د پولنډ – شوروي جګړه

د پولنډ – شوروي جګړه (د ۱۹۱۸ زکال د مني پای/ د ۱۹۱۹ زکال د فبروي ۱۴مه – د ۱۹۲۱ زکال د مارچ ۱۸مه) له لومړۍ نړیوالې جګړې او د روسيې له انقلاب وروسته د پولنډ د دویم جمهوریت او د روسیې د شوروي فدراتیف سوسیالیستي جمهوریت ترمنځ رامنځته شوه؛ دغه جګړه د هغو قلمروونو پر سر وشوه چې د پولنډ له تجزیې وروسته د روسیې د سترواکۍ او هابسبورګ پاچاهۍ تر لاس لاندې وو. [۱]

د مرکزي ځواکونو له پاشل کېدو او د ۱۹۱۹ زکال د نومبر د ۱۱مې نېټې له اوربند وروسته د ۱۹۱۸ زکال د نومبر په ۱۳مه نېټه د روسیې د شوروي فدراتیف سوسیالېستي جمهوریت مشر، ولادمیر لېنین د برسټ – لیتوفسک هوکړه (چې د ۱۹۱۸ زکال په مارچ میاشت کې یې له مرکزي قدرتونو سره کړې وه) لغو کړه او خپلو ځواکونو ته یې د لویدیځ پر لور د مخکې تګ قومانده ورکړه څو اوبر اوسټ سیمې چې له جرمني ځواکونو څخه خالي شوې وې ونیسي؛ دغه سیمې د یادې هوکړې پر مټ د روسیې دولت له لاسه ورکړې و. لېنین تازه خپلواک شوي پولنډ (د ۱۹۱۸ زکال له اکتوبر څخه تر نومبر میاشتې پورې جوړ شوی و) ته د هغه پله په سترګه کتل چې باید په اروپا کې له کمونیستي خوځښتونو او انقلابونو سره د مرستې په موخه د هغه سور پوځ ترې تېر شي.

ورته مهال د بېلابېلو لیدلورو لرونکو پولنډي سیاستوالو ۱۷۷۲ زکال ته د خپلو پولو د ګرځېدو فکر په سر کې درلود. د دغه لیدلوري په انګېزې پولنډي دولت مشر یوزف پیلسودسکي (د ۱۹۱۸ زکال د نومبر په ۱۴مه واک ته ورسېد) ختیځ لور ته د ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړه.

په ۱۹۱۹ زکال کې هغه مهال چې لا هم د شوروي سور پوځ له ۱۹۱۷ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې د روسیې په کورنۍ جګړه کې ښکېل و، د پولنډ پوځ هغو سیمو ته ورسېد چې ډیری پولنډیانو پولنډۍ «کرسي» بللې. همدغه کال دوی د معاصرې لېتوانیا او بلاروس ګڼ شمېر برخې ونیولې. د ۱۹۱۹ زکال په جولای میاشت کې، پولنډي ځواکونو د ختیځې ګالیسیا د ډیرو برخو کنټرول په لاس کې واخیست او همدارنګه یې د ۱۹۱۸ زکال له نومبر میاشتې څخه د ۱۹۱۹ زکال تر جولای میاشتې پورې د پولنډ او اوکراین روانه جګړه وګټله. د اوکراین په ختیځه برخه کې چې له روسیې سره یې پوله لرله، سیمون پتلیورا هڅه وکړه د اوکراین د خلکو له جمهوریت څخه دفاع وکړي، خو وروسته له هغه چې بلشویکان د روسیې په کورنۍ جګړه کې برلاسي شول په لویدیځ لوري کې یې د اوکراین تر جنجال لاندې سیمو ته مخکې تګ وکړ او د پتلیورا ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړل. پتلیورا چې په لویدیځ کې ورته ډېر لږ قلمرو پاتې شوی و اړ شو د پیلسودسکي سره د اتحاد په لټون کې شي، همدا و چې د ۱۹۲۰ زکال په اپرېل میاشت کې یې رسما له هغه سره اتحاد وکړ.

پیلسودسکي باوري و چې د پولنډ لپاره د خوښې وړ پولو د لرلو په موخه تر ټولو غوره لار پوځي اقدام دی او هغه کولای شي په ډېرې اسانۍ سور پوځ مات کړي. هغه د ۱۹۲۰ زکال د اپرېل په وروستیو کې په کيیف برید وکړ چې له امله یې پولنډي ځواکونو او د هغو اوکرایني متحدینو د مۍ په اوومه نېټه کییف ونیو. په دغه سیمه کې د شوروي کمزوري پوځ پرېکنده ماته وه نه خوړه، ځکه چې له لویو نښتو څخه یې ډډه وکړه او شاتګ یې وکړ. دغه برید د سیمه ئیزو وګړو ډېر لږ ملاتړ خپل کړ او له امله یې ګڼ شمېر اوکرایني ځواکونه د پتلیورا د ځواکونو پر ځای له سره پوځ سره مل شول.

