي هغې ته له خپل کتابتون څخه د انګليسي دومره کتابونه پرېښودل چې څومره هغې بايد ټاکلی وای. مور يې د خپلې لور له کاله سره نژدې اړيکې وپاللې او په (۱۶۹۵ز کال) کې مړه شوه، هغې خپلې لور ته د پام وړ ستره زېرمه پرېښوده او جان لاک، ايډوارډ کلارک او پادري اډوارډ فاولر (د هغې عملي کوونکی) يې د خپل لمسي د راتلونکي د ښېګڼې لپاره د معتمدينو په توګه وټاکل چې هغه فرانسس کاډورت ماشام و (څوک چې وروسته د محکمې د دفتر عمومي محاسب شو).[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

مراسلات او خپرونې

سمول

د شل کلنۍ له پيل څخه بيا له هغې وروسته، هغې له جان لاک سره نژدې شخصي اړيکې ساتلې وې (د ژوند تر پايه پورې). احتمالاً دوی د يو شریک ملګري په واسطه سره يو ځای شوي وو چې هغه  اډوارډ کلارک و. دوی له ۱۶۸۲ز کال څخه مخکې سره کتلي وو او ډېر شخصي او ډېر ځله مينه ناک لیکونه يې سره رد او بدل کړل. لاک فيليپ ون ليمبورخ ته په يو لیک کې نوموړې د ستاينې په طريقه سره ښودلې ده: «دا ښځه خپله مذهبي او فلسفيانه علومو کې دومره مهارت لري او د داسې اصلي فکر لرونکې ده چې ته به ډېر داسې نارينه پیدا نه کړې چې دا ورڅخه د علم په شتمنۍ او له هغې څخه په ګټه اخستلو کې لوړه نه وي».هغې او لاک په خپله ملګرتيا او مطالعاتو کې یو بل ته زيات اهميت درلود او لاک د هغې په کور کې استوګنه غوره کړې وه (له ۱۶۹۱ څخه به ۱۷۰۴ز کال کې د هغه تر مړينې پورې). هغه له ځانه سره خپل کتابتون هم راوړی و (چې نږدې ۲۰۰۰ کتابونه يې درلودل)، د هغې لپاره يې د ليکلو مېز، رنګ او کړکی هم رانيولي وو او د هغې د آثارو د تجليد لګښت يې پرې کړ. د لاک وروستی وصيت او د وصيت ډېره برخه ډماريس، اغلې ماشام او د هغې زوی فرانسس ته د ډاليو ميراث او د پالنې لپاره وقف شوې ده. د لاک د وروستۍ ورځې روايت (په کومه ورځ چې اغلې ماشام ورسره وه) او د هغه کردار په ۱۷۰۵ز کال کې خپاره شول.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې

