ایدینبرګ د سکاتلند پلازمېنه ښار او د دغه هېواد له ۳۲ شورای سیمو یوه سیمه ده. له تاریخي اړخه، ادینبرګ د میدلوتیان ( که یو دبل په ځای وکارول شي نو له ۱۹۲۱  دمخه ایدنبرګ شایربلل کیږي) چې د فورت Forth دسیند د راوتلو سیمې په سویلي څنډه کې لوتیان Lothian په سیمه کې پروت دي . ایدنبرګ د سکاتلند له ګلاسکو وروسته دویم ډیر وګړي لرونکی او په برتانیا کې اوم د ډېرو وګړو لرونکی ښار دی.     [۱][۲][۳][۴]

له ۱۵ پېړې را دېخوا د سکاتلند د مرکز په توګه پېژندل شوی ایدنبرګ د سکاتلندې حکومت، سکالتندې پارلمان او د سکاتلند د سترو محکمو ناستځای دی. د دې ښار د  هالی رود هاوس Holyroodhouse مانې په سکاتلند کې د برتانوي پاچا رسمي هستوګنځای دی. له ډیره پخوا دا ښار د پوهنې په ځانګړې توګه د طب، سکاتلندي قانون، ادبیاتو، فلسفې، علومو او انجنیرۍ مرکز پاتې شوی دی. دا ښکار په برتانیا کې دویم ستر مالي مرکزدی. د دې ښار تاریخی کلتوري راکښنو داښار په برتانیا کې دګرځندویانولپاره دویمه ډیره لویه لیدونکې موخه ګرځولې ده چې په ۲۰۱۸ ز کال کې یې ۴.۹ میلیونه کتنې جلب کړي چې ۲.۴ میلیونه یې بهرني لیدونکي و. د تایم اوت Time Out مجلې ادینبرګ ته په نړۍ کې په ۲۰۲۲ ز کال کې د خورا غوره ښار درجه ورکړه.   [۵][۶][۷]

د ۲۰۲۰ د کال په نیمایي کې د ایدنبرګ د خاصو ځایونو اټکلي وګړي ۵۰۶.۵۲۰ ، د ۲۰۱۹ ز کال په نیمایي کې د ایدنبرګ د شورایي سیمو وګړي چې د دې سیمې په لویدیځ کې لرې پراته کلي احتوا کوي ۵۱۸.۵۰۰ تنه، او په ۲۰۱۹ز کال کې د ایدنبرګ او ایدنبرګ د سکاتلند جنوب لویدیځ ښاري سیمو وګړي چې ختيځ لوتیان East Lothian Lothian، فایف Fife¸ میدلوتیان Midlothian ، سکاتلندي پولې او لویدیځ لوتیان  سیمې هم پکې شاملیږي ۱.۳۸۴.۹۵۰ اټکل شوی دی.   [۸][۹]

دا ښار د سکاتلند د کلیسا د عمومي کلنۍ ناستې ځای دی او د ملي کلتورې بنسټونو لکه د سکاتلند ملي موزیم، د سکاتلند ملي کتابتون او سکاتلندې ملې ګالرۍ کور دی. د ایدنبرګ پوهنتون چې په ۱۵۸۲ کې یې بنسټ ايښودل شوي او اوس په دې ښار کې له درې پوهنتونو داسې پوهنتون دی چې په نړۍ کې یو له غوره څېړنیزو بنسټونو شمیر کیږي. دا پوهنتون ۲۰۲۳ کال لپاره د QS ( دا یوه برتانوي کمپنۍ ده چې د پوهنتونونو درجه بندي کوي) د درجه بندۍ له مخې پنځلسم غوره پوهنتون بلل شوی دی. دا ښار د ایدینبورګ د نړیوال فیستیوال او فرینج Fringe فیستیوال له امله مشهور دی چې وروستی یې د هنرونو نړیوال  کلني خورا ستر فیستیوال بلل کیږي. په دې ښارکې تاریخي ځایونه د ایدینبرګ کلا Edinburgh Castle، د هالی رودهاوس Holyroodhouse ، د سینت ګیلس St. Giles، ګری فریرGreyfriars او کانوکېټ Canongate کلیساوې دي. د ایدنبورګ زوړ ښارګوټی او نوی ښارګوټی دواړه د یونسکو د نړیوال میراث سیمو به توګه لست شوېدي چې د ایدنبرګ دنړیوالو میراث ادارې له خوا مدیریت کیږي.    [۱۰][۱۱]  

