فرانسوا مېتراند

فرانسوا مېتراند
فرانسوا مېتراند
فرانسوا مېتراند

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: François Marie Adrien Maurice Mitterrand د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۶ اکتوبر ۱۹۱۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
مړینه 8 جنوري 1996 (80 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د پروستات سرطان  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت سرطان (۱۹۸۱–)  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د فرانسې ولسمشر   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۱ مې ۱۹۸۱  – ۱۷ مې ۱۹۹۵ 
والیري جسکار ديستن 
ٖژاک شیراک 
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۹]
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۴][۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د الجزاير جګړه
دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
فرانسوا مېتراند
فرانسوا مېتراند

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانسوا مري ادریان موریس مېتراند (د ۱۹۱۶ کال د اکتوبر له ۲۶ – د ۱۹۹۶ کال د جنوري تر ۸) یو فرانسوی سیاستوال و چې له ۱۹۸۱ کال تر ۱۹۹۵ کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ، چې د د فرانسې په تاریخ کې ترټولو اوږده دوره ګڼل کېږي. نوموړی د سوسیالیست ګوند لومړی منشي او لومړی کیڼ اړخی سیاستوال و چې د پنځم جمهوریت تر سیوري لاندې یې د ولسمشرۍ دنده په غاړه واخیسته.

میتراند چې د خپلې کورنۍ تر اغېز لاندې و، په کاتولیک ملتپال اړخ کې یې سیاسي ژوند پیل کړ. په ​​لومړیو کلونو کې نوموړي د ویچي د رژیم تر سیوري لاندې دنده پر مخ یوړه. وروسته له مقاومت سره یو ځای شو او کیڼ اړخ ته لاړ چې د څلورم جمهوریت په اوږدو کې یې څو ځلې د وزارت دنده په غاړه واخیسته. میتراند د چارلس دی ګول د پنځم جمهوریت له بنسټ سره مخالفت وکړ. که څه هم ځينې وختونه له سیاسي اړخه د منزوي شخصیت په بڼه لېدل کېډه، خو هغه د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۴ کلونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د کیڼ اړخو د بېلګې مشر په توګه خپل سیالان مات کړل، چې ورسته د ۱۹۸۱ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۸۸ کال کې د دوهم ځل لپاره ټاکنې و ګټلې او تر ۱۹۹۵ کال پورې په دې چوکۍ کې پاتې شو.

میتراند په خپل لومړي حکومت کې کمونست ګوند ته بلنه ورکړه، چې په هغه وخت کې یوه جنجالي پرېکړه ګڼل کېده. په دې لړ کې،  کمونیستان د ټیټ پوړو ملګرو په توګه وټاکل شول او د دې پرځای چې ګټور ثابت شي، د دوی ملاتړ یې له لاسه ورکړ. په ۱۹۸۴ کال کې دوی کابینه پرېښوده. نوموړي د خپلې لومړۍ دورې په پیل کې، د مهمو شرکتونو د ملي کولو په ګډون، کیڼ اړخه سخت دریځه اقتصادي سیاستونه په لاره واچول، خو دوه کاله وروسته، اقتصاد له ناورین سره مخ شو او هغه خپل دریځ بدل کړ. هغه ټولنیز لیبرال سیاست له اصلاحاتو سره، لکه د اعدام د سزا لغوه، ۳۹ ساعته کاري اونۍ او په راډیو او تلویزیون کې د دولتي انحصار پای، پیل کړ. د نوموړي بهرنۍ او دفاعي سیاست د خپلو مخکېنیو ګولیسټ پلوه په بڼه ترتیب شوی و، چې یوازې هغوی د اروپایې ادغام د ملاتړ لپاره لږ لېوالتیا درلوده، خو د نوموړي دا لېوالتیا لوړه وه. د جرمني د لوموړي وزیر هیلموت کوهل سره د هغه ملګرتیا د ماستریخت د تړون له لارې د اروپا ادغام ته وده ورکړه، خو هغه د جرمني د یوالی منلو ته لېوالتیا نه درلوده. د خپلې دورې په اوږدو کې، هغه د دود یو پیاوړی ملاتړی و او یو لړ لوړلګښته "لویې پروژې" یې پلې کړې. هغه د فرانسې یوازینی ولسمشر دی چې په ۱۹۹۱ کال کې یې ښځینه لومړۍ وزیره، ایډیت کریسون ټاکلې ده. میتراند دوه ځله د پارلماني اکثریت له لاسه ورکولو له امله اړ شو چې په ترتیب سره له ژاک شېراک (۱۹۸۶ – ۱۹۸۸) او اېدوارد بالادور (۱۹۹۳ – ۱۹۹۵) سره د محافظه کاره کابینې تر مشرۍ لاندې "ګډ حکومتونه" را منځ ته کړي. تر اته میاشتو لږ وروسته کله چې هغه خپل دفتر پرېښود، د پروستات سرطان له امله مړ شو چې هغه په ځېرکتیا سره د خپلې ولسمشرۍ په موده کې دا ناروغي پټه ساتلې وه.  

