خاطر اپريدى د (اکبر خان زوی) چې اصل نوم يې (مصری خان) وو. په (۱۹۲۹م کال کې د خیبر پښتونخوا په سدوخیلو کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، نوموړی په ۱۹۶۸م کال کې د اګسټ په ۲۴) د نری رنځ ناروغۍ له کبله ، چې یوولس کاله پرې اخته ووومړ. افریدی د پښتو ژبې له تکړه شاعرانو څخه وو.


افریدی
خاطر
خاطر اپريدی
خاطر اپريدی

د شخص معلومات
اصلي نوم مصری خان
زېږېدنه ۱۹۲۸
خیبر پښتونخوا
مړینه 24 اگسټ 1961 (31–32 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
۱۹۶۸ اګسټ ۲۴
د مړینې لامل د نری رنځ ناروغۍ
تابعیت پاکستان

برطانوي هند  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مخينه

خاطر اپريدی
د خاطر اپريدي هديره

خاطر اپريدی د خېبر د اپريدو د قبيلې د اکبر خان په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترگې وغړولې. دی د اکبر خان زوى، د خان دوست لمسۍ او د شير مست کړوسى دى.

دى ډير کوچنى وو چې د غم او د يتيمۍ دردناکه او سپېره څپيړه يې پر مخ وخوړه او د پلار د سيوري نه محروم پاتې شو. د ده پالنه خپل کاکا حضرت خان او د خپل نيکه دوست خان په غاړه ولويده او دوى هم د خپل بچي په شان لوى کړ او خپله کرونده يي کوله وروسته د هغې ځيني د خيبر د لواړگي په راشغل کمپ کې ملازم مقرر شو او وروسته يي سودا گري شروع کړه د کابل نه به يي مال او متال راوړ او خرڅول به يي او خپل اقتصاد به يي پر مخ بيولو . خاطر تعليم نه دى کړى نو ځکه يي ريښه نه لگي چې د ده شاعري څه وخت پيل شوې او خپل دردونه يې څه وخت په راپيلي او ټولنې ته يي وړاندي کړي دي . خو داسېويل کيږي چې په (١٩٥٩) م کال کې به يي پيل کړي وي . مخکې مو اشاره وکړه چې ده کرونده کوله او هر کله به په دې فکر کې وو چې شعر جوړ کړي ان کله کله به يي چې تخمونه هم کرل په باغ دغه صحنه به يي هم د شعر پر شربه ويله لکه چې وايي :

زه چې تخمونه د گلانو کرم

څه معشوقې له بلبلانو کرم

د خاطر وظيفه خو په وروسته وخت کې تجارت وو لکه اشاره چې وشوه او خپله زنده گي يې د دغسې لارې څخه پر مخ بيوله په ازل کې يي دا هم نه وو ليکل شوي چې د خپل عمر نور وخت دې دغه وظيفه او دغه کسب وکړي نو هماغه وو چې نري رنځ دى پرې نه ښود او تر خاطره چاپير شو خو د دغې ناروغۍ سره سره به يي بيا هم او د خپل احساس له کبله به يي تجارت کاوو او د تجارت سره به يي له خپلو ولولو نه به يي مرغلرې جوړولې او د شعر په نازک خورا رنگين او ښه تارکى پيلې او خپل دردونه به يي د شعر په ژبه هيواد والو ته اورول . ده ته به خلکو د ډاکتر مشورې ورکولې خو دى به ډاکتر ته نه تلو او خپل ځاى کې به اخته وو او دا خبره به يي تل کوله چې زه ډاکتر ته نه ځم بلکې زه د زړه په ډاکټر باندې جوړيږم . تاسې وگورى دغه صحنه څومره ښه انځوروي :

په دارو د طبيبانو نه جوړيږم

پرې جوړيږم چې د مينې بيمار وينم

خاطر افريدي د خپل يار په غم کې غرق او تل به يي د هغې جورتونه وهل او دا فکر به ورسره وو چې څنگه به زه د هغې سره وصال حاصلوم . کله کله به يي داسې فکر کاوو چې وصال خو نه كيږي بلکې که يو ځلي يار زما خواته وگوري هم وصال دى لکه چې وايي :

هغه چې تا يو راکتلي دي

کله مې د زړه ځيني وتلي دي

خاطر د نري رنځ نه جوړ نه شو ، په ( ١٩٦٨) م کال د اتمې مياشتې په څلورويشتم نېټه له فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غيږې ته وسپارل شو .