ایتمولوژي یا د اشتقاق علم سمول

ایدین "Edin" د دې ښار د نامه ریشه ده چې له Eidyn څخه اخیستل شوی چې په کمبریک ، بریتونیک او سلتیک ژبو کې ددې ځای نوم دی چې پخوا دې ځای کې پرې خبرې کیدلې خو معنی یې نامعلومه ده. د Eidyn ناحیه د دین ایدین Din Eidyn په کلا کې، یا د dun یا Eidyn په غونډۍ کې موقعیت لري. باور دادی چې دا ناحیه د راک په ماڼۍ Castle Rock کې چې اوس د ایدینبرګ د ماڼۍ سیمه ده پرته وه.  آیدن Eidyn د برنیشیا د انګلسانو له خو په ۷ پېړۍ کې ونیول شوه او وروسته په ۱۰ پېړۍ کې د سکاتلندیانو له خوا اشغال شو. لکه چې ژبه یې نورتومبرین Northumbrian زړې انګلیسي ته تغیر شوه چې بیا سکاتلندې ژبه ترې جوړه شوه او په دین آیدین Din Eidyn کې د بریتونیک دین سیمې نوم د بوره burh ته واووښت چې وروسته يې دایدینبرګ نوم را منځته کړ.او په همدې ډول دین din په سکتلندې ګې لیکScottish Gaelic ژبه کې په دن dùn واووښت چې دن ایدین ترې جوړ شو.     [۱۲][۱۳][۱۴]

وړ نومونه سمول

دې ښار ته د مهربانۍ له مخې د اولد ریکی Auld Reekie  لقب چې په سکاتلندې کې زوړ دود کوونکی معنی ورکوی د دودونو په واسطه د پوښل  شوي زاړه ښار منظرو ته په پام ورکړل شوی. د آلن رمسي  Allan Ramsay ( یو سکاتلندی شاعر و) په یوه شعري ټولګه چې۱۸۰۰ شعري ټوټې لري یوې تبصرې ولیکل "   بد بویه آولد Auld Reeky " دا نوم د خلکو له خوا ایدنبرګ ته د هغو دودجنو او بدبویو ورېځو  له امله ورکړل شو چې تل به د ایدنبرګ په سر را پېښېدلې. [۱۵][۱۶][۱۷]

توماس کار لیل Thomas Carlyle ( داد سکاتلند مقاله لیکونکی، تاریخپوه او فیلسوف و) وویل" د ورېځو دود په ایدنبرګ باندې د انیس سیلویوس Aeneas Silvius ( د کاتولیکي کلیسا مشر او د پاپل د ایالتونو واکمن د ۱۴۰۵ ز څخه تر ۱۴۶۴ ز پورې) له وخت را دې خوا  یالاهغه هم پخوا زوړندې دي، خلک  د یو ډول تورو ډبرو د سوځلو  داسې هنر لري چې د انیس سیلویوس Aeneas Silvius لپاره ډېر عجیب دی، ایدنبرګ د هغه د دودکشونو سره د خلکو له خوا د  Auld Reeki په نامه یادیږي "[۱۸]

د والتر سکات Walter Scott د ستر راهب  The Abbotپه نامه یوه ناول کې یو کرکتر وایي، "  .... هاخوا آولد ریکی Auld Reekie پروت دی، یواخې ۱۲ میلو واټن کې د هغه په سر دود لیدلای شئ " [۱۹]

