د ډبرو نوې دوره

د ډبرو نوې دوره (په انګلیسي: Neolithic) د ډبرو د زمانې وروستۍ برخه ده چې ګڼ بدلونونه په کې پېښ شوي او داسې ښکاري چې دغه بدلونونه په خپلواک ډول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې رامنځته شوي دي. لومړی ځل شاوخوا ۱۲۰۰۰ کاله مخکې هغه مهال چې په اپي‌پالیولېټيک نږدې ختیځ کې د کرنیزو پرمختګونو څرکونه ولګېدل او وروسته د نړۍ په نورو ځایونو کې ولیدل شول. د ډبرو نوې دورې له شاوخوا ۶۵۰۰ کاله مخکې (۴۵۰۰ مخزېږد) څخه د مسو دورې ته د لېږد تر مهال پورې دوام وکړ چې د فلزاتو د علم په پراختیا سره مشخصېږي او د زېړو (برونزو) او اوسپنې په زمانو سره پای ته رسېږي.

د ډبرو نوې دوره په نورو ځایونو کې د ډبرو په منځنۍ دوره پسې راغله او بیا یې تر ناوخته دوام وکړ. دغې نوې دورې په شمالي اروپا کې تر شاوخوا ۱۷۰۰ مخزېږد کال پورې دوام درلود، په داسې حال کې چې په چین کې یې تر شاوخوا ۲۰۰۰ مخزېږد کال پورې د «شانګ ارلیټو» فرهنګ تر را څرګندېدو پورې دوام وکړ. د نړۍ نورې برخې (لکه اقیانوسیه او د امریکا لویې وچې شمالي برخې) له اروپا سره د اړیکو تر وخت پورې په پراخه کچه د ډبرو د نوې دورې د پراختیا په پړاو کې پاتې شوې.[۱][۲]

د ډبرو نوې دورې د ډبرو د نوې دورې انقلاب رامنځته کړ چې د چلند او فرهنګ د ځانګړنو او بدلونونو پرمختګونه په کې شامل وو او تر دې ټولو مهمه دا وه چې کرنه او د اهلي حیواناتو استفاده یې دود کړه.[۳]

منشاء

سمول

د ډبرو نوې دوره تر میلاد شاوخوا ۱۰۲۰۰ کاله مخکې په شام کې پیل شوه او له ناټوفي فرهنګ څخه یې هغه مهال منشاء واخیسته چې له وحشي غلو دانو څخه استفاده پر لومړنۍ کرنه بدله شوه. د ناټوفیانو دوره یا «د ډبرو د نوې دورې لومړي وختونه» له ۱۲۵۰۰ څخه تر ۹۵۰۰ مخزېږد کلونه وو او د ډبرو د نوې دورې تر کلالۍ مخکې پړاو ۱۰۲۰۰ تر ۸۰۰ مخزېږد کلونو سره غاړه غړۍ ده. دا چې ناټوفیان د خوړو په برخه کې له وحشي غلو دانو سره تړل شوي وو او د ژوند ډول یې څه ناڅه بې‌تحرکه یا غیر کوچیاني شوی و، فکر کېږي چې (تر میلاد شاوخوا ۱۰۰۰۰ کاله مخکې) له «یانګر ډرایاس» سره اړوندو د اوبو او هوا بدلونونو خلک د کرنې پراختیا ته اړ کړي دي.

تر میلاد مخکې له ۱۰۲۰۰ تر ۸۸۰۰ پورې په شام کې کرنیزې ټولنې رامنځته شوې او کوچنۍ اسیا، شمالي افریقا او شمالي بین‌النهرین ته پراخې شوې. بین‌النهرین تر میلاد مخکې له شاوخوا ۱۰۰۰۰ کال را وروسته د ډبرو د نوې دورې د انقلابي بدلونونو تر ټولو لومړی ځای دی.