د خاطر اپريدي شاعري

خاطر اپريدى او د پښتو غزل يو د بل سره داسې لازم او ملزوم دي ، چې کله د غزل نوم په خوله باندې اخلو نو سم د لاسه د خاطر نوم خولې ته راځي . دا نوم او دا مقام د پښتو غزل د شعر په داسې پړاو خپور شوى چيرته چې د غزل د ځوانۍ د شعور ډيرې لارې چرځي . کله چې د خاطر طوطي په چغار راغى او د هغې د غزلونو وږمې دارم باغ استاد واباب د اثارونو په څپو په ټوله پښتونخوا کې خپري وې ، نو په دې وخت کې د ادب د لارې لارويان ډير ستومانه شوي وو . هغه د مراد شينواري خبره ، خاطر د ريښتيا هم فطري شاعر وو ځکه الله (ج) چې چاته د شعر ويلو فطري استعداد ورکړى دى هغه د يو تند سيلاب په شان په غرونو کې هم لارې راوباسي . د خاطر د شاعرۍ اصل بنياد د عشق دى او ټول اشعار يي عشقي بڼه لري ۳. دا خو جوته خبره ده چې هر شاعر په هره برخه کې اشعار ولري ، خاطر هم تصوفي ، اخلاقي او همدارنگه عشقي اشعار هم ويلي دي او دى په دغه لاره کې د ډير قوي هوډ څښتن دى . دى په خپله دغه صحنه په ډير هنرمندانه توگه او خپل فطري استعداد په واسطه انځوروي او په ډيره عجيبه توگه انعکاس ورکوي لکه وايي :

که د غم په ما انبار شي پروا نشته

د گلو نو لاندې ونه نه ماتيږي

خو کله له يوې خوا خاطر په داسې يو حالت کې قرار لري چې د خپل يار غم لاندې هم خوښ دى خوله بله پلوه دى بعضې حالاتو کې د خپل يار انکار باندې خوښ من دى او دغه حالات د ځان لپاره راحت بولي.

لکه چې وايي :

ښه شوله ډيره چې انکار د وکړو

زما د واړه عمر کار د وکړو

هسې خو هر شاعر د يار په ليدو خوښيږي او خوشحاليږي او د هغې د تاثير لاندې راځي خو خاطر هم چې يار نه ويني نو دير پريشانه کيږي او خپل يار ته خطاب کوي البته د گزار وينا ورته کوي لکه چې وايي:

خلق چې نښه ولي گوري ورته

تاچې مخ پټ کړو نو گزار د وکړو

خاطر د خيبر فخر دى د خيبر خلق د هغه په نوم باندې وياړي د هرې سيمې پښتانه دا وايي چې کاش خاطر زموږ پر سيمه زيږيدلى وى ځکه خاذر د عشق ترحمان دى او د ميني جوړوونکى دى او په خپل ژوند کې دغه مرام لري . خو د عشق سره يي اولسي شاعري هم کړې ده نو يي ، بگتى او د اولسي شاعرى گڼ فورمونه يي وليکل او وويل هر هغه څه يي چه ليدل ليکل يي . خاطر داسې شاعر وو چې شاعرانو به دده په وياړ مشاعرې جوړولې او دى به يي ستايه چې لومړۍ مشاعره د خيبر د پښتو ازلي جرگې د حمزه بابا په حجره کې وکړه وروسته د خاطر په کلي يوه ستره مشاعره وشوه چې يو لړ شاعرانو دى وستايه او په ښو ستاينو يې ولمانځه، چې دهغې د نمونې څخه د لعل زاده ناظر بيتونه را اخلم چې د خاطر استاد هم دى4 :

هغه هم غمجن کمي وه چې صابر راځني لاړو

د اخـــتـــر غم مې ژړلو چې باصر راځني لاړو

اوس مې تير زاړه زخــمونه و ايله سره ورغلى

چې خاطر مې بې خاطره شو غمزده مشاعره ده

عـــجــيـــبـــه مـــشاعره ده عجيبه مشاعره ده

د خاطر افريدي د شاعرۍ بيلابيل اړخونه

الف) د خاطر شاعري د شکل له مخې : شاعري د خداى (ج) يو داسې پيرزوينه ده چې انسانانوته يي په نورو انسانانو د مشاهدې او تخيل فضليت وښي الله (ج) خاطر افريدي ته هم دغه لوى نعمت ورکړى وو او ده باندې لورولۍ وو . خاطر يو فطري شاعر دى دا ريښتيا ده ځکه له يوې خوا ده تعليم نه درلو او له بلې خوا دى د څو ورځو وو چې د خپل پلار له سيوري ځيني محروم شوى او په هغه اندازه اشعار يي ويلي چې ډير کم شاعران د هغه مقام ته رسيږي نه يوازې د غزل په برخه کې بلکه د ولسي ادبياتو کې هم ده خورا ښه اشعار ويلي دي هر هغه څه چې يي ليدل ليکليدي او د خلکو غوږونو ته يي رسولي دي . د افريدي اشعار هنرمندانو هم زمزمه کړي دي او زيات سندر غاړي دده اشعار وايي او خوښوي يي د ده د ولسي شاعري علت دادى چې په هغه وخت کې چې دى په خيبر کې اوسيده نو يو شاعر چې خسرو اپريدى نوميده د هغه شعرونه د سندرغاړو په خولو کې جاري وو نو دغه سبب شو چې ده هم پخپل وار دغه ميدان ته راودانگل او ده کم وخت کې چاربيتي ، نيمکۍ ، بگتۍ ، مقامونه او نور فورمونو کې خپل اشعار وويل دايي ولسي شاعري ده . او بل خوا د غزل شاعري ده چې د کلام د ښايست او ښکلا د پاره د هر فورم يعنې استعارې ، تشبيهات او کنايي په برخه کې اشعار ويلي او د هغرې په واسطه يي خپل اشعار ښايسته کړي دي .5 د خاطر اشعار د شکل له مخې په غزل ، لوبې ، بگتۍ ، مقام ، چاربيتي ، نيمکى او فورمونو باندې ويلى شو . د افريدي د غزل په برخه کې ويلى شو چې خاطر د غزل د جز بې د فکر د شعور او هم د تغزل د فن هغه خبۍ لري چې کوم غزل ته نه يوازې مقام ورکوي بلکه پرې غزل بلل کيږي . د خاطر غزل د هر پښتون زړه پريوځي او د انسان په زړه کې يي نيولى داځکه چې شايد د لاندې اوصافو له برکته دي :

