هو چی مین
هو چی مین (۱۹ مۍ ۱۸۹۰ – ۲ سپټمبر ۱۹۶۹ زکال) ویتنامي انقلابي او دولت چلونکی و چې په زیږون کې یې نوم نګوین سین شانګ و او همدارنګه د نګوین تات نان، نګوین آی کوش، باش هو، Người cha dân tộc (د وګړو پلار) نومونو یا په ساده ډول د باش (کاکا) په نوم پېژندل کېده. نوموړي له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۵۵ زکال پورې د ویتنام د دیموکراتیک جمهوریت د لومړي وزیر او له ۱۹۴۵ زکال څخه تر ۱۹۶۹ زکال پورې یې د یاد هېواد د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. له آیدیالوژیک پلوه مارکسېست – لینینست و، چې د ویتنام د کارګر ګوند د مشر او لومړي منشي په توګه یې خدمت وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶]
هو چی مین | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۱۹ مې ۱۸۹۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
مړینه | 2 سپټمبر 1969 (79 کاله)[۱۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹] هانوی |
د مړینې لامل | زړه نابری |
استوګنځای | هانوی |
تابعیت | شمالي ويتنام |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال ، شاعر ، سياستوال ، خبريال ، پوځي ځواک |
مورنۍ ژبه | ويتنامي ژبه |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه ، فرانسوي ژبه ، روسي ، ويتنامي ژبه [۲][۱۳]، ماندارين ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | د ویتنام جګړه ، د هندوچین لومړۍ جګړه |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هوچي مین د مرکزي ویتنام په نا آن ولایت کې وزېږېد. نوموړي له ۱۹۴۱ ز کال وروسته د ویت مین خپلواکي غوښتونکی خوځښت رهبري کړ. په پیل کې دا د ټولو ګوندونو اړوند چترۍ ډوله ډله وه چې د ویتنام د خپلواکۍ لپاره یې جګړه کوله، خو کمونېست ګوند له ۱۹۴۵ زکال وروسته اکثریت ترلاسه کړ. هو چی مین په ۱۹۴۵ زکال کې د کمونیستانو تر واکمنۍ لاندې د ویتنام د دیموکراتیک جمهوریت رهبري وکړه، په ۱۹۵۴ زکال کې یې په دین پین فو جګړه کې فرانسوي اتحادیې ته ماته ورکړه، د هندوچین لومړۍ جګړه یې پای ته ورسوله ،چې په پای کې یې ویتنام ووېشل شو چې له مخې یې شمالي ویتنام د کمونېستاتو ترواکمنۍ لاندې پاتې شو. هغه د ویتنام د جګړې پر مهال چې له ۱۹۵۵ زکال څخه یې تر ۱۹۷۵ زکال پورې دوام درلود، د ویتنام د خلکو د پوځ او وینت کانګ د ځواکونو له مخکښو څېرو و. هو په ۱۹۶۵ زکال کې په رسمي ډول د روغتیايي ستونزو له امله واک پرېښود او په ۱۹۶۹ زکال کې مړ شو.. شمالي ویتنام بالاخره د سویلي ویتنام او د هغو د متحدینو پر وړاندې بریالی شو او په رسمي ډول په ۱۹۷۶ زکال کې یو موټی شو. د سویلي ویتنام پخوانۍ پلازمېنه سایګون د هغه په ویاړ د هو چی مین په نوم ونومول شوه.
واک ته د نوموړي له رسېدو وړاندې، د هغه د ژوندانه جزئیات نامعلوم دي. هغه له ۵۰ څخه تر ۲۰۰ مستعارو نومونو څخه ګټنه کړې. د هغه د زیږون او د ژوندانه د لومړیو اړوند اطلاعات معلوم نه دي او د علمي بحثونو موضوع ګرځېدلي. لږ تر لږه د نومونو، تاریخونو، ځایونو او نورو حقایقو پر بنسټ د هغه څلور رسمي ژوند لیکونه شته دي، په داسې حال کې چې غیر رسمي ژوند لیکونه یې په پراخه کچه توپیر لري.[۱۷][۱۸][۱۹]
په سیاستوالۍ سربېره، نوموړی لیکوال، شاعر او خبریال هم و. هغه بې شمېره کتابونه، مقالې او اشعار په چینايي، ویتنامي او فرانسوي ژبو لیکلي دي.
