محمد (ص) په اسلام کې
محمد(ص) بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم (نږدې ۵۷۰ ز کال – ۸ جون ۶۳۲ ز کال) چې په عام ډول د محمد(ص) په نوم پېژندل کېږي، وروستی رسول او خاتم الانبیا دی. مسلمانان باور لري چې د اسلام اصلي دیني متن قرآن کریم د الله (ج) له خوا په حضرت محمد(ص) باندې نازل شوی، څو اسلام بیا ورغوي، کوم چې د مسلمانانو په عقیده، د آدم(ع)، ابراهیم(ع)، موسی(ع)، عیسی(ع) او نورو پیغمبرانو دین و. هغه دیني، ټولنیز او سیاسي اصول چې حضرت محمد(ص) د قرآن کریم له مخې وټاکل، د اسلام او مسلمانې نړۍ بنسټ یې جوړ کړ.[۱][۲][۳][۴][۵]
محمد(ص) له هجرت نه ۵۳ کاله وړاندې (۵۷۰ ز کال) کې د مکې ښار د قریشو قبیلې په یوه درنه کورنۍ کې وزېږېد، هغه د «آمین» لقب (معنا یې «امانت کار») ترلاسه کړ. په ۴۰ کلنۍ کې له هجرت ۱۱ کاله وړاندې (۶۱۰ ز کال) کې په حرا نومي غار کې ورباندې په شفاهي ډول لومړنۍ وحی راغله او د قرآن کریم لومړني آیتونه نازل شول چې دغه بهیر د هغه تر وفاته پورې دوام وکړ. د مسلمانانو پر باور الله(ج) محمد(ص)ته امر وکړ چې د لوی الله(ج) وحدانیت خلکو ته ورسوي او د بتانو عبادت کول منع کړي، کوم چې له اسلام وړاندې عربو په نړۍ کې یې شتون درلود. د مشرکینو له خوا د مسلمانانو د ځورونې او د مدینې ښار (چې هغه وخت ورته یثرب ویل کېده) د وګړو له خوا دوی ته د بلنې ورکولو له امله محمد(ص) او د هغه پیروانو د هجرت په لومړي کال (۶۲۲ ز کال) مدینې ته کډه وکړه چې د هجرت په نوم یادېږي. دا د محمد(ص) په ژوند کې د بدلون یو ټکی و او هجرت د اسلامي جنتري پیل په نښه کړ. په مدینه کې، محمد(ص) د مدینې اساسي قانون جوړ کړ او هلته یې د شته ټولنو ترمنځ اړیکې او د هغوی حقونه معلوم کړل، یوه خپلواکه ټولنه یې جوړه کړه او لومړنی اسلامي دولت یې رامنځته کړ. د مکې د مشرکینو له پرله پسې مخالفتونو سره سره، محمد(ص) او د هغه پیروانو په ۶۳۰ زکال کې مکه فتح کړه او د مکې ټول بتان یې ونړول. محمد(ص) په مدینه کې د استوګنې په وروستیو کلونو کې د عربستان بېلابېلې قبیلې د اسلام تر چتر لاندې سره یوځای کړې، ټولنیز او دیني اصلاحات یې رامنځته کړل. د ده د وفات پر مهال نږدې ۱۱ هجري (۶۳۲ ز کال)، د عربي نړۍ نږدې ټولې قبیلې مسلمانې شوې وې.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د ژوند لومړني کلونه
سمولمحمد(ص) د عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم زوی و او مور یې امینه نومېده،چې نږدې په ۵۷۰ ز کال کې د عربي ټاپووزمې په مکې ښار کې وزېږېد. هغه د بن هاشم له کورنۍ نه و چې د قریشو په قبیله کې ټر ټولو درنه او با نفوذه کورنۍ وه. عام باور پر دې دی چې د هغه نیکه عبدالمطلب پر هغه د محمد(ص) نوم کېښود.[۲۰]
یتیم کېدل
