پغمان د افغانستان پلازمېنې کابل نژدي غونډیو کې (د کابل ولایت په لوېدیځ کې) پروت ښار دی، چې د پغمان ولسوالۍ مرکز دی چې شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ نفوس لري (د ۲۰۰۲ رسمي UNHCR اټکل) چې زیاتره یې تاجکان او پښتانه دي. د پغمان باغونه د سیلانیانو  د پام وړ ځایونه دي او له همدې امله دا ښار د افغانستان د باغونو پلازمېنه هم بلل کېږي.  [۱]

تاریخچه

سمول

شلمه پېړۍ 

سمول

شاه امان الله خان او ملکې ثریا طرزي په ۱۹۲۸ کال کې د اروپا څخه له راستنېدو وروسته، د کابل د بیا ډیزاین لپاره بهرني کارپوهان راوغوښتل. په هغه وخت کې، دوی د پغمان په دروازه کې د فرانسې په پاریس کې د بریا طاق په څېر، خو تر هغه کوچنی، د اروپا په بڼه یوه یادگاري دروازه جوړه کړه چې طاق ظفر نوم يي ورکړ. پغمان په اصل کې د هندوکش په څنډه کې یو کوچنی کلی دی، چې قصرونه او جونګړې لري او همدارنګه په پلازمېنه کې د اوړي د رخصتۍ په یو تفرېح ځای ګنل کېږي. د دې ځای د پراخو لارو په اوږدو کې ناجو، سپېدار او مغز لرونکې ونې ولاړې دي چې د طاق، قصرونو اود ګلف له میدان څخه تېرېږي. دا د شتمنو او اشرافو د تفرېح لپاره یو مشهور ځای و.[۲]

نوي شاهي باغونه د عامو خلکو پر مخ په مشروط  ډول پرانيستل شول - یعنې د اصلاحاتو د یوې برخې په توګه – هلته د کابل د شاوخوا شاهي مېشتو سیمو په څېر باید لوېدیځې جامې پر تن شوې وی. پاچا امان الله د ۱۹۲۸ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په پغمان کې لویه جرګه راوغوښته چې په کې د جامو نوی قانون د ډېرو استازو د حیرانتیا لامل شو. د ۱۹۲۸ کال د سپټمبر په اوومه د شوربازار حضرت – چې په کابل کې یو مخور سیاسي شخصیت و – پاچا ته یوه عریضه وړاندې کړه چې د څه کم ۴۰۰ مذهبي مشرانو له خوا لاسلیک شوې وه او د امان الله له ډېرو اصلاحاتو سره یې مخالف څرګند کړ. دا کار د حضرت د نيولو او د هغه د يو شمېر لارویانو د اعدام لامل شو، او بالآخره یې د امير حبيب الله کلکاني په مشرۍ د ۱۹۲۹ کال بغاوت ته لاره هواره کړه، چې په پایله کې یې  شاه را وپرځېد.[۳]

بالاخره دا باغونه د ځایي او بهرنیو سیلانیانو لپاره په مشهور ځای بدل شول. شتمنو کابلیانو هلته د اوړي کورونه درلودل چې غلامان او وينځې یې هلته په کار ګمارلې وې.[۴]

پغمان په۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي – افغان جګړې پر مهال، د جګړې اصلي ډګر و چې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت او د مجاهدینو یاغیانو له ګزارونو سره مخ شو. زیاتره ودانۍ ویجاړې شوي دي او اوسیدونکي یې وتښتېدل. له سمسورو باغونو څخه لږ څه پاتې شول، یوازې د طاق ځيني برخې پاتې شوې چې د هغه هم  سر ړنګ شو. [۵][۶]

۲۱مه پېړۍ 

سمول

دا طاق د کرزي د ادارې له رامنځته کېدو وروسته بيا ورغول شو چې د ٢٠٠٥ کال په مې مياشت کې بشپړ شو. د پخوانيو باغونو نورې ويجاړې شوې برخې هم ورغول شوې. دا ځای یو ځل بیا په یو مشهور سیاحتي ځای بدل شو، چې د کابل د اوسېدونکو ترمنځ شهرت لري. په ۲۰۱۰ کال کې نور پرمختګ هم وشو. 

د پغمان ولسوالۍ ۱۰۰۰ کورنیو په ۲۰۱۲ کال کې  برېښنا ترلاسه کړه. دا برېښنا د زره کیلو ولټه دریو ټرانسفارمرونو له نصبولو وروسته د پشه یي درې د پراچې کلي پر کورنیو ووېشل شوه. دا برېښنا د ۳۵ میلیونه افغانیو (۶۲۲۴۴۳ امریکايي ډالرو) په لګښت د سروبي ولسوالۍ د ماهیپر له بند څخه خلکو ته ورکړل شوه.

د پغمان په غونډۍ کې نوې جوړه شوې ماڼۍ په ۲۰۱۴ کال کې د خلکو پر مخ پرانیستل شوه. د ماڼۍ چاپېر په زرګونو ونې کېنول شوي ونې او همدارنګه د وزلوبې یو لړبغالی، یو آبشار او نور د پام وړ ځایونه په کې لیدل کېږي. د ماڼۍ ننه برخه په دودیزو لاسي افغاني غالیو او نورو دودیزو توکو سینګار شوې ده، چې د لویو جشنونو لپاره په پام کې نیول شوې وه.  [۷]

جغرافيه

سمول

د پغمان سیمه د نورو سیمو په پرتله شنه ده چې مثمرې ونې هم لري او د هندوکش غرونو په لمن کې موقعیت لري. د افغانودون سالامنډر (څرموښکۍ) د پغمان بومي ژوي دي.

