د فرانسې ولسمشر

د فرانسې ولسمشر، د فرانسې د دولت مشر او د فرانسې د وسله والو ځواکونو اعلی سر قوماندان دی. لکه څنګه چې ولسمشرۍ د هېواد عالي مقام دی، نو د دی مقام خاوند هم د لوړ مقام خاوند ګڼل کېږي. د ولسمشر واکونه، دندې او د لومړي وزیر او د فرانسې له حکومت سره د دوی اړیکې، د وخت په تېرېدو سره له دویم جمهوریت راهیسې د مختلفو اساسي قوانینو پر بڼسټ توپیر لري. د فرانسې جمهوریت اوسنی ولسمشر ایمانویل مکرون دی، چې د ۲۰۱۷ز کال د مې په ۱۴مه د فرانسوا اولاند ځای ناستی شو.

تاریخچهسمول

د فرانسې ولسمشري په لومړي ځل د ۱۸۳۰ز کال د جولای د انقلاب په لړ کې مارکیس دی لافایټ ته وړاندیز شوه، خواتلس کاله وروسته، د دویم جمهوریت د پرانستلو پړاوونو کې، دغه لقب د دولت منتخب مشر ته چې لومړنی مشر یې د امپراتور ناپلیون وراره، لوئس ناپولین بوناپارټ وو، وکارول شو.

بوناپارټ په دې مقام کې تر هغه وخته پورې پاتې شو، چې هغه د جمهوریت په وړاندې کودتا ترسره کړه او په دی توګه یې ځان د فرانسې د درېیم  سترواک ناپلیون په توګه معرفي کړ. په درېیم جمهوریت کې ولسمشر خورا پیاوړی شخص ګڼل کېده.

کله چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، څلورم جمهوریت چې یو پارلماني سیسټم و ،رامنځته شو، په دی سیستم کې جمهوري ریاست تر ډېره تشریفاتي او بې واکه و، خو د پنځم جمهوریت اساسي قانون، چې په ۱۹۵۸ز کې رامنځته شو، د ولسمشر واکونه یې خورا زیات کړل. د ۱۹۶۲ز کال ټولپوښتنې اساسي قانون بدل کړ او په دی توګه ولسمشر په مستقیم ډول د رایې ورکولو له لارې ټاکل کېده، نه د ټاکنیز کالج له خوا چې په  ۱۹۵۸ز کال کې رامنځته شوی و.

ټولټاکنې(انتخابات)سمول

له ۱۹۶۲ز کال راهیسې د فرانسې ولسمشر د مستقیمو ټاکنو پر بنسټ، چې د ټولپښتنې په پایله کې رامنځته شو، په مستقیم ډول د خلکو په رایو ټاکل کېده، دا په داسې حال کې وو چې تر دې په خوا به  د ټاکنیز کالج له خوا ټاکل کېده. په ۲۰۰۰ز کال کې د فرانسې د ولسمشر د واک د کمولو په اړه له ټولپوښتنې وروسته، د ولسمشر د کار موده هم له اوو کلونو نه پنځو کلونو ته راټیټه شوه، چې د لنډې مودې لپاره لومړنۍ ټاکنې په ۲۰۰۲ز کال کې ترسره شوې. ولسمشر ژاک شیراک لومړی ځل په ۱۹۹۵ز کال او د دویم ځل لپاره  په ۲۰۰۲ز کال کې ولسمشر وټاکل شو. په هغه وخت کې د واک د دورو محدودیت نه و، نو شیراک کولای شو، چې بیا ځان نوماند کړي، خو هغه بیا ځان کاندید نه کړ، چې په دی توګه نیکولاس سرکوزي د ۲۰۰۷ز کال د می په ۱۶مه د هغه ځای ناستی وټاکل شو. [۱][۲]

د یو بل بدلون په تعقیب، د پنځم جمهوریت د بنسټونو د عصري کولو په موخه د ۲۰۰۸ز کال اساسي قانون په اساس، یو ولسمشر نه شو کولی، چې د دوو پرله پسې دورو نه زیات خدمت وکړي. ولسمشر د دې لپاره، چې د رسمي نوماند په توګه ومنل شي، احتمالي نوماندان باید د ۵۰۰نه زیاتو ټاکل شوي محلي چارواکو نه، چې ډېری یې ښاروالان دي، لاسلیک شوي نومونه د "تمویل کوونکې" په نوم ترلاسه کوی. په ټلویزیون کې اعلانونه منع و، خو په ملی ټلویزیون کې نوماندانو ته رسمي وخت ورکول کېده. یوې خپلواکې ادارې د ټاکنو او ګوندونو د تمویل چارې په غاړه درلودې. د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې د اکثریت پر بنست تر سره کېدې، کوم چې دا تضمینوي چې منتخب ولسمشر تل اکثریت ترلاسه کوي: که چیرې هېڅ نوماند، د رایې ورکولو په لومړي پړاو کې اکثریت رایه ترلاسه نه کړي، دوه لوړ رایه اخیستونکي کاندیدان دویم پړاو ته ځې. وروسته له دې چې نوی ولسمشر وټاکل شي، دوی د رسمۍ لېږد مراسم تر سره کوي چې:  "د واکونو سپارل" په نامه هم یادېږي.[۳][۴]