د ډبرو د نوې دورې په لومړۍ کرنه کې کم شمېر وحشي او اهلي نباتات لکه غنم، ږدن او سپلټ غنم شامل وو او د سپیانو ساتنه هم دود وه. تر میلاد مخکې په شاوخوا ۸۰۰۰ کال کې اهلي مېږې او وزې، غواوې او خوګ هم ور اضافه شول.

د ډبرو د نوې دورې دغه مشخصوونکي فرهنګي عناصر په ټولو ځایونو کې په یوه ډول نه دي را څرګند شوي: په نږدې ختیځ کې لومړنیو کرنیزو ټولنو خاورین لوښي نه کارول. د نړۍ په نورو ځایونو لکه افریقا، سوېلي اسیا او سوېل ختیځه اسیا کې د اهلي کولو چارې په خپلواک ډول پیل شوې او د خپلو سیمو اړوند جلا فرهنګونه یې رامنځته کړل چې د اروپا او سوېل لوېديځې اسیا له فرهنګونو څخه په بشپړ ډول خپلواک وو. د جاپان لومړنیو ټولنو او د ختیځې اسیا نورو فرهنګونو د کرنې تر پراختیا مخکې خاورین لوښي کارول. [۴][۵]

د سیمو له مخې دورې

سمول

سوېل‌لوېديځه اسیا

سمول

په منځني ختیځ کې چې کوم فرهنګونه د ډبرو د نوې دورې په توګه پېژندل کېږي، تر میلاد مخکې په ۱۰مه زریزه کې را څرګند شول. لومړني پرمختګونه په شام کې وشول (د بېلګې په توګه تر کلالۍ وړاندې الف د ډبرو نوې دوره او تر کلالۍ وړاندې ب د ډبرو نوې دوره) او له هغه ځایه ختیځ او لوېديځ لورو ته خپاره شول. تر میلاد مخکې په شاوخوا ۸۰۰۰ کال کې د اناتولیا په سوېل‌ختیځ او شمالي بین‌النهرین کې هم د ډبرو د نوې دورې فرهنګونه ثابت شوي دي.[۶]

تر کلالۍ وړاندې الف د ډبرو نوې دوره

سمول

د ډبرو په نوې دوره کې تر کلالۍ وړاندې لومړی پړاو تر میلاد مخکې په شاوخوا ۱۰۰۰۰ کال کې په شام کې پیل شو. د ترکیې د سوېل ختیځ په «ګوبلېکي تپه» کې یوه معبدي سیمه تر میلاد مخکې له شاوخوا ۹۵۰۰ کال سره تړاو لري چې ښايي د دغې دورې د پیل په توګه په پام کې ونیول شي. لکه څرنګه یې چې په شاوخوا کې کوم دایمي استوګنځی نه ښکاري، نو دغه سیمه د کوچیاني ښکاریانو-راټولوونکو قبایلو له‌خوا جوړه شوې ده او ښايي دا به د بشر په لاس جوړ شوی تر ټولو لرغونی عبادت‌ځای وي. دلته لږ تر لږه اووه ډبرینې دایرې دي چې پراخوالی یې ۲۵ اېکړه (۱۰ هېکتاره) دی، د اهکي ډبرو ستنې یا پایې په کې دي چې د حیواناتو، حشراتو او الوتونکو څېرې په کې حک شوې یا کیندل شوې دي. شاید سلګونو کسانو د دغو ستنو د جوړولو لپاره ډبرین وسایل کارولي وي او احتمالاً موخه یې دا وه چې بامونو ته تکیه ورکړي. د دغې دورې نور لومړني ځایونه تر میلاد مخکې شاوخوا ۹۵۰۰ تر ۹۰۰۰ کال ته ور ګرځي چې په تل‌السلطان (لرغونې جریکو)، اسرائیلو، د اردن په ګیلګال دره او د لبنان په بیبلوس کې موندل شوي دي. د دغې دورې پيل تر یوه حده د «تاهوني» او «هیوي نیولېټيک» دورو له پیل سره هم غاړه غړۍ دی.[۷][۸][۹]