سره پوځ د پولنډ برید ته په مخه نیونکو بریدونو ځواب ورکړ چې لومړی یې د جون په پنځمه د اوکراین په سویلي جبهه او بل یې د جولای په ۴مه په شمالي جبهه کې و. په سویلي جبهه کې پولنډیان او د هغو متحدین چې په پرمختللو وسلو سمبال و، په ډېر نظم او ترتیب سره یې شاتګ وکړ. خو په شمالي جبهه کې بیا شاتګ ډېر ژر له ګډوډۍ څخه په ډکې او ناهمغږې تېښتې واوښت. په لویدیځ لوري کې د شوروي عملیاتو پولنډي ځواکونه د پولنډ تر پلازمېنې وارسا پورې شاتګ ته اړ کړل، په داسې حال کې چې د هغوی اوکرایني متحدین لویدیځې اروپا ته وتښتېدل. له دې څخه وېرې چې شوروي ځواکونه به د جرمني له پولو تېر شي په جګړه کې یې د لویدیځو ځواکونو د مداخلې لپاره لېوالتیا زیاته کړه. د اوړي په نیمايي کې د وارسا سقوط قطعي ښکارېده. خو د اګست میاشتې په نیمايي کې وروسته له هغه چې پولنډي ځواکونو د وارسا په جګړه (د ۱۹۲۰ زکال د اګست له ۱۲مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې) کې نه تمه کېدونې پرېکندې بریا ته لاسرسی وموند، دغه لیوالتیا بېرته راکمه شوه. له دې وروسته په ختیځ لوري کې د پولنډیانو مخکې تګ شوروي سولې ته اړ کړ او له امله یې جګړه د ۱۹۲۰ زکال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه پای ته ورسېده. [۲]

د رېګا سولې هوکړه د ۱۹۲۱ زکال د مارچ په ۱۸مه نېټه لاسلیک شوه؛ د دغې هوکړې پر بنسټ جنجالي سیمې د پولنډ او شوروي روسیې ترمنځ وویشل شوې. جګړې او د هوکړې خبرو اترو د جګړو ترمنځ دورې د مهال لپاره د پولنډ او شوروي ترمنځ پوله وټاکله. د پولنډ ختیځه پوله د کرزن کرښې په شاوخوا ۲۰۰ کیلومترۍ کې وټاکل شوه (په ۱۹۲۰ زکال کې د پولنډ د پولې لپاره د بریتانیا وړاندیز هم همدا و ځکه چې په ۱۹۱۹ زکال کې د انتانت هېوادونو د مشرانو له خوا ختیځ لوري ته د پولنډ د پراختیا اړوند همداسې پرېکړه شوې وه). د پولنډ او شوروي ترمنځ دغې نوې پولې د نن ورځې اوکراین او بلاروس هېوادونه سره ووېشل.

د پولنډ له لوري څخه د سولې خبرې اترې تر ډېره پورې د پیلسودسکي د مخالفینو له خوا د هغه د میل پر خلاف ترسره شوې – دغه خبرې اترې د دوه نویو شوروي جمهوریتونو؛ شوروي اوکراین او شوروي بلاروس په رسمیت پېژندو سره پای ته ورسېدې. دغه پایلې او نوې پولې د پولنډ په مشرۍ د هر هغه ډول فدراسیون د جوړېدو او همدارنګه د نورو ختیځو سیاسي موخو د رسېدو په لار کې خنډ جوړ کړ چې پیلسودسکي یې تمه لرله.

شوروي اتحاد چې د ۱۹۲۲ زکال په ډسمبر میاشت کې تاسیس شو، د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په اوولسمه نېټه یې په پولنډ برید وکړ؛ دوی په پولنډ باندې د نازیانو له برید سره مل شول چې د همدغه کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه یې دوام درلود. د پولنډ د دویم جمهوریت ختیځ قلمروونه، چېرې چې د ختیځو سلواکیانو شمېر له پولنډي قوم لرونکو وګړو څخه زیات و او د رېګا په سوله کې پولنډ ته ورکړل شوي وو، د شوروي د دولت له خوا ځانته الحاق او شوروي اوکراین او شوروي بلاروس ته اړوند شول.

نومونه او د پای نېټې سمول

دغه جګړه په بېلابېلو نومونو پېژندل کېږي. «د پولنډ – شوروي جګړه» یې تر ټولو عام نوم دی، خو یو شمېر نور نومونه هم لري چې په دغو کې «د روس – پولنډ جګړه» (یا «د پولنډ – روس جګړه») او «د پولنډ – بلشویک جګړه» شاملېږی. وروستی نوم یې (یا یوازې «بلشویکي جګړه») (په پولنډي ژبه: Wojna bolszewicka) په پولنډي منابعو کې تر ټولو معمول نوم دی. په یو شمېر پولنډي منابعو کې دغه جګړه «د ۱۹۲۰ زکال جګړه» (په پولنډي ژبه: Wojna 1920 roku) بلل شوې ده.

د دغې جګړې وروستی کال په توپیر لرونکي ډول ۱۹۲۰ یا ۱۹۲۱ زکال ښوول شوی دی. دغه ګډوډي له دې واقعیت څخه سرچینه اخلي چې اوربند د ۱۹۲۰ زکال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه وشو، خو د جګړې د رسمي پای هوکړه بیا د ۱۹۲۱ زکال د مارچ په ۱۸مه نېټه لاسلیک شوه. په داسې حال کې چې د ۱۹۱۸ او ۱۹۱۹ زکال وروستۍ پېښې یې د سرحدي نښتې په توګه توصیف کېږي خو یوازې د ۱۹۲۰ زکال کې په پسرلي کې دواړه لوري په یوه هر اړخیزه جګړه کې ښکېل شول او د جګړې له پیل کېدو یو نیم کال وروسته د ۱۹۲۰ زکال په اپرېل میاشت کې خپل اوج ته ورسېده. [۳]

سرچينې سمول

  1. Chwalba 2020، ص. 13.
  2. Chwalba 2020، صص. 218–219.
  3. Davies 2003، ص. 22.