د کندهار – هرات لویه لار

د کندهار – هرات لویه لار طول ۵۵۷ کیلومتر (۳۴۶ ميل) ده دا هغه سړک دی چې په افغانستان کې د کندهار او هرات ښارونه یو بل سره نښلوي. دا لویه لار د سړک د یوې لویې شبکې برخه ده، چې "رینګ روډ" نومیږی، او په لومړي ځل په ۱۹۶۰ لسیزه کې د شورويانو لخوا جوړه شوې وه. [۱] د کندهار-هرات لویه لاره د "ملي لویه لاره 1" له دوو برخو څخه جوړه شوې ده: ۱ـNH0101 له کندهار څخه تر ګرشک پورې، او ۲ـ NH0102 له ګرشک څخه هرات پورې. [۲]

د کندهار-هرات لوی سړک
ښاري نظام
لويې لارې په افغانستان کې
یوه وړه لارۍ، چې ځايي افغانان په کې سپاره وو د کندهارهرات پر لویه لار تېرېږي.
د سړک یوه برخه په ۱۹۶۰ز لسیزه کې

تاریخ

سمول

د ۲۰۰۴ز کال په اکتوبر کې د لویې لارې بیا رغونه پیل شوه او تمه کیده چې د ۲۰۰۶ز کال تر پایه بشپړه شي. متحده ایالات د ۳۲۶ کیلومتر (۲۰۳مایل) تمویل کړی ده او د سړک ۱۱۵ کیلومتر (۷۱ مایل) د سعودي عربستان لخوا تمویل شوي او جاپان د ۱۱۶ کیلومتر (۷۲ مایل) سړک په بیارغونه کې مرسته کړی ده . [۳] د کندهار – هرات د لویې لارې بیا رغونه د دغو دوو لویو ښارونو ترمنځ د تګ راتګ وخت له ۱۰ ساعتونو څخه ۶ ساعتونو ته راکم کړی دی. [۴]

د ۶۰۶ لارې سره نښلول: دلارام – زرنج لویه لاره

سمول

د دلارام – زرنج لویه لار ، چې د ۶۰۶ لارې په نوم هم یادیږي، یو ۲۱۷ کیلومتره (۱۳۵ مایله) دوه لین سړک ده چې د هند لخوا په افغانستان کې جوړ شوی ده. د هرات-کندهار لویه لار یا لوی سړک له دلارام څخه تیریږي او د ۶۰۶ لارې د نیمروز ولایت دلارام د ایران پولې ته نږدې د نیمروز ولایت له زرنج ښار سره نښلوي. [۵] دا سړک د افغانستان-ایران پوله په دلارام کې د کندهار-هرات لویې لارې سره نښلوي، چې د A01 له لارې د افغانستان نورو لویو ښارونو سره بیا یو ځای کیږي. ۶۰۶ لاره د دلارام او زرنج ترمنځ د سفر وخت له 12-14 ساعتونو څخه یوازې 2 ساعتونو ته کموي.

دا هم وګورئ

سمول

حوالې

سمول
  1. www.globalsecurity.org - Kandahar
  2. "Application of Road Numbering System National Highway", Error in webarchive template: Check |url= value. Empty. The Ministry of Public Works (October 16, 2015)
  3. "USAID - Afghanistan - Road Update April 0, May 10, 2006" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on January 9, 2007. بياځلي په January 9, 2007.
  4. U.S. Department of Defense Update - September 29, 2006
  5. . 2009-01-23. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)

بهرنۍ اړیکې

سمول
  • "آرشیف کاپي". خوندي شوی له the original on 2011-08-27. بياځلي په 2023-08-11. {{cite news}}: Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Publisher= ignored (|publisher= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help); Unknown parameter |Work= ignored (|work= suggested) (help)