ژولرغونپوهنه

ژيو لرغونپوهنه هغه څيړنيز دسپلين دۍ چي د لرغونو زمانو د ژونديو موجوداتو د پيدايښت او د هغوۍ تر منځ د اړيکو وده او د ودي لوري څيړي . دا د لرغونپوهني يوه بشپړه ونکې برخه ده . لرغونپوه څيړونکۍ د لرغونپوهني د ميتودونو پر بنسټ د سپړنو په ترځ کي د ژوپوهنې لپاره د څيړني مواد او منابع را برسيره کوي . د حيواناتو هغه پاته شوني چي د سپړنو په ترځ کي تر لاسه کيږي ، د ژيوپوهني لپاره ډاډ مني سرچيني دي.

ار خيو زولوژي څه شی ده ؟ سمول

دارخيو زولوژي دنوم څخه پرته ، کيدای شي چي دا پوهنه د ( Zoo-archaeologie ) زوارخيو لوژي په نوم هم ونومول شي . په هغه صورت کي به ژيولرغونپوهنه تر يوه تاکيد وروسته د ژيوپوهني ( زيولوژي ) يوه برخه و منل شي . په هر ترتيب داپه حقيقت کي د لرغونوژويو، اړوند اثارو او موادو کارول دي چي د دې پوهي هويت ټاکي ، خو د ارخيو زولوژي تر نوم د زو ارخيولوژي نوم په ښه توگه د دې پوهي د هڅو او څيړنولورې په گوته کولای شي . لرغونپوهان د سپړنو په کار کي د حيواناتو پاتي شوني د ژويوپوهني د ميتودودونو په کارولو سره د هغو پاتي شونو د پيژندلو توان تر لاسه کوي ، خو د ارخيو زولوژي نوم د يوه عادت او منل شوي دود په څير دوام لري . د دي تر څنگ يو نړيوال سازمان هم د ارخيو زولوژي په نوم شته ، چي لنډون يې ( ICAZ ) يا ( International Council for Archaeozoology ) کارول کيږي .

انسانان چي ښکاري او ټولونکي وه : سمول

د مځکي پر مخ د انسان ( ٩٠ ) په سلو کي ژوند ، د انسان ډوله ژوندي موجود په حالت او څيره کي تير شويدۍ . لومړۍ ډير اړ ، بيا ښکاري او ټولونکي پاته شويدي . د هغه انسان ډولو ژويو ټول خواړه لکه د نورو حيواناتو په ډول طبيعي ، کلک او اومه وه . هغه وخت لا د انسان ډوله ژويو او نورو حيواناتو تر منځ اړيکو د طمعي او اړتيا پر بنسټ تکيه درلوده . د هغه وخت انسان ډوله ژويو په زياته پيمانه د نورو حيواناتوپه وسيله د ښکار شوي ژويو پاته شوني ،لوی او واړه مړه شوي حيوانات ، د بيلگي په توگه ( Mollusken موليوسکن * ) څخه گټه اخستل کيده او د را ټولولو چاري هم دود وې . هغه انسان ډوله ژويو د نورو ژويو سره يوځاي په يوه حيواني وحشي او غرنۍ نړۍ کي ژوند درلود او د ژوندانه دبل ډول او بيل ژوند سره يې هيڅ او يا ډيره لږ اشنايې لرله .

همدا اوس لا هم په نړۍ کي د ټولولو او او ښکار کولو طريقې او چاري دود دي . هغوۍ په منظمه توگه يودبل په وړاندي فارغ وختونه کاروي ، د افريقا په ( کا لاهاري _ ويستاين ) کي ځنگلي انسانانو د خپل ځانونو لپاره په اونۍ کي دري ورځي د ښکار لپاره بيلي کړيدي . د هغوۍ د اوسني ژوندانه د حالاتو څخه يو نسبي ورته والۍ چي د پخوا نيو زمانو راټولونکي او ښکاري انسانانو د ژوندانه شيوه او ډول څنگه و، تر لاسه کولای شو.

