عثمان غازي

د عثماني امپراطوری بنسټ ایښودونکی (مړینه ۱۳۲۳/۴)
(له Osman I نه مخ گرځېدلی)

لمړئ عثمان یاهم عثمان خان غازي چي دارطغرل زوی اودترکانو دغزقبیلې له قايي ښاخ څخه بلل کیږي دعثماني ټولواکمنۍ (خلافت) بنسټ ایښودونکی دی . عثمان غازي په ۱۲۵۸زیږدیزکال چي له ۶۵۶هجري ق سره سمون خوري دروم په سلجوقي سلطنت کي نړۍ ته سترګی وغړولې اوپه 1326زیږدیزکال کي وفات سو .

کينډۍ:اسم الصفحة
عثمان غازي
عثمان غازي

غازي ابوالملوک فخرالدین عثمان خان بن ارطغرل
دوره شاوخوا 1280شاوخوا 1299
ota عثمان غازى
ترکي ژبه Osman Gazi
1st Sultan of the Ottoman Empire
الفترة له ۱۲۹۹ زیږدیزڅخه تر۱۳۲۴زیږدیز کال پوري
د شخص معلومات
اصلي نوم عثمان غازي بن ارطغرل بن سلیمان شاه
پيدايښت ۱۲۵۸
مړینه 1326 زیږدیز
هديره بورصه   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد ارخان   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار ارطغرل غازي   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور Unknown[۱]
کورنۍ عثماني ترک کورنۍ
ځايناستی See below
آخري معلومات
مورنۍ ژبه زړه اناتولي تورکي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ي) زړه اناتولي تورکي ژبه ،  عربي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دعثمان ژوند

سمول

دارطغرل تروفات وروسته چي دروم په سلجوقي سلطنت (اوسنی ترکیه) کي رامنځ ته سو دقایا (قايي) په نوم قبیلې غازي عثمان خپل مشر وټاکه اوهغه ته یې دواکمنۍ چاري وسپارلې . دعثمان دغه ټاکنه له دې کبله هم اړینه وه چي نوموړی په فوځي چارو پوه اودپلار سره یې اوږه پراوږه دولتي کارونه سرته رسولي وه، یوازینئ کس چي دعثمان له دغه ټاکني څخه ناخوښه وو هغه دده اکا دنداربېګ وو اوڅه عمریې پردغه ټاکنه باندي پټه خوله ونیول خوپه وروسته کي کله چي دعثمان د دښمنۍ تور ورباندي ثابت سو په قتل ورسېدی .

دغازي عثمان خان دژوند په اړه ویل کيږي چي نوموړي پخپله سیمه کي دیوبزرګ سره چي اده بالي نومېدی ډیري نژدې اړیکي درلودې اویوه ورځ کله چي یې دهغه بزرګ لور ولیدل زړه یې ورباندي بایلود اوله اده بالي څخه یې غوښتنه وکړه چي په نکاح یې ورکړي، اده بالي که څه هم چي دعثمان یاده غوښتنه ترڅه وخته پرځای نکړه خو وروسته راضي سو اوخپله لوریې عثمان ته په نکاح ورکړه .

دعثمان حکومت

سمول

عثمان خان د دیارلسمي زیږدیزي پېړي په پای کي دپلار ترمرګ وروسته واک ته ورسېدی اوله رسېدوسره سم یې دختیځ روم پرعیسايي سلطنت باندي جګړه پیل کړه . داهغه وختونه وه چي په اسلامي نړۍ کي دمغولو سترتاړاکونه روان وه اوپه زرګونو مسلمانان اوغیرمسلمانان یې له تېغه وویستل . عثمان خان چي له مغولوڅخه لیري اودسلجوقي حکومت ترلاس لاندي یې دیو سیمه ییز امیرپه توګه دنده سرته رسول دسلجوق واکمن غیاث الدین کیخسرو له لوري دخپلي سیمي امیر ټاکل سوی وو اوهرډول اختیارات یې په لاس ورکړي وه .

دعثمان خان دواکمنی په وړاندي ترټولو لمړئ ګواښ اینه ګول سیمه وه ځکه دهغه ځای رومي واکمن ترعثمان خان په ځواک کي پورته وو اوکله چي عثمان خان لمړنئ یرغل ورباندي وکړ رومي واکمن ماته ورکړه اودعثمان وراره یې وواژه . په دویمه جګړه کي چي دعثمان اوقرجه حصار دواکمن ترمنځ پیښ سو عثمان خپل ورور هم لاسه ورکړ خونوموړی ددې هرڅه سره سره خپله مبارزه پرېنښودل اوپه هغه جګړه کي یې دقرجه حصار واکمن ته ماته ورکړه . تردې پیښي وروسته عثمان په ۱۲۹۱ز کي قرجه حصار فتحه اوځيني نوري سیمي یې هم لاندي کړې .

