خيال محمد

شاليد
زېږون نوم خيال محمد
زېږېدنه 1946 کابل, پښتونخوا
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه – تر اوسه
خيال محمد

استاد خيال محمد د پښتو ژبې د کلاسيکې موسيقۍ، ولسي موسيقۍ او د نوې موسيقۍ په برخه کې نه يوازې په پښتونخوا کې بلکې په اسيا کې يوه پېژندل شوې څېره ده. استاد خيال محمد د خېبر د چوره کلي د اوسېدونکي د سپين گل ځوی دی. نوموړی په هډ پښتون او د اپريدو د ملک دين خېل په ټبر پورې اړه لري. سپين گل خان د خېبر د چوره کلي ؤ او پېښور ته يې کډه کړې وه او استاد خيال محمد په ۱۹۴۶ زېږيز کال کې په پېښور کې زېږېدلی دی. د استاد خيال محمد اته سکه وروڼه او دوه خوېندې وې، چې درې وروڼه چې له خيال محمد څخه مشران وو او يوه خور يې په حق رسېدلې ده. دی د خپل پلار څلورم ځوی دی.

مخينه

استادخيال محمد د سندرو پر مهال

زده کړې

د ښکلو هنرونو ډگر ته ورتگ

د خيال محمد استاد خواني
د پښتو ژبې پخوانۍ سندرغاړې نويده خان او استاد خيال محمد

ستاينيزې

استاد خيال محمد د پاکستان پخواني ولسمشر څخه مډال ترلاسه کوي
استادخيال محمد د ستوري ستاينيزه ترلاسه کوي

کورنی ژوند

اوس څلور وروڼه او يوه خور لري، چې دی يې منځوی دی، دوه وروڼه ترې مشران او دوه ترې کشران دي. استاد خيال محمد دوه ښځې لري، چې يوه مېرمن يې ژوندۍ ده. د مشرې ښځې يې اووه او د کشرې ښځې يې اته اولادونه دي. لومړی واده يې په ۱۹۶۳ زېږيز کال کې کړی دی. په ۱۹۶۴ زېږيز کال کې يې لومړی ځوی او په ۱۹۶۵ زېږيز کال کې انور خيال پېدا شوی دی. د استاد خيال محمد د موسيقۍ د فن آغاز په دې هکله نوموړی د آلمان غږ د راډيو سره په يوه مرکه کې وايي: زما والد صيب هم له موسيقۍ سره تړون درلود، زما مشر ورور سيف الملوک هم د پېښور د راډيو نه به سندرې وييلې. په دې کې څه عجيبه غوندې خبره خو دا ده چې مونږ به هم دا راډيو اورېدلو ورته به کله مخې ته شو او کله شا ته چې د راډيو نه سړی دا آواز څنگه راوباسي، نو حقيقت دی چې د يوه دوکاندار سره داسې غټ غوندې راډيو وه، زه يې شاته راغلم په دغه وخت زمونږ د ورور پروگرام وو مطلب دا دی، چې ورور دی هرڅنگه چې وي خوږ وي، خو دغه ډېره څه سيده ساده زما نه وه او زمونږ ماشومتوب و، نو هغه راډيو ته زه شاته ودرېدم، چې ما وې گوره چې په دې کې ناست وي، خو دا سوچ خو زمونږ نه وه دا څه عجيبه غوندې کار دی، نو پس د هغې نه هم زمونږ ددې سره شوق و او زما والد صيب او زما ورور هم باجه، تبله، ډول سره اشنا وو زما مشر ورور زه په ۱۹۵۸ زېږيز کال کې پېښور راډيو ته راوستم وييلې راشه آزموينه دې اخلم، که د راډيو والا منظور کړې، نو زما هم شوق و ورسره نو ورغلم، په هغه وخت کې رشيد علي دهقان صيب د راډيو د موسيقۍ د پروگرام مشر و او ما دا سندره وويله: نن مې د ښکلې ځوانۍ بيا نوی دوران دی په هغه وخت کې چې تبله راسره چا غږولې وه، خدای دې وبخښي د هغه ثمرگل نوم و او شپېلۍ چې راسره چا غږولې وه، د هغه گل رحيم نوم و. هغه دواړه اوس خدای بخښلي دي او په دې مې فخر دی چې استاد بختيار راسره دی. دغه سندره ازمېښتي شکل کې ما وويله او هغوی ريکارډ کړه. د پېښور د راډيو نه په دغه وخت کې ريکارډ ميکارډ نه وو، چا چې به څه وويل د هغه وخت سره به وو، نو خبره به ختمه وه، نو زما په خيال په هغه وخت سره چې د راډيو کوم مشران وو، نو زما د اواز پرې لږ څه اثر شوی و نو مونږ چې سندره څنگه وويله نو مونږ ته يې ريکارډ واورولو، بيا زه هم په سوچ کې شوم. د غزل د موسيقۍ نوی رنگ استاد خيال محمد لس اته کاله د سندرو نه لاس اخيستی و او يوازې د تبلې او باجې سره يې شوق ساتلو، خو بيا خدای بخښلي رفيق شينواري دی بېرته سندرو ته تشويق کړ او په دې لړ کې يې د غزل موسيقۍ ته نوی رنگ ورکړ. دی په دې هکله پخپله وايي: رفيق شينواری دې خدای وبخښي نو ما سره به يې گپ لگولو، چې وروره تا ولې راډيو ته شاکړې ده، په تا کې زه لږ څه وينم. دی ډېر يو پوه سړی و، پخپله يې هم سندرې ويلې وې او بيا په راډيو کې کمپوزر شو. ما ورته وويل چې بس رفيق جانه! زما زړه اوس نه غواړي، تسلي خپله راته نه ميلاوېده، خو داسې يو وخت راغی، چې ده وييل ټپه، چاربېته بدله خو زمونږ روايتي شی دی بنيادي غزل هم پکې شته دی، دې غزل ته يو رنگ ورکول په کار دي. رفيق بيا ما ته وويل چې سبا ته ريکارډنگ دی راډيو ته ځو، نو بيا زه اتلس کاله پس راډيو ته ولاړم. دوه درې سندرې مې وويلې لکه د ارباب ودود کلام: اوس دې يادونه افسانې ښکاري دا څه دستور د زمانې ښکاري او د حمزه صيب کلام ژوند ته وگوره ژوند څه دی؟ همه کار کار دی هغه ژوند په مرگ حساب دی، په دنيا چې بې روزگار دی

استاد خيال محمد او شاعري ذوق

استاد خيال محمد تر دې دمه د ډېرو پخو لرغونو ، پخوانو او معاصرو شاعرانو ، استادانو شعرونو ته روح وربښلی چې د سندارا خوند یې تر نوي نسل پورې تل پاتې په خولو کې بوږنېږي . په دغو شاعرانو کې د سیمې لوی فیلسوفو او صوفيانه شاعرانو او ملنگانو مبارزو شاعرانو لکه خوشال خان خټک ، عبدالرحمان بابا ، خاطر اپريدی ، ساحر اپريدی ، اجمل خټک ، عبدالغني خان محمد زی ، شمس الزمان شمس ، ارباب عبدالودود ، شمس بونيری ، افگار بخاري ، رحمت شاه سايل ، محمد اعظم اعظم ، امير حمزه شينواری او داسې د نورو شاعرانو شعرونه د سندرو روح ته سپارلي دي.