خوشال کونړی مزاروال

خوشال کونړی مزاروال (زوکړه ۱۳۳۹ لمريز لېږدي کال، د کونړ ولايت، مزار دره) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال دی.

مخينه سمول

خوشال کونړی مزاروال پر ۱۳۳۹ لمريز لېږدي کال د کونړ ولايت د مراز درې د خښو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د کونړ ولايت د مزار درې په لېسه کې د ۱۲ ټولگي تر نیمايي پورې او پاتې يې د کابل په انصاري شپې لېسه کې ترسره کړې دي. لوړې پوځي او سیاسي زده کړې يې د حربي پوهنتون په سیاسي پوهنځي کې پر ۱۳۶۰ ل ل کال پای ته رسولې دي. تر سیاسي، کولتوري او ژورناليستيکي ۸ کلنې دندې وروسته پر ۱۳۶۸ ل ل کال د ژورناليزم په څانگه کې د نورو لوړو زده کړو لپاره د اوکراین جمهوريت د لووف ښار ته تللی دی.

ښاغلی مزارول د ١٣٧١ لمريز لېږدي کال په غويي مياشت کې په هېواد کې د ډاکتر محمد نجيب الله د واکمنۍ د له منځه تگ، واک و ځواک ته د جهادي تنظيونو تر رسېدو او د کورنۍ جگړې د لا تاوجنېدو نه څو مياشتې وروسته د نورو ميليونونو افغانانو په څېر دې ته اړوت چې خپل هېواد خوشي کړي او پاکستان ته کډوال شي. هغه له خپلې کورنۍ سره د پاکستان په ټکسيلا ښار کې مېشت شو. نوموړي د نورو گڼ شمېر بېوزله کډوالو افغانانو په څېر په کډوالۍ کې ډېرې ستونزې وزغملې او څه پاسه لس کاله يې له بې برخيو او کړاوونو ډک او ستونزمن ژوند تېر کړ. د جوارو له وږو پخولو نیولې، په تناره کې د ډوډۍ تر پخولو، په لاسگاډي کې د نینو او ممپلیو تر پلورلو او نورې بېلابېلې خوارۍ او غريبۍ يې وزغملې. خوشال مزاروال پر ۱- ۶- ۲۰۰۱ نېټه له خپلې کورنۍ سره یو ځای له پاکستانه د ډنمارک هېواد ته کډوال شو او اوسمهال له خپلې کورنۍ سره هلته ژوند کوي.

مدني اکر سمول

د پښتو ژبې ليکوال خوشال کونړي مزاروال د ۱۳۶۸ ل ل کال د چنگاښ پر ۳۰ واده کړی او اوسمهال پېنځه اولاده لري.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- زما د کلي د مالت یادونه (د لنډو کیسو لومړۍ ټولگه).

۲- سوې ساندې ستي زړونه (د کیسو دویمه ټولگه).

۳- هر څه سره لکه سنگسار (د لنډو کیسو درېیمه ټولگه)، د ۱۳۹۹ ل ل کال چاپ.

اخځليک سمول

۱- https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2014/02/140207_hh-short-stories-pashto-book

۲- ليکوال خوشال کونړي مزاروال خپل ژوندليک د برېښنايي پوهنغونډ کاروونکي ته سپارلی او له هغه هم په دې لیکنه کې کار اخيستل شوی دی.