سمولمحمد(ص) په نوي لویوالي کې یتیم شو. نړۍ ته له سترګو غړولو څو میاشتې وړاندې یې پلار مدینې ته نږدې سوریې (هغه مهال ورته شام ویل کېدل) ته د سوداګریز سفر پر مهال وفات شو. کله چې محمد(ص) شپږ کلن شو، له خپلې مور امینې سره مدینې ته، د خپل مرحوم پلار د قبر د زیارت په موخه ولاړ. مکې ته د بېرته راګرځېدو پر مهال په نیمايي لار کې د هغه مور امینه د ابوې په نامه ړنګه سیمه کې وفات شوه او همالته خاورو ته وسپارل شوه. له دې وروسته د محمد(ص) سرپرستي د هغه پلرني نیکه عبدالمطلب پر غاړه واخیسته، کوم چې خپله هغه مهال چې محمد(ص) اته کلن و، وفات شو او د هغه سرپرستي یې تره ابوطالب ته پرېښوده.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
پیغمبري
سمولد مسلمانانو پر باور حضرت محمد(ص) د الله(ج) وروستی رسول او پیغمبر دی، چې په ۶۱۰ ز کال کې ورباندې لومړنۍ شفاهي وحې نازله شوه. لومړني نازل شوي آیتونه د علق سورت لومړني پنځه آیتونه وو چې د الله(ج) له لوري د مقربې ملایکې جبرائیل(ع) له خوا په حرا غار کې په محمد(ص) نازل شول.[۲۷][۲۸]
له بي بي خدیجې سره له واده وروسته حضرت محمد(ص) په خپل کار سوداګرۍ او د کور په چارو بوخت و، په تدریج سره هغه په دیني تفکر او ریاضت پیل وکړ او د مکې ښار شمال خواته په درې مایله واټن کې په حرا غار کې په ریاضت بوخت شو. د اسلامي کلتور پر بنسټ په ۶۱۰ ز کال کې هغه مهال چې نوموړی له الله(ج) سره په ریاضت بوخت و، جبرائیل(ع) یې مخې ته راڅرګند شو او هغه ته یې وویل: « اقْرَأْ » یعنی ولوله. محمد(ص) ورته ځواب ورکړ: «زه نه شم لوستلی» دغې مقربې ملایکې هغه په خپله غېږ کې کلک ټینګ کړ. دغه چاره دوه یا زیات ځله تکرار شوه چې وروسته له هغه دغې ملایکې بیا محمد(ص) ته وویل چې: دغه آیتونه ولوله:[۲۹][۳۰][۳۱]
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5)
ژباړه: ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات)(۱) هغه(الله(ج) انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى (۲) ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى (۳) هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده(۴) انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده(۵). قرآن کریم، ۹۶ سورت (العلق) ۱-۵ آیتونه.
دا لومړنۍ شفاهي وحی وه چې حضرت محمد(ص) د لومړي ځل لپاره تجربه کړه، هغه خپل کور ته ولاړ او مېرمنې بي بي خدیجې یې له هغه پالنه وکړه، هغه یې خپل عیسوي تره زوی ورقه ابن نوفل ته بوت. ورقه چې د تورات او انجیل له متونو سره بلد و، د اسلامي سنتونو د باورونو له مخې ورقه وروسته له هغه چې دغه بهیر یې د محمد(ص) له خولې واورېد، د هغه په نبوت یې شهادت ورکړ. له بي بي عایشې نه روایت دی چې، ورقه ابن نوفل حضرت محمد(ص) ته وویل چې: ستا قوم به تا وشړي، کوم چې محمد(ص) بیاځلي پوښتنه وکړه: «ایا دوی به په رښتیا ما وشړي؟» ورقه ځواب ورکړ: بالکل هو او زیاته یې کړه: «هر هغه چا چې د تا غوندې څه راوړي، له هغوی سره دښمني شوې؛ خو که تر هغه مهاله زه ژوندی وم، له تا به په کلکه ملاتړ وکړم.» اسلامي څېړونکي څرګندوي چې، په بایبل یا انجیل (د عیسي(ع) په کتاب) کې د محمد(ص) د راتلو خبر ورکړل شوی دی. [۳۲][۳۳][۳۴] [۳۵][۳۶] [۳۷]
