کابل ولايت
کابل چې د هېواد په ختيځ کې پروت دی، د افغانستان له څلوردېرشو ولايتونو نه يو دی. د ولايت مرکز د کابل ښار دی چې د افغانستان پلازمېنه او ستر ښار هم دی. په ۲۰۲ز کال کې د کابل د وګړو شمېر له پنځه ميليونه نه زيات ښودل شوی، له دې ډلې پنځه اتيا سلنه يې په ښاري سيمو کې ژوند کوي. د دې ولايت اوسنی والي ملا شيرين اخوند دی.[۳]
پلازمېنه |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر |
۵٬۷۶۶٬۱۸۱[۲] |
پکي شاملې اداري سیمې | |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
د حکومت مشر | |
اداري سیمه |
افغانستان (۲۰۲۱ – ) — د افغانستان شاهي واکمني (۱۹۲۶ – ۱۹۷۳) — د افغانستان جمهوريت (۱۹۷۳ – ۱۹۷۸) — د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت (۱۹۷۸ – ۱۹۹۲) — د افغانستان اسلامي دولت (۱۹۹۲ – ۱۹۹۶) — د افغانستان اسلامي امارت (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) — د افغانستان اسلامي دولت (۲۰۰۱ – ۲۰۰۲) — د افغانستان اسلامي انتقالي دولت (۲۰۰۲ – ۲۰۰۴) — د افغانستان اسلامي جمهوریت (۲۰۰۴ – ۲۰۲۱) |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
کورډينېشن |
---|
شمال ته د پروان ولايت، شمال ختيځ ته له کاپيسا ولايت، ختيځ ته له لغمان ولايت، سويل ختيځ ته له ننګرهار ولايت، سويل ته له لوګر ولايت، او لويديځ ته له میدان وردګ ولايت سره پوله لري.
جغرافيه
کابل د سمندر له سطحې نه د ۱۸۰۰ متره (۶۰۰۰ فوټه) په لوړوالي سره د شمالي عرض البلد په ۳۴-۳۱ او ختيځ طول البلد ۶۹-۱۲ درجو کې پروت دی چې په دې ډول د نړۍ یو له لوړو پلازمېنو نه دی. له ستراتيژيک اړخه کابل په لوړو غرونو کې ايساره يوه دره کې د شمال او سويل او ختيځ او لويديځ په سوداګريزه لاره پروت دی. يو ميليون کاله مخکې د کابل له سيمې د سويل او ختيځ تر منځ د کابل او پغمان غرونه چاپېر وو، چاريکار يې په شمال کې او نينګياغار يې په لويديځ کې و. په دې سيمه کې يو کنګل سيند و. د دې ښار په ختيځه برخه د پول څرخي په سيمه کې ځينې ژورې څاه ګانې د هغه وخت شواهد دي. د کابل ختيځ لور ته د پغمان غر، سويل لويديځ ته يې کوه قروغ غر او شمال ختيځ ته يې د کوه شيردروازه غرونه پراته دي. کابل يوازې يو سيند لري چې د کابل سيند په نوم پېژندل کېږي. د کابل سيند د پغمان له غره نه د سويل تنګي پر لور نږدې اويا کيلو متره (۴۳ ميله) د کابل لويديځ لور نه سرچينه اخلي. د لویديځ لور ته بهېږي، له کابل او جلال اباد ښار او بيا له ډکې نه تېرېږي او د پاکستان خاورې ته ننوځي او په پايله کې د اټک په سيمه کې د سیند سيند ته ورګډېږي.
