د ډبرو منځنۍ دوره
د ډبرو منځنۍ دوره (په انګلیسي: Mesolithic) د پخوانۍ نړۍ د لرغونپېژندنې دوره ده چې د ډبرو د لرغونې او نوې دورې تر منځ ده. اپيپالیولېټیک اصطلاح د «مېزولېټيک» اصطلاح په مترادفه معنا، په ځانګړي ډول له شمالي اروپا څخه بهر او په شام او قفقاز کې اړوندو دورو ته کارول کېږي. د ډبرو منځنۍ دوره د اوراسیا په بېلابېلو برخو کې بېلابېلې زماني محدودې لري. دا دوره په اروپا او لوېديځه اسیا کې د ښکاریانو-راټولوونکو فرهنګونو وروستۍ دورې، د کنګلونو د وروستۍ لویې اندازې د پای او د ډبرو د نوې دورې د انقلاب منځ مهال ته ويل کېږي. په اروپا کې له نن څخه مخکې شاوخوا ۱۵۰۰۰ تر ۵۰۰۰ پورې مهال رانغاړي؛ او په سوېللوېدیځه اسیا (اپيپالیولېټیک نږدې خاور) کې کابو له ۲۰۰۰۰ تر ۸۰۰۰ کاله مخکې مهال په کې راځي. دغه اصطلاح په ختیځو سیمو کې او تر اوراسیا او شمالي افریقا ور هاخوا بېخي نه کارول کېږي.
د ډبرو د منځنۍ دورې اړوند فرهنګ په بېلابېلو سیمو کې مختلف دی، خو د حیواناتو د ډلهييز ښکار له کمېدو سره چې د ښکاري-راټولوونکي ژوند ډول ته یې لاره هواره کړه، او د ډبرو د لرغونې دورې د لویو ډبرینو ټوټو پر ځای د پېچلو او معمولاً کوچنیو ډبرینو وسلو او وسایلو له جوړېدو سره اړوند دی. ښايي په هغو سیمو کې د کلالۍ (خاورینو لوښو) او نساجۍ (ټوکر اوبدلو) ځینې نښې پیدا شي چې د ډبرو منځنۍ دورې ته ځانګړې شوې دي، خو په ټولیز ډول د ډبرو نوې دورې ته د لېږد نښانه د کرنې څرکونه بلل کېږي. د دغې دورې دایمي استوګنځایونه سمندر او داخلي اوبو ته نږدې دي او د خوړو ښې سرچینې برابروي. د ډبرو د منځنۍ دورې ټولنې ډېرې پېچلې نه ښکاري او د تدفین یا خښولو دود یې نسبتاً ساده دی. د دې پر خلاف، د قبرونو شاندرې غونډۍ د ډبرو د نوې دورې نښانې دي.
اروپاسمول
د ډبرو بالکان منځنۍ دوره (Balkan Mesolithic) شاوخوا ۱۵۰۰۰ کاله مخکې پیلېږي. په لوېديځه اروپا کې د ډبرو د منځنۍ دورې لومړي وختونه یا «ازلیان» شاوخوا ۱۴۰۰۰ کاله مخکې د اسپانیا او فرانسې په شمال کې په فرانکو-کانټابریا سیمه کې پیلېږي. د اروپا په نورو برخو کې د ډبرو منځنۍ دوره تر ۱۱۵۰۰ کال مخکې (د هولوسن له پیل سره) پیلېږي او سیمو ته په کتو د ۸۵۰۰ تر ۵۵۰۰ کلونو تر منځ د کرنې په را څرګندېدو سره پای ته رسېږي. هغه سیمې چې د کنګل د وروستۍ دورې له پای ته رسېدو سره یې ډېرې ژواکچاپېریالي اغېزې تجربه کړې دي، د ډبرو منځنی دوران یې تر نورو څرګند دی چې زرګونه کاله غځېدلی دی. د بېلګې په توګه په شمالي اروپا کې ټولنو د هغو زیمناکو ځمکو د پراخو غذايي سرچینو په مرسته ښه ژوند وکړای شو چې اوبو او ګرمې هوا رامنځته کړې وې. دغسې شرایط د جلا انساني چلندونو د رامنځته کېدو لامل شول چې د «ماګلموسیان» او «ازیلیان» فرهنګونو په را پاتې مادي اثارو کې ساتل شوي دي. دغه ډول شرایطو په شمالي اروپا کې د ډبرو د نوې دورې پیل تر شاوخوا ۵۵۰۰ مخزېږد کال پورې وځنډاوه.[۱]
د ډبرینو وسایلو مجموعه یې یوه تر ټولو مهمه تشخیصي ځانګړنه ده: د ډبرو په منځنۍ دوره کې د کوچنیو ډبرو تکنالوژي کارېده – مرکبې دستګاوې چې د Mode V تراشل شویو ډبرینو وسایلو په مرسته تولیدېدې، په داسې حال کې چې د ډبرو په لرغونې دوره کې یې I-IV ډولونه کارېدل. له دې سره سره په ځينو سیمو لکه ایرلنډ، د پرتګال ځینو برخو، من او ټیرنین ټاپوګانو کې د ډبرو د منځنۍ دورې د کوچنیو ډبرو تکنالوژي کارېده. د ډبرو په نوې دوره کې د کوچنیو ډبرو د تکنالوژۍ ځای مایکرولېټیک تکنالوژۍ ونیو چې تر ډېره د ډبرینو تبرونو په څېر صیقل شوي ډبرین وسایل په کې کارېدل. [۲]