فرانسوا میتراند د دې ترڅګ چې د فرانسوي کیڼ اړخ ته یې د ټاکلو وړتیا وروبښه، د کیڼ د ځواکمنتیا لپاره د سوسیالیست ګوند د ظهور او د یو ځواکمن کمونیسټ ګوند د زوال په اوږدو کې یې دنده ترسره کړه. (کمونیست ګوند د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کې د ټولورایو ۲۱.۲۷ سلنه د ونډه درلوده، چې د میتراند د دویمې دورې په پای کې، په ۱۹۹۵ کال کې ۸.۶۶ سلنې ته را ټيه شوه.)

کورنۍ سمول

فرانسوا مري ادریان موریس میتراند، د ۱۹۱۶ کال د اکتوبر په ۲۶ د شارانتو په جارنک سیمه کې وزیږېد او د جوزف میتراند او یوون لورین زوی و. له مذهبي اړخه د هغه کورنۍ کاتولیک پلوه او محافظه کاره وه. د هغه پلار ریل پټلۍ د پاریس اورلینز په کمپني کې د انجینر په توګه کار کاوه. هغه د رابرټ، ژاګ او فیلیپ په نومونو درې وروڼه درلودل او د انتانیتي، ماری-جوزیف، کولته او ژینیویو په نومونو یې څلور خویندې درلودې.  [۲۱][۲۲]

د میتراند مېرمن، دانیل میتراند (د زیږون نوم ګاوزه، ۱۹۲۴ – ۲۰۱۱) سوسیالیستي شالید درلود او د بېلابېلو کیڼ اړخو خوځښتونو لپاره یې کار کړی و. دوی د ۱۹۴۴ کال د اکټوبر په ۲۴ نېټه واده وکړ او دری زامن یې درلودل: پاسکال (د ۱۹۴۵ کال د جون له ۱۰ د سپټمبر تر ۱۷)، ژان کریسټوف، چې په ۱۹۴۶ کال کې زیږېدلی و او ګیلبرټ چې د ۱۹۴۹ کال د فبرورۍ په څلورمه زیږېدلی و. نوموړي بې له واده دوه نور ماشومان هم درلودل: د مزارین (چې په ۱۹۷۴ کال زږېدلې وه) په نوم یوه منل شوې لور له خپلې معشوقې این پینګوټ څخه، او د هراون فورسني ( چې په ۱۹۸۸ کال کې زیږېدلی و) په نوم یو زوی له سویډني خبریالې، کریس فورسني څخه.   [۲۳][۲۴]

د فرانسوا میتراند وراره فریډریک میتراند چې یو خبریال و، د نیکولاس سرکوزي په مشرۍ د کلتور او مخابراتو وزیر (او د فرانسې د پخواني ولسمشر ژاک شیراک ملاتړی) و او د هغه اوښی راجر هانین یو مشهور فرانسوی لوبغاړی و.

د ژوند لومړي کلونه سمول

فرانسوا میتراند له ۱۹۲۵ کال څخه تر ۱۹۳۴ کال پورې په انګولېم کې د سینټ پاول په کالج کې زده کړې وکړې، چې په دې ځای کې نوموړی د ځوانو مسیحي زده کوونکو د ټولنې غړی شو چې د زده کوونکو د کاتولیک غورځنګ یو بنسټ و. نوموړی چې د ۱۹۳۴ کال په مني کې پاریس ته راستون شو، د پاریس د سیاسي علومو انستیتیو ته لاړ چې په دې ځای کې هغه د ۱۹۳۷ کال په جولای کې خپل ډیپلوم ترلاسه کړ. فرانسوا میتراند د ولسي رضاکارانو په ډله کې د شاوخوا یو کال غړیتوب ترلاسه کړ. دې بنسټ د فرانسوا دی لا روک د ښي اړخي ټولنې، کروکس دي فیو پورې تړاو درلود؛ دې ټولنې یوازې د ۱۹۳۴ کال د فبروري د شپږمه نېټه په لاریونونو کې برخه اخیستې وه چې د دوهم کارټیل دی گاوچز (کیڼ اړخه ایتلاف) د سقوط لامل شو.[۲۵]

