حقوق
حقوق د هغو قوانينو ټولگې ته وايي، چې د انسانانو ترمنځ راکړه ورکړه سره همغږې کوي.
هغه څوک چې حقوقي قوانين وپېژني د حقوقپوه په نامه يادېږي. ددې لپاره چې په دې څانگه کې خلک پوره مهارت ترلاسه کړي، د نړۍ په پوهنتونو کې ددې لپاره ځانگړې پوهنځي جوړ شوي دي.
حقوق یوه ټولنیزه پوهه او د قاعدی، دستور، فرمانونو او حکومتوالۍ یو سیستم دی چې د اجتماعی نهادونو له طرفه د خلکو سلوک او تگلاره کنټرول یا تابع کوي او مقننه قوه یې تصویب یا تعینوي او په قضایي حوزو کې د وضع شوي قانون په رڼا کې پلي کېږی. قانون د سیاست، اقتصاد، تاریخ او ټولنې بنسټ ایښودونکی او جوړونکی دی او په مختلفو شکلونو د خلکو تر منځ د اړیکو لرلو منځگړتوب کوي. مدني حقوق: په دی قانون کې د قاضي خپلې جوړې شوې فیصلې هم د منلو وړ دي چې د عرفي حقونو په نامه هم یادېږی . په تاریخ کې مذهبی حقوقو هم ځانگړی نقش لري چې له دی نه دوه ډیر مشهور دي چې یو د اسلام سپیڅلی دین شرعي نفاذ او بل د یهودانو مذهبي قوانین دي. یاده دې وي چې اسلامي قانون د نړۍ تر ټولو ستر او د نړۍ په زیاتو ملکونو کې پلي شوی او پلی کېږی. قضاء او قضاوت په دوه لویو برخو وېشل کېږي: د جزا حقوق او مدني حقوق د جزا حقوق: په ټولنه کې له هغه احکامو سرغړونه چې بل ته ضرر رسوي معامله کوي او مجرم یا بندي کېږی یا جریمه کېږي . مدني حقوق: دا حقوق په قضا کې د دو افرادو یا سازمانونو تر منځ د دعوا طرحې ته نظر کوي او قانوني چاره یا اصلاح کېدنې کوشش کوی. اکثره وخت د مالي ضرر لیدونکې او رسوونکي تر منځ فیصله کوي. په مدني حقوقو کې قراردادي قانون د بس له ټېکېټ نه نیولی تر سوداگرۍ او د مارکېټونو پورې ستونزو ته د حل لاره گوري. په مدني حقوقو کې اعتمادي قانون د هغې پانگې چې د پانگونې لپاره کارول کېږی تضمین کوي.
- اساسي قانون: داسې یو چارچوب جوړوي چې په هغې کې د قوانینو ایجاد کېږی او د انساني حقوقو مدافع وي، د سیاسی نمایندگانو لپاره د کاندیدلو حق په یو خاص چوکاټ کې وربښي.
اداري حقوق: د اجرایي ادارو کنټرول کوي چې دوي باید څه وکړي او د څه کولو ځان وژغوري او هغه وخت قضایي بررسي کوي کله چې د یوې ادارې کړنې د یو فرد حق ضایع کړي او یا ضر ر ورته ورسوي.
- نړیوال قانون: د دوو مستقلو ملکونو تر منځ له نظامي اقدامه نیولی تر سوداگریزو اړیکو پورې د فعالیتونو محدوده کې کنټرول کوي.

د قانون پېژندنه
قانون له سلگونو کلونو راهیسې زیات شمېر تعریفونه لري. درېیمی سترې نړیوالې ډیکشنری داسې تعریف کړی: قانون د ټولنې سفارشي عمل دی، یو دستور یا د تگلارې او سلوک وضعیت دی چې د یو حکم، فرمان یا قضایي تصمیم په واسطه تجویز یا رسما پیژندل شوی وي، ته قانون ویل کېږي. په ۱۹۷۲ کال کې ډېرې هڅې وشوی ترڅو قانون داسې تعریف کړي چې په نړیواله کچه منل شوی تعریف وي. خو کلنویل ویلیمز وایي: (د قانون معنی تل داستعمال شوي متن پورې اړه لري، لکه د سوداگرۍ قانون او د ښاروالۍ قانون). په دواړو متنونو کې د قانون معنی ډیره توپیر لري.
