د امریکا انقلاب

د امریکا انقلاب یو ایډیالوژیک او سیاسي انقلاب و چې د ۱۷۶۵ او ۱۷۹۱ کلونو ترمنځ په برتانوي امریکا کې رامنځ ته شو. امریکایانو په دیارلس مستعمرو کې خپلواک دولتونه جوړ کړل چې د امریکا په انقلابي جګړه (۱۷۷۵-۱۷۸۳) کې یې برطانویانو ته ماتې ورکړه، د برطانیې له تاج څخه یې خپلواکي ترلاسه کړه او د امریکا متحده ایالاتونه يې رامنځته ته کړل، چې لومړنۍ عصري قانوني لیبرال ډموکراسي ده.[۱][۲][۳]

امریکایی کډوال مېشتو د برطانیې د پارلمان لخوا د مالیاتو د اخیستلو مخالفت وکړ، پدې ارګان دوی په مستقیم ډول استازولي نه درلوده. د ۱۷۶۰مې لسیزې څخه وړاندې، د برطانیې امریکایي مستعمرو په خپلو داخلي چارو کې په لوړه کچه خپلواکي درلوده، چې په ځايي توګه د مستعمرو د مقننه قوې لخوا اداره کیده. د ۱۷۶۵م کال د ټاپې قانون (Stamp Act) په تصویب کېدلو سره په مستعمرو باندې داخلي مالیات وضع شول، چې دا چاره د مستعمرو د مظاهرو، او د ټاپې قانون په کانګرس کې د ډیری مستعمرو د استازو د راغونډه کېدو لامل شوه. د انګلیس لخوا د ټاپې قانون په لغوه کولو سره ترینګلتیا راکمه شوه، خو په ۱۷۶۷م کال کې کې د ټاون شینډ قوانینو (Townshend Acts) په تصویب سره یوځل بیا ترینګلتیا ډېره شوه. د برطانیې حکومت په ۱۷۶۸م کال کې باسټون ته سرتیري واستول ترڅو د ناکراریو مخه ونیسي، چې دا چاره په ۱۷۷۰م کال کې د باسټون د ټولوژنې لامل شوه. په ۱۷۷۰م کال کې برتانوي حکومت د ټاونشینډ ډېری مالیې لغوه کړې حو پر چای باندې يې مالیه وساتله ترڅو په سمبولیک ډول تصریخ کړي چې پارلمان پر مستعمرو د مالیې وضع کولو حق لري. په ۱۷۷۲م کال کې په روډ ټاپو کې د ګاسپي سوځول، په ۱۷۷۳م کال کې د چای قانون تصویب او په ډېسمبر ۱۷۷۳م کال کې کې د باسټون چای ګوند د ترینګلتیا د لاډېرېدو لامل شول. برطانیې د باسټون بندر په تړلو او د یو لړ جزايي قوانینو په پلي کولو سره ځواب ورکړ چې په اغېزمنه توګه یې د ماساچوسټ خلیج کالونۍ د خودمختارۍ امتیازات له منځه یوړل. نورې متسعمرې د ماساچوسټ په ننګه ودرېدلې، او د دیارلسو مستعمرو څخه دولسو استازو د ۱۷۷۴م کال په وروستیو کې د برطانیې په وړاندې د دوی د مقاومت د همغږۍ په موخه د کانټینینټل کانګرس جوړولو لپاره واستول. د برطانیې مخالفین د هېوادپالو یا ویګ په نامه پیژندل شوي، پداسې حال کې چې استعمارګران، چې تاج ته یې وفاداري ساتلی وه، د وفادارانو یا توري په نوم پیژندل شوي کېدل.

علني جګړه هغه مهال پیل شوه چې برتانوي منظم سرتیري د نظامي اکمالاتو د یوې زیرمې د نیولو لپاره ولېږل شول خو په اپریل ۱۹، ۱۷۷۵ نېټه په لېکزینګټن او کانکورډ کې د ځايي هېوادپالو ملېشو سره مخامخ شول. هېوادپاله ملېشې چې د نوي جوړې شوي کانټینینټل اردو سره یوځای شوې، بیا یې په باسټون کې برتانوي ځواکونه په وچه کې محاصره کړل او د دوی ځواکونه د سمندر له لارې وتل. هرې کالونۍ یو آیالتي کانګرس جوړ کړ، چې د پخوانیو استعماری حکومتونو څخه يې واک واخیست، وفاداري یې وځپله، او د سراعلی قوماندان جنرال جورج واشنګټن په مشرۍ د کانټینینټل پوځ سره يې مرسته وکړه. د ۷۶-۱۷۷۵ د ژمي په موسم کې، هېوادپالو پر کیوبیک د برید ناکامه هڅه وکړه اوخواخوږي کډوال مېشتي يې هلته راټول کړل.