لومړی ژوند
سمولهوچی مین د نګوین سین شانګ په اصلي نوم په ۱۸۹۰ زکال کې د مرکزي ویتنام په نا آن ولایت کې د خپلې مور په کلي هوانګ ترو کې (لانګ سن ته د نږدې سیمه ئیز معبد نوم و) وزېږید. په داسې حال کې چې په ۱۸۹۰ زکال په بشپړه توګه د هغه د زیږون د کال په توګه منل شوې، خو په بېلابېلو مهالونو کې هغه د زېږون له څلورو نورو کلونو هم ګټنه کړې: ۱۸۹۱، ۱۸۹۲، ۱۸۹۴، ۱۸۹۵ زکال. له ۱۸۹۵ زکال وروسته، هغه د خپل پلار په کلي نګوین سین ساش (نګین سین های)، لانګ سن، کیم لین، نام دان او نا آن ولایت کې را لوی شو. هغه درې وروڼه او خویندې لرلې: خور یې باش لین (نګوین تی تان) د فرانسې د پوځ کارکوونکې وه، ورور یې نګوین سین خیم (نګوین تات دات) بوټی پېژندونکی او دودیز یوناني حکیم و، بل ورور یې (نګوین سین نهوآن) په ماشومتوب کې مړ شو. د یو نوي رالوی شوي ماشوم په توګه شان (هو) د خپل پلار او د نام وونګ توش دو په نوم ښوونکي سره درس ولوست. هغه په چټکی سره د چیني خط لیکل چې د کنفوشیونېزم د لوستلو په موخه اړین و، زده کړل او همدارنګه یې د ویتنامي لیکل هم ورسره زده کړل. هغه په زده کړو سربېره د کاغذ باد د پورته کولو او کب نیولو سره مینه لرله. د کنفوشیونېزم له عنعنو څخه په پیروي، پلار یې په ۱۰ کلنۍ کې په هغه نوی نوم نګوین تات تان (تربیه شوی نګوین) کېښود.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د هغه پلار د کنفوشیوزم عالم او ښوونکی و چې وروسته د بین خه په نامه په لرې پرتې کوچنۍ سیمه کې سلطنتي قاضي وټاکل شو. هغه له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې له امله هغه مهال یوه رتبه را ښکته کړای شو، کله چې یو سیمه ییز بانفوذه مشر د ده له خوا د سرغړونو له امله ۱۰۲ قمچینې وخوړې او بیا اووه ورځې وروسته مړ شو. د هغه پلار د سترواکي په اداري تشریفاتو کې د خدمت وړ و، خو له دې امله چې نه یې غوښتل، فرانسویانو ته خدمت وکړي، له هغو یې ډډه وکړه. دغې چارې تان (هو) په کم عمر کې بغاوت ته وهڅاوه او داسې ښکارېده چې دا د دغه ایالت لپاره یوه عادي موضوع وه. په دې سره هغه د فرانسوي زده کړې وکړې او د هوئه په کوش هوش کالج (لیسې یا عالي لیسې) کې زده کړې وکړې. د هغه ملګري فام وان دونګ او وو ګوین جیاپ و. همدارنګه په دغه ښوونځي کې د سویلي ویتنام راتلونکي ولسمشر او دهغه سیاسي سیال نګو دین دیم هم زده کړې کولې. [۲۶][۲۷]
ولسمشر کېدل
سمولد جینوا هوکړه په ۱۹۵۴ زکال د فرانسې او ویت مین ترمنځ وشوه او دویم ځواک ته یې اجازه ورکړه څو په شمال کې راغونډ شي په داسې حال کې چې کمونېزم ضد ډلې په سویل کې ځای پر ځای شوې وې. د هغه د ویتنام دیموکراتیک جموریت هانوي ته ولېږدول شو او د شمالي ویتنام په نامه د کمونیستانو تر واکمنۍ لاندې په یو ګوندي دولت واوښت. د جینوا له توافقاتو وروسته په پام کې وه یوه ۳۰۰ ورځنۍ دوره شتون ولري او وګړي وکولای شي په آزادنه توګه د ویتنام د دوه سیمو ترمنځ چې وروسته د شمالي او جنوبي ویتنام په نومونو وپېژندل شوې، تګ راتګ وکړي. په دغو ۳۰۰ ورځو کې دیم او د امریکا د استخباراتي ادارې سلاکار ډګروال ادوارد لنزدیل یو کمپاین پیل کړ او خلک یې هڅول سویلي ویتنام ته کډه وکړي. دغه کمپاین په ځانګړي ډول په ویتنامي کاتولیکانو تمرکز درلود او هڅه یې کوله د دیم د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې په دغه شعار چې «خدای سوېل ته تللی» د هغه د واک ځایګی وساتي. له ۸۰۰،۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰۰ وګړي سوېل ته کډه شول چې ډېری یې کاتولیک و. د ۱۹۵۵ زکال په پیل کې د فرانسي هندوچین منحل شول او په سوېل کې د دیم لنډ مهالی کنټرول پاتې شو. [۲۸][۲۹]