رابرت چمبرس Robert Chambers ( له ۱۸۷۱ تر ۱۸۰۲ ز پورې یو سکاتلندی خپروونکي، ځمکه پېژندونکی، انقلابی متفکر، مؤلف او ژورنال اوډن ) چې ویل یې دا لقب د دویم چارلس تر واکمنۍ وړاندې موندل کیدای نه شي دا نوم د فایف Fife ( د سکاتلند یوه تاریخي سیمه ده) د ځمکو څښتن، د لارګو Largo درهام Durham ته نسبت ورکوي چې د خپلو ماشومانو د خوب وخت به یې د ایدنبرګ د پاسه له ماڼیو د اور له دودونو تنظیماوه. [۲۰]

ایدنبرګ له ۱۹ پېړۍ راه په دېخوا د شمال د آتن په نامه هم یادیږي. د آتن ورګرځونه لکه د برتانیا آتن یا عصری اتن په ۱۷۶۰ ز کې ترسره شوېده. د دې آتنونوترمنځ ورته والی په توپوګرافي ( نقشه اخیستنې) او معنوي اړخ ولاړدی. د ایدنبرګ د تېږې ماڼۍ Castle Rock او د نوې ښار نوې کلاسیکې معماري ته  او آتنې کلاوو ته ګڼ شمیر سنتي سفرونه را په زړه کوي. دواړه ښارونه هوارې، حاصل ورکوونکې ځمکې لري چې ښکته خوا یې څومیله لرې د لیت Leith او پیراوس Piraeus بندرې سیمې پرتې دي. له فکري اړخه ، د سکاتلندي روڼ اندي او ترڅنګ یې بشرپالنې او په تعقل ولاړ لرلید د پخواني یونان د فلسفې تر اغیزې لاندې پاتې شوی دی. په ۱۸۲۲ ز کال کې، انځورګر اک ولیم ولیمز یو نندارتون تنظیم کړ چې په هغه کې آتن او ایدنبرګ خوا په خوا انځور شوي و، او د دواړو ښارونو ورته والي په چټکۍ د خلکو ذهنونه ځانته جلب کړل. کله چې د۱۹ پېړۍ په پیل کې د کالتون د غونډۍ Calton Hill پرمختیايي مهندسي پلانونه جوړېدل نو د دې ملي یادګار دیزاین د آتن د پخواني معبد Parthenon له ډیزاین څخه کاپي کړای شو. د ټام ستاپارد ( د تمثیلي ټوټو لیکونی) د جمپرز Jumpers په تمثیلی ټوته کې کرکتر آرچي Archie  وویل له ریکجاویک Reykjavík ( د آیسلند یو ستر ښار دی) باندی لوبې کول د دددوجن خلیج په معنی ده نو د جنوب ریکجاویک Reykjavík نوم به یو وړ نوم وي.  [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

دا ښار په څو لاتیني نومونه هم ياد شوی لکه ایدنیبرګم Edinburgum چې  ددې نوم وصفی حالات یې ایدنبرګنسیس Edinburgensis یا ایدننسیس Edinensis دي چې تعلیمی او علمی موضوعاتو کې کارول کیږي. [۲۶][۲۷]

ایدینا Edina د ۱۸ پېړۍ په وروستیو کې ددې ښار یوه شعري بڼه ده چې د سکاتلندي شاعرانو لکه رابرت فرګوسون Robert Fergusson او رابرت برنس Burns له خوا کارول شوی دی. ایمبرا Embra یا ایمبرو Embro  دهمدي وخت مصطلح عبارتونه دي چې د شاعر رابرت ګاریوچ Robert Garioch د Embro to the Ploy په شعري ټولګه کې کارول شويدي. [۲۸][۲۹]

بن جانسن Ben Jonson  ( یو انګلیسی شاعر او ننداره لیکوونکی وه) ایدینبرګ د بریتاینس Britaine بله سترګه باله  او سر والتر سکات Sir Walter Scott دې ته له شمال ها خوا ملکې نوم ورکړی. رابرت لویس ستوینسون یوه معروف شخصیت لیکلي چې ایدنبرګ هغه څه دی چې پاریس باید وای.    [۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې سمول