سمول
  1. Frankel, Lois. "Damaris Cudsworth Masham." Vol. 3, in A History of Women Philosophers, 1600–1900 by Mary Ellen Waith (Dordrecht: Kluwer Academic Publishers, 1991.), 73.
  2. Benjamin Carter, 'The standing of Ralph Cudworth as a Philosopher', in G.A.J. Rogers, Tom Sorell and Jill Kraye (eds), Insiders and Outsiders in Seventeenth-Century Philosophy (Routledge 2010), pp. 99–111. Catherine Osborne, 'Ralph Cudworth's The True Intellectual System of the Universe and the Presocratic Philosophers', in Oliver Primavesi and Katharina Luchner (eds) The Presocratics from the Latin Middle Ages to Hermann Diels (Steiner Verlag 2011), pp 215–35.
  3. R. Cudworth, The true intellectual system of the universe. The first part wherein all the reason and philosophy of atheism is confuted and its impossibility demonstrated (Richard Royston, London (1678) but with imprimatur of 1671).
  4. See Cambridge Platonist Research Portal Archived 14 September 2014 at the Wayback Machine.
  5. Will of Mathew Cradock (P.C.C. 1641).
  6. Sarah Hutton, 'Whichcote, Benjamin (1609–83), theologian and moral philosopher' in Oxford Dictionary of National Biography.
  7. Wills of Ralph Cudworth (P.C.C. 1688) and Damaris Cudworth (P.C.C. 1695).
  8. Will Of Thomas Andrewes (P.C.C. 1653).
  9. John T. Young, 'Worthington, John (bap. 1617, d. 1671)' in Oxford Dictionary of National Biography.
  10. Venn, Alumni Cantabrigienses Vol. I Part 1, p. 2.
  11. J. Peile, Biographical Register of Christ's College 1505–1905, I: 1448–1665 (Cambridge University Press, 1910), p. 612 (Internet Archive). Venn, Alumni Cantabrigienses, Vol. I Part 1, p. 30.
  12. Venn, Alumni Cantabrigienses Vol. I Part 1, p. 30. Will of Mathew Andrewes, Fellow of Queen's College of Cambridge (P.C.C. 1674, Bunce quire). Abstract in H.F. Waters, Genealogical Gleanings in England, with the addition of New Series, A-Anyon Vol. II (Genealogical Publishing Company, Baltimore 1969), p. 1738.
  13. Locke's letter, in Lord King, The Life of John Locke: With Extracts from His Correspondence, New Edition, 2 Vols (Henry Colburn and Richard Bentley, London 1830), II, pp. 16–21 (Google).
  14. Peile, Biographical Register II, pp. 49–50, citing Journal entries from Factory Records, Kasinbazar III. See David A. Pailin, 'Cudworth, Ralph (1617–88), theologian and philosopher' in Oxford Dictionary of National Biography.
  15. J. Peile, Biographical Register of Christ's College 1505–1905, Volume II, 1666–1905 (Cambridge University Press 1913), II, p. 46.
  16. Venn, Alumni Cantabrigienses Part I. From the earliest times to 1751, Vol. 1 (1922), pp. 430–31.
  17. 'I.3: "Household Affaires are the Opium of the Soul": Damaris Masham and the Necessity of Women's Poetry', in B. Smith and U. Appelt (eds), Write or be Written: Early Modern Women Poets and Cultural Constraints (Routledge, Abingdon 2016), at pp. 83 ff (Google).
  18. The claim appears to originate speculatively in George Ballard, Memoirs of Several Ladies of Great Britain (Author, Oxford 1752), pp. 379–88, at p. 379. See a discussion in James G. Buickerood, 'What is it with Damaris, Lady Masham? The Historiography of one early modern woman philosopher', Locke Studies. An Annual Journal of Locke Research 5 (2005), pp. 179–214 Archived 2016-03-24 at the Wayback Machine.; and a reply by Richard Acworth, 'Cursory Reflections', &c., Locke Studies 6 (2006).
  19. Frankel, A History of Women Philosophers, 1600–1900, 73–74.
  20. Jaqueline Broad. "Damaris Masham." In Women Philosophers of the Seventeenth Century, (Cambridge: Cambridge University Press, 2002), 138.
  21. Frankel, A History of Women Philosophers, 1600–1900, 73–74; but see Buickerood, p. 193.
  22. Buickerood, Locke Studies 5 (2005), at pp. 191–93, citing letter of Masham to Jean le Clerc of 18 June 1703, Universitseitbibliotheek, Amsterdam, MS J.58v.
  23. M. Knights, 'Masham, Sir Francis, 3rd Bt. (c. 1646–1723), of Otes, High Laver, Essex', in D. Hayton, E. Cruickshanks and S. Handley (eds), The History of Parliament: the House of Commons 1690–1715 (Boydell & Brewer, 2002) Read here.
  24. Will of Ralph Cudworth, Doctor of Divinity (P.C.C. 1688).
  25. Sarah Hutton, "Lady Damaris Masham." Stanford Encyclopedia of Philosophy. (March 2014). http://plato.stanford.edu/entries/lady-masham.
  26. Her epitaph (monumental inscription in High Laver church) was reputedly written by John Locke, see H.R. Fox Bourne, The Life of John Locke, 2 Vols (Harper & Brothers, New York 1876), II, pp. 306–07.
  27. Will of Damaris Cudworth (P.C.C. 1695).
  28. M. Knights, 'Clarke, Edward I (1650–1710), of Chipley, Som.', in D. Hayton, E. Cruickshanks and S. Handley (eds), The History of Parliament: the House of Commons 1690–1715 (from Boydell and Brewer, 2002), History of Parliament Online.
  29. Hutton, Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  30. J. le Clerc, 'Article V. Eloge de feu Mr. Locke,' Bibliothèque Choisie, pour servir de suite à la Bibliothèque Universelle, Vol. VI: Année MDCCV (Henry Schelte, Amsterdam 1705), pp. 342–411, at pp. 398–401 (deathbed scene); pp. 402–10 (character). (In French).
  31. Will of John Lock of High Laver (P.C.C. 1704).
  32. Jaqueline Broad, 'A Woman's Influence? John Locke and Damaris Masham on Moral Accountability,' Journal of the History of Ideas 2006 (University of Pennsylvania Press), 493.