په کابل ولایت کې، د کابل سیند یوازینی لوی سیند دی، چې د پغمان د چینو او اوبه شوو واورو څخه سرچینه اخلي. د کانال سیستم هم شته چې ترمیم ته اړتیا لري چې له پغمان څخه تر تپې پورې غځیږي.

په ياده ولسوالۍ کې زیات شمېر کلي شته، چې خلدري، بکتوت، ادم خېل کلا، حاتم کلا، سينو کلا، ملا خېل کلا، محبت خان کلا، لاچي خېل کلا او پجک تپه یې مشهور دي.  

اقلیم

سمول

پغمان مرطوب براعظمي اقلیم لري (د کوپین اقلیم طبقه بندي Dsb). په پغمان کې د کال منځنۍ تودوخې درجه ۹.۱ سانتيګراد ( ۴۸.۴ فارنهایت ) ده. په اوسط ډول تر ټولو ګرمه میاشت د جولای میاشت ده چې د تودوخې منځنۍ درجه ۲۱.۰  سانتی گراد (۶۹.۸ درجه فارنهایت) ته رسېږي. په اوسط ډول تر ټولو سړه میاشت د جنوري میاشت ده، چې د تودوخې منځنۍ درجه  5.3- درجه سانتیگراد (۲۲.۵ درجه فارنهایت) ته لوېږي. 

د پغمان، کابل اقلیمي ډېټا
میاشت جدی دلو حوت حمل ثور جوزا سرطان اسد سنبله میزان عقرب قوس کال
ورځنی اوسط په سانتیګرا (فارانهایت) -۵.۳ (۲۲.۵) -۵.۳ (۲۲.۵) ۴.۹(۴۰.۸) ۱۰.۷ (۵۱.۳) ۱۲.۲ (۵۴.۰) ۱۹.۵ (۶۷.۱) ۲۱.۰ (۶۹.۸) ۲۰.۲ (۶۸.۴) ۱۷.۴ (۶۳.۳) ۱۰.۱ (۵۰.۲) ۴.۸ (۴۰.۶) -۱.۶(۲۹.۱) ۹.۱(۴۸.۳)
منځنی اورښت په میلی متر (انچ) ۴۴(۱.۷) ۵۷(۲.۲) ۱۳۰ (۵.۱) ۸۹(۳.۵) ۳۰(۱.۲) ۰(۰) ۱۱(۰.۴) ۰(۰) ۰(۰) ۱۸(۰.۷) ۴۳(۱.۷) ۵۲(۲.۰) ۴۷۴(۱۸.۵)
Source: Levoyageur

سرچینه: Levoyageur

اقتصاد

سمول

په کابل کې کرنه، درانه کارونه، مالداري او رسمي کاروونه د عاید عمده سرچینې دي.

مشهور بومي اوسېدونکي 

سمول

پغمان په دودیز ډول د سادات کورنۍ مرکز و چې دا کورنۍ د نامتو ادریس شاه اولاد ګڼل کېږي.[۸]

د پغمان په بومي اوسیدونکو کې د لویو جرګو ځینې مشران، قومي مشران، یو ولسمشر او یو پاچا شامل دي.  

  • شاه امان الله خان – چې د یو اصلاح غوښتونکی په توګه شهرت لري، د۱۹۱۹ کال څخه تر ۱۹۲۹ کال پورې پر افغانستان حکومت وکړ.
  • د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند ( PDPA ) عمومي منشي حفیظ الله امین - د افغانستان د کمونیستي دیموکراتیک جمهوریت په دوره کې د نور محمد تره کی له وژل کېدو وروسته د دې ګوند دوهم مشر شو.
  • د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر میاشت کې د لوګر ولایت پخوانی والي عبدالله وردک پغمان ته څېرمه په خپل موټر کې د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.   [۹]

ورته ښارونه

سمول

الیس اسپرینګز، آسټرالیا، د ۲۰۰۵ کال د جنوري راهیسې د نړیوالو ګاونډیو ښارونو سره له یوځای کیدو وروسته.[۱۰]

ګالري  

سمول

سرچينې

سمول
  1. "UNHCR profile for Paghman District" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2005-10-27. نه اخيستل شوی 2011-05-12. ETHNIC COMPOSITION: About 70% Pashtun and 30% Tajiks
  2. "BBCPersian.com". www.bbc.com.
  3. Poullada 1973
  4. "Afghanistan as a Tourist. Really". GoNOMAD Travel. December 12, 2013.
  5. Lorch, Donatella (May 6, 1992). "Only Flowers, Nothing Else, Survive in an Afghan Town (Published 1992)". The New York Times.
  6. "Archived copy". Archived from the original on 2011-07-24. نه اخيستل شوی 2010-07-08.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  7. "Afghan Zariza • in Pictures: Newly-built Paghman palace becomes the cynosure of all eyes". Archived from the original on 2019-07-04. نه اخيستل شوی 2018-01-02.
  8. Saira Shah 2003
  9. http://www.afghandata.org:8080/xmlui/bitstream/handle/azu/14859/azu_acku_np40_2hay99_n002741_1390_w.pdf?sequence=228&isAllowed=y Archived 2021-11-04 at the Wayback Machine. کينډۍ:Bare URL PDF
  10. "Alice Springs – Sister city media release". Alice Springs Town Council. 9 August 2005. Archived from the original on 20 August 2006. نه اخيستل شوی 5 July 2007.