ترمن ارنولډ وایي: ( دا ناممکنه ده چې قانون تعریف شي خو دا هم امکان نلري چې د تعریف لپاره دې نور کوښښ ونشي؛ راځئ چې د عمومي تعریف موندنې نه تیر شو او قانون په هر حالت، وضعیت او قضیه کې تعریف کړو).
حقوقی بنسټونه
په صنعتی ملکونو کی دحقوقو او قانون اصلی بنسټونه مستقله قضا، یو نمایده پارلمان، ستونزو ته ځواب ویونکی پولیس او اردو، بیو کراتیک سازمانونه، قانونی مسلکونه، غیر نظامی متمدنه ټولنه دی. قضایه قوه دزیات شمیر قاضیانو د نتیجی لاس ته راوړونو لپاره منځگړتوب دی، اکثره ملکونو کی دتجدید نظر لپاره داستناف محکمه لری.
حقوقي تیوري
د حقوقو فلسفه
د حقوقو فلسفه عموما د فقی یا الهی قانون په نامه پیژندل شوی د اصولی فقی بنیاد سیاسی فلسفه ده او دی ته ځواب وایی چی قانون باید څه وی ؟ په عین حال کی څیړنیزه فقه وایی چی قانون څه دی د دی په ځواب کی جان اوسټن وایی قانون هغه امر دی چی یومستقل فرمان یا فتوا یی ملاتړ کوی او خلک ورته عادتا مطیع وی. هیگو گروشیس وایی: (قانون له دواړو اجتماعی انگیزی او دلیل نه پیدا دی). ای من ویل کټ و ایی: (معنوی ضروریات قانو ن ته اړتیا لری). د قانون په اړه مختلف نظرونه او بحث: ها رت په ۲۰ پیړی کی د حقوقو او قوانینو په اړه داسی ویلی: (حقوق د قوانینو مجموعه ده او هغه دستور العمل دی چی داجتماعی بنسټونه له لوری پلی کیږي). راز وایی قانون د خلکو تر منځ مصالحه او منافع ساتونکی منځگړی قدرت دی. له ۱۸ پیړی را په دیخوا ډیرو اقتصادی څیړنود قانون او اقتصاد تر منځ مهمی او نږدی اړیکی ښودلی. د ټولنی قانون یو بخش دی چی د قانون فعل او انفعال له ټولنی سره ازمایی چی د یو بل لپاره د وجود او پوښ مثال لری.
