شارل دي ګول
شارل اندري جوزف مري دي ګول (د ۱۸۹۰ کاب د نومبر له ۲۲ – د ۱۹۷۰ کال د نومبر تر ۹) د فرانسوي پوځ افسر او سیاستوال و چې د دوهمي نړیوالې جګړ په اوږدو کې یې د نازي جرمني پر وړاندې د فرانسې د آزادۍ رهبري کوله او د ۱۹۴۴ کال تر ۱۹۴۶ کال پورې یې د فرانسوي جمهوریت د موقت حکومت مشري وکړه ترڅو ولسواکي بېرته ورغوي. نوموړی په ۱۹۵۸ کال کې، د تقاعد له دورې بهر شو او د ولسمشر ریني کاټي له خوا رئیس الوزا (لومړی وزیر) وټاکل شو. هغه د فرانسې اساسي قانون له سره ترتیب کړ او د ټولپوښتنې له تصویب وروسته یې د پنځم جمهوریت بنسټ کېښود. له دې کال وروسته نوموړي د فرانسې ولسمشر وټاکل شو، چې د دې چوکۍ لپاره په ۱۹۶۵ کال کې بیا وټاکل شو او تر ۱۹۶۹ کال تر خپلې استعفا پورې پاتې شو. [۲]
شارل دي ګول | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | فرانسه |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | سياست |
مؤثر | شارل موراس |
پوځي خدمت | |
برخه | ازاده فرانسه |
مقام | بريد جنرال |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ، د الجزاير جګړه ، دويمه نړېواله جګړه ، د پولنډ – شوروي جګړه ، د فرانسې جګړه |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
نوموړي په لیل کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۹۱۲ کال کې له سینټ سیر نه فارغ شو. هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې مډال درلودونکی افسر و چې څو ځله ټپي شوی و او په وروستیو کې په ویرډون کې زنداني شوی و. د دوو نړیوالو جګړو تر منځ په موده، هغه د ګرځنده زغره والو قطعاتو ملاتړ وکړ. نوموړي د ۱۹۴۰ کال د مې په میاشت کې د جرمني د یرغل په ترڅ کې د یوې زغره والې قطعې مشري کوله چې د یرغلګرو په وړاندې یې ځوابي بریدونه وکړل. ورسته د جګړې د وزارت مرستیال وټاکل شو. نوموړي د جرمني سره د خپل حکومت د جګړې د متارکې له منلو انکار وکړ او انګلستان ته وتښتید او د جون د ۱۸ نېټې په خپل غوښتنلیک کې يې په فرانسویانو ټینګار وکړ چې د نیواک په وړاندې مقاومت وکړي او جګړې ته دوام ورکړي. هغه د آزادو فرانسوي ځواکونو مشري وکړه او وروسته یې د محوري ځواکونو په وړاندې د فرانسې د آزادۍ د ملي کمیټې مشري وکړه. نوموړي له متحده ایالاتو سره د سړو اړیکو ترڅنګ، په ټولیز ډول د وینسټن چرچل ملاتړ درلود او د آزادې فرانسې د بې پوښتنې مشر په توګه راڅرګند شو. هغه د ۱۹۴۴ کال د جون په میاشت کې د فرانسې د جمهوریت د موقت حکومت مشر شو، چې د فرانسې له آزادۍ وروسته یو لنډمهاله حکومت و. دي ګول د ۱۹۴۴ کال په پیل کې، لارښوونکی اقتصادي سیاست معرفي کړ، چې په هغه کې پانګوالي اقتصادي نظام د دولت تر پراخ کنټرول لاندې راغئ، چې د ۳۰ کلونو بې سارې ودې لامل شو او د دېرشو پرتمینو کلونو په نوم یادېږي. نوموړی چې په نوي څلورم جمهوریت کې د کوچنیو ګوندونو د بېرته راتګ له امله نا هیلی و، د ۱۹۴۶ کال په پیل کې یې استعفا ورکړه خو د فرانسې د خلکو د خوځښت د بنسټ ایښودونکي په توګه له سیاسي اړخه فعال پاتې شو. هغه د ۱۹۵۰ کلونو په لومړیو کې تقاعد شو او دجګړې خپل خاطرات یې ولیکل، چې په چټکۍ سره د عصري فرانسوي ادبیاتو یوه برخه شول.