په هغو ځایونو کې د رغنیزو کارونو د پیل شواهد موجود دي چې دودیز یا نجومي اهمیت یې درلود، له دې ډلې یو «سټونهنج» دی چې له ختیځ څخه د لوېديځ په لوري د سوریو یو کتار لري؛ او یوه هم د سکاټلنډ په وارن فېلډ کې احتمالي «قمري کلیزه» ده چې په بېلابېلو اندازو سوري لري او فکر کېږي چې سپوږمیزې صفحې یې منعکسولې. د دغو دواړو تاریخ تر میلاد مخکې شاوخوا ۹۰۰۰ کال (اتمې مخزېږدې زریزې) ته رسېږي.[۳][۴][۵][۶]
په اروپا کې د ډبرو د نوې دورې د اړوندو نښانو په پراخېدو سره (چې کرنه، شپني، صیقل شوي ډبرین تبرونه، لرګین کورونه او کلالي په کې راځي) د ډبرو د منځنۍ دورې د ژوند ډول کمرنګه او بالاخره ورک شو. د ډبرو د منځنۍ دورې مطابقتونه لکه د خوځښت یا تحرک کمېدل، د جمعیت اندازه او د نباتي خوړو کارول کرنې ته د ور اوښتو شواهد بلل شوي دي. د ډبرو د منځنۍ دورې نورو ټولنو د ډبرو د نوې دورې نښانې د ايډيولوژیکې نالېوالتیا او بېلابېلو نړۍلیدونو په دلیل رد کړې. په هاګن کې د بلاټرهاله (Blätterhöhle) په یوه بېلګه کې داسې ښکاري چې د ډبرو د منځنۍ دورې اړوند نسل دغې سیمې ته د کرنیزو ټولنو تر ورتلو وروسته څه باندې ۲۰۰۰ کاله د «خوړو لټولو» د ژوند ډول وساته. دغسې ټولنې «سبنیولېټیک» نومولی شو. اوږدمهالو نږدې اړیکو او په کرنیزو ټولنو کې ور ګډېدو ښکاري-راټولوونکو ټولنو ته د کرنیز ژوند ډول ته را اوښتل اسانه کړل. په کرنیزو ټولنو کې د دغو ښکاریانو-راټولوونکو ادغام ځکه شونی شو چې دوی پراخ ټولنیز شخصیتونه لرل. د اروپا د شمالختیځ په هغو سیمو کې چې د کرنې لپاره ډېرې مناسبې نه وې، د ښکار او کبنیونې په ډول ژوند تر منځنیو پېړیو پورې دوام درلود او په سکانډنویا کې د ډبرو هېڅ منځنۍ دوره نهشو تاییدولی.[۷][۸][۹][۱۰]
هنرسمول
د ډبرو د لرغونې دورې او بیا وروسته د نوې دورې په پرتله د ډبرو له منځنۍ دورې څخه کم هنري اثار را پاتې شوې دي. د ایبري مدیترانې حوزې د غارونو هنرونه چې د ډبرو په ټوله لرغونې دوره کې پراخ شوي وو، هغه څه دي چې د ډبرو د لرغونې دورې په نسبت دلته ډېر کم پېژندل شوي دي چې له هغې دورې سره یو مهم تضاد رامنځته کوي. دغه ځایونه دا مهال تر ډېره په ازاده هوا کې غارونه دي او اوس د حیواناتو پر ځای تر ډېره موضوعات پر انسانانو متمرکز دي. په «روکا ډلس موروس» (Roca dels Moros) کې ۴۵ انځورونه دي. جامې په کې ښودل کېږي او د رقص، شخړې، ښکار او خوړو راټولولو صحنې ښيي. دغه نقاشۍ د ډبرو د لرغونې دورې تر حیواناتو ډېرې کوچنۍ دي او په شماټیک یا نمایشي ډول کښل شوي دي. څو کوچني حکاکي شوي لاکټونه هم پېژندل شوي چې انځورونه په کې حک دي، ځینې یې د شمالي اروپا اړوند دي چې د رخام په ډبره یا کهرباء کې دي او یو یې د بریتانیا اړوند دی. د څاروي سر (Elk's Head of Huittinen) چې په هویټینن سیمه کې موندل شوی، د ډبرو د منځنۍ دورې د یوه نادر حیوان حکاکي ده.[۱۱][۱۲]
داسې ښکاري چې د ډبرو تر لرغونې دورې وروسته په اورال غرونو کې هم د غارونو هنر ورته بدلونونه لرلي دي او لرګین بوت «شیګیر» د هغې نادرې مادې پاتېشونی دی چې احتمالاً د مجسمو د جوړولو لپاره یوه ډېره دود ماده وه. دا د اروپايي کاج ونې یوه لرګینه تخته ده چې په هندسي انځورونو حکاکي شوې ده، خو په پورتنۍ برخه کې یې د انسان سر اېښودل شوی دی. اوس د ټوټو په ډول دی، خو داسې ښکاري چې د جوړېدو پر مهال یې څه باندې ۵ متره لوړوالی درلود. د فلسطین عین صخري (Ain Sakhri) مجسمه د ناتوفیانو لهخوا په کلسیت کې حکاکي شوې ده.[۱۳]