اقتصادي تحلیلگر
ټولنپوهنه
د قانون تاریخ
د قانون تاریخ د تمدن سره ډېرې نږدې اړیکې لرلي. دلته د ځینو متمدنه ټولنو قوانین ته یو ځغلنده پام کوو:
د مصرقدیمی قانون چی تقریبا د میلاد نه ۳۰۰۰ کاله مخکنی دی، په دی قانون کی د بلاغیت، اجتماعي برابری او بی طرفی د رواجی مشخصاتو سره پلی کیده. په ۱۲ کتابونو کی لیکل شوی چی د امات په نامه یادیږی. په اولنی ځل یور نامو د قانون مادی فارمول کړی چی د وجی اصطلاح (که چیری..... نو بیا....) پکی کارول سوی وه . د میلاد نه ۱۷۶۰ کاله مخکی بیبی لونین قانون چی مادی یی په کاڼی فورمول شوی وی انگریزانو په ۱۹ پیړی کی تر لاسه کړ. دیونان آتن ښار د میلاد نه ۸۰۰ کاله وړاندی خپل اتحاد او د نورو غلامی چی په غلامی کی د ښځو استثنا وه جوړ کړ . دی قانون کوم خاص نوم نه لاره بلکه له د دری څیزونو جوړ وه (الهی قانون، انسانی حکم، او یونانی قدیمی رسمونه) . دی قوانینو ته وروسته وسعت ورکړل شو چی د ډیموکراسی په نامه ونومیدل. د روم قوانین: ډیر د یونانی قاعدو نه متاثره وو چی ورووسته د روم مسلکی وگړوتوسعه ورکړه او ډیره زیاته پیچیدگی یی لرله او وروسته په وسطی قرنونو کی د انگلستان محکمو هم کاروه ، چی ورته د عرفی یا مدنی قانون نوم ورکړ. له دی وروسته په اروپا کی د سوداگری یا مرچنټ په نامه قانون وضع شو، په ۱۸ او ۱۹ پیړی کی نیشنلزم وده وکړه دسودا گری قانون ته ناپلیون او جرمنی توسعه ورکړه. قدیم هندوستان او چین هم د قانون مختلف رسم رواج لره او مستقل مکتبونه یی د حقوقی تیوری او عملی کار لپاره لرل په جنوبی شرقی اسیا کی د منو جوړ شو ی قانون پلی کیده . کله چی هندوستان باندی انگلستان حمله وکړه د هندو او مسلمانانون د مذهب په رڼا کی یی د عرفی یا مدنی قانون جوړ کړ چی وروسته سینگاپور او هانگ کانگ هم خپل کړ. جاپان هم کم فرانسوی او ډیر د جرمنی د مادو له فارمولونو په تقلید شروع وکړه له غرب سره یی برابر خپلوقوانینو ته توسعه وبښله. وروسته له ۱۵ کالو مذاکراتو په ۲۰۰۱ کال کی د نړیوال تجارت سازمان کی غړیتوب تر لاسه کړ.
مدني حقوق
دا هم وگورئ
- د ژوو حقونه
- خپلواکي
- بشري حقونه
- قانون
- د مذهب خپلواکي
- د وينا خپلواکي
- د خپرونو خپلواکي
- رومي قانون
- د چاپېريال حقونه
- ملکي حقونه
- قانوني حقونه
- اداری او استخدامی حقونه
- اساسي / مدني حقونه
- سوداگريز حقونه
- چاپيريال ساتنې حقونه
- بیمې حقونه
- مالي حقونه
- فقه
- حقوقي څېړنه
- بشري حقونه
- سیاستپوهنه
- د حقوقو فلسفه
- د قانون سلطه
- Legal treatise
- حقوقي سیند
- Rule according to higher law
- Public interest law
- نړیواله محکمه
تړلې موضوعگانې
- اسلامي حقوق (فقه)
- اساسي قانون
- جنايي فقه او جرم پېژندنه
- قانون
بهرنۍ تړنې
- DRAGNET: Search of free legal databases from New York Law School
- WorldLII – د نړۍ حقوقي معلوماتو انسټېټیوټ
- CommonLII – د کامنوېلت حقوقي معلوماتو انسټېټیوټ
- AsianLII – اسیایي حقوقي معلوماتو انسټېټیوټ (AsianLII)
- AustLII – اسټرالیایي حقوقي معلوماتو انسټېټیوټ
- BaiLII – برېټانوي او ایرلېنډي حقوقي معلوماتو انسټېټیوټ
- CanLII – کاناډایي حقوقي معلوماتو انسټېټیوټ
- NZLII – نیوزیلېنډ حقوقي معلوماتو انسټېټیوټ
- PacLII – پاسفیک حقوقي معلوماتو انسټېټیوټ
- SAfLII – سویلي افریقې حقوقي معلوماتو انسټېټیوټ
سرچینې
- ↑ Digitizing the Hanging Court. Guy Gugliotta, Smithsonian Magazine, April 2007.
- ↑ Luban, Law's Blindfold, 23.
- ↑ "The Becker-Posner Blog". د لاسرسينېټه ۲۰ مې ۲۰۱۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)