کانټینینټل کانګرس د برطانیې پاچا درېیم جورج یو مستبد اعلان کړ چې د انګلیسانو په توګه یې د مستعمرو حقونه تر پښو لاندې کړي وو او د ۱۷۷۶م کال د جولای میاشتې په ۴مه نېټه یې مستعمرې آزاد او خپلواک ایالتونه اعلان کړل. د هېوادپال اړخ مشرتابه د لیبرالیزم او جمهوریت غوښتنې پر سیاسي فلسفې ټینګار وکړ ترڅو د پاچاهۍ او اشراف سالارۍ حاکمیت رد کړي. د خپلواکۍ اعلامیې په ډاګه کړه چې ټول انسانان مساوي خلق شوي، خو په وروستیو پېړیو کې د اساسي قانون تعدیلاتو او فډرالي قوانینو په زیاتیدونکي بڼه افريقايي امریکایانو، اصلي امریکایانو، بې وزلو سپینو سړیو او ښځو ته مساوي حقونه ورکړل.

برتانویانو د نیویارک ښار او د هغه ستراتیژیک بندر د ۱۷۷۶م کال په اوړي کې ونیول، کوم چې دوی د جګړې د مودې لپاره ساتل. کانټینینټل پوځ د ۱۷۷۷م کال د اکتوبر په میاشت کې د ساراتوګا په جګړه کې یوه برتانوي اردو ونیوله، او فرانسه بیا د متحده ایالاتو د متحد په توګه جګړې ته ننوتله او پدې توګه يې جګړه په نړیواله شخړه بدله کړه. شاهي سمندري ځواک بندرونه بند کړل او د لنډ مهال لپاره یې نور ښارونه ونیول، مګر دوی د واشنګټن د ځواکونو په ویجاړولو کې پاتې راغلل. برطانیې هم هڅه وکړه چې د وفادارانو د اټکل شوي مرستې سره سویلي ایالتونه ونیسي، او جګړه سویل ته لاړه. برتانوي جنرال چارلس کارنوالس د ۱۷۸۰م کال په لومړیو کې د جنوبي کارولینا په چارلسټن کې یوه امریکایی اردو ونیوله، خو هغه د سیمې اغیزمن کنټرول ترلاسه کولو په موخه د وفادار اړخ له ملکي خلکو د پوره رضاکارانو په جلب او جذب کې پاتې راغی. په پایله کې، د امریکا او فرانسې یوه ګډ ځواک د ۱۷۸۱م کال په مني کې په یورک ټاون کې د کارنوالېس اردو ونیوله، او په اغېزمنه توګه جګړه پای ته ورسیده. د پاریس تړون د ۱۷۸۳م کال د سپټمبر په ۳مه نېټه لاسلیک شو، په رسمي توګه يې شخړې ته د پای کېښود او د برتانوي امپراتورۍ څخه يې د نوي هیواد بشپړ جلا کېدل تایید کړل. متحده ایالاتو د مسیسیپي سیند ختیځ او د سترو جهیلونو (Great Lakes) سویل شاوخوا ټوله سیمه په خپل واک کې واخیسته، برطانیې د شمالي کاناډا کنټرول وساته او هسپانیې فلوریډا ونیوله.

د جګړې د پام وړ پایلو ترمنځ د امریکا خپلواکي او په امریکا کې د برتانوي مرکانټلېزم پای ته رسیدل، له برطانیې سرسه د تجارت په ګډون له نړۍ سره د متحده ایالاتو لپاره د سوداګرۍ پرانستل راځي. امریکایانو ډیر ژر د متحده ایالاتو اساسي قانون تصویب کړ، د فدرالي جمهوریت په توګه يې د نسبي قوي ملي حکومت په رامنځته کولو سره د کمزوري کنفدراسیون ځای ونیو، چې پکې یوه ټاکل شوی اجراییه قوه، ملي قضایه قوه او یو ټاکل شوی دوه جرګه ییز کانګرس شامل و چې په سنا کې د ایالتونو استازیتوب کېږي او د استازو په جرګه کې د ولس. دا د نړۍ لومړی فدرالي ډموکراتیک جمهوریت دی چې د واکمنانو په رضایت تاسیس شوی. لږ وروسته له هغه چې د حقوقو لایحه (Bill of Rights) د لومړنیو لسو تعدیلاتو په توګه تصویب شو، د بنسټیزو حقونو تضمین کول د انقلاب لپاره د توجیه په توګه وکارول شول. شاوخوا ۶۰۰۰۰۰ وفاداران د برطانیې نورو سیمو ته په ځانګړې توګه کاناډا ته مهاجر شول، مګر لوی اکثریت په متحده ایالاتو کې پاتې شول.[۴]