وروستۍ ورځې
سمولپه ۶۳۱ ز کال کې، د حج په موسم کې، ابوبکر صدیق(رض) د ۳۰۰ مسلمانانو په مشرۍ مکې ښار ته د حج لپاره ولاړ. د لرغوني کلتور له مخې، د عربستان له ډېرو برخو نه هر کال مشرکین د جاهلیت په ډول د مکې زیارت کولو ته راتلل. حضرت علي(رض) د حضرت محمد(ص) په امر د حج نوي مراسم تشرېح کړل او د بتانو د عبادت کولو مراسم یې منع اعلان کړل. هغه اعلان وکړ چې: هېڅ کافر، مشرک او لوڅ سړي اجازه نه لري چې له راتلونکي کال وروسته کعبې ته دننه شي. له دغه اعلان وروسته د بحرین، یمن او یمامه ډېری مشرکان او اهل کتاب وګړو اسلام ومانه. راتلونکی کال، په ۶۳۲ ز کال کې حضرت محمد(ص) د حج په مراسمو کې ګډون وکړ او مسلمانانو ته یې د حج ډېری مناسک ور زده کړل. د ذوالحجې میاشتې په نهمه نېټه یې له عرفات غره نه خپله وروستۍ د (الله(ج) په اماني) وینا وکړه او د پخواني قبیلوي نظام له مخې یې ټولې خوني یا قبیلوي دښمنۍ لغوه اعلان کړې، نژادي تبعیض یې منع اعلان کړ او خلکو ته یې له «ښځو سره د غوره چلند» امر وکړ. د اهل سنتو د تفاسیرو له مخې دغه مهال دغه قراني آیتونه نازل شول: « ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ » ژباړه :« نن ورځ ما د تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ» (قرآن کریم: سوره مایده ۳ آیت برخه)[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
وفات
سمولحضرت محمد(ص) له حج نه له راګرځېدو لږ وروسته ناروغ شو او د څو ورځو لپاره تبه، سر خوږی او ضعیف والی ورته پیدا شو. د ناروغۍ پر مهال هغه ابوبکر الصدیق(رض) په جومات کې د امامت ورکولو لپاره وټاکه. هغه امر وکړ چې په کور کې یې پاتې سیکې (سرمایه) هم په صدقه ورکړي. په صحیح البخاري کې راغلي دي چې: حضرت محمد(ص) د وفات پر مهال خپل لاس په اوبو کې ډوباوه او خپل مخ به یې مسح کاوه او ویل یې چې «لا اله الا الله؛ په رښتیا سره مرګ خپل دردونه لري». حضرت محمد(ص) د ۶۳۲ ز کال د جون په اتمه نېټه، په مدینه منوره کې، د د ۶۲ یا ۶۳ کلونو په عمر د خپلې مېرمنې بي بي عایشې( رض) په کور کې له دې فاني نړۍ رحلت وکړ.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
سرچینې
سمول- ↑ Esposito, John (1998). Islam: The Straight Path. Oxford University Press. p. 12. ISBN 978-0-19-511233-7.
- ↑ Esposito (2002b), pp. 4–5.
- ↑ Peters, F.E. (2003). Islam: A Guide for Jews and Christians. Princeton University Press. p. 9. ISBN 978-0-691-11553-5.
- ↑ Esposito, John (1998). Islam: The Straight Path (3rd ed.). Oxford University Press. pp. 9, 12. ISBN 978-0-19-511234-4.
- ↑ "Muhammad (prophet)". Microsoft® Student 2008 [DVD] (Encarta Encyclopedia). Redmond, WA: Microsoft Corporation. 2007.
- ↑ Khan, Majid Ali (1998). Muhammad the final messenger (1998 ed.). India: Islamic Book Service. p. 332. ISBN 978-81-85738-25-3.