د کابل سيمې اقليم وچ او نيمه وچې پراخې سيمې دي. د ډېر کم اورښت له امله، په ځانګړي ډول د مۍ له مياشتې نه د نومبر تر مياشتې پورې، کابل ډېر وچ او ګردجن وي. د تودوخې زيات بدلون له شپې نه تر ورځې، له يوه موسم نه تر بل موسم او له يوې سيمې نه تر بلې سيمې پورې بدلون مومي. د افغانستان تر ټولو ټاکلی اقليم شين او بې وريځو اسمان دی چې د کال په اوږدو کې له درې سوه نه زياتو ورځو کې په کې لمر ځليږي. ان د ژمې په موسم کې، د واورې د اورښت په منځ کې اسمان صاف وي، واوره په کې په کلني ډول له ۱۵ نه تر ۳۰ سانتي متره (۵.۹-۱۱.۸ انچه) وي. په ژمی کې د کابل د تودوخې ورځنۍ درجه منفي یو سانتيګراد (دېرش فارنهايت) او په دوبي کې څلرو وېشت درجې سانتيګراد (پنځه اويا فارنهايت) وي. د کال تر ټولو سړه مياشت جنوري او تر ټولو توده مياشت يې جولای ده. تر ټولو لوړه تودوخه د جولای په مياشت کې +42.7 °C ثبت شوې او تر ټولو کمه يې، په جنورۍ کې −26.3 °C ثبت شوې ده.
ژبې او توکمونه
کابل يو پښتون مېشتی ولايت دی، خو د هيواد نا امنیو له امله د هيواد د بيلابيلو ولايتونو څخه ډير توکمونه کابل ته را کډه شوي، چې زیاتره يې په ښار کې مېشت شوي.
اوس مهال کابل کې بيلابيل توکمونه اوسېږي، چې هر يو يې بيلابيل کلتور او دودونه لري،
پښتو او دري د کابل اداري او تعليمي ژبې دي، خو د ټولو ولسوالیو له شمېره زیاتره يې يوازې پښتون مېشتې دي،
د ۲۰۲۴ زيږيدز کال د وګړشميرنې پر بنسټ د کابل ولايت اوسيدونکو توکمونه پرلاندې ډول دي:
د کابل ولايت توکميزې/قومي ډلې؛
د کابل ښار
پښتانه: 59%
تاجیکان(ورسره قزلباش): 22%
هزارګان: 13% ګډوډ لږکیان: 6%
د کابل ټولې ولسوالۍ
پښتانه: 70%
تاجيکان: 16%
هزارګان: 7%
پشه يان: 3%
نور لږکیان: 4%
د کابل ولايت 90% وکړي د اسلام دين سني مذهب پالونکي او پاتې يې شعیه ګان او نور لږکي مذهبونه جوړوي.
تاريخ
د کابل تاريخ، له ۳۵۰۰ کاله پخوا نه پيلېږي. دا سيمه يو مهال د زردشتي دين مرکز و، له هغې وروسته د بودايي او هندويزم دين مرکز ګرځېدلی و.[۴]
د بریتانوي موزيم د سندونو پر بنسټ، د کابل اصلي اوسېدونکي پښتانه او تاجيک دي.
په اوومه پېړۍ کې عرب مسلمانانو پر دې ښار بريدو کړ او اسلام يې خپور کړ، خو کرار کرار دا سيمه د کابل د هندوشاهي له خوا بېرته ونيول شوه. په نهمه پېړۍ کې صفاريانو او سامانيانو يو ځل بيا په کابل بريد وکړ، په يوولسمه پېړۍ کې محمود غزنوي په ښار بريد وکړ او دا هغه مهال و چې هندو شاهي پاچا «جی پالا« ځان وژنه وکړه. کله چې غوريانو غزنويانو ته ماتې وکړه، دا ښار د غوريانو د واکمنۍ برخه وګرځېده او وروسته د چنګيزخان په مشرۍ مغولو پرې يرغل وکړ.
