د برونزو دوره

د برونزو پېر يوه تاريخي دوره ده، چې له شاوخوا ۳۳۰۰ تر ۱۲۰۰ مخزیږد یا قبل المیلاد کلونو ترمنځ وه. دغه دوره له برونزو نه د ګټې اخيستنې، په ځينو سيمو کې د پخواني ليکدود (proto-writing)، او د ښاري تمدن په نورو لومړنیو ځانګړنو سره پېژندل کېږي. د برونزو دوره د دریو دورو ډبرې-برونزو-اوسپنې د سیستم دویمه اصلي دوره ده، چې په عصري وختونو کې د کرېسټن جورګېنسن ټامسن له خوا د لرغونو ټولنو او تاريخ د ډلبندۍ او څېړنې لپاره وړاندیز شوې ده.

یو لرغونی تمدن چې برونز يې د خپلو مسو له وېلې کولو او هغه یې له قلعي، ارسنیک یا نورو فلزونو سره له ګډولو ترلاسه کول او یا یې هم له نورو ځایونو څخه د برونزو  لپاره د نورو توکو سوداګري کوله، د برونزو د پېر تمدن ګڼل کېږي. برونز هغه مهال د نورو ترلاسه کېدونکو فلزونو په پرتله کلک او پایېدونکي وو، کوم څه چې د برونزو د پېر تمدونونو ته يې ټکنالوژيکي برتري وربښلې وه.

په داسې حال کې چې ځمکنۍ اوسپنه په طبيعي توګه ډېره ده، خو د هغې د وېلې کېدو لوړې درجې چې ۱۵۳۸ سانتي ګراده (۲۸۰۰ فارنهایته) ده، اوسپنه د دویمې مخزیږدې زريزې تر پایه له عامې کارونې لرې ساتلې وه. د قلعي د وېلې کېدو ټیټې درجې ۲۳۱.۹ سانتي ګراده (۴۴۹.۴ فارنهایته) او د مسو نسبتا متوسطې درجې ۱۰۸۵ سانتي ګراده (۱۹۸۵ فارنهایته)، دا دوه فلزونه د کلالۍ د بټيو وړ ګرځولي وو، چې لرغونتیا یې ۶۰۰۰ مخزیږد یا قبل المیلاد ته رسېږي او تر ۹۰۰ سانتي ګراده د زیاتې تودوخې د تولید وړتیا یې لرله. د مسو او قلعې کانونه کم دي ځکه په درېیمه مخزېږده زريزه کې د برونزو د سوداګرۍ له پیل دمخه په لوېديځه آسيا کې قلعي برونز نه وو. په نړيواله کچه، د برونزو دوره په ټولیز ډول د نوې ډبرې (Neolithic) له دورې وروسته راغلې چې د ډبرینو مسو (Chalcolithic) پېر يې د منځ دوره ګڼل کېږي. [۱]

د برونزو د پېر کلتورونو د لومړي لیکدود په وده کې سره توپير درلود. د لرغون پېژندنې د موندنو له مخې، د بين النهرين مېخي ليکدود (cuneiform) او د مصر انځوريز لیکدود (hieroglyphs) کلتورنو تر ټولو لومړنیو عملي ليکدودونو ته وده او پراختیا ورکړه.

تاریخچه سمول

دا ټوله دوره د برونزو د پراخې کارونې له امله د برونزو پېر ګڼل کېږي، که څه هم د برونزو د ټکنالوژۍ د رامنځته کېدو او پراختیا ځای او وخت په نړیواله کچه همغږي او هم‌مهاله نه وو. د انسان له لوري جوړه شوې د قلعي برونزو تکنالوژي ټاکلو توليدي تخنیکونو ته اړتيا لري‌. قلعي بايد لومړی له کان نه راوايستل شي (عمدتا د کاني منرالي ډبرو په بڼه)، بيا باید په جلا توګه وېلې شي او وروسته له ګرمو مسو سره ګډ شي څو د برونزو الياژ ترې جوړ شي. د برونزو پېر له فلزونو څخه د پراخې ګټې اخيستنې او د سوداګريزو شبکو د رامنځته کېدو او پراختیا پېر و. (وګورئ: په پخوا وختونو کې د قلعي سرچينې او سوداګري). د ۲۰۱۳ کال يو راپور ښيي چې تر ټولو پخوانی د قلعي او برونزو الياژ پينځمې مخزیږدې زريزې ته رسېږي چې د سربيا (Pločnik) د وينکا تمدن (Vinča culture) په یوه سيمه کې موندل شوی، سره له دې چې دغه تمدن معمولا د برونزو د پېر برخه نه ګڼل کېږي. د پاڼه شوي فلز بڼې ته د اوښتو نېټه یې لا هم د بحث وړ ده.[۲][۳][۴][۵]

