ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ


ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ (زوکړه ۱۸۸۳ زېږدي کال، خيبر پښتونخوا، د سوابۍ ولسوالۍ - مړینه د ۱۹۴۲ ز کال د اگسټ ۷) د پښتو ژبې سندرغاړی او شاعر وو.

مخينه سمول

ﺍﺭﻭﺍښاﺩ ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ پر ۱۸۸۳ ز کال د خيبر پښتونخوا ايالت ﺩ سوابۍ ولسوالۍ د مرغز کلي ﺩ ﻧﻌﻤﺖ ﺧﺎﻥ ﮐﺮﻩ ﺯﯾږﯾﺪﻟﯽ دی. ﺩ ﻭﺭﻭﺭ ﻧﻮﻡ ﻳﯥ ﺩﻭﻟﺖ ﺧﺎﻥ ﻭﻭ. ﺩﻭﻟﺖ ﺧﺎﻥ ﺩ ﭘښتو ﮊﺑﯥ ﺩ ﻣﺸﻬﻮﺭ ﺳﻨﺪﺭﻏﺎړﻱ گلريز ﺗﺒﺴﻢ ﭘﻼﺭ ﻭﻭ. ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ ﺩ ﭼﭻ ﻭﯾﺴﺎ ﻧﻮﻣﻲ ﮐﻠﻲ ﮐﯥ ﺍﺳﺘﻮگنه ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ خو آر ټاټوبې يې د سوابۍ مرغز وو. ﺑﯿﺎ وﺭﻭﺳﺘﻪ ﻣﺮﺩﺍﻥ ﺗﻪ ولاړ؛ مردان کې ورته د مير افضل خان نيکه انعامي کور ورکړ ﺍﻭ هلته مېشت شو.

ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ ﺩ ۱۴ لېږدي سپوږميزې سلۍ (سليزې) ﯾﻮ ﻟﻮﯼ ﺍﻭ نامتو ﺧﻮږغږی ﺳﻨﺪﺭﻏﺎړﯼ ﺍﻭ ﺭﺑﺎﺏ غږوونکی ﻭﻭ. هغه به له اﻝ ﺍﻧډﯾﺎ ﺭﯾډﯾﻮ ﻧﻪ ﭼﺎﺭﺑﯿﺘﯥ، ﻏﺰﻟﯥ ﺍﻭ ﺳﻨﺪﺭﯤ ﻭﯾﻠﯽ ﭼﯥ ﭘﻪ گرﺍﻣﻮﻓﻮﻥ ﺑﻪ ﻏږﯾﺪﻟې. ﭘر ۱۹۳۵ ز کال ﻳﯥ لومړنی ﺭﯾﮑﺎﺭډ ﺷﻮﯼ ﭼﺎﺭﺑﯿﺘې ﺳﺮﻩ (ﺯﻟﻔﻮ ﺩﯤ ﻏﻮﻧﭽﯥ ﮐړې ﺩﻱ ﻭړې ﻭړې) ﻟﻮړ ځای تر لاسه کړ. ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ ﭘﻪ ۱۹۳۷ ز کال ﮐﯥ ﺩ پیښور ﺭﯾډﯾﻮ ﻧﻪ لومړنۍ ﺳﻨﺪﺭﻩ ﻫﻢ ﻭﻭﯾﻠﻪ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﺩ ﮐﺎﺑﻞ ﺭﯾډﯾﻮ ﺳټﯿﺸﻦ ﺗﻪ وﻻړ. ﺩ ﺍﻋليﺣﻀﺮﺕ محمد ظاهر شاه ﺩ ﺗﺎﺝ ﭘﻮﺷۍ ﭘﻪ ﺟﺸﻦ ﮐﯥ ﻭﺭﺗﻪ لومړی وزير سردار محمد هاشم خان ﺍﻭ ﺩ ﺣﻮﺍﻻﺕ ﺭﯾﺲ ﺍﺣﻤﺪ ﺷﺎﻩ ﺧﺎﻥ ﺑﻠﻨﻪ ﻭﺭﮐړﯼ ﻭﻩ ﺍﻭ ډﯾﺮ ﺍﻧﻌﺎﻣﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﺭﮐړل.

ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ ﺩ پښتو ﮊﺑﯥ ﺩ ﻭﻟﺴﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﺍﺣﻤﺪ ﺩﯾﻦ ﻃﺎﻟﺐ ډﯾﺮ ﻧږﺩې ﺍﻭ ﺧﻮږ ﺷﺎگرﺩ ﻭﻭ؛ ﺩ ﻫﻐﻪ ډﯾﺮﯤ ﭼﺎﺭﺑﯿﺘې، ﻧﯿﻤﮑۍ ﺍﻭ ﻏﺰﻟې ﻳﯥ ﻭﯾﻠﻲ دی. ﺍﺣﻤﺪ ﺩﯾﻦ ﻃﺎﻟﺐ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﮐﻠﯿﺎﺕ ﮐﯥ ﺩ ﻫﻐﻪ په اړه ﯾﻮ ﺍﻭږﺩ ﻏﺰﻝ ﻫﻢ ﻭﯾﻠﯽ ﭼﯥ سربيت يې دا دی:

يا زما په سنگين شعر کې لياقت دی - يا په خوله کې د صحبت مې ډير لذت دی

نامتو لیکوال، شاعر او څېړونکی ميا وکيل شاه فقيرخېل ﺩ شاعر ﺍﺣﻤﺪ ﺩﯾﻦ ﻃﺎﻟﺐ په اړه ليکی: «ﺩ ﺍﺣﻤﺪ ﺩﯾﻦ ﻃﺎﻟﺐ د لاس ليکلي ټوﻝ ﮐﻠﯿﺎﺕ د ﺧﻄﻲ ﻧﺴخې په بڼه ﺩ ﺩﻭی ﻟﻪ ﮐﻮﺭﻩ ﻣﺎﺗﻪ ﻻﺱ ﺗﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ ﺩﻱ، ﭼﯥ ﺍﻭﺱ ﺩ ﺩﺍﻧﺶ ﺧﭙﺮﻧﺪﻭيې ټوﻟﻨﯥ ﻟﻪ ﺧﻮﺍ ﺯﻣﺎ له څېړنيزې ﺳﺮﯾﺰﯤ ﺳﺮﻩ ﭼﺎﭖ شوي دي».

ميا وکيل شاه فقيرخېل زياتوي: «ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ ﺩ ﺩﯾﻨﻲ ﻋﻠﻮﻣﻮ د ﻭﺍقفيت سره سره شاعري هم کړې چې د شعرونو قلمي نسخه يې ما سره کتابتون کې خوندي ده.»

ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ ډېر ﺷاگردان ﻟﺮﻱ. د شاگردانو له شمېر څخه يې خيال محمد او کشور سلطان لوی نومونه لري.

د صحبت خان مدني اکر سمول

ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ واده کړی وو او ﺩﺭﯤ ﺯﺍﻣﻦ يې درلودل، ﭼﯥ ﯾﻮ ﺍﺭﻭﺍښاﺩ ﻓﺮﺥ ﺳﯿﺮﺷﻤﻊ نومېد، ﭼﯥ ﻟﻮﯼ ﺳﻨﺪﺭﻏﺎړﯼ ﺍﻭ ﻣﺸﻬﻮﺭ ﻣﻮﺳﯿﻘﺎﺭ ﻭﻭ. ﺩﻭيم ﺯﻭﯼ ﻳﯥ ﻇﻔﺮ ﺧﻮﺭﺷﯿﺪ نومېد ﭼﯥ ﺩ هند ﺩ نامتو ﺍﺭﺩﻭ ﭘﺨﻮﺍﻧﯿﻮ ﻓېﻠﻤﻮﻧﻮ د موسيقي ډﺍﯾﺮﯾﮑټر ﻭﻭ او ډيرې نامتو سندرې يې کمپوز کړې دي. ﺩﺭېیم ﺯﻭﯼ ﻳﯥ ﺟﻤﺸﯿﺪ ﻭﻭ ﭼﯥ لېونی ﻭﻭ.

مړينه سمول

ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ د ۱۹۴۲ ز کال د اگسټ پر ۷ له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې ﺍﻭ ﭘﻪ ﻣﺮﻏﺰ ﮐﯥ خاورو ته وسپارل شو. اروا یې ښاده او جنت يې ځای شه.


اخځليک سمول

۱- د ليکوال ميا وکيل شاه فقيرخېل فېسبوک پاڼه.