د الجزاير جګړه، د الجزاير د انقلاب او الجزاير د خپلواکۍ د جګړې په نوم هم پېژندل کېږي او په الجزاير کې ورته کله کله د لومړي نومبر جګړه هم ويل کېږي، دا جګړه د فرانسې او د الجزاير د ملي ازادۍ محاذ تر منځ د ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۶۲ز کال پورې منځ ته راغلې وه چې په پايله کې يې الجزاير له فرانسې څخه خپلواکي واخيسته. دا چې له استعمار څخه د خلاصېدو یوه مهمه جګړه وه، يو پېچلی ټکر و چې هم پکې چريکي جګړې او هم پکې شکنجې پېښې شوې وې. همدا جګړه د جلا جلا ټولنو او د ټولنو په داخل کې په يوې کورنۍ جګړې بدله شوه. جګړه عموماً د الجزاير په سيمو کې منځ ته راغلې وه چې د فرانسې په سترو ښارونو يې هم اغېز درلود.[۱][۲]

د ۱۹۵۴ز کال د نومبر په لومړۍ نېټه، د «توسينټ روج» (د ټولو قدسيونو سره ورځ) پر مهال د ملي ازادۍ محاذ (FLN) د غړيو له خوا په عملي ډول پي شوه، دا نښته په فرانسه کې د يو جدي بحران لامل وګرځېده چې له امله يې څلورم جمهوريت (۱۹۴۶-۵۸) سقوط وکړ او د پياوړي ولسمشرۍ سره يې ځای پنځم جمهوريت ونيو. د فرانسوي ځواکونو له خوا پلې شويو ظالمانه لارو چارو هم ونه شول کولای چې په الجزاير کې د خلکو زړونه او دماغ وګټي، د فرانسې په سترو ښارونو کې يې ملاتړ تر لاسه کړ، او له فرانسې څخه دباندې يې د فرانسې وقار ته زيان ورساوه. څنګه چې جګړه پيل شوه، د فرانسې خلک کرار کرار د هغې په مخالفت کې ودرېدل او د متحده ايالاتو په ګډون د فرانسې ډېر متحدينو په ملګرو ملتونو کې د الجزاير په اړه بحثونو کې د فرانسې له ملاتړ څخه انکار وکړ. په الجزاير او ګڼو نورو ښارونو کې د خپلواکۍ په ملاتړ د سترو لاريونونو او د ملګرو ملتونو له دې قرارداد وروسته چې د خپلواکۍ حق يې مانه، د پنځم جمهوريت لومړي ولسمشر «چارلس ډي ګار» پرېکړه وکړه چې له FLN سره جدي مذاکرات پيل کړي. دا مذاکرات د ۱۹۶۲ز کال د مارچ په مياشت کې د «Évian» په تړونونو سره پای ته ورسېدل. د ۱۹۶۲ز کال د اپريل په اتمه نېټه يوه ټولپوښتنه تر سره شوه، او فرانسوي رايه ورکونکو د «Évian » تړونونو تايید کړ. وروستۍ پايله چې ۹۱٪ وه د دې تړونونو د تاييد په حق کې وه او د جولای په لومړۍ نېټه، دا تړنونه په الجزاير کې تر دويمې ټولپوښتنې پورې مشروط وو، چېرته چې ۹۹.۷۲٪ د خپلواکۍ په ملاتړ او يواځې ۰.۲۸٪ د خپلواکۍ په مخالفت کې رايې ورکړل شوې.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

له هېواده د فرانسې د پلان شوې انخلاء له امله فرانسه دولتي بحران منځ ته راغی. په دې کې په «ډي ګال» د وژنو بېلا بېلې هڅې هم شاملې وې، تر څنګ يې د پوځي بغاوت ځینې هڅې وشوې. ډېری دا ډول هڅې د « armée secrete» (OAS) سازمان له خوا تر سره شوې وې، کوم چې يو پټ سازمان و او تر ډېره بريده د هغو پوځيانو جوړ و چې د فرانسوي الجزاير ملاتړ يې کاوه، دې سازمان هم په الجزاير کې او هم په فرانسه کې ډېرې بمي بریدونه او وژنې تر سره کړې وې، تر څو د پلان شوې خپلواکۍ مخه ونيسي.