دقرجه حصار ترفتحي وروسته دعثمان رومي دوست چي میخایل نومېدی له نوموړي سره یوځای سو اویوشمېر نوري سیمي یې هم په لاس راوړې . همدغه کیسې رواني وه چی په سلجوق واکمني کي حالات خراب سول اوعثمان له دغه حالاتوپه ګټي اخیستني خپل ځان ترډېره پوري خپلواک کړ . ترخپلواکي وروسته عثمان نورهم پرمختګ وکړ اوتر بورسه ښار پوري چي څومره سیمي پرتې وې هغه ونیول سوې .

دعثمان پورتنیو بریاوو ته په کتوسره دبورسه، کسټل او نورو ځایونو رومي مشران ډېر ژر سره یوځای اود رومي واکمنۍ په مرسته یې په قویون حصارسیمه کي له عثمان خان سره درنه نښته وکړه . په دې نښته کي چي پنځه زره عثماني ځواکونو برخه پکښي درلوده دعثمان خان یوبل وراره هم په شهادت ورسېدی خوبریالیتوب دعثمان په برخه سو اوپه سیمه کي یې درومیانو واک ترډېره پوري محدود کړ . عثمان خان تریادي نښتي وروسته پر رومي واکمني خپل تازه بریدونه پيل کړه اوتر۱۳۰۸ز کال پوري یې لوی شمېرسیمي ورڅخه لاندي کړې . رومي واکمن چي داحال ولیدی غوښتل یې له ختیځ څخه دمغولوپه مرسته عثمان خان له پښو وغورځوي اوددې لپاره یې کورنۍ دوستي هم ورسره وکړه خومغول چي داوخت په کورنیوجګړو کي ښکېل وه نه یې سوای کولای چي درومیانو مرسته وکړي اوعثمان خان ته یې یوازي پرېښودل . په همدغه کال دروم اخري سلجوق واکمن غیاث الدین دویم وفات سو اوعثمان خان په رسمي توګه دخپلي سیمي امیر وګرځېدی، ورپسې دعثمان دوست چي کوسه میخایل نومېدی هم اسلام راوړ اوعثمان دهغه په مرسته دبورسه په شاوخواکي پاته سیمي هم ونیولې .

دکوسه میخایل تراسلام راوړلو څوکاله وروسته دبورسه ستراتیژیک ښار دعثمان ترمحاصرې لاندي اولس کاله یې دوام وکړچي په پایله کي یې هغه ځای داسي وخت فتحه سو کله چي عثمان دمرګ پربستر پروت وو .

دعثمان غازي مړینه

سمول

عثمان غازي په ۱۳۲۶ز کال کي دبورسه له فتحي سره یوځای وفات اودخپل وصیت مطابق په هم هغه ښارکي خاورو ته وسپارل سو .

دعثمان غازي کورنۍ

سمول

غازي عثمان شپږ زامن دعلاءالدوین، ارخان، پازارلي، چوپان، ملک اوحمید په نومونو درلودل اویوه لور یې فاطمه نومېدل . دغازي عثمان دوې مېرمني وې چی یوه مال خاتون اودویمه رابعه بالاخاتون نومېدل .

دغازي عثمان کړه وړه

سمول

غازي عثمان پخپل شخصي ژوندکي ډېر اسلام پاله، پردین مین اودښو اخلاقو څښتن بلل کېدی اوپه حکومتي چاروکي یې دخپلي سیمي خلک ډېر خوشاله ساتلي وه . دنوموړي داخلاقوپه اړه عثماني تاریخ پوهان به ځانګړي ډول ترکان بېلابېل نکلونه راوړي اوعثمان یې داخلاقو دیوې بیلګې په توګه معرفي کړی دی . یوځل دنوموړي په سلطنت کي دکوم عیسايي اومسلمان پرڅه خبره جنجال راغلی او دواړه دقضاوت اوفیصلې لپاره عثمان ته ورغله . څرنګه چي په دې جنجال کي کي عیسايي پرحق وو نوځکه عثمان دهغه په ګټه فیصله وکړه اوپه دې سره عیسايي دومره خوښ سوچي له خپلو ملګرو اوکورنۍ سره یې ایمان راوړ اوداسلام په مبارک دین مشرفه سو .

سرچینې

سمول

تاریخ عثماني/ لیکوال/ چارشی لی (کتاب)

http://www.theottomans.org/english/family/osman.asp

  1. Lowry, Heath W. (2003). The Nature of the Early Ottoman State. Albany: SUNY Press. p. 153. ISBN 978-0-7914-8726-6.