کله چې د الجزایر جګړې بې ثباته څلورم جمهوریت مات کړ، د ۱۹۵۸ کال د مې د میاشتې د ناورین په اوږدو کې ملي شورا هغه بیرته واک ته راوغوښت. نوموړي د یو ځاواکمن ولسمشر په توګه د پنځم جمهوریت بنسټ کېښود، او هغه د دې چوکۍ لپاره وټاکل شو. نوموړي د جګړې د پای په درشل کې فرانسه متحده وساته، چې د پیډس نویر غړو (په الجزایر کې زیږیدلی فرانسوی نسبه) او پوځ د قهر لامل شو؛ چې دواړو له دې وړاندې د استعماري واکمنۍ د ساتلو لپاره، واک ته د نوموړي د بېرته راتګ څخه ملاتړ کړی و. هغه الجزایر ته خپلواکي ورکړه او د نورو فرانسوي مستعمېرو پر وړاندې یې په کراره ګامونه پورته کړل. دي ګول د سړې جګړې په اوږدو کې خپل "د عظمت سیاست" تعقیب کړ او په دې اند و چې فرانسه د یو لوی ځواک په توګه باید د خپل ملي امنیت او سوکالۍ لپاره په نورو هېوادونو لکه متحده ایالاتو تکیه ونه کړي. نوموړي د دې موخې لپاره، د "ملي خپلواکۍ" سیاست تعقیب کړ چې د ناټو تړون د واحدې نظامي قوماندې څخه د وتلو او د اټومي وسلو د پراختیا د خپلواک پروګرام د پیل لامل شو چې فرانسه یې څلورم اټومي ځواک کړ. نوموړي د فرانسې – جرمن دوستانه اړیکې بېرته ورغولي ترڅو د انګلیس-امریکا او شوري بلاکونو تر منځ د ۱۹۶۳ کال د جنورۍ په ۲۲ د ایلیسی تړون د لاسلیک له لارې د اروپا متقابل انډول منځ ته راوړي.
خو هغه د د لوي اتحادیې په توګه د اروپا د پراختیا سره مخالفت درلود او غوره یې ګڼله چې اروپا د خپلواکو هېوادونو په توګه پاتې شي. دي ګول په څرګند ډول په ویتنام کې د متحده ایالاتو په لاسوهنه او د امریکایې ډال په "لوی امتیاز" نیوکه وکړه. په وروستیو کلونو کې د هغه "ژوندی د وي آزاد کوېبک" شعار او د اروپا په اقتصادي ټولنې کې د بریتانیا د ګډون دوه ځله ویتو په شمالي امریکا او اروپا کې د نوموړي په اړه پراخ بحثونه را منځ ته کړل. که څه هم په ۱۹۶۵ کال کې بیا ولسمشروټاکل شو، هغه د ۱۹۶۸ کال د مې په میاشت کې د زده کوونکو او کارګرانو له پراخو لاریونونو سره مخ شو، خو د پوځ ملاتړ یې له ځان سره درلود او په ملي شورا کې یې په لوی اکثریت ټاکنې وګټلې. په ۱۹۶۹ کال کې دي ګول د ټولپوښتنې له لاسه ورکولو وروسته چې په هغه کې یې د واک د ډېر غیرمرکزي کېدو وړاندیز وکړ، استعفا ورکړه. یو کال وروسته په کولمبی-لیس-ډوکس-ایګلیسیس کې په خپل استوګنځي کې نوموړي له نړۍ سترګې پټې کړې او د ولسمشرۍ د خاطراتو لیکل یې نیمګړي پاتې شول.