په ۱۹۶۲ز کال کې له خپلواکۍ وروسته، ۹۰۰۰۰۰ اروپايي الاصله الجزايريان په څو مياشتو کې د FLN د غچ له وېرې فرانسې ته وتښتېدل. د فرانسې حکومت دومره زيات شمېر کډوالو ته ځای ورکولو لپاره چمتو نه و چې له همدې امله په فرانسه کې د ګډوډۍ لامل وګرځېدل. ډيری هغه الجزايري مسلمانان چې د فرانسويانو لپاره يې کار کړی و بې وسلې او پرېښودل شول، ځکه چې د فرانسې او الجزايرې مسئولینو له خوا په شوي تړون کې منل شوې وه چې د دوی پر ضد به هېڅ اقدام نه کېږي. په هر حال، په ځانګړي ډول «حرکيان» د فرانسې د پوځ سره د مرستيندويانو په توګه د خدماتو وړاندې کولو څخه وروسته خاينان بلل کېدل او ډيری يې د FLN يا د اعدام د ډلګيو له خوا ووژل شول، ډېر ځله به له تښتول کېدو او بيا شکنجه کېدو وروسته وژل کېدل. شا اوخوا ۹۰۰۰۰ تنو وکولای شول فرانسې ته وتښتي، ځينو سره يې خپلو فرانسوي مشرانو مرسته وکړه چې د اوامرو خلاف عمل يې کاوه او اوسمهال دوی او د دوی زوزات د الجزايري الاصله فرانسويانو په نوم د فرانسې د وګړو يوه ستره برخه جوړوي.[۱۲][۱۳][۱۴]

مخينهسمول

د الجزاير نېواک (اشغال)سمول

د خپل کونسل د کوچنۍ خبرې په بهانه، فرانسې په ۱۸۳۰ز کال کې په الجزاير بريد وکړ. د «مارشال بوګاوډ» په لارښوونه، څوک چې وروسته د الجزاير لومړی ګونر جنرال شو، دا نېواک له تاوتریخوالي څخه ډک و او د سيمه ييزو واکمنو «دای» د ځواک د کمولو په موخه جوړه شوې «ټپی ځمکه» په نوم تګلارې په توګه یادېږي، په کومه تګلاره کې چې ټولوژنه، ډله ييز جنسي تيري او نور ظلمونه شامل وو. د ۵۰۰۰۰۰ او ۱۰۰۰۰۰۰ تر منځ، شا اوخوا درې ميليونه الجزايريان د نېواک په لومړيو درې لسيزو کې ووژل شول.  له ۱۸۳۰ څخه تر ۱۸۵۱ز کال پورې د فرانسې زیانونه ۳۳۳۶ تنه په جګړه کې وژل شوي او ۹۲۳۲۹ نور په روغتون کې ووژل شول.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۸۳۴ز کال کې الجزاير يوه فرانسوي مستعمره وګرځېده. دا هېواد په ۱۸۴۸ز کال په اساسي قانون کې د فرانسې نه جلا کېدونکې برخه اعلان شوه او په درې برخو ووېشل شو چې هغه دا دي: الجير، اوران او کانسټينټاين. ډيری فرانسويان او نور اروپايان (اسپانويان، ايټالويان، مالټيان او نور) وروسته په الجزاير کې مېشت شول.

د دويمې سترواکۍ تر واکمنۍ لاندې (۱۸۵۲-۱۸۷۱)، د ۱۸۶۵ز کال د جولای د مياشتې په څوارلسمه نېټه د « sénatus-consulte» له خوا « Code de l'indigénat» (د اصلي اوسېدونکو قانون) قانون پلی شو. دې قانون مسلمانانو ته اجازه ورکړه چې د فرانسې د بشپړ تابيعيت غوښتنه وکړي، دا يو داسې ګام و چې ډېرو کمو خلکو واخيست، ځکه چې په دې کې په شخصي مسايلو کې د شرعي قانون لاندې د حکومت کولو حق پرېښودل شامل و، او دا په پراخه کچه ارتداد (له اسلامه اوښتل) بلل کېدل. د دې په لومړۍ ماده کې داسې راغلي:

اصلي اوسېدونکی مسلمان فرانسوی دی، په هر حال، هغه به بيا هم د اسلامي قانون تابع وي. هغه به پوځ (armée de terre) او سمندري ځواک (armée de mer) کې د خدماتو تر سره کولو لپاره داخل کړای شي. هغه په الجزاير کې د کارونو او مدني خدمت لپاره راغوښتل کېدای شي. هغه کولای شي د هغه په غوښتنه، د فرانسوي تبعه له حقوقو څخه ګټه واخلي؛ په دې حالت کې، هغه به د فرانسې د سياسي او مدني قانون تابع وي.[۲۰]

