شارل موراس
شارل ماری فوتیوس موراس (۲۰ اپرېل ۱۸۶۸- ۱۶ نومبر ۱۹۵۲ زکال) فرانسوي لیکوال، سیاستوال، شاعر او منتقد و. هغه د Action Française په نامه د شاهي نظام غوښتونکي، پارلمان ضد او انقلاب ضد سیاسي خوځښت اصلي فیلسوف او مدیریت کوونکی و. د موراس باورونو په ملي کاتولېزم او یو موټي نشنلېزم پراخ اغېز درلود. د یو موټي نشنلېزم په برخه کې یو له هغو اصلي اصولو چې موراس وړاندې کړ دا و چې «یو واقعي ملت پال د خپل هېواد له هر څه لوړ بولي». د یوه سیاسي نظریه ورکوونکي په توګه ، نوموړي د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په اروپا کې پراخ فکري اغېز درلود او نظریاتو یې په ښي اړخو څو افراطي ایډیالوژیو اغېز وکړ او همدارنګه یې د فاشېزم یو شمېر نظریات له وړاندې ترسیم کړل.[۱]
شارل موراس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | فرانسه |
روغتيايي څرنګوالی | بہرا پن |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
مؤثر | ارستو |
خوځښت | نيو کلاسيکيزم ، پوزیټویزم ، سام دوښمني (يهود مخالفت) |
لاسليک | |
سمول |
ژوندلیک
سمولله لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې
سمولموراس په یوه پرانستي کورنۍ کې وزېږېد چې د مور او انا له خوا یې په کاتولیک او شاهي چاپېریال کې را لوی شو. د نوې ځوانۍ په لومړیو کې هغه کوڼ شو. د ګڼ شمېر نورو فرانسوي سیاستوالو په څېر، هغه هم په ۱۸۷۰ زکال کې د پروس او فرانسې په جګړې کې د فرانسې د ماتې تر اغېز لاندې راغی. په ۱۸۷۱ زکال کې د پاریس د کمون حکومت او په ۱۸۷۹ زکال کې د مارشال مک ماهان د اخلاقي نظم د حکومت په له منځه تلو سره، فرانسوي ټولنې په تدریج سره جمهوري اجماع ته لاسرسی وموند، چې د اورلئانیست سلطنت غوښتونکو له خوا جمهوریت ته مخه کولو یې سمبول رامنځته کړ. موراس خپله لومړنۍ مقاله په ۱۷ کلنۍ کې د Annales de philosophie chrétienne اخبار د بیا کتنې په برخه کې نشر کړه. هغه وروسته د L’Événement، La Revue bleue، La Gazette de France، او La Revue encyclopédique په ګډون د ګڼ شمېر اخبارونو د بیاکتنې په لیکلو کې مرسته کوله او د کلاسیک پالنې په ستایلو سره یې په رومانتېزم نیوکې کولې. [۲][۳]
موراس د ځوانۍ په ورته مهال کې خپل کاتولیک باورونه له لاسه ورکړل او په یو اګنوستیک واوښت. په ۱۸۸۷ زکال کې هغه مهال چې ۱۷ کلن و، پاریس ته راغی او د Catholic and Orleanist Observateur په نامه ادبي نقد په لیکلو یې پیل وکړ. دغه مهال موراس د اورلئانېزم او جرمنۍ فلسفې تر اغېز لاندې و چې د کاتولیک متفکر لئون اوله – لاپرون له خوا پرې بیا کتنه شوې وه، هغه چې د هانري برګسون او «معاصر» مسیحیت ته د الهام ورکوونکي فیلسوف موریس بلوندل تر اغېز لاندې و چې بیا وروسته د هغه په پیاوړو مخالفینو واوښتل. هغه په ۱۸۸۸ زکال کې له پروانسي شاعر فردریک میسترال سره بلد شو او له هغه سره یې د میسترال فلیبریژ خوځښت فدرالیستي لیدلوری شریک کړ. همدغه کال هغه له ملت پال لیکوال موریس باریس سره هم ولیدل.[۴]
په ۱۸۹۰ زکال کې موراس له کاتولیکیت څخه جمهوريت ته د اوښتو اړوند د کاردینال لاویګری غوښتنه ومنله، پر همدې بنسټ هغه خپل مخالفت له جمهوریت سره نه، بلکې له «فرقوي جمهوري غوښتنې» سره اعلان کړ.[۵]
له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۳۰ مې لسیزې تر پایه