د فرانسې ډېری سیاسي ګوندونه او شخصیتونه د ګولیست میراث ادعا کوي؛ په فرانسه کې زیاتره کوڅې او یادګارونه د هغه له مړینې وروسته د هغه یاد ته وقف شول.
د ژوند لومړي کلونه
سمولماشومتوب او نسب
سمولشارل انډری جوزف مړي دي ګول د ۱۸۹۰ کال نومبر په ۲۲ نېټه د لیل نورپه ناحیه کې نړۍ ته پښه کېښوده او د پنځو ماشومانو له ډلې دریم و. هغه په یوه مذهبي کاتولیک او دودیزه کورنۍ کې لوی شو. د هغه پلار، هینري دي ګول، په جیسوټ کالج کې د تاریخ او ادبیاتو استاد و او وروسته یې یې خپل ښوونځی بنسټ کېښود. [۳][۴]
هنري دي ګول د نورماندي او برګنډي څخه د پارلماني اشرافو د یوې اوږدې کرښې له کورنۍ څخه و. ویل کېږي چې نوم یې په اصل کې هالنډي دی، او ښایي شي د وان دیر وال ("د سنګر، دفاعي دیوال څخه") اخیستل شوی وي. مور یې، جین (د زيږون نوم یې مایلوت)، د لیل د شتمنو متشبثینو له کورنۍ څخه وه. نوموړې فرانسوي، آیرلنډي، سکاټلنډي او جرمني نسب درلود. [۵]
پلار یې د خپلو ماشومانو تر منځ د ډوډۍ خوړلو په وختونو کې تاریخي او فلسفي بحثونه هڅول او د هغه د هڅونو پر مټ، دي ګول د له کوچینوالي له فرانسوي تاریخ سره آشنا شو. د خپلې مور د کیسې په اورېدو یې چې نوموړې په ماشومتوب کې د ۱۸۷۰ کال د سیډان په ښار کې د فرانسوي تسلیمېدو پرمهال څه ډول ژړل، د نظامي ستراتیژۍ سره ژوره لېوالتیا ومونده. نوموړی د خپل تره له خوا هم اغیزمن شوی و، چې هغه هم شارل دي ګول نومېده او یو تاریخ پوه او د سلتیک کلتور لېوال و چې کتابونه او مقالې یې لیکلې او د یو ملت په بڼه د ویلزي، سکاټلندي، آیرلینډي او بریتون وګړو د یووالي ملاتړی و. نیکه یې جولین فیلیپ هم یو تاریخ پوه و او انا یې جوزفین-ماري شعرونه لیکل چې د دي ګول عیسوي عقیده یې تر اغېز لاندې راوستلې وه. [۶][۷]
سرچینې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118537849 — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (3rd ed.), Longman, ISBN 978-1-4058-8118-0
- ↑ "1890: l'acte de naissance de Charles de Gaulle" [1890: Charles de Gaulle's birth certificate]. Lille Municipal Archives. 4 February 2016. Archived from the original on 26 January 2021. نه اخيستل شوی 26 January 2021.
- ↑ Fenby, Jonathan (2010). The General: Charles De Gaulle and the France He Saved. New York: Simon & Schuster. ISBN 978-1-84737-392-2. Archived from the original on 28 August 2018. نه اخيستل شوی 19 November 2017.
- ↑ Crawley, Aidan (1969). De Gaulle: A Biography. Bobbs-Merrill Co. ISBN 978-0-00-211161-4. Archived from the original on 21 September 2020. نه اخيستل شوی 24 August 2020.
- ↑ David Schoenbrun, The Three Lives of Charles de Gaulle (1966)
- ↑ Fenby, Jonathan (2010). The General: Charles De Gaulle and the France He Saved. New York: Simon & Schuster. ISBN 978-1-84737-392-2. Archived from the original on 28 August 2018. نه اخيستل شوی 19 November 2017.