د تيموري سلسلې د واکمنۍ بنسټګر تيمور په څوارلسمه پېړۍ کې په دې سيمه يرغل وکړ او په يو ستر سوداګريز مرکز يې بدل کړ. په ۱۵۰۴ز کال کې دا ښار د شمال له لوري بابر ونيو او هغه خپله پلازمېنه وګرځاوه، کوم چې د هغه د مغول سترواکۍ يو له مرکزي ښارونو نه و. په ۱۵۲۵ز کال کې بابر په خپلو يادښتونو کې کابلستان په دې ډول ياد کړې دی:
د کابل په هېواد کې ډېرې او ډول ډول قبيلې مېشتې دي. په درو او هوارو ځمکو کې يې ترکان، ايماق او عرب ميشت دي. په ښار او په ډېرو کليوالو سيمو کې يې اوسېدونکي تاجیکان (چې بابر ورته سرتان وايي) دي. ډېری نور کلي او ولسوالۍ يې د پشه یانو، پراچه وو، تاجیکانو، برکيانو او افغانانو له خوا نيول شوې دي. لويديځ لور ته په غونډیو کې يې هزاره ګان او نودري ژوند کوي. په نودري قبايلو کې ځينې هغه هم شته چې په په مغولي ژبه خبرې کوي. په شمال ختيځ غونډیوکې يې کافرستان پروت دی، لکه کټور او ګبريک. په کابل کې په يوولسو يا دولسو بېلا بېلو ژبو خبرې کېږي چې دا دي: عربي، فارسي، ترکي، مغولي، هندي، افغاني، پشه يي، پراچي، ګبري، برکي او لمغاني.... (بابرنامه، له زېږد وروسته ۱۵۲۵ز.)
په ۱۷۴۷ز کال کې د دراني سترواکۍ تر واک لاندې راتګ نه مخکې کابل د ډېرې مودې لپاره خپلواک و. د ۱۸۳۹ز کال په لومړۍ افغان-انګليس جګړه کې، بریتانوي پوځ په دې سيمه بريد وکړ، خو په ۱۸۴۲ز کال کې بېرته په شا شول، سره له دې چې د کابل پر لاره د يو ناڅاپي کمين له امله له دوی نه زرګونه کسه ووژل شول. د غچ اخېستنې په يوه اقدام کې، يو بل بریتانوي ځواک بریتانوي هند ته له په شا کېدو مخکې، تر يو بريده کابل وسوځاوه. کله چې په کابل کې د دوی مېشت کارکوونکي ټول ووژل شول، بریتانويانو د ۱۸۷۹ز کال د دويمې افغان-انګليس جګړې پرمهال يو ځل بيا کابل ونيو، خو نږدې يو کال وروسته، کله چې دوی نوی امير وټاکه، له کابله ووتل.
په ۱۹۱۹ز کال کې، پاچا امان الله خان د درېيمې افغان-انګليس جګړې پر مهال واک تر لاسه کړ، دا هغه مهال و، کله چې د ۱۹۱۹ز کال د مې په مياشت کې د بریتانيې شاهي هوايي ځواک د بریتانيې ۳۱ او ۱۱۴ شمېره ډلو پر پلازمېنه او ختيځ ښار جلال اباد هوايي بريدونه وکړل. امان الله خان بریتانويانو ته ماتې ورکړه او د راولپنډۍ د تړون له لاسليک وروسته يې د هېواد پر نويتابه پيل وکړ. د ۱۹۲۰ز لسيزې په وروستيو کې د واک بدلون رامنځ ته شو، تر دې چې ظاهرشاه تر ټولو ځوان پاچا شو.[۵][۶]