کليوال انسانان : د حيواناتو دکورني کولو چاري : سمول

د ليري تاريخي دورو څخه راوروسته ،په پيل کي انسان ډوله او بيا انسانانو د خپل ځان لپاره لومړۍ په ځانگړي او بيا په ډله ايزه توگه د خوړود پيدا کيدو چاري تر سره کولې او د خوړلو مواد يې برابرول ، چي ورسره سم د حيواناتو د کورنې کولو پروسه هم پيل شويده . دا پروسه هغه مهال زياته گړندۍ شوه چي د خواړو زيرمي کولو ته اړتيا پيښه شوه ، پخوانيو انسانانو به وحشي اوغرني حيوانات نيول او هغه به يې په کورونو کي ساتل ، او حيواناتو ته به يې هم د خواړو لپاره واښه او نباتات کورونو ته راوړل ، په دې ترتيب ورورو دحيواناتو او نباتاتو د اهلي کيدو يا کورني کيدو زمينه برابره شوه . دا شيوه او وړانديز يو له هغو روشونو څخه دۍ چي يقيني گڼل کيدای شي . او د هغو څيړنو سره ورته والې څرگنده وي چي په اوسنيو ټولنو کي د څيړونگو له خوا ترسره شويدي . زيات څيړونگي په دي باور دي چي دا پروسه په اني او گړندۍ توگه نه ده تر سره شوې ، په اوسني مهال کي هم د دې پروسې لپاره پر له پسې کار اونور بيلا بيل فکتورونه لکه : د انسانانو کلتوري اوښتون ؛ ( همدا ډول نوي تخنيکي چاري ) د ټولنيزونهادو بدلونونه ؛ ( د بيلگي په توگه په گڼ ميشتو ټولنوکي د يوځاي کيدو پروسه ) او د دي ټولو تر څنگ د محيط او چاپيريال بدلون ؛ دا ټول د موثرو فکتورونو په توگه وړاندي شويدي .

 

د يو شمير اصطلاحاتو شننه سمول

  1. هولوسين Holoceen :
    • د جيولوژي يا ځمکپوهني اړوند دوهمه دوره ده چي د ځمکي پر مخ د ژوند لپاره وړ شرايط برا بر شويدي . دا دوره د لس زره کاله څخه بيا تر ٧٧٠٠ کاله پخوا زمانې په برکي نيسي ، په دي دوره کي د ځمکي پر مخ د يخ وهلو دوهم پير هم شامل دي .
  2. پلستو سينPlestoceen :
    • د ځمکپوهني اړوند هغه دوره ده چي تر هيليو سين وړاندي دوه مليونه کاله څخه بيا تر لس زره کالو پخوا زمانې په برکي نيسي ، په دي دوره کي د يخ لومړي پيرهم شامل دۍ .
  3. پاليو نولوژيPalyanologie :
    • ( بوټلرغونپوهنه ) په انگليسي ژبه کي د بوتانيک اصطلاح ورته کارول کيږي ، او په پښتوکي نوموړي دسپلين ته د بوټو ( لرگيو ) پوهنه کارول سويده . بوټلرغونپونه د دي پوهي ترکيبي ډول دۍ چي په لرغونو زمانو کي د بوټو څيړنه او مطالعه تر سره کوي .
  4. اتلانتيسم Atlanticum :
    • د اروپاشمالي سيموکي د هيلوسين جيولوژيکي دورې يوې برخي ته ويل کيږي چي د ٧٧٠٠ کاله څخه بيا تر ٥٦٠٠ کاله پخوا زمانې په بر کي نيسي ، دا دوره په نوموړو سيمو کي د يخ څخه د خلاصون پير دۍ .
  5. سوب اتلانتيسيم Sub-Atlanticum:
    • د اروپا شمالي سيمو کي د جيو لوژيکي دورې هغه برخه ده چي هولو سين زياتو پخوانيو زمانو څخه بيا تر ٥٠٠کاله پخوا تر ميلاد کالونه په برکي نيسي .
  6. سوب بوريال ( Sub-Boreaal :
    • د هولوسين جيو لوژيکي دورې يوه زماني برخه ده چي د ٣٠٠٠ کاله پخوا کالونو څخه بيا تر ٥٠٠ کاله پخوا تر ميلاد زمانې په برکي نيسي .
  7. بوريال : Boreaal :
    • د اروپا په شمالي سيمو کي د هولو سين يوه برخه ده چي د ٧٧٠٠ کاله څخه بيا تر ٥٦٠٠ کاله پخوا زمانۍ په بر کي نيسي .
  8. درياس : Dryas :
    • د جيولوژيکي دورو هغه برخه ده چي پليستوسين پير سره سمون خوري او په اټکلي ډول د ١٣٠٠٠ کاله پخوا زمانو څخه بيا تر ٨٠٠٠ کاله پخوا زمانو پوري يي دوام درلود .

باندنۍ تړنې سمول