له ۱۸۷۰ز کال څخه مخکې د مسلمانانو له خوا له ۲۰۰ څخه کمې غوښتنې او ۱۵۲ غوښتنې د يهودي الجزايريانو له خوا ثبت شوې وې. له دې وروسته د ۱۸۶۵ز کال په فرمان کې د ۱۸۷۰ز کال د Crémieux فرمان په مټ تعديلات راوستل شول، کوم فرمان چې د الجزاير له درې برخو څخه په يوه برخه کې اوسېدونکو يهوديانو ته د فرانسې تابعيت ورکړ. په ۱۸۸۱ز کال کې، « Code de l'Indigénat» د اصلي اوسېدونکو لپاره د ځانګړو سزاګانو په وضع کولو سره يا د هغوی د ځمکو د نيولو يا مصادره کولو د ترتيب په جوړولو سره له هغوی سره توپيري چلند دولتي وګرځول شو.[۲۱]

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، د ۱۹۴۴ز کال د مارچ د اومې نېټې په فرمان سره د حقوقو د برابرۍ اعلان وشو او وروسته د ۱۹۴۶ز کال د مۍ په اومه نېټه « loi Lamine Guèye»هغه تايید کړ چې دې او د ۱۹۴۶ز کال اساسي قانون په مټ د فرانسې ټولو سيمو او له هېواده بهر اړوندو سيمو ټولو اوسېدونکو ته د فرانسې تابیعت ورکړل شو. د ۱۹۴۷ز کال د شلم سپتمبر قانون ټولو الجزايريانو ته د فرانسې تابیعت ورکړ، چاته چې د دې اړتیا نه وه چې د خپل اسلامي شخصي حيثيت څخه تېر شي.[۲۲]

الجزاير د فرانسې لپاره بې ساری حيثيت درلود، ځکه چې په نولسمه پېړۍ کې د فرانسې له خوا له هېواده بهر ټولو تر لاسه شويو سيمو بالعکس، الجزاير د فرانسې نه بېلېدونکې برخه بلل کېده او په قانوني ډول همدا شان ډلبندي شوې وه.

الجزايري ملتپالنهسمول

هم الجزايري مسلمانانو او هم الجزايري اروپايانو په دويمه نړيواله جګړه کې برخه واخيسته او د فرانسې لپاره وجنګېدل. الجزايري مسلمانانو د «ټيريليرز» (دا ډول پوځي کنډکونه د ۱۸۴۲ز کال په لومړيو کې جوړ شوي وو) او سپاهيانو په توګه خدمات وړاندې کړل او فرانسوي اتباعو د « Zouaves » يا « Chasseurs d'Afrique » په توګه ګډون وکړ. د متحده ايالاتو د ولسمشر «ووډرو ولسن» د ۱۹۱۸ز کال د څوارلسو نقطو پنځمه برخه په دې ډول وه: «د ټولو استعماري ادعاوو یو خپلواک، د پرانيستي ذهن او په ټوله معنا بې پری انتظام، په دې اصل په سختۍ سره عمل کولو پر بنسټ چې د خپلواکي د ټولو پوښتنو په اړه پرېکړه کولو کې د اړوند نفوس اندېښنې بايد له هغې سره د برابر حکومت د ادعاوو په اندازه وزن ولري، د کوم حکومت د وړوالي په اړه به چې پرېکړه کېږي». ځینو الجزايري روښانفکرو، کومو ته چې oulémas ويل کېدل، د خپلواکۍ يا لږ تر لږه د خپل اختيار او خپلې واکمنۍ د هيلې په پاللو پيل وکړ.[۲۳][۲۴]

