حجاز ( عربی (عربي: ٱلْحِجَاز‎) ) هغه سیمه ده چي د اوسني عربستان مکه، مدینه، جده، تبوک، طایف ینبوع او شاوخوا سیمي په ځان کي رانغاړي. یاده سیمه همدرانګه په عربستان کي د "لویدیځ ولایت" په نوم هم پیژندل کیږي، [۱]چي په لویدیځ کي د سره سمندر ، په شمال کي د اردن ، په ختیځ کي د نجد ، او په سوېل کي د عسیر سیمې سره پوله لري. د دې سیمي ترټولو لوی ښار جده دی، کوم چي په سعودي عربستان کې دوهم لوی ښار ګڼل کیږي، ورپسې مکه او مدینه په ترتیب سره د هیواد څلورم او پنځم لوی ښارونه دي.

حجاز
الحجاز
حجاز
د حجاز انځور
د حجاز انځور
د حجاز انځور

Map of the Hejaz showing the cities of Mecca, Medina, Jeddah, Yanbu and Tabuk. The Saudi region is outlined in red and the 1923 Kingdom is in green.
Map of the Hejaz showing the cities of Mecca, Medina, Jeddah, Yanbu and Tabuk. The Saudi region is outlined in red and the 1923 Kingdom is in green.
Map of the Hejaz showing the cities of Mecca, Medina, Jeddah, Yanbu and Tabuk. The Saudi region is outlined in red and the 1923 Kingdom is in green.

Map
کورډېناټونه: ۲۳°۳۰′۱۳″شمال ۴۰°۵۱′۳۵″ختیځ / 23.5036°شمال 40.8597°ختيځ / 23.5036; 40.8597   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
Country کينډۍ:Saudi Arabia
Regions Al-Bahah, Mecca, Medina, Tabuk
پراخوالی
وروستي مالومات

لکه څنګه چي د مکې او مدینې ښارونو موقعیت، په ترتیب سره په اسلام کې لومړی او دویم مقدس ځایونه دي په همدې ډول حجاز هم د عربو اسلامي، تاریخي او سیاسي سیمو څخه بلل سوی دی. حجاز په سعودي عربستان کي تر ټولو زیات نفوس لري، او عربي ژبه د سعودي عربستان د نورو ځایونو په څېر دلته حجازي عربي ده. د توکم له پلوه ځیني حجازیان د بېلابیلو اصلونو څخه دي، که څه هم لوی اکثریت یې د عربي نژاد دي. [۲]

د اسلامي تاریخ له مخي دا سیمه د اسلام د پیغمبر محمدﷺ د زیږون ځای دی، کوم چي په مکه کي زیږیدلی وو. [۳] [۴] حجاز د مسلمانانو د لومړنیو فتوحاتو له لاري د هغوی د امپراتورۍ برخه گنل کېده، چي لمړی د راشده خلافت ، ورپسې اموي خلافت ، او په پای کې عباسي خلافت ددغه سیمي واکمنان وه. عثماني امپراتورۍ پر دې سیمه یو جزوي کنټرول درلود او د هغوی له پرځېدو وروسته حجاز د یوه خپلواکه سلطنت په توګه په 1925 کال کي رامنځ ته سو. د 1932 په سپتمبر کي د حجاز او نجد سلطنت د الحسا او قطیف د سعودي واکمنۍ سره یوځای او د سعودي عربستان متحد سلطنت یې رامینځته کړ.

  1. Mackey, p. 101. "The Western Province, or the Hejaz[...]"
  2. . 1996. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  3. . Muhammad: His Life Based on the Earliest Sources الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  4. "Kaaba".. (1991). HarperSanFrancisco. ISBN 0-0606-3126-0.