واکونهسمول

د فرانسې پنځم جمهوریت یو نیمه صدارتي نظام دی. د ډېری نورو اروپایی ولسمشرانو په پرتله، د فرانسې ولسمشر خورا پیاوړی دی. که څه هم د فرانسې لومړی وزیر، د دوۍ د حکومت او  د پارلمان له لارې، د هېواد د ورځنیو کورنیو چارو څارنه کوي، د فرانسې ولسمشر د پام وړ نفوذ او واک لري، په ځانګړې توګه د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په برخو کې.

د ولسمشر تر ټولو لوی واک د لومړي وزیر ټاکل دی، خو د لومړي وزیر د ګوښه کولو واک ملي شورا سره ده، نو په دی توګه ولسمشر مجبور دی چې یو داسې لومړی وزیر وټاکي، چې په مجلس کې د اکثریت ملاتړ ولري. له ۲۰۰۲ز کال راهیسې، تقنیني ټاکنې د ولسمشرۍ له ټاکنو نه څو اونۍ وروسته ترسره کېږي، له همدې امله د ولسمشر د ګوند ملاتړي اکثریت د ترلاسه کولو احتمال ډېر دی. دوی د فرانسې د دولت د مشر په توګه د اغېزمن خدمت لپاره د حکومتي چارواکو د فعالیتونو د منځګړیتوب دنده هم لري.

معاش او رسمي استوګنځایسمول

ولسمشر ته معاش د فرانسوي ملکي خدماتو د تر ټولو لوړ پوړو غړو د معاشونو د رتبو په پرتله د معاش د درجې له مخې ورکول کېږي، چې د ولسمشر ناخالص معاش د لومړي وزیر په څېر دي او د حکومت د نورو غړو معاش په پرتله ۵۰سلنه لوړ ده.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ۲۰۰۸ز کال "له پیمان نه بهر" د معاشونو درجې په کارولو سره، د ولسمشر میاشتنې معاش، د ۲۰۹۶۳یورو ته رسېږي. د ولسمشر رسمي استوګنځی او دفتر په پاریس کې د ایلیسی ماڼۍ ده.

د فرانسې د ۲۰۱۷ز کال ولسمشریزې ټاکنېسمول

د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۷ز کال د اپريل په ۲۳مه او د مې په ۷مه ترسره شوې، لکه څنګه چې هېڅ نوماند په لومړي پړاو کې اکثریت نه و ګټلی، خو په دویم پړاو کې مکرون په غوڅ توپیر وګټله. ولسمشریزې ټاکنو نه وروسته د غبرګولي په ۱۱مه او ۱۸مه د ملي شورا د غړو د ټاکلو لپاره تقنیني ټاکنې ترسره شوې. اوسنی ولسمشر فرانسوا اولاند د سوسیالیست ګوند نه اجازه نه درلوده، چې د دویمې دورې لپاره په ټاکنو کې ودرېږي، خو هغه د ۲۰۱۶ز کال د ډسمبر په لومړۍ اعلان وکړ، چې د ټيټې تصویب درجې په رڼا کې د بیا انتخاب غوښتنه نه کوي.

سرچینېسمول

  1. کينډۍ:Cite French law.
  2. کينډۍ:Cite French decree
  3. Dépenses de campagne: énorme ardoise pour LO, la LCR s'en tire sans déficit[مړه لينکونه], Metro France, 24 April 2007 کينډۍ:In lang
  4. "Elysee". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۰۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Cite French law as amended
  6. کينډۍ:Cite French decree.
  7. Grille de salaires de la fonction publique.
  8. Le salaire du Premier ministre a doublé depuis 2002, citing an interview given by Nicolas Sarkozy to Le Parisien.
  9. کينډۍ:Cite French decree.
  10. "General tax code, art. 80 undecies A" (په فرانسیسی ژبه کي). Legifrance.gouv.fr. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)