د ځینو راپورونو پر خلاف، فرانسوا میتراند هېڅکله هم د فرانسوي ټولنیز ګوند رسمي غړی نه و، چې د کروکس دي فیو ټولنې ځای ناستی و او ښایې د فرانسې لومړی ښي اړخه لوی ګوند وګڼل شي. خو هغه د اېل ایچو دې پاریس ورځپاڼې ته مقالې لیکلې، چې د فرانسوي ټولنیز ګوند سره یې نږدې اړیکې درلودې. نوموړي د ۱۹۳۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې د «د کډوالو د سیل» پر ضد په په لاریو کې او بیا د حقوقو د استاد، ګستون جیز پر ضد په لاریو کې، چې د ۱۹۳۶ کال د جنورۍ په میاشت کې د ایتوپیا د نجاشي د قضايي مشاور په توګه نومول شوی و، ګډون وکړ. [۲۵]

کله چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د فرانسوا میتراند ښکیلتیا په دې محافظه کاره ملتپالو غورځنګونو کې څرګنده شوه، نوموړي دا کړنې د خپلې ځوانۍ ورځو ته اړوند و بللې. د دې تر څنګ، نوموړي د کاګول له غړو سره، چې د ۱۹۳۰ کلونو ښۍ اړخه تروریستي ډله وه، شخصي او کورنۍ اړیکې درلودې. [۲۶]

ورسته فرانسوا میتراند له ۱۹۳۷ کال تر ۱۹۳۹ کال پورې په ۲۳ پیاده کنډک کې کې خپله عسکري دنده ترسره کړه. نوموړی په ۱۹۳۸ کال کې د یو یهودي سوسیالیست جورج دیان تر ټولو غوره ملګری شو، چې هغه یې د فرانسې د غورځنګ د ملي - شاهي خوځښت د یهودیت ضد له یرغلونو څخه وژغوره. د دیان سره د هغه ملګرتیا د دې لامل شوه چې میتراند د هغه ځینې ملتپاله نظریات تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړي د حقوقو د زده کړو له پای وروسته، د ۱۹۳۹ کال په سپټمبر کې مونټمېډي ته نږدې د میګینوټ کرښې ته دلګی مشر (پیاده دلګی مشر) په ربته واستول شو. هغه د ۱۹۴۰ کال د مې په میاشت کې له ماری لوئیس تیراس ( لوبغاړې او د تلویزیون وړاندې کوونکې کیترین لانګیس) سره چې ۱۶ کلنه وه، کوژده وکړه، خو د ۱۹۴۲ کال په جنورۍ کې جلا شول. د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د نازیانو د جنګي بندیانو د زندانونو له لیدنې وروسته، فرانسوا میتراند د خدای له وجود نه یو منکر شخص ته واوښت.  [۲۷][۲۸]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://www.senat.fr/senateur/mitterrand_francois000379.html
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://www.senat.fr/senateur-communaute/mitterrand_francois000379.html
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118582887 — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11916320z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: François Mitterrand — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/5312 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pk16s2 — subject named as: François Mitterrand — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8094 — subject named as: François Mitterrand — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: François Mitterand — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/8520bc4c11a149c49a234b6776d30a13 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/mitterrand-francois — subject named as: François Mitterrand — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/mitterrand-francois — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0042968.xml — subject named as: François Mitterrand — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=mitterand — subject named as: François Mitterrand
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=francois;n=mitterrand — subject named as: François Mitterrand
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/9388 — subject named as: François Mitterrand
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/10375 — subject named as: François Mitterrand
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=41282 — subject named as: François Mitterrand — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ https://cs.isabart.org/person/79121 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001517 — subject named as: Francois Mitterrand — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  19. پیوستون : 118582887  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/53754467
  21. "Fichier des décès – années 1990 à 1999" [Death file – years 1990 to 1999] (په فرانسیسی ژبه کي). National Institute of Statistics and Economic Studies. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Tiersky, Ronald. François Mitterrand: A Very French President. 2003, Rowman and Littlefield. pp. 38–42.
  23. Chrisafis, Angelique (5 October 2016). "François Mitterrand's love letters to secret mistress to be published". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 9 August 2014 باندې). 'Okay, François Mitterrand was my dad,' Swedish politician reveals. France 24
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Pierre Péan, Une jeunesse française (biography on Mitterrand), p.23–35
  26. Henry Rousso, Le Syndrome de Vichy, p.365
  27. Lacouture, Jean. Mitterrand, une histoire de Français. éd. du Seuil, "Points". د کتاب پاڼې 46/48. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Tiersky, Ronald (1 January 2003). François Mitterrand: A Very French President. Rowman & Littlefield. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780742524736. مؤرشف من الأصل في ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)