فرانسوي هند او چين

هند او چين (چې مخکې د فرانسوي هند او چين په توګه لیکل کېدل)، په رسمي ډول د هند او چین اتحادیه چې له ۱۹۴۷ کال وروسته د هند او چين د فېدراسیون په نوم پېژندل کېده، د اسیا په سویل ختيځ کې په ۱۹۵۴ کال کې د فرانسوي استعمار تر له‌منځ تللو د یاد استعمار یوه ډله مستعمرې وې. چې کمبوجیا لاووس (له ۱۸۹۹ کال څخه)، ګوانګژووان چينايي خاوره (۱۸۹۸ څخه تر ۱۹۴۵ کال پورې) او په شمال کې د تونکېن ويتنامي سیمي، په مرکز کې انام او په سويل کې کوچینچینا په‌کې شاملېدل. پلازمېنه يې د تاریخ په ډېره برخه کې د هانیو ښار(۱۹۰۲-۴۵) و؛ او د سانګیو ښار له ۱۸۸۷ کال څخه تر ۱۹۰۲ کال پورې او بیاځلي له ۱۹۴۵- ۱۹۵۴ کال پورې پلازمېنه و.  

د فرانسې دویمې امپراتورۍ کوچېنچینا خپله ضمیمه کړه او په ترتیب سره په ۱۹۶۲ او ۱۹۶۳ کلونو کې په کامبوجيا کې تحت الحمایه هېواد اعلان شو. وروسته له دې چې د فرانسې دویمه امپراتوري د تونکين د مبارزاتو له طریقه د ويتنام پر شمال واکمنه شوه، بېلابېل تحت‌الحمایه هېوادونه په ۱۸۸۷ کال کې په یوه اتحادیه کې سره یوځای شول. د لاوس تحت‌الحمایه او کوانګژووان چیني خاوره په اتحادیه کې دوه نور بنسټونه و چې سره یوځای شول. فرانسویانو د خپلې حکومت‌ولۍ په بهیر کې د سیمې له شته سرچينو څخه ګټه واخیسته، خو په سیمه کې يې د زده‌کړو او روغتیايي سیستم په رغولو کې هم مرسته وکړه. له دې سره د استعمارګرانو او لرغونو اوسېدونکو تر منځ ژوره فاصله شته وه چې د لرغونیانو له‌خوا د خورو ورو بغاوتونو لامل شوه. د دويمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د فرانسې تر نسکورېدو وروسته دا مستعمره د ویشي دولت له‌خوا اداره کېده او د ۱۹۴۵ کال تر مارچ پورې کله چې جاپانیانو استعماري رژيم نسکور کړو د جاپان تر اشغال لاندې وه. د جاپان تر تسلیم کېدو وروسته ويت‌مېن د هوچي‌مېن په مشرۍ د ويتنام د خپلواکۍ د اعلام یو کمونیستي سازمان رامنځته کړ. خو فرانسې په پرلپسې ډول د هند او چين کنترول بېرته تر لاسه کړ. د ۱۹۴۶ کال په وروستیو کې د هر اړخيز استقلال یوه جګړه چې د هند او چين د لومړۍ جګړې په نوم پېژندل کېږي د ويت‌مېن او فرانسوي ځواکونو تر منځ پيل شوه.

له ویت‌مېن سره د مخالفت لپاره په ۱۹۴۹ کال کې د پخواني امپراتورباوډي په مشرۍ د ويتنام ایالت اعلان شو، له ويتنام سره د بیاځلي اتحاد لپاره د فرانسې هڅه نابریالۍ وه. د ۱۹۵۳ کال د اکتوبر په ۹مه او د نوامبر په ۲۲ د لاووس پاچاهۍ او د کامبوج پاچاهۍ خپله خپلواکي اعلان کړه. په ۱۹۵۴ کال کې د جینوا تر تړون وروسته فرانسویان له ویتنام څخه چې په دوه هېوادونو وېشل شوی و (تر ۱۹۷۶ کال) په زور ووېستل شول او فرانسوي هند او چين نور نه‌شته و.

