شمس بونيری د پښتنو يو شاعر او د پښتونخوا په پونیر سیمې کې په کال ۱۹۴۶م زېږدي کې زېږېدلی .

شمس بونيری

مخینه

زده کړې

ښاغلي بونیري د سیمې له دولتي ښوونځي څخه خپلې لومړۍ او د لېسې زده کړې ترسره کړي ورپسې د پېښور پوهنتون څخه یې د سياسي علومو په برخه کې د ماسټرۍ برلیک ترلاسه کړی . همدارنگه یې د وکالت زده کړې هم د اېل اېل بي په درجه رسولي .

دندې

ښاغلي بونيري خپلې دندې د وکالت په څانگه کې پیل کړي او يو وکیل په توگه یې کار کړی . د همدې تر څنگ یې د شاعرۍ او لیکوالۍ په برخه کې لیکلي نښېرونه پرې ايښي .

چاپ شوي نښېرونه

  1. سور سحر (شعري ټولگه)
  2. د ژوند نغمې (شعري ټولگه)
  3. د سبا سندرې (شعري ټولگه)
  4. سره شپېلۍ (شعري ټولگه)
  5. دا کتاب د زندان رڼا

ناچاپه نښېرونه

درې شعري ټولگې لا چاپ شوي ندي .