استالف ولسوالۍ

(له استالف نه مخ گرځېدلی)

د استالف ولسوالۍ د افغانستان د کابل ولايت شمال لوېديځې برخې کې پرته ده. د دغې ولسوالۍ د وگړو شمېر ۸۵۰۰ دی (د ۲۰۰۲ کال د UNHCR لخوا رسمي اټکل شوی شمېر). په دغې ولسوالۍ کې د افغانستان د بېلابېلو توکمونو خلک، په ځانگړي توگه (تاجکان)لږ پښتانه او هزاره گان ژوند کوي.[۴]

استالف ولسوالۍ
استالف ولسوالۍ

هيواد افغانستان [۱]  ويکيډاټا کې (P17) ځانګړنې بدلې کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۴°۴۹′۵۹″شمال ۶۹°۰۴′۳۷″ختیځ / 34.833°شمال 69.077°ختيځ / 34.833; 69.077 ،  ۳۴°۵۰′۵۵″شمال ۶۹°۰۱′۲۵″ختیځ / 34.848611111111°شمال 69.023611111111°ختيځ / 34.848611111111; 69.023611111111 [۱]  ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۲]
سيمه کابل ولايت [۱]  ويکيډاټا کې (P131) ځانګړنې بدلې کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 2228 متر   ويکيډاټا کې (P2044) ځانګړنې بدلې کړئ
نور معلومات
اوقات يو ټي سي ۴:۳۰+   ويکيډاټا کې (P421) ځانګړنې بدلې کړئ
جیو کوډ 1142330[۳]،  7053056  ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ

د استالف ولسوالۍ په شمال او ختيځ خوا کې د پروان ولايت سره، په سهيل ختيځ خوا کې د قره باغ ولسوالۍ سره او په سوېل کې د گلدرې ولسوالۍ سره گډې پولې لري. د دغې ولسوالۍ منځی د استالف کلی دی چې د همدغې ولسوالۍ په سوېل-ختيځه برخه کې پروت دی.

پخوا د دغې ولسوالۍ د وگړو شمېر نژدې ۳۶،۰۰۰ خلکو پورې رسېده او په دې ولسوالۍ کې د انگورو او نورؤ مېوؤ گڼ شمېر بڼونه او د غلو دانو بې شمېرې کرکېلې وې، خو په افغانستان کې د بېلابېلو جگړو پر مهال د دغې ولسوالۍ وگړي کډوالۍ ته اړ وېستل او د همدې ولسوالۍ ډېر خلک په خپل منځي جگړو کې هم مړه شول او وران کورونه او شاړې زمکې ترېنه پاتې شوې. دغو جگړو د همدغې ولسوالۍ د زده کړو، روغتيا او کرهڼې جوړښت په بشپړه توگه له مېنځه يووړ. د طالبانو د حکومت په وخت کښې دغه ښايسته ځای په بشپړه توگه وسوځول شول. خو په دې وروستيو څو کالونو کې د روغتيا او زده کړې نوي مرکزونه جوړ شوي او د کډوالۍ نه خلک بېرته خپلو کورونه ته راستانه شوي او خپلې مېنې يې ودانې کړي دي.

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ځايي مالوماتو پېژند: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10536971 — خپرولونېټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸
  2.     {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  3. پیوستون : 1142330 & 7053056  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  4. UNHCR profile for Istalif District

باندنۍ تړنې