سرچینېسمول
- ↑ Conneller, Chantal; Bayliss, Alex; Milner, Nicky; Taylor, Barry (2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Resettlement of the British Landscape: Towards a chronology of Early Mesolithic lithic assemblage types"]. Internet Archaeology 42 (42). doi:10.11141/ia.42.12.
- ↑ کينډۍ:Cite thesis
- ↑ V. Gaffney; et al. "Time and a Place: A luni-solar 'time-reckoner' from 8th millennium BC Scotland". Internet Archaeology. د لاسرسينېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Jensen, Theis Z. T.; Niemann, Jonas; Iversen, Katrine Højholt; Fotakis, Anna K.; Gopalakrishnan, Shyam; Vågene, Åshild J.; Pedersen, Mikkel Winther; Sinding, Mikkel-Holger S. et al. (2019-12-17). "A 5700 year-old human genome and oral microbiome from chewed birch pitch" (in en). Nature Communications 10 (1): 5520. doi:10.1038/s41467-019-13549-9. ISSN 2041-1723. PMC 6917805. https://www.nature.com/articles/s41467-019-13549-9.
- ↑ "5,700-Year-Old Lola, Her Genome Sequenced from Gum, Joins Other Named Forebears". DNA Science (په انګلیسي ژبه کي). 2019-12-19. د لاسرسينېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Paschall, Max (2020-07-22). "The Lost Forest Gardens of Europe". Shelterwood Forest Farm (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Price, Douglas, المحرر (2000). Europe's first farmers. Cambridge: Cambridge Univ. Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521665728. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Furholt, Martin (2021). "Mobility and Social Change: Understanding the European Neolithic Period after the Archaeogenetic Revolution". Journal of Archaeological Research 10.1007/s10814-020-09153-x. doi:10.1007/s10814-020-09153-x. https://link.springer.com/article/10.1007/s10814-020-09153-x.
- ↑ Bollongino, R.; Nehlich, O.; Richards, M. P.; Orschiedt, J.; Thomas, M. G.; Sell, C.; Fajkosova, Z.; Powell, A. et al. (2013). "2000 Years of Parallel Societies in Stone Age Central Europe". Science 342 (6157): 479–81. doi:10.1126/science.1245049. PMID 24114781. Bibcode: 2013Sci...342..479B. http://pdfs.semanticscholar.org/1591/e7a03439c5d75aa20eb76b7ffe572ae19435.pdf.
- ↑ Bailey, Geoff and Spikins, Penny, Mesolithic Europe, p. 4, 2008, Cambridge University Press, کينډۍ:ISBN
- ↑ "11,000 year old pendant is earliest known Mesolithic art in Britain", University of York
- ↑ Sandars, Nancy K., Prehistoric Art in Europe, Penguin (Pelican, now Yale, History of Art), pp. 87–96, 1968 (nb 1st edn.)
- ↑ Geggel, Laura (25 April 2018). "This Eerie, Human-Like Figure Is Twice As Old As Egypt's Pyramids". Live Science. د لاسرسينېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)