د افغانستان حلقوي سړک

په افغانستان کې سړک

د افغانستان لومړی حلقوي سړک کابو ۳۶۶۲ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۱۶هغه سره نښلوي او له تېر ۲۰۰۳ کال را پدېخوا يې ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.[۱] حلقوي سړک کابل د لوگر، غزني او زابل له لارې د کندهار سره او له هغه ځايه د پاکستان د کويټې ښار سره نښلوي. همدار راز کندهار د هلمند، نيمروز او فراه له لارې د هرات سره نښلوي.

دوتنه:Afghanistan ringway 117.JPG
د افغانستان د حلقوي سړک نقشه

سردار داوود خان غوښتل د حلقوي سړک له لارې د هیواد لويې سیمې ونښلوي، په هیواد کې ټرانسپورټي سیستم اسانه او د گاونډیو هيوادونو سره سوادگرۍ ته وده ورکړي. د روسانو د یرغل سره د حلقوي سړک کارونه په ټپه ودریدل. کوم سړکونه چې د حلقوي سړک پلان له مخې سردار داوود خان جوړ کړي وو زیاتې برخې يې په جنگونو کې له منځه ولاړې[۲].

سرچینې سمول

  1. تاند ورځپاڼه[مړه لينکونه]
  2. تور غر