سرچينېسمول

  1. Matthew James Connelly (2002). A Diplomatic Revolution: Algeria's Fight for Independence and the Origins of the Post-cold War Era. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 263–277. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-514513-7. The Algerians' victory enabled the French to become free--free from their colonial charges, and free from the United States....... Although France was obviously eager to get out, it had to accept the terms of its defeat. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Robert Malley (20 November 1996). The Call From Algeria: Third Worldism, Revolution, and the Turn to Islam. University of California Press. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-91702-6. Then, in 1962, came the FLN's victory in Algeria, a defining moment in the history of the Third Worldism, for the battle had lasted so long, had been so violent, and had been won by a movement so acutely aware of its international dimension. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Ruud van Dijk; William Glenn Gray; Svetlana Savranskaya (13 May 2013). Encyclopedia of the Cold War. Routledge. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-92311-2. During this war of independence, Algeria was at the center of world politics. The FLN's victory made the country one of the most prominent in the Third World during the 1960s and 1970s. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Guy Pervillé, Pour une histoire de la guerre d´Algérie, chap. "Une double guerre civile", Picard, 2002, pp.132–139
  3. Keith Brannum. "The Victory Without Laurels: The French Military Tragedy in Algeria (1954–1962)" (PDF). University of North Carolina Asheville. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Irwin M. Wall (20 July 2001). France, the United States, and the Algerian War. د کتاب پاڼي 68–69. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520925687. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Benjamin Stora (2004). Algeria, 1830-2000: A Short History. Cornell University Press. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8014-8916-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mathilde Von Bulow (22 August 2016). West Germany, Cold War Europe and the Algerian War. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 170. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-08859-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Stora, Benjamin (2004). Algeria, 1830-2000: A Short History. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0801489167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pervillé, G. (2012). Les accords d'Evian (1962): Succès ou échec de la réconciliation franco-algérienne (1954–2012). Armand Colin. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782200281977. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Document officiel des Nations Unies". un.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "référendum 1962 Algérie". france-politique.fr. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Proclamation des résultats du référendum d'autodétermination du 1er juillet 1962". Journal Officiel de l'État Algérien. 6 July 1962. http://www.joradp.dz/JO6283/1962/001/FP3.pdf. Retrieved 2009-04-08. 
  12. Évian accords, Chapitre II, partie A, article 2
  13. See http://www.aljazeera.com/news/2015/05/qa-happened-algeria-harkis-150531082955192.html and Pierre Daum's "The Last Taboo: Harkis Who Stayed in Algeria After 1962". November 2017
  14. (په 2 April 2012 باندې). France-Algeria: 50 Years After Independence, What Happened To The Harkis?. International Business Times.
  15. Olivier Le Cour Grandmaison (په June 2001 باندې). Torture in Algeria: Past Acts That Haunt France – Liberty, Equality and Colony. Le Monde diplomatique. (quoting Alexis de Tocqueville, Travail sur l'Algérie in Œuvres complètes, Paris, Gallimard, Bibliothèque de la Pléiade, 1991, pp 704 and 705.کينډۍ:In lang
  16. Schaller, Dominik J. (2010). "Genocide and Mass Violence in the 'Heart of Darkness': Africa in the Colonial Period". In Bloxham, Donald; Moses, A. Dirk (المحررون). The Oxford Handbook of Genocide Studies. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 356. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-923211-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Jalata, Asafa (2016). Phases of Terrorism in the Age of Globalization: From Christopher Columbus to Osama bin Laden. Palgrave Macmillan US. د کتاب پاڼي 92–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-55234-1. Within the first three decades, the French military massacred between half a million to one million from approximately three million Algerian people. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kiernan, Ben (2007). Blood and Soil: A World History of Genocide and Extermination from Sparta to Darfur. Yale University Press. د کتاب پاڼي 364–ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-10098-3. In Algeria, colonization and genocidal massacres proceeded in tandem. From 1830 to 1847, its European settler population quadrupled to 104,000. Of the native Algerian population of approximately 3 million in 1830, about 500,000 to 1 million perished in the first three decades of French conquest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bennoune, Mahfoud (2002-08-22). The Making of Contemporary Algeria, 1830-1987. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521524322. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "L'indigène musulman est français; néanmoins il continuera à être régi par la loi musulmane. Il peut être admis à servir dans les armées de terre et de mer. Il peut être appelé à des fonctions et emplois civils en Algérie. Il peut, sur sa demande, être admis à jouir des droits de citoyen français; dans ce cas, il est régi par les lois civiles et politiques de la France" (article 1 of the 1865 Code de l'indigénat)
  21. le code de l'indigénat dans l'Algérie coloniale Archived 2007-03-14 at the Wayback Machine., Human Rights League (LDH), March 6, 2005 – URL accessed on January 17, 2007 کينډۍ:In lang
  22. Gianluca P. Parolin, Citizenship in the Arab World: Kin, Religion and Nation, Amsterdam University Press, 2009, pp. 94–95
  23. les tirailleurs, bras armé de la France coloniale Archived 2007-03-14 at the Wayback Machine., Human Rights League (LDH), August 25, 2004 – URL accessed on January 17, 2007 کينډۍ:In lang
  24. "Interpretation of President Wilson's Fourteen Points". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)