په ۱۹۶۰ ز او ۱۹۷۰ز کلونو کې، کابل د مرکزي اسيا د پاريس په توګه پېژندل کېده، ځکه چې دا ښار د اروپايي ښارونو په ډول د بدليدو په حال کې و. په داسې حال کې چې يو وخت کابل د اسيا مرغلره او يوه پرمختللې او موډرنه پلازمېنه وه. په هغو ورځو کې يې نوې سينماګانې، کافي ګانې، رسمي فرانسوي ډوله باغونه، ښوونځي، کتابتونونه، پوهنتونونه او په زړه پورې بوتيکونه درلودل. د کابل اوسېدونکي چې د «کابليانو» په نوم پېژندل کېدل، په لوړه کچه لوستي(باسواده)، موډرن، پرمختلونکي او نړيوال وو. ښځې او نارينه لومړيو ښوونځيو، ليسو او پوهنتونونو ته تلل. په ۱۹۷۰ز کلونو کې د لنډو لمنو لباسونه، په افغاسنتان کې عام لیدل کېدل. د لوړې زده کړې، له کلتوري اړخه ویښ او په عین وخت کې مذهبي خلک وو، په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز کلونو کې د ويښتو نه پټول او د هر ډول کاليو اغوستل کومه ستونزه نه وه. دې پرمختلونکې او سوله ييزې ټولنې، ترهغه وخته دوام وکړ، کله چې په ۱۹۷۰ز کلونو کې بهرنۍ لاسوهنې رامنځ ته شوې او افغانستان يې په هغه هېواد بدل کړ، چې اوس دی. د ۱۹۷۰ز کال په دسمبر مياشت کې، د شوروي اتحاد وسله وال ځواکونه، د کابل په هوايي ډګر کې را ښکته شول، تر څو د خلق دموکراتيک ګوند په مشرۍ، د افغانستان د دولت د پياوړي کولو برخه کې مرسته وکړي.[۷]
د شوروي افغان جګړې پر مهال کابل د شاوخوا ګاونډیو سیمو لپاره د امن یو ستر ټاټوبۍ وو، او کله چي یاده جګړه سخته سول د یو شمېر ګاونډیو ولایتونو او ولسوالیو لوی شمېر اوسېدونکي د کابل ښار ته کډوال سول. په 1992 کال کي د ډاکټر نجیب الله تر پرځېدو وروسته کابل د جمعیت اسلامي، حزب اسلامي او نورو ډلو ټپلو ترمنځ د جګړې او کش مکش یوه ستره سیمه وه، چي له کبله یې لوی شمېر ودانۍ له خاورو سره خاوري او خلک بهرنیو هیوادونو ته مهاجر سول. د جګړې دغه اور چي مشرتوب یې د ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني، عبدالرب رسول سیاف، عبدالعلي مزاري او نورو په غاړه وو، د لسګونو زره انسانانو ککرۍ والوزولې.
له 1994 کال راوروسته کله چي د طالبانو حرکت منځ ته راغي، کابل ددوی او شمالي ټلوالي ترمنځ د جګړې په اور کي بیا لولپه او واک یې د طالبانو لاس ته ولوېدی. د 2001 کال په پای کي شمالي ټلواله د امریکا په مرسته بیرته کابل ته دننه سول او په راتلونکي حکومت کي یې مهمي چوکۍ خپلي کړې. د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو په شل کلنه دوره کي کابل سره ددې چي د یوشمېر خونړیو چاودنو شاهد هم وو، خو بیا یې هم د پام وړ پرمختګ وکړ او د جمعیت اسلامي، حزب اسلامي، طالبانو او نورو د جګړو زیانونه یې بیرته جبران کړه. په 2021 کال کي د اګسټ پر پنځلسمه نېټه باندي کابل د جمهوري دولت د پرځېدو په پایله کي یوځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېدی او ولسمشر اشرف غني بېله دې چي په جګړه لاس پوري کړي ښار یې د مجاهدینو او طالبانو خلاف دا ځل روغ رمټ پرېښود.