نيږدې ختيځ سمول

لوېديځه آسيا او نيږدې ختيځ د برونزو دورې ته د ننوتلو لومړۍ سيمې وې چې د څلورمې مخزېږدې زريزې په منځنیو وختونو کې د بين النهرين د سومر تمدن له راپورته کېدو سره پیلېږي. د نيږدې ختيځ کلتورونو (چې ډېری وختونه د تمدنونو زانګو بلل کېږي) د کلنۍ کرنې او زراعت په برخه کې پراخ کار وکړ، لیکني سیستمونه یې رامنځته کړل، د کلالۍ څرخ یې اختراع کړ، مرکزي دولتونه یې رامنځته کړل (چې تر ډېره د ميراثي شاهيو په بڼه وو)، لیکلي قوانین یې رامنځته کړل، ښاري دولتونه او ملي دولتونه او سترواکۍ یې جوړې کړې، د معمارۍ پرمختللې پروژې یې پیل کړې، ټولنيزه ډلبندي او جوړښت، اقتصادي او ملکي اداره، او د غلامۍ سیستم یې معرفي کړ او همدا راز منظمه جګړه، طبابت او مذهبي چارې یې پلې کړې. په دې سیمه کې ټولنو د ستورو پېژندنې، رياضياتو او د فال لیدنې د پوهې بنسټونه کېښودل.

مرکزي اروپا سمول

په مرکزي اروپا کې د برونزو لومړۍ دوره یونیټیس تمدن (Unetice culture) –له ۱۸۰۰ تر ۱۶۰۰ مخزیږد کلونو پورې- ګڼې کوچنۍ ډلې رانغاړي. په دغو ډلو کې سټرابېنګ (Straubing)، اډلربېرګ (Adlerberg) او هاتوان (Hatvan) کلتورونه د یادولو وړ دي. ځینې خورا شانداره قبرونه او خاورو ته سپارنې، لکه په لوبېنګن (Leubingen) سیمه کې له سروزرو جوړې شوې د قبرونو ډالۍ په یونیټیس تمدن کې د شته ټولنیز طبقاتي نظام د زیاتوالي ښودنه کوي. په ټوله کې، د دې دورې هدېرې کمې او کوچنۍ دي. په یونیټیس تمدن پسې د برونزو د منځنۍ دورې (له ۱۶۰۰ تر ۱۲۰۰ مخزیږد کلونو) تومولوس تمدن (Tumulus culture) راځي چې په تومولي (tumuli) یعني کجاوو یا زمبېلونو کې د مړو خښول یې ځانګړنه بلل کېږي. د هنګري د ختیځ کوروس (Körös) سیند په څانګو کې د برونزو دورې په لومړیو وختونو کې د ماکو تمدن ولیدل شو او ورپسې عثماني (Otomani) او ګيلوارسند (Gyulavarsand) تمدنونه رامنځته شول.

بریټانیا سمول

په بریټانیا کې د برونزو پېر له ۲۱۰۰ څخه تر ۷۵۰ مخزېږد کلونو پورې ګڼل کېږي. کډوالیو نوي خلک له لويې وچې نه ټاپوګانو ته راوړل. د سټون هېنج (Stonehenge) په شاوخوا کې د برونزو دورې په لومړیو قبرونو کې د موندل شویو جسدونو اړوند د غاښونو د مینا یا ځلا د ایزوتوپ (isotope) وروستیو څېړنو دا په ډاګه کړه چې لږ تر لږه يو شمېر کډوال د عصري سويس له سیمې څخه راغلي وو. بله بېلګه یې له وېټلېسي (Whittlesey) سره نيږدې مسټ فارم (Must Farm) دی چې په دې وروستیو کې د برونزو د پېر ترټولو بشپړ څرخ، چې تر اوسه موندل شوي، کوربه دی‌. د بېکر کلتور یا تمدن  (Beaker culture) د نوې ډبرې د پېر پخوانیو خلکو په پرتله د متفاوتو چلندونو ښودنه کړې او جوتېږي چې کلتوري بدلون یې پام‌وړ و. داسې انګېرل کېږي چې دغلته ادغام یا سره ګډېدل (Integration) په سوله‌ییزه بڼه ترسره شوی، ځکه د هېنج (henge) ډېری لومړۍ سیمې داسې ښکاري چې د نوو راغلو خلکو له خوا رغول شوې وې. د وېسېکس (Wessex) بډایه کلتور په همدې وخت کې په سوېلي بریټانیا کې وده وکړه. پر دې سربېره، اقليم مخ پر خرابېدو و. کله چې هوا يو ځل ګرمه او وچه وه، د برونزو د پېر په دوام سره ورځ تر بلې لمده شوه او خلک اړ شول چې په غونډیو کې له اسانه دفاع وړ ځایونو لرې د حاصلخېزو درو پر لور لاړ شي. په ټیټو ځمکو کې د اهلي ژوو ستر فارمونه جوړ شول او ښکاري چې دا چاره د اقتصادي ودې او د ځنګلونو د زیات پاکوالي لامل شوې ده. د ډیوریل-ریمبري (Deverel-Rimbury) تمدن د منځنۍ برونز دورې په دویمه نیمایي کې (۱۴۰۰ – ۱۱۰۰ مخزېږد یا قبل المیلاد ترمنځ) له دغو شرایطو د ګټې اخیستنې لپاره راڅرګند شو. ډېوون (Devon) او کارنوال (Cornwall) ښارونه د لویدیځې اروپا د ډېری سیمو لپاره د قلعي لویې سرچینې وې او مس بیا د وېلز په شمال کې د لوی اورم (Great Orme) کان په څیر ځایونو څخه راایستل کېدل. داسې ښکاري چې ټولنیزې ډلې قبیله‌ي وې خو له مخ پر زیاتېدونکې پېچلتیا او د مراتبو سلسله یا هایرارکي سره لا ډېرې روښانه کېږي.[۶][۷][۸][۹]