تر کلالۍ وړاندې ب د ډبرو نوې دوره

سمول

د ASPRO کرونولوژۍ یا تاریخ‌ټاکنې له مخې، د ډبرو په نوې دوره کې تر کلالۍ وړاندې دویم پړاو تر میلاد مخکې په شاوخوا ۸۸۰۰ کال کې په شام کې پیل شو. د اردن په عمان سیمه کې یو ۳۰۰۰ کسیز استوګنځی موندل شوی. دغه ښار چې په نږدې ختیځ کې د «عین غزال» په نامه د ماقبل التاریخ یو تر ټولو ستر استوګنځی بلل کېږي، له شاوخوا ۷۲۵۰ مخزېږد څخه تر شاوخوا ۵۰۰۰ مخزېږد کال پورې په دوامدار ډول مسکوني ښار و یا خلک په کې اوسېدل.[۱۰]

استوګنځایونه یې د مستطیل ډوله خښتو کورونه لري چې کورنۍ به په کې په یوه یا ګڼو کوټو کې اوسېده. د خښو شویو مړیو یا تدفینونو موندنې ښيي چې یوه اجداد پرسته ډله داسې وه چې د مړیو ککرۍ یې ساتلې او د دې لپاره چې د مخ ځانګړنې یې وساتل شي، خټه یې په کې کاروله. نور جسد به یې د اوسېدو له ځایه بېرون اچاوه تر څو وشړېږي  او یوازې هډوکي یې پاتې شي، بیا به یې هډوکي په استوګنځي یا کورونو کې دننه تر ځمکه لاندې خښول.

شمالي افریقا

سمول

د مېږو او وزو د اهلي کولو دود احتمالاً د ۶۰۰۰ مخزېږد کال په لومړیو کې له نږدې ختیځ څخه مصر ته ورسېد. ګریم بارکر وايي: "په نیل دره کې د حیواناتو او نباتاتو د اهلي کولو لپاره لومړني باوري شواهد د پنځمې مخزېږدې زریزې تر لومړیو پورې په شمالي مصر او په را وروسته زرو کلونو کې په سوېلي مصر کې دي او په دواړو مواردو کې ښکاري چې لا هم پر کب‌نیونه، ښکار او وحشي نباتاتو راټولولو کلکه تکیه موجوده وه." له دې ښکاري چې دغه بدلونونه له نږدې ختیځ څخه د کروندګرو د کډوالۍ له امله نه دي راغلي، بلکې یوه ځايي پراختیا وه، غلې دانې یې هم خپلې وې یا یې د راکړې ورکړې له لارې ترلاسه کړې وې. نور څېړونکي استدلال کوي چې په مصر کې د کرنې او اهلي حیواناتو لپاره لومړنی خوځښت له منځني ختیځ څخه پیل شوی و.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سوېلي او ختیځه اسیا

سمول

غیر کوچیاني ژوند چې د وښو له لټون څخه د کرنې او مالدارۍ پر لوري لېږد په کې شاملېږي، تر میلاد شاوخوا ۷۰۰۰ کاله مخکې په سوېلي اسیا کې د اوسني پاکستان په بلوچستان سیمه کې پیل شو. د بلوچستان په مهرګره سیمه کې د غنمو، جوارو او ورپسې د وزو، مېږو او غواوو اهلي کول ثابتولی شو. د ۲۰۰۶ کال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې نېچر علمي مجلې وویل چې د کماني یا لیندۍ ډوله برمو او اورټک ډبرو په مرسته په بدن کې دننه د غاښونو د سوري کولو تر ټولو پخواني شواهد په مهرګره سیمه کې موندل شوي دي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په سوېلي هند کې د ډبرو نوې دوره په ۶۵۰۰ مخزېږد کال کې پیل شوه او تر شاوخوا ۱۴۰۰ مخزېږد کال پورې یې د «مګالېټيک» دورې تر پیل پورې دوام وکړ. د سوېلي هند د ډبرو نوې دوره په کارناټاکا سیمه کې چې وروسته تامیل نادو ته پراخه شوه، په هغو خاورینو غونډیو مشخصېږي چې تاریخ یې تر میلاد مخکې ۲۵۰۰ کاله پخواني مهال ته رسېږي.[۲۳][۲۴][۲۵]