ختیځه شمالي امریکا په ۱۷۷۵ کې. د کیوبیک ولایت، د اتلانتیک په ساحل کې دیارلس مستعمرې، او هندي ریزرف (Indian Reserve) چې د ۱۷۶۳م کال د شاهي اعلامیې لخوا تعریف شوي دي. د سرو او ګلابي سیمو ترمنځ پوله د ۱۷۶۳ د "اعلامیې کرښې" ښودنه کوي، پداسې حال کې چې نارنجي سیمه د هسپانوي ځمکو استازیتوب کوي.

پیل سمول

۱۶۵۱ څخه تر ۱۷۴۸ سمول

د ۱۶۵۱ په لومړیو کې، انګلیسي حکومت هڅه وکړه چې په امریکایی مستعمرو کې تجارت تنظیم کړي، او پارلمان د اکتوبر په ۹ د بېړنۍ چلونې قانون (Navigation Acts) تصویب کړ ترڅو د سوداګریزو سیاستونو په تعقیب سره دا یقیني کړي چې دا سوداګري برطانیه شتمنوي خو له نورو هیوادونو سره تجارت منع کوي. دې قانون برتانوي تولید کونکي د تنباکو له کرلو څخه منع کړل او همدارنګه یې د کښتۍ جوړول وهڅول، په ځانګړې توګه د انګلستان په نویو مستعمراتو کې. ځینې استدلال کوي چې پر مستعمراتوو اقتصادي اغیزې بېخي لږې وې، خو هغه سیاسي جنجالونه بیا ډېر جدي وو، ځکه ډېری هغه سوداګر به چې په مستقیمه توګه اغیزمن کېدل، همدوی به په سیاسي توګه خورا فعال وو. [۵][۶][۷][۸][۹]

د پاچا فیلیپ جګړه په ۱۶۷۸م کال کې پای ته ورسیده، ځکه د نوي انګلستان مستعمرو د انګلستان له کومې پوځي مرستې پرته جګړه وکړه، او دې کار د برتانوي خلکو څخه د یوه جلا ځانګړي هویت په رامنځته کولو کې مرسته وکړه.[۱۰][۱۱][۱۲]

سرچینې سمول

  1. Barksdale, Nate (October 28, 2018). "What is the world's oldest democracy?". history.com. د لاسرسي‌نېټه October 21, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Markoff, John. "Where and When Was Democracy Invented?" Comparative Studies in Society and History, Vol. 41, No. 4. (Oct., 1999), pp. 660-690. "Comparative Studies in Society and History" (PDF). Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gascoigne, Bamber. "History of Democracy". 2001. "History of Democracy: Modern Democracy". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wood, The Radicalism of the American Revolution (1992)
  5. Pestana, Carla Gardina (2004). The English Atlantic in an Age of Revolution: 1640–1661. Cambridge, Massachusetts, and London, England: Harvard University Press. p. 120.
  6. Purvis, Thomas L. (23 April 1997). A dictionary of American history. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 278. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1577180999. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Whaples, Robert (March 1995). "Where Is There Consensus Among American Economic Historians? The Results of a Survey on Forty Propositions". The Journal of Economic History. Cambridge University Press. 55 (1): 140. CiteSeerX = 10.1.1.482.4975 10.1.1.482.4975. doi:10.1017/S0022050700040602. JSTOR 2123771. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Thomas, Robert P. (1964). "A Quantitative Approach to the Study of the Effects of British Imperial Policy of Colonial Welfare: Some Preliminary Findings". Journal of Economic History. 25 (4): 615–38. doi:10.1017/S0022050700058460. JSTOR 2116133. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Walton, Gary M. (1971). "The New Economic History and the Burdens of the Navigation Acts". Economic History Review. 24 (4): 533–42. doi:10.1111/j.1468-0289.1971.tb00192.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lepore (1998), The Name of War (1999) pp. 5–7
  11. Curtis P. Nettels, The Roots of American Civilization: A History of American Colonial Life (1938) p. 297.
  12. Lovejoy, David (1987). The Glorious Revolution in America. Middletown, CT: Wesleyan University Press. OCLC 14212813. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0819561770. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), pp. 148–56, 155–57, 169–70