د مسلمانانو لومړني فتوحات


د مسلمانانو لومړني فتوحات (په عربي کې: الفتوحات الاسلامیه، al-Futūḥāt al-Islāmiyya) چې د عربو د فتوحاتو او لومړنیو اسلامي فتوحاتو په نوم هم یادېږي، په اوومه پېړۍ کې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد (ص) له خوا پیل شول. نوموړي د عربستان په نیمه ټاپووزمه کې نوی یو موټی سیاست جوړ کړ، چې د خلفای راشدینو او امویانو د واکمنیو پر مهال د یوې پېړۍ چټکې پراختیا شاهد و.[۱][۲]

اسلامي سترواکي د مرکزي آسیا تر یو شمېر برخو، د هند تر نیمې لویې وچې، منځني ختیځ، د افریقا شمال، قفقاز او تر شمالي اروپا (سیسلي او له آیبري ټاپو وزمې څخه تر پېنېنسولا) پورې غځېدلې وه. ادوارد ګیبون د رومي سترواکۍ د له منځه تلو او ړنګېدو د تاریخ په اړه داسې لیکي:

د امویانو د واکمنۍ په وروستیو کې عرب سترواکي له ختیځ څخه لویدیځ ته دوه سوه ورځنی سفر پیل کړ، د تارتاري سیمې او هند څخه پیل تر اتلانتیک سمندر یا اطلس اقیانوس پورې... موږ باید په بېهوده ډول د اګستوس او انتونیوس د دولتونو د نه جلاکېدونکي یووالي او اسانه پیروي په لټه کې وو، خو په دې پراخه فضا کې اسلام په بشپړ ډول درناوی او خپل باورونه تیت کړل. د عظیم الشان  قرآن ژبه او قانون، په سمرقند او سیول (Seville) کې په یو شان خلکو ته وښودل شول: موریانو او هندي وګړو، د مکې د زیارت په مراسمو (حج) کې د ورور او هېوادوال په توګ،ه یوبل په غېږ کې ونیول؛ عربي ژبه د دجلې د لویدیځ په ټولو برخو کې د دود شوې(مروجې) ژبې په توګه ومنل شوه.

د مسلمانانو فتوحات، د ساساني سترواکۍ د پاشل کېدو او د بېزانسانو (Byzantine) د سترواکۍ د لویې برخې د جلا کېدو لامل شول. ستونزمنه ده چې د مسلمانانو د بریا لاملونه په بشپړه توګه روښانه شي، لومړی له دې امله چې، له هغه مهاله تر اوسه ډېر کم منابع پاتې دي. فرېدمک ګروډونر (Fred McGraw Donner) په دې باور دی چې، د عربستان په ټاپو وزمه کې په ایدیالوژیک (مذهبي) بنسټ ولاړ دولت رامنځته کېدل او د هغو منسجم کېدل لومړنی لامل و، چې مسلمانو ځواکونو د سلو کلونو په وخت کې وکولای شول، له عصري زمانې مخکې سترواکي تر دغه وخته جوړه کړي. اټکل کېږي چې د اسلامي خلافت تر واکمنۍ لاندې قلمرو مساحت، په ټولیز ډول له ۱۳ میلیونه کیلومتر مربع یا ۵ میلیونه مایل مربع څخه زیات و. ډېری تاریخ لیکونکي هم په دې باور لري چې د فارس ساساني سترواکي او د رومیانو بیزانس سترواکي، په خپلو کې د لسیزو پوځي او اقتصادي شخړو له امله ستړې شوې وې.[۳]

داسې هم انګېرل کېږي چې، په ساساني سترواکي کې یو شمېر یهود او عیسویان او په سوریه کې یهودان او مونوفیستان (Monophysites) د دواړو سترواکیو ترمنځ له جګړو څخه په ستړي کېدوسره، مسلمانو ځواکونو ته ښه راغلاست ووایه. بل مهال، لکه: د فیراز په جګړه (Battle of Firaz) کې عرب عیسویان، له فارسیانو او بیزانسانو سره په خوا کې د برید کوونکو پر وړاندې ودرېدل. د بیزانسي مصر، فلسطین او سوریې په اړه، دغه ځایونه یوازې څو کاله وړاندې له فارس سترواکي څخه نیول شوي وو.[۴][۵][۶]