تاريخ سمول

د فرانسې لومړني لاس‌وهنې/مداخلې سمول

د فرانسې او ویتنام اړیکې د ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې د عیسوي مبلغ الکساندر ډي روډز له ننه کېدو سره پيل شوې. ويتنام نږدې په دې وخت «د سویل لور ته خپل فشار» - « Nam Tiến» نوی پيل کړی و. د مکونګ دېلتا په نوم تر یوې کچې د چمپا پاچاهۍ او د خومر امپراتوۍ د یوې برخې اشغال د دوی په لاس کې و چې په ۱۴۷۱ کال کې يې ماته وخوړه. [۱]

په وينتام کې د اروپا ګډون د ۱۸مې پېړۍ په بهیر کې پر سوداګرۍ محدود شو، ځکه د عیسوي تبلیغیانو ډېر بریالي کار دوام وکړ. یو فرانسوي کاتولیک کشیش پېیر پينو ډي بهین په ۱۷۸۷ کال کې د فرانسې له دولت څخه غوښتنه وکړه او فرانسوي پوځي داوطلبان يې د خپلې کورنۍ د ځمکو د بېرته اخیستلو لپاره چې کورنۍ يې تا سون ته بایللې وې د نېګویان انې د مرستې لپاره تنظیم کړل. پېنګو په ویتنام کې ومړ خو پوځیانو يې تر ۱۸۰۲ کال پورې د فرانسې د مرستې لپاره د نګویان انې سره وجنګېدل.

نولسمه پېړۍ سمول

د فرانسې استعماري امپراتوري په نولسمه پېړۍ کې په شدید ډول په ویتنام کې ښکېله وه. په دې هېواد کې د فرانسې لا‌س‌وهنه تر ډېره د پاریس د بهرنیو ماموریتونو ټولنې د کارونو د خوندیتوب په موخه وه. د نېکویانو کرړې په‌خپل وار سره کاتولیک تبلیغیانو ته د مخ پر زیاتېدو سیاسي ګواښ په سترګه کتل؛  د مثال په ډول کورتېزانس (د اروپا په فیوډالي ټولنه کې د حکومت د مرکز درباریان، ژباړن) چې په سلسله‌يي نظام کې یو بانفوذه لوری و، د داسې یوې ټولنې تر اغېز لاندې له خپل وضعیت څخه وېرېدل چې پر یوښځمنۍ يې ټینګار کاوه. [۲]

په ۱۸۵۸ کال کې د نېګویانو د کرړې د اتحاد یوه لنډمهالې دوره پر ټوران (اوسنی ډا نانګ) د درېیم ناپيلون په امر د فرانسې د سمندري ځواک مشر چارلېز ريګولټ ډي جينیولي له برید سره پای ته ورسېد. تر برید مخکې د یوې سوله‌ییزې حل‌لارې لپاره د فرانسوي ديپلومات چارلز ډي مونتوګوني هڅې له ماتې سره مخ وې. فرانسې چې بله چاره نه لرله، د ويتنام زور زیاتي د پای ته رسولو او د کاتولیک تبلیغیانو د تبعید لپاره يې جينیولي د پوځي هڅې لپاره ولېږه. [۳]

څورالس توپ‌لرونکو بېړیو ۳۰۰۰ نارینه سرتېرو چې ۳۰۰ يې د اسپانویانو له‌خوا چمتو شوي فلیپيني سرتېري و، د ټوران پر بندر برید وکړ چې د پام‌وړ زیانونه يې پېښ او ښار يې اشغال کړ. له ويتناميانو سره تر درې مياشتنۍ جګړې وروسته په خاروه کې د ډېر پرمختګ نه وړتیا ډي جینیولي پر سایګون د یو بل ځای ناستي برید په لټه کړ او د هغې تاييدي يې ترلاسه کړه. [۴][۵]