استرالیا

سمول

استرالیا د نیوګینې پر خلاف په دې باور ده چې د ډبرو نوې دوره یې نه لرله او د ژوند ډول یې د ښکاریانو-راټولوونکو په څېر تر هغه مهاله دوام درلود چې اروپایان ورغلل. دغه لیدلوری د کرنې د تعریف له پلوه ننګول کېدای شي، خو «نیولېټيک» یا د ډبرو نوې دوره د استرالیا د ماقبل‌التاریخ په اړه په بحث کې د یوه کم کارول شوي او کم اهمیته مفهوم په توګه باقي پاتې دی.[۲۶]

سرچینې

سمول
  1. Chang, K.C.: "Studies of Shang Archaeology", pp. 6–7, 1. Yale University Press, 1982.
  2. Morelle, Rebecca (21 June 2019). "old stone tools pre-date earliest human". South African History Online. Archived from the original on 21 June 2019.
  3. "Neolithic", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (3rd ed.), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 {{citation}}: Invalid |mode=CS1 (help) (Subscription or UK public library membership required.)
  4. Habu, Junko (2004). Ancient Jomon of Japan. p. 3. ISBN 978-0-521-77670-7.
  5. Xiaohong Wu (2012). "Early Pottery at 20,000 Years Ago in Xianrendong Cave, China". Science. Sciencemag.org. 336 (6089): 1696–1700. Bibcode:2012Sci...336.1696W. doi:10.1126/science.1218643. PMID 22745428. S2CID 37666548. نه اخيستل شوی 15 January 2015.
  6. Bellwood 2004، م. 384.
  7. Scham, Sandra (November 2008). "The World's First Temple". Archaeology. Archaeological Institute of America. 61 (6): 23.
  8. Kislev, Mordechai E.; Hartmann, Anat; Bar-Yosef, Ofer (June 2, 2006). "Early Domesticated Fig in the Jordan Valley". Science. American Association for the Advancement of Science. 312 (5778): 1372–1374. Bibcode:2006Sci...312.1372K. doi:10.1126/science.1125910. PMID 16741119. S2CID 42150441.
  9. "Neolithic Age". 7 August 2015.
  10. Feldman, Keffie. "Ain-Ghazal (Jordan) Pre-pottery Neolithic B Period pit of lime plaster human figures". Joukowsky Institute for Archaeology and the Ancient World. Brown University. نه اخيستل شوی March 9, 2018.
  11. Linseele, V.; et al. (July 2010). "Sites with Holocene dung deposits in the Eastern Desert of Egypt: Visited by herders?" (PDF). Journal of Arid Environments. 74 (7): 818–828. Bibcode:2010JArEn..74..818L. doi:10.1016/j.jaridenv.2009.04.014. Archived from the original (PDF) on 2022-03-09. نه اخيستل شوی 2022-03-14.
  12. Hays, Jeffrey (March 2011). "Early Domesticated Animals". Facts and Details. Archived from the original on 21 October 2013. نه اخيستل شوی 5 September 2013.
  13. Blench, Roger; MacDonald, Kevin C (1999). The Origins and Development of African Livestock. Routledge. ISBN 978-1-84142-018-9.
  14. Barker, Graeme (2009). The Agricultural Revolution in Prehistory: Why Did Foragers Become Farmers?. Oxford University Press. pp. 292–293. ISBN 978-0-19-955995-4. نه اخيستل شوی 3 December 2011.
  15. Alexandra Y. Aĭkhenvalʹd; Robert Malcolm Ward Dixon (2006). Areal Diffussion and Genetic Inheritance: Problems in Comparative Linguistics. Oxford University Press, USA. p. 35. ISBN 978-0-19-928308-8.
  16. Fekri A. Hassan (2002). Droughts, food and culture: ecological change and food security in Africa's later prehistory. Springer. pp. 164–. ISBN 978-0-306-46755-4. نه اخيستل شوی 3 December 2011.
  17. Shillington, Kevin (2005). Encyclopedia of African history: A–G. CRC Press. pp. 521–. ISBN 978-1-57958-245-6. نه اخيستل شوی 3 December 2011.