په جینوا کې ټولو ګوندونو د بیاځلي یوځای کېدو په موخه د ټاکنو غوښتنه وکړه، خو وه یې نشو کولای د جزئیاتو پر سر هوکړې ته ورسېږي. فام وان دونګ چې په وروستیو کې په ویت مین کې د بهرنیو چارو وزارت د واکیال په توګه ټاکل شوی و، وړاندیز یې وکړ چې ټاکنې د «یو سیمه ېیز کمیسیون» تر واکمنۍ لاندې ترسره شي. متحده ایالاتو د بریتانیا او ویتنام ته د اړوندو هېوادونو لاوس او کمبودیا پر ملاتړ د ملګرو ملتونو د څارنې وړاندېز وکړ. دغه طرح د شوروي اتحاد د استازي ویاچسلاو مولوتوف له خوا چې د داسې کمیسیون د جوړېدو وړاندېز یې کړی و چې په مساوي توګه کمونیستي او غیر کمونیستي غړي یې لرل؛ رد شو. مذاکره کوونکو ونشو کولای د بیاځلي یووالي په موخه د ټاکنو د ترسره کېدو د کره نېټې پر سر هوکړې ته ورسېږي. شمالي ویتنام استدلال وکړ چې ټاکنې باید له اوربند وروسته شپږو میاشتو په اوږدو کې ترسره شي، په داسې حال کې چې لویدیځ متحدین د دې په لټه کې و چې ټاکنو ته ضرب الاجل وټاکل شي. مولوتوف د ۱۹۵۵ زکال د جون میاشتې وړاندیز وکړ، وروسته یې د دغه کار لپاره د ۱۹۵۵ زکال هر مهال غوره باله، خو په پای کې د ۱۹۵۶ زکال په جولای میاشت کې هوکړې ته ورسېدل. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
سرچينې
سمول- ↑ پیوستون : 11855168X — خپرېدونېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb120266704 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tx3jbt — subject named as: Ho Chi Minh — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/5740 — subject named as: Ho Chi Minh — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Ho-Chi-Minh — subject named as: Ho Chi Minh — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Ho Chi Minh — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/9f3cad69fd2444e7aa8be531300764dc — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/931229 — subject named as: Ho Chi Minh
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0032781.xml — subject named as: Ho Chi Minh — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=sinh+cung;n=nguyen — subject named as: Sinh Cung Nguyễn
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/27107 — subject named as: Ho-Ši-Min — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000716 — subject named as: Ho Chi-minh — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/11855168X — خپرېدونېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/104171363
- ↑ "Ho Chi Minh". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ Trần Quốc Vượng. "Lời truyền miệng dân gian về Hồ Chí Minh". BBC Vietnamese. بياځلي په 10 December 2013.
- ↑ Nguyễn Vĩnh Châu. "Phỏng vấn sử gia Vũ Ngự Chiêu về những nghiên cứu lịch sử liên quan đến Hồ Chí Minh". Hợp Lưu Magazine. خوندي شوی له the original on 3 December 2013. بياځلي په 10 December 2013.
- ↑ Duiker, William J. Ho Chi Minh: A Life. New York: Hyperion, 2000.
- ↑ Pike 1976.
- ↑ Duncanson 1957، م. 85.
- ↑ Trần Quốc Vượng. "Lời truyền miệng dân gian về Hồ Chí Minh". BBC Vietnamese. بياځلي په 10 December 2013.
- ↑ Nguyễn Vĩnh Châu. "Phỏng vấn sử gia Vũ Ngự Chiêu về những nghiên cứu lịch sử liên quan đến Hồ Chí Minh". Hợp Lưu Magazine. خوندي شوی له the original on 3 December 2013. بياځلي په 10 December 2013.
- ↑ Ton That Thien 18, 1890 is the most likely year of his birth. There is troubling conflicting evidence, however. When he was arrested in Hong Kong in 1931, he attested in court documents that he was 36. The passport he used to enter Russia in 1921 also gave the year 1895 as his birth date. His application to the Colonial School in Paris gave his birth year as 1892
- ↑ Yen Son. "Nguyen Ai Quoc, the Brilliant Champion of the Revolution." Thuong Tin Hanoi. 30 August 1945.
- ↑ Duiker, William J. Ho Chi Minh: A Life. New York: Hyperion, 2000.
- ↑ Trần Dân Tiên 1994.
- ↑ "Ngo Dinh Diem and ho Chi Minh". nguoiviet.com. 3 November 2018.
- ↑ Hunt 2016، م. 125.
- ↑ Maclear, pp. 65–68.
- ↑ Jacobs 2006، مم. 43–53.
- ↑ Logevall 2012، م. 604.
- ↑ Logevall 2012، م. 610.
- ↑ Turner 1975، م. 107.
- ↑ Turner 1975، مم. 89, 91, 97.