ډي جینیولي د ویتنام د سویل لور ته په حرکت کولو سره د سایګون ښار چې له کمزوري دفاعي سیستم څخه برخمند و د ۱۸۵۹ کال د فېبرورۍ په ۱۷مه ولکه کړ. په دې توګه جینیوالي او پوځ يې یو ځل بیا وکولی شوی چې د ښار له دفاعي محدودې څخه بهر خاوره قبضه کړي. ډي جينیولي د خپلو اقداماتو له امله له نیوکو سره مخ شو او د پوځي بېړيو مشر پېج يې د ۱۸۵۹ کال په نوامبر کې په ویتنام کې د کاتولیکانو د ايمان د خونديتوب تړون او په ورته حال کې د خاورې لاسته‌راوړنو ته د لاس‌رسي د مخنیوي پر بنسټ ځای‌ناستی وټاکل شو. [۶][۷]

د سولې مذاکرات نابریالي وو او په سایګون کې جګړې دوام وکړ. په پای کې فرانسویانو په ۱۸۶۱ کال کې د سایګون لښکر‌لېږد ته ډېر پوځیان راوستل، چې له ښار څخه بهر يې پرمختګ وکړ او په ډېلتا مکونګ کې يې د ګڼ شمېر ښارونو په ولکه کولو پيل وکړ. ويتنامیانو د ۱۸۶۲ کال د جون په ۵مه د سایګون تړون ومانه او لاسلیک يې کړ، چې پر بنسټ يې د کاتولیک مذهب ازادۍ له قانوني کولو سره هوکړه وکړه؛ تر څو په دلتا مکونګ کې د سوداګرۍ او د ويتنام په شمال کې د سره سیند په خوله کې درې بندرونو پرانيزي؛ له بین هووا، ګېا ډېن او ډېن ټونګ سربېره د فرانسې د پاولو کانډور او ټاپو څخه تېر شي او د یو مليون ډالرو په برابر د خسارې جبران ورکړي.  [۸][۹][۱۰]

په ۱۸۶۴ کال کې درې پورته یاد شوي ولایتونه فرانسې ته ورکړل شول، چې په رسمي ډول د فرانسې د کوچینچینا مستعمرې نوم ورکړل شو. وروسته په ۱۸۶۷ کال کې د فرانسې د سمندري بېړیو مشر پېيري ډي لا ګرنډایر ويتنامیان دې ته اړ کړل چې د چاوډاک، هاتين او وېن لانګ په نوم درې نور فرعي ولایتونه هم هغوی ته تسلیم کړي. له یادو درېیو الحاقاتو سره د ویتنام ټول سویل او دېلتامکونګ د فرانسې تر کنترول لاندې شول. [۱۱]

په ۱۸۶۳ کال کې د کمبوجیا پاچا په‌خپل هېواد کې فرانسې ته د یو تحت‌الحمایه د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه. په ۱۸۶۷ کال کې سیام (اوسنی ټایلنډ) په کمبوجیا کې ملک‌الطوایفي پرېښوده او د باتامبانګ او سیم ريپ د کنترول په بدل کې چې په رسمي ډول د ټایلنډ برخه وو، په کامبوج کې يې د فرانسې د ۱۸۶۳ کال تحت‌الحمایه په رسمیت وپېژندله. (دا ولایتونه په ۱۹۰۶ کال کې د فرانسې او سیام تر منځ د پولو د وېش د یو تړون په ترڅ کې بېرته کمبوجیا ته ورکړل شول.)

سرچينې سمول

  1. Kahin.
  2. Owen, p. 106.
  3. Tucker, p. 29.
  4. Chapuis (1995), p. 195.
  5. Chapuis (2000), p. 48.
  6. Tucker, p. 29.
  7. Chapuis (2000), p. 48.
  8. Chapuis, pp. 49–53.
  9. Llewellyn.
  10. Thomazi, pp. 69–71.
  11. Llewellyn.