مخینه (لرلید) سمول

عربستان هغه سیمه چې ګڼ شمېر کلتورونو ته یې ځای ورکړی و، ځینې یې ښاري او ځینې نور یې هم صحرا نشین و. عربي ټولنه، په قبیلوي او قومي توګه وېشل شوې وه، چې تر ټولو مهم وېش یې د شمال او سویل ترمنځ د قبیلوي ټولنو وېش و. د رومیانو او فارسیانو دواړو سترواکیو په عربستان کې د نفوذ لرلو په موخه له خپلو پېرودونکو ملاتړ کاوه، عرب قبایل هم د خپلې ځان غوښتنې له مخې د دواړو سترواکیو د ملاتړ لرلو په هڅه کې وو. د لخمیانو پاچهي (Lakhmid kingdom) چې د اوسني عراق سویل او د سعودي سویل یې تر ولکې لاندې درلود، د فارسیانو پېرودونکې (مشتري) وه، په ۶۰۲ ز کال کې فارسیانو، لخمیان د خپلې واکمنۍ د امنیت ساتلو څخه له دې امله ګوښه کړ،ل چې فارسیانو غوښتل په خپله د خپل سویلي ګاونډي امنیت وساتي. دغه چاره د فارسیانو د سترواکۍ د لا زیات پراخېدو او غځېدو لامل وګرځېده، چې د پېړۍ په پای کې یې د دغې سترواکۍ پاشل کېدو ته زمینه برابره کړه. د عربستان سویل چې په ځانګړې توګه، د اوسني یمن په توګه پېژندل کېږي، د زرګونو کلونو راهیسې بډایه او همدارنګه د درملو د سوداګرۍ سیمه وه. یمن د ایروشیا او افریقا ترمنځ د نړیوالې سوداګرۍ مرکز و، چې د ختیځې افریقا، اروپا، منځني ختیځ، هند او لرې پراته چین څخه به سوداګر ورته راتلل. ورته مهال یمنیان پیاوړي بېړۍ چلوونکي(ملوانان) و، چې له سره سمندرګي څخه په تېرېدو تر مصره، د هند له سمندر څخه تر هنده او د ختیځې افریقا تر سواحلو به تلل. د یمن درې وروسته له هغه چې په ۴۵۰ ز کال کې د ځمک ښویدنې له امله د مارب بند ونړېد، د اوبو کولو ځانګړی سیستم نه درلود، له همدې امله فرانکسېن او مایرا (Frankincense and myrrh) د مدیترانې په چارچاپېر کې ډېر اهمیت درلود، چې په مذهبي مراسمو کې به کارول کېدلې. په داسې حال کې چې په مدیترانې سیمه کې د عیسویت په ترویج سره، دغو توکو ته اړتیا په پام وړ کچه راټیټه کړه، چې د سعودي په سویل کې د اقتصاد د زیانمنېدو لامل وګرځېد، هغه چې مرسته یې وکړه ،عربستان د یوې شاته پاتې سیمې په توګه معرفي کړي.

له اسلام وړاندې په عربو کې د شته دینونو اړوند ډېر معلومات نشته، خو دا ښکاره ده چې دوی د ګڼ شمېر ((خدایانو))، لکه: لات، منات، عزات او حبل بندګي کوله، چې تر ټولو مهم یې الله (ج) (واحد خدای) و. په عربستان کې یهودي او عیسوي ټولنې هم وې، خو د عربو دیني اړخ یې اغېز منعکس کاوه. زیارت کول، د عربو د بت پرستۍ تر ټولو مهمه برخه وه، د دوی د زیارت کولو تر ټولو مهم مرکز مکه معظمه وه، چېرې چې کعبه مبارکه جوړه شوې، چې د لیدلو لپاره تر ټولو سپېڅلی ځای و. محمد (ص)، د مکې سوداګر ادعا وکړه چې، د جبرائیل په نوم ملکې ورته د خدای له لوري پیغام راوړی او ویلي یې دي، چې د عیسي مسیح او په انجیل کې د یادو شوو نورو تنخ (Tanakh) پیغمبرانو دنده پر مخ یوسي. وروسته له هغې چې د مکې له مخورو سره له ستونزو وروسته محمد یثرب ته هجرت وکړ او د هغه ځای نوم یې مدینه کېښود. په یثرب کې هغه د لومړني اسلامي دولت بنسټ کېښود او په ۶۳۰ ز کال کې یې مکه فتح کړه.

د نا مسلمانانو پر وړاندې سیاست سمول

مسلمانو عرب فاتحانو، د بېزانس او ساسانیانو د سترواکیو تېروتنې نه تکرارولې، کوم چې هڅه یې کوله، خپل رسمي دین پر زور د خپلې واکمنۍ لاندې برخو کې پر خلکو ومني، چې پاتې راغلل، دغو چارو یو لړ خواشینۍ رامنځته کړې وې، چې د مسلمانانو فتوحات یې د خلکو لپاره د محبوبیت وړ وګرځول. وړاندې له دې چې مسلمانان په سوریه کې جوماتونه جوړ کړي، دوی عیسوي کلیساګانې د مقدسو ځایونو په توګه ومنلې او له سیمه ییزو عیسویانو سره یې له هغو د مشترک عبادت ځای په توګه  ګټه واخیسته. په عراق او مصر کې مسلمانو چارواکو، له مسیحي مذهبي مشرانو سره همکاري وکړه. ګڼ شمېر کلیساوې، د امویانو د واکمنۍ پر مهال بېرته ورغول شوې او یا هم له سره جوړې شوې.[۷][۸][۹][۱۰]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. کينډۍ:Harvp, کينډۍ:Harvp
  2. کينډۍ:Harvp, کينډۍ:Harvp
  3. Gardner, Hall; Kobtzeff, Oleg, المحررون (2012). The Ashgate Research Companion to War: Origins and Prevention. Ashgate Publishing. د کتاب پاڼي 208–209. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rosenwein, Barbara H. (2004). A Short History of the Middle Ages. Ontario. د کتاب پاڼي 71–72. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55111-290-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jandora, John W. (1985). "The battle of the Yarmūk: A reconstruction". Journal of Asian History. 19 (1): 8–21. JSTOR 41930557. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Grant, Reg G. (2011). "Yarmuk". 1001 Battles That Changed the Course of World History. د کتاب پاڼې 108. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7893-2233-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Harvp
  8. کينډۍ:Harvp
  9. کينډۍ:Harvp
  10. Lewis, Bernard (2014). The Jews of Islam. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400820290. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)