  1. "Definition of Edinburgh in Oxford dictionary. Meaning, pronunciation and origin of the word". Oxford Dictionaries. Oxford University Press. 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "edinburgh - Definition, pictures, pronunciation and usage notes - Oxford Advanced Learner's Dictionary at OxfordLearnersDictionaries.com". www.oxfordlearnersdictionaries.com. مؤرشف من الأصل في ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "the definition of Edinburgh". Dictionary.com. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Scottish Counties and Parishes: their history and boundaries on maps". National Library of Scotland. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Invest in Edinburgh. "Financial Services". مؤرشف من الأصل في ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Edinburgh by Numbers 2019". www.edinburgh.gov.uk. City of Edinburgh Council. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wilkinson, Chiara (2022-07-12). "Edinburgh is officially the best city in the world in 2022". Time Out Worldwide (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Edinburgh and South East Scotland City Region". مؤرشف من الأصل في ۲۵ نومبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "City Region Deal secured". www.edinburgh.gov.uk. The City of Edinburgh Council. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "QS World University Rankings 2023: Top global universities". Topuniversities.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Edinburgh-World Heritage Site". VisitScotland. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gelling, Margaret; Nicolaisen, W. F. H.; Richards, Melville (1970). The Names of Towns and Cities in Britain. Batsford. د کتاب پاڼي 88–89. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7134-5235-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Room, Adrian (2006). Placenames of the World. McFarland. د کتاب پاڼي 118–119. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-2248-7. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Driscoll, Stephen; Yeoman, Peter A. (1997). Excavations within Edinburgh Castle in 1988–91. 12. Society of Antiquaries of Scotland. د کتاب پاڼې 229. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-903-903127. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Dictionary of the Scots Language :: SND :: Auld adj". www.dsl.ac.uk. مؤرشف من الأصل في ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Dictionary of the Scots Language :: SND :: Reek n.1, v." www.dsl.ac.uk. مؤرشف من الأصل في ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ramsay, Allan. The poems of Allan Ramsay. 1. د کتاب پاڼې 50. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Carlyle, Thomas (1898). Historical Sketches... Chapman and Hall. د کتاب پاڼي 304–305. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Scott, Walter (1821). The Abbot. Philadelphia: Hickman and Hazzard. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Chambers, Robert (1868). Traditions of Edinburgh. Edinburgh and London: W. & R. Chambers. د کتاب پاڼې 168. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lowrey, John (2001). "From Caesarea to Athens: Greek Revival Edinburgh and the Question of Scottish Identity within the Unionist State". Journal of the Society of Architectural Historians. 60 (2): 136–157. doi:10.2307/991701. ISSN 0037-9808. JSTOR 991701. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Thomson, Herbert F. (1987), "The Scottish Enlightenment and Political Economy", Pre-Classical Economic Thought, Dordrecht: Springer Netherlands, د کتاب پاڼي 221–255, doi:10.1007/978-94-009-3255-5_14, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-010-7960-0, د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Athens Of The North". Edinburgh World Heritage. 24 November 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. McKee, Kirsten Carter (2015). "The Genius Loci of the Athens of the North: The Cultural Significance of Edinburgh's Calton Hill". Garden History. 43: 64–69. ISSN 0307-1243. JSTOR 26589592. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Stoppard, Tom. Jumpers, Grove Press, 1972, p. 69.
  26. Grässe, Johann Georg Theodor (1909) [1861]. Orbis latinus: oder Verzeichnis der wichtigsten lateinischen Orts- und Ländernamen [Orbis latinus : or List of the most important latin place and country names] (په الماني ژبه کي) (الطبعة 2nd). Berlin: Richard Carl Schmidt. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Pharmaceutical Latin Abbreviations". Herbdatanz.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مې ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Embro, Embro – the hidden history of Edinburgh in its music". د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Makars Literary Tour | Robert Garioch". Edinburghliterarypubtour.co.uk. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جولای ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. The Cambridge Companion to Ben Jonson Archived 17 August 2011 at the Wayback Machine.. Retrieved 17 April 2007.
  31. Marmion A Tale of Flodden Field by Walter Scott Archived 26 September 2007 at the Wayback Machine.. Retrieved 17 April 2007.
  32. Stevenson, Robert Louis (1903). Edinburgh: Picturesque Notes. Project Gutenberg. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)