سمولموراس د جرمني د سترواکۍ پر وړاندې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د فرانسې داخلېدل (د بشپړ جمهوري غوښتونکي ژرژس کلمانسو څخه د ملاتړ تر کچې) تائید کړل. د جګړې پر مهال یهودي سوداګر امیل اولمان اړ شو چې د Comptoir d'Escompte بانک له مدیره پلاوي استعفا ورکړي ځکه موراس هغه د یو جرمني جاسوس په توګه تورن کړ. هغه د جرمنانو پر وړاندې د کافي ناوړه چلن نه لرلو له امله په ورسای معاهده نیوکې وکړې او له جرمني سره یې د اریستید برایان د همکارۍ سیاست وغانده.[۶]
په ۱۹۲۵ زکال کې، د پل پینلو د کارتل دوګوش (کیڼ اړخي ائتلافي) دولت د کورنیو چارو د وزیر ابراهام شرامک د اعدام غوښتنه وکړه، هغه چې د ښي اړخو افراطي ډلو د بې وسلو کولو امر یې صادر کړی و. د وژنې په دغه ګواښ کولوسره هغه د جریمې په ورکړه یا یو کال بند (تعلیقي بند) محکوم شو. هغه همدارنګه د ۱۹۳۶ زکال د مۍ په ۱۵ مه په Action Française کې د وګړیزې جبهې سازمان کوونکی لئون بلوم په مرګ وګواښه او د هغه په یهودي ریښه یې ټینګار وکړ (هغه یو ځل ده ته «زوړ سامي اوښ» ویلي و). په وژنه باندې بیاځلي ګواښ دا ځل نوموړی د ۱۹۳۶ زکال د اکتوبر له ۲۹ مې ڼېتې څخه د ۱۹۳۷ زکال د جولای تر ۶ مې نیټې پورې بند ته ورساوه. هغه د کمونېزم له ویرې له اصلاح غوښتونکو سره یوځای شو او په ۱۹۳۸ زکال کې یې د مونیخ هوکړه وستایله چې د شورا مشر ادوارد دالادیه له هېڅ ډول اندېښنې پرته امضا کړې وه.[۷]
ویشي رژیم، نیونه او مړینه
سمولپه داسې حال کې چې د ۱۹۴۰ زکال په جون میاشت کې په Action Française کې د موراس، لئون دودات او ماوریس پوچو په لاسلیکونو د جنرال شارلس دوګول ستاینه وشوه، خو موراس ډېر ژر د دریم جمهوري له پای ته رسېدو هرکلی وکړ چې د «الهي سورپرایز» په توګه بلل کېدونې د مارشال فیلیپ پتن تر واکمنۍ لاندې ویشي فرانسې یې ځایګی ونیو. د ملي انقلاب لپاره د ویشي ارتجاعي پروګرام چې لویې برخې یې له موراس الهام اخیست په بشپړ ډول د موراس له خوا تائید شو. د ویشي د سانسور تر کنټرول لاندې اشغال شوي سویلي زون کې د ۱۹۴۲ زکال له نومبر میاشتې څخه سلطنتي ورځپاڼه ممنوع اعلان شوه. په La Seule France (۱۹۴۱ زکال) کې موراس د France d'abord («لومړی فرانسه») پالیسۍ استدلال وکړ، چې له مخې یې د پتن رهبرۍ تر مشرۍ لاندې فرانسه له اخلاقي او سیاسي پلوه بیرته رغول کېدله او د بهرني نیواک په موضوع له بحث وړاندې یې په ۱۹۴۰ زکال کې د فرانسې د ماتې په عواملو بحث کاوه.[۸][۹][۱۰][۱۱]
دغه دریځ د ګلیستانو له لیدوري سره په ټکر کې و هغه چې له فرانسې تښتېدلي و او وسله واله مبارزه یې کوله. موراس له جګړې وړاندې د فرانسې په دولتونو نیوکه له دې امله کوله چې د جرمني پر وړاندې یې دښمنانه دریځ نیولی و او هماغه دولتونو له نظامي، ټولنیز او سیاسي پلو ه فرانسه کمزورې کړه چې له امله په ۱۹۴۰ زکال کې فرانسه له حتمي ماتې سره مخ کړه. موراس همدارنګه د یهودیانو د وضعیت په اړه د ۱۹۴۰ زکال په قانون د میانه روئ له امله کلکه نیوکه کوله. ورته مهال یې په La Seule France کې دا استدلال کاوه چې فرانسوي وګړي نه باید د جرمنانو لپاره په نمونه کسانو واوړي او همدارنګه یې په جرمني ضد کنفرانسونو کې د خپلو جرمني ضد پخوانیو عناصرو څرګندولو ته دوام ورکاوه، هغه په لندن کې د شارل دوګول د تبعیدي دولت او هم یې په پاریس کې د خپلو ملاتړو (لکه لوسین ربات، روبرت برازیلاک، پیر لاوال یا مارسال دات ) او ویشي دولت سره مخالفت وکړ. په ۱۹۴۳ زکال کې جرمنانو هوډ درلود موراس ونیسي. [۱۲][۱۳][۱۴]
موراس چې له جګړې وړاندې د شارل دوګل له ستایونکو و، چې خپله هغه هم د موراس د انتیګرالېزم تر اغېز لاندې و، په تبعید کې یې له ژنرال څخه په کلکه نیوکه وکړه. هغه وروسته ادعا وګړه چې باور لري پتن «دوه ګونې لوبه» کوله او په پټه سره یې د متفقینو بریا ته کار کوه.