سوداګري سمول

سوداګرۍ او صنعت د برونزو لرغوني پېر د تمدنونو په وده او پراختیا کې ستر رول لرلی دی. په لرغوني بين النهرين او مصر کې د  سند (اندوس) درې د تمدن د آثارو پیدا کېدل ښيي چې دغه تمدنونه نه يوازې له يو بل سره په اړيکه کې وو، بلکې تر خپل منځ یې سوداګري هم کوله. په لومړیو کې د اوږده واټن سوداګري تقریبا یوازې تر لوکسو او ارزښتناکو توکو لکه دواګانو، ټوکرونو او ګرانبیه فلزونو پورې محدوده وه. دغه کار نه يوازې ښارونه په کافي اندازه بډای او شتمن کړل بلکې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د کلتورونو د یو ځای کېدو لامل شو.[۱۰]

سوداګريزې لارې نه یوازې د وچې له لارې بلکې د اوبو له لارې هم وې. لومړنۍ او تر ټولو پراخې سوداګريزې لارې د نيل، دجلې او فرات په څېر سیندونو باندې تېرې وې چې د سيندونو پر غاړو د ښارونو د پراختیا او ودې لامل شوې. وروسته بیا د اوښانو اهلي کولو هم د وچې له لارې د سوداګریزو لارو په زیاتوالي کې مرسته وکړه او د سند (اندوس) دره یې له مديترانې سره وتړله. دغې چارې په هغو سيمو کې چې کاروانونه به درېدل او يا به د کیښتیو د درېدو بندر و، د ښارګوټو د شمېر زیاتوالي لامل شوه.

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. James E. McClellan III; Harold Dorn (2006). Science and Technology in World History: An Introduction. JHU Press. کينډۍ:ISBN. p. 21.
  2. Bronze was independently discovered in the Maykop culture of the North Caucasus as early as the mid-4th millennium BCE, which makes them the producers of the oldest-known bronze. However, the Maykop culture only had arsenical bronze. Other regions developed bronze and its associated technology at different periods.
  3. Radivojevic, M; Rehren, T; Kuzmanovic-Cvetkovic, J; Jovanovic, M; Northover, JP (2013). "Tainted ores and the rise of tin bronzes in Eurasia, شاوخوا6500 years ago". Antiquity. 87 (338): 1030–1045. doi:10.1017/S0003598X0004984X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sljivar, D.; Boric, D.; et al. (2014). "Context is everything: comments on Radivojevic et al. (2013)". Antiquity. 88 (342): 1310–1315. doi:10.1017/s0003598x00115480. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Radivojevic, M.; Rehren, Th.; Kuzmanovic-Cvetkovic, J.; Jovanovic, M. (2014). "Context is everything indeed: a response to Sljivar and Boric". Antiquity. 88 (342): 1315–1319. doi:10.1017/s0003598x00115492. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hall and Coles, pp. 81–88.
  7. O'Brien, W. (1997). Bronze Age Copper Mining in Britain and Ireland. Shire Publications Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7478-0321-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Timberlake, S. and Prag A.J.N.W. (2005). The Archaeology of Alderley Edge: Survey, excavation and experiment in an ancient mining landscape. Oxford: John and Erica Hedges Ltd. د کتاب پاڼې 396. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Tabor, Richard (2008). Cadbury Castle: A hillfort and landscapes. Stroud: The History Press. د کتاب پاڼي 61–69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7524-4715-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kristiansen, Kristian (26 November 2015). "Connected Histories: the Dynamics of Bronze Age Interaction and Trade 1500-1100 bc". Proceedings of the Prehistoric Society. 81: 361–392. doi:10.1017/ppr.2015.17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)