  18. Coningham, Robin; Young, Ruth (2015), The Archaeology of South Asia: From the Indus to Asoka, c. 6500 BCE – 200 CE, Cambridge University Press Quote: ""Mehrgarh remains one of the key sites in South Asia because it has provided the earliest known undisputed evidence for farming and pastoral communities in the region, and its plant and animal material provide clear evidence for the ongoing manipulation, and domestication, of certain species. Perhaps most importantly in a South Asian context, the role played by zebu makes this a distinctive, localised development, with a character completely different to other parts of the world. Finally, the longevity of the site, and its articulation with the neighbouring site of Nausharo (c. 2800–2000 BC), provides a very clear continuity from South Asia's first farming villages to the emergence of its first cities (Jarrige, 1984)."
  19. Fisher, Michael H. (2018), An Environmental History of India: From Earliest Times to the Twenty-First Century, Cambridge University Press, ISBN 978-1-107-11162-2 Quote: "page 33: "The earliest discovered instance in India of well-established, settled agricultural society is at Mehrgarh in the hills between the Bolan Pass and the Indus plain (today in Pakistan) (see Map 3.1). From as early as 7000 BC, communities there started investing increased labor in preparing the land and selecting, planting, tending, and harvesting particular grain-producing plants. They also domesticated animals, including sheep, goats, pigs, and oxen (both humped zebu [Bos indicus] and unhumped [Bos taurus]). Castrating oxen, for instance, turned them from mainly meat sources into domesticated draft-animals as well."
  20. Dyson, Tim (2018), A Population History of India: From the First Modern People to the Present Day, Oxford University Press, ISBN 978-0-19-882905-8, Quote: "(p 29) "The subcontinent's people were hunter-gatherers for many millennia. There were very few of them. Indeed, 10,000 years ago there may only have been a couple of hundred thousand people, living in small, often isolated groups, the descendants of various 'modern' human incomers. Then, perhaps linked to events in Mesopotamia, about 8,500 years ago agriculture emerged in Baluchistan."
  21. Wright, Rita P. (2009), The Ancient Indus: Urbanism, Economy, and Society, Cambridge University Press, pp. 44, 51, ISBN 978-0-521-57652-9
  22. Coppa, A.; Bondioli, L.; Cucina, A.; Frayer, D. W.; Jarrige, C.; Jarrige, J. -F.; Quivron, G.; Rossi, M.; Vidale, M.; Macchiarelli, R. (2006). "Early Neolithic tradition of dentistry". Nature. 440 (7085): 755–756. Bibcode:2006Natur.440..755C. doi:10.1038/440755a. ISSN 0028-0836. PMID 16598247. S2CID 6787162.
  23. Eleni Asouti and Dorian Q Fuller (2007). Trees and Woodlands of South India: Archaeological Perspectives.
  24. Xiaoyan Yang (2012). "Early millet use in northern China". Proceedings of the National Academy of Sciences. 109 (10): 3726–3730. Bibcode:2012PNAS..109.3726Y. doi:10.1073/pnas.1115430109. PMC 3309722. PMID 22355109.
  25. "New Archaeological Discoveries and Researches in 2004 – The Fourth Archaeology Forum of CASS". Institute of Archaeology, Chinese Academy of Social Sciences. April 28, 2005. نه اخيستل شوی September 18, 2007. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  26. White, Peter, "Revisiting the ‘Neolithic Problem’ in Australia" PDF, 2006