- ↑ Khan, Muhammad Zafrullah (1980). Muhammad: Seal of the Prophets. Routledge & Kegan Paul. p. 17. ISBN 978-0-7100-0610-3.
- ↑ Muir, William (1861). Life of Mahomet. Vol. 2. London: Smith, Elder, & Co. p. 55.
- ↑ Shibli Nomani. Sirat-un-Nabi. Vol 1 Lahore.
- ↑ Hitti, Philip Khuri (1946). History of the Arabs. London: Macmillan and Co. p. 116.
- ↑ "Muhammad". Encyclopædia Britannica Online. (2013). Encyclopædia Britannica, Inc.
- ↑ Ghali, Muhammad M (2004). The History of Muhammad: The Prophet and Messenger. Cairo: Al-Falah Foundation. p. 5. Archived from the original on 7 July 2014. نه اخيستل شوی 25 January 2013.
- ↑ Ramadan, Tariq (2007). In the Footsteps of the Prophet: Lessons from the Life of Muhammad. New York City: Oxford University Press. p. 178. ISBN 978-0-19-530880-8.
- ↑ Husayn Haykal, Muhammad (2008). The Life of Muhammad. Selangor: Islamic Book Trust. pp. 438–9 & 441. ISBN 978-983-9154-17-7.
- ↑ Hitti, Philip Khuri (1946). History of the Arabs. London: Macmillan and Co. p. 118.
- ↑ Ramadan, Tariq (2007). In the Footsteps of the Prophet: Lessons from the Life of Muhammad. New York City: Oxford University Press. p. 177. ISBN 978-0-19-530880-8.
- ↑ Campo (2009), "Muhammad", Encyclopedia of Islam, p. 494
- ↑ Watt, W. Montgomery (1956). Muhammad at Medina. Oxford University Press. pp. 261–300. ISBN 978-0-19-577307-1.
- ↑ Richard Foltz, "Internationalization of Islam", Encarta Historical Essays.
- ↑ Sell, Edward (1913). The Life of Muhammad (PDF). Madras. p. 7. Archived from the original (PDF) on 31 October 2013. نه اخيستل شوی 19 January 2013.
- ↑ Khan, Muhammad Zafrullah (1980). Muhammad: Seal of the Prophets. Routledge & Kegan Paul. p. 12. ISBN 978-0-7100-0610-3.
- ↑ Article "AL-SHĀM" by C.E. Bosworth, Encyclopaedia of Islam, Volume 9 (1997), page 261.
- ↑ Kamal S. Salibi (2003). A House of Many Mansions: The History of Lebanon Reconsidered. I.B.Tauris. pp. 61–62. ISBN 978-1-86064-912-7. Archived from the original on 2016-05-16.
To the Arabs, this same territory, which the Romans considered Arabian, formed part of what they called Bilad al-Sham, which was their own name for Syria. From the classical perspective however Syria, including Palestine, formed no more than the western fringes of what was reckoned to be Arabia between the first line of cities and the coast. Since there is no clear dividing line between what are called today the Syrian and Arabian deserts, which actually form one stretch of arid tableland, the classical concept of what actually constituted Syria had more to its credit geographically than the vaguer Arab concept of Syria as Bilad al-Sham. Under the Romans, there was actually a province of Syria, with its capital at Antioch, which carried the name of the territory. Otherwise, down the centuries, Syria like Arabia and Mesopotamia was no more than a geographic expression. In Islamic times, the Arab geographers used the name arabicized as Suriyah, to denote one special region of Bilad al-Sham, which was the middle section of the valley of the Orontes river, in the vicinity of the towns of Homs and Hama. They also noted that it was an old name for the whole of Bilad al-Sham which had gone out of use. As a geographic expression, however, the name Syria survived in its original classical sense in Byzantine and Western European usage, and also in the Syriac literature of some of the Eastern Christian churches, from which it occasionally found its way into Christian Arabic usage. It was only in the nineteenth century that the use of the name was revived in its modern Arabic form, frequently as Suriyya rather than the older Suriyah, to denote the whole of Bilad al-Sham: first of all in the Christian Arabic literature of the period, and under the influence of Western Europe. By the end of that century it had already replaced the name of Bilad al-Sham even in Muslim Arabic usage.