ولسوالۍ | مرکز | آبادي/وگړو شمېر | خلک |
---|---|---|---|
استالف | استالف | 29,800 | پښتانه ډېرکي دي تر دې وروسته تاجکان او هزاره گان لږکيانو کې شمېرل کېږي |
بگرامي | بگرامي | 20% دیگان, 80% پښتانه | |
پغمان | پغمان | 150,000 | 15% نور, 85% پښتانه |
چهار آسياب | قلعه نعيم | 32,500 | پښتانه ډېرکيان دي بيا په لږکيانو کې تاجکان او هزاره گان شمېرل کېږي |
خاکجبار | خاکجبار | 75,000 | 35% نور, 65% پښتانه |
ده سبز | تره خېل | 47,900 | 25% نور, 75% پښتانه |
سروبي | سروبي | 150,000 | 90% پښتانه, او پاتې نور پشه يان دي |
شکردره | شکردره | 72,900 | 10% نور, 90% پښتانه |
فرزا | ده نو فرزا | 19,100 | پښتانه او دېگان گډ سره اوسېږي |
قره باغ | قره باغ | 67,700 | 30% نور، 70% پښتانه |
کابل (پلازمېنه) | کابل (پلازمېنه) | 2,536,300 | 60% پښتانه, 20% تاجکان,15% هزاره گان, 5% نور[۸] |
کلکان | کلکان | 26,900 | 35% نور, 65% پښتانه |
گلدره | گلدره | 20,300 | 55% پښتانه, 20% نور |
موسايي | موسايي | 30,000 | 75% پښتانه, 25% نور |
مير بچه کوټ | مير بچه کوټ | 46,300 | 70% نور, 30% پښتانه |
مطبوعات
د افغانستان سيمه ايز ټلويزونونه په دې توگه دي:
- اينه ټېلېوېژن
- اريانا ټېلېوېژن
- خراسان ټېلېوېژن (ډېر ژر به د امريکا خڅه په کابل کې خپور شي)
- لمر ټېلېوېژن
- نور ټېلېوېژن
- تمدن ټېلېوېژن
- شمشاد ټلويزون
- طلوع ټېلېوېژن
- د افغانستان مليټېلېوېژن
د کابل پوهنتونونه
- د کابل پوليتخنيک پوهنتون
- د کابل پوهنتون
- د کابل پوليتخنيک پوهنتون
- د افغانستان امريکايي پوهنتون
- د کابل د طب انسټېټېوټ
- د کابل نړېواله ښوونځی[۹]
- د افغانستان د ملي پوځ اکادمي
انځوریز البوم
-
View from Kabul InterContinental
-
Section of downtown area of Kabul
-
Bagh-e Bala Park
دا هم وگورۍ
- کابلستان
- د کابل د گلف کلب
- د افغانستان د ښارونو لړليک
- City of Light Development
- د کابل راډيو
- کابل ايکسپرس
په کابل کې بهرني پلاوي
- د امريکا سفارت Archived 2008-07-04 at the Wayback Machine.
- د برټانيې سفارت Archived 2008-05-15 at the Wayback Machine.
- د جرمني سفارت Archived 2006-05-30 at the Wayback Machine.
سرچينې
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedCSO
- ↑ سرچينې تړی: http://nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2023/07/%D8%A8%D8%B1%D8%A7%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%D8%B3%D8%A7%D9%84-1402-04.pdf.
- ↑ "Estimated Population of Afghanistan 2020-21" (PDF). Islamic Republic of Afghanistan, National Statistics and Information Authority. Archived from the original (PDF) on 3 July 2020. نه اخيستل شوی 6 June 2021.
- ↑ SOUTH ASIA | Kabul: City of lost glories. BBC News (2001-11-12). Retrieved on 2010-10-19.
- ↑ "The Road to Kabul: British armies in Afghanistan, 1839–1919". National Army Museum. Archived from the original on 2010-11-26. نه اخيستل شوی 2011-02-11.
- ↑ "Afghanistan 1919–1928: Sources in the India Office Records". British Library. Archived from the original on 2017-01-16. نه اخيستل شوی 2011-02-11.
1919 (May), outbreak of Third Anglo-Afghan War. British bomb Kabul and Jalalabad;
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "U.S. blames Pakistan agency in Kabul attack". Reuters. September 22, 2011. Archived from the original on September 25, 2011. نه اخيستل شوی 2011-09-22.
- ↑ National Geography website
- ↑ د کابل نړېواله ښوونځی...link Archived 2008-05-09 at the Wayback Machine.
نور ولولئ
- REDIRECTکينډۍ:کوارډينېټونه