د فرانسې له آزادۍ وروسته، موراس د ۱۹۴۴ زکال په سپټمبر میاشت کې له خپل نږدې ملاتړي موریس پوژو سره ونیول شو او د لیون په ستره محکمه کې د جګړې له پیل څخه د خپلو نشر شوو مقالو له امله له «دښمن سره په یو لاس توب» تورن شو. د محاکمې په پای کې موراس په عمري قید او له مدني آزادیو څخه په محرومیت محکوم شو.[۱۵][۱۶]
موراس په ریوم او بیا په کلروو کې له بندي کېدو وروسته، د ۱۹۵۲ زکال په مارچ میاشت کې روغتون ته د انتقال له امله آزاد شو. هغه د هنري بوردو ملاتړ له ځانه سره درلود او څو ځله یې له ولمسشر وینسنت اورول وغوښتل څو هغه وبښي. هغه په تورز کې یو روغتون ته انتقال شو او ډېر ژر هلته ومړ. د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې هغه بېرته د خپل ماشومتوب کاتولیک آئین ومانه. [۱۷]
سرچينې
سمول- ↑ "Charles Maurras | French writer and political theorist". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2018-07-19.
- ↑ Biographical notice on Maurras on the Académie française's website کينډۍ:In lang
- ↑ Alain-Gérard Slama, "Maurras (1858 (sic)-1952): ou le mythe d'une droite révolutionnaire" Archived 26 September 2007 at the Wayback Machine., article first published in L'Histoire in 2002 کينډۍ:In lang
- ↑ Biographical notice Archived 9 October 2007 at the Wayback Machine. on Maurras on the Action Françaiseکينډۍ:'s website کينډۍ:In lang
- ↑ Alain-Gérard Slama, "Maurras (1858 (sic)-1952): ou le mythe d'une droite révolutionnaire" Archived 26 September 2007 at the Wayback Machine., article first published in L'Histoire in 2002 کينډۍ:In lang
- ↑ Biographical notice on Maurras on the Académie française's website کينډۍ:In lang
- ↑ Biographical notice Archived 9 October 2007 at the Wayback Machine. on Maurras on the Action Françaiseکينډۍ:'s website کينډۍ:In lang
- ↑ François-Marin Fleutot, Des Royalistes dans la Résistance (Flammarion, 2000)
- ↑ Le Petit Marseillais, 9 February 1941. Quoted by Bruno Goyet, op.cit., p. 84
- ↑ Jean Sévillia, Historiquement correct, Tempus, 2006, p. 365
- ↑ Robert Paxton, La France de Vichy, Seuil, 1973, p. 246
- ↑ See for example Henri Amouroux, La Vie des Français sous l'Occupation. T2: Les Années noires, Livre de Poche, 1961, p. 342; Bruno Goyet, op.cit., p. 82; Jean Sévillia, op.cit., p. 365
- ↑ In 1942, Rebatet published "Les Décombres" ("The Ruins"), a pamphlet in which he strongly opposed the "en-jewed" Action Française.
- ↑ Jean Madiran, Maurras toujours là, Consep, 2004, p.71–72
- ↑ Robert Aron, Histoire de l'épuration (second volume), Fayard, 1969, p. 365, 366, 367. Listing these irregularities, Robert Aron describes Maurras' trial as "one of the most pathetic and most characteristic of the épuration" (p. 362).
- ↑ Biographical notice on Maurras on the Académie française's website کينډۍ:In lang
- ↑ Lettre de l’abbé Giraud à Charles Forot, 4 July 1958, archives départementales de Privas, dossier 24J25