- ↑ Khan, Muhammad Zafrullah (1980). Muhammad: Seal of the Prophets. Routledge & Kegan Paul. p. 15. ISBN 978-0-7100-0610-3.
- ↑ Ali, Muhammad (2011). Introduction to the Study of The Holy Qur'an. p. 113. ISBN 978-1-934271-21-6. Archived from the original on 2015-10-29.
- ↑ Ramadan, Tariq (2007). In the Footsteps of the Prophet: Lessons from the Life of Muhammad. New York City: Oxford University Press. p. 11. ISBN 978-0-19-530880-8.
- ↑ Brown, Daniel (2003). A New Introduction to Islam. Blackwell Publishing Professional. pp. 72–73. ISBN 978-0-631-21604-9.
- ↑ Sell, Edward (1913). The Life of Muhammad. Madras: Smith, Elder, & Co. p. 29.
- ↑ Shibli Nomani. Sirat-un-Nabi. Vol 1 Lahore.
- ↑ Haykal, Muhammad Husayn (2008). The Life of Muhammad. p. 77. ISBN 9789839154177.
- ↑ Bogle, Emory C. (1998). Islam: Origin and Belief. Texas University Press. p. 6. ISBN 978-0-292-70862-4.
- ↑ Richard S. Hess; Gordon J. Wenham (1998). Make the Old Testament Live: From Curriculum to Classroom. Wm. B. Eerdmans Publishing. ISBN 978-0-8028-4427-9. Archived from the original on 12 October 2013. نه اخيستل شوی 4 April 2013.
- ↑ "The Absolute Truth About Muhammad in the Bible With Arabic Titles". Truth Will Prevail Productions. Archived from the original on 2016-09-09. نه اخيستل شوی 2016-10-07.
- ↑ Muhammad foretold in the Bible: An Introduction Archived 2007-09-27 at the Wayback Machine., by Abdus Sattar Ghauri, retrieved July 3, 2010
- ↑ Ramadan (2007), p. 30
- ↑ Al Mubarakpuri (2002); "Gabriel brings down the Revelation", pp. 86-7
- ↑ Sell (1913), p. 30
- ↑ Haykal, Muhammad Husayn (2008). The Life of Muhammad. p. 500. ISBN 9789839154177.
- ↑ Peters, F. E. (1994). Muhammad and the origins of Islam. SUNY Press. p. 251. ISBN 978-0-7914-1875-8.
- ↑ Haykal, Muhammad Husayn (2008). The Life of Muhammad. p. 522. ISBN 9789839154177.
- ↑ "{{{title}}}". Encyclopedia of Islam. (2009). Ed. Juan E. Campo. Facts on File. ISBN 978-0-8160-5454-1.
- ↑ Muhammad Shafi Usmani (1986). Tafsir Maariful Quran. Vol. 3. English Translation by Muhammad Shamim. Lahore. p. 45.
- ↑ Haykal, Muhammad Husayn (2008). The Life of Muhammad. p. 534. ISBN 9789839154177.
- ↑ Lings, Martin (1987). Muhammad: His Life Based on Earliest Sources. Inner Traditions International Limited. p. 339. ISBN 978-0-89281-170-0.
- ↑ "{{{title}}}". The Qur'an: An Encyclopedia. (2006). Ed. Oliver Leaman. Routledge. 171. ISBN 978-0-415-32639-1.
- ↑ Nigosian, S. A. (2004). Islam: Its History, Teaching, and Practices. Indiana: Indiana University Press. p. 13. ISBN 978-0-253-21627-4.
- ↑ Shaikh, Fazlur Rehman (2001). Chronology of Prophetic Events. London: Ta-Ha Publishers Ltd. pp. 78–79.