افسوس ستا په خيال کې څه ښکارم

دغه ارمان به مې په زړه پاتې شي

د خاطر په کلام کې عشقي کيفونه او خوندونه د هغې د اشعارو او مرکزي خوبي ده ځکه ده ټول اشعار د عشق ځيني ډک او دغه عشق تر لوړې درجې پورې رسيږي . کله کله خاطر خپل يار ته د خطاب په ژبه باندې هم وايي او يار او يا مخاطب گرځوي او خپل يار د رڼا سره ورته کوي او خپل ځان په مقابل کې ړوند احساسوي .

خير دى دا زما سترگې که بدې دي

ته خو راته گوره په داښو سترگو

زه يم چې د زړه په سترگو تاوينم

چارڼا ليدلې په ړندو سترگو

خو بلاخره دا ويلى شو چې اپريدي صاحب پخپلو اشعارو کې هر څه د يار بيان کړي کله خفه کيږي او کله گيله من کيږي او کله کله د يار غمونه هر څومره چې په ده باندې انبار وي خوشحالي څرگندوي.6

د خاطر اپريدي د شعرونو منځپانگه

چې د زړه کورته دې راشي پروا مه کړه اې خاطره تل خاطر د مېلمنو شي

د شعر هر مضمون د شاعر د فکري صلاحيتونو ترجمان دى او هر شاعر د مقام او فني اهميت له مخې خپله درجه لري هم د فن په لحاظ او هم د مقبوليت په لحاظ . دا ښکاره خبره ده چې هر شاعر د ژوند هره برخه که هغه عشقي ده که تصوفي ده که اخلاقي ده او که نورې برخې دي په خپلو اشعارو کې راوړي . مخکې د خاطر په اشعارو کې څه نا څه څيړنه وشوه او په کې معلمه شوه چې د افريدي د شعر اصل او بنياد عشقي دى او خپلو اشعارو کې يي عشق پاللى او د عشق په جامه پسوللى دى. شاعر خپل اشعار د استعارې ، کنايي ، تشبيهاتو ، طباق ، حسن تعليل ، عارفانه تجاهل ، تلميح او داسې نورو صنايعو په راوړلو سره ښايسته کړي دي عينې د بديع ښکلا او هم د بيان د صنايعو په راوړلو سره خپل کړي دي . د خاطر شاعري عشقي ، ساده او بي ساخته ده تخيل يي که څو عالمانه فلسفيانه نه دي خو د شعر بندش يي دومره بې ساخته او زړه راښکونکى دى چې لوستونکي ترې سر نه شي څرگنده ولاى . ده في البديه شعر هم ويلى دى ځکه دى يوه ورځ په باغ کې تخمونه کري نو سم دلاسه خولې ته دالاندې بيت ورغلى دى :

زه چې تخمونه د گلانو کرم

څه معشوقې د بلبلانو کرم

ددې تر څنگ مراصيله شاعري يي هم کړې ده او په هره مشاعره کې به په ده باندې مجلس جوړاوه او شاعران به ترې تاو وه او ده به د ټوکو په شان هم اشعار ويل .ځيني وخت کې د يار مينه په ده باندې ډيره غلبه کوله او د هغې د نشتوالي په وخت د خولې څخه داسې فرياد کوي .

کله چې په فکر کې داستا شمه

لاړشمه د ځانه خوبيا راشمه

تاو مې شي د زړه نه ستا د مخ لمبې

گډ چې د د زلفو په سودا شمه

ده په خپلو اشعارو کې تصوفي برخه هم ستايلې ده او د حضرت محمد (ص) اوصاف يي بيان کړي دي لکه چې وايي :

کاڼي بوټي د ديار د محمد (ص)

ماگڼلي په ديدار د محمد(ص)

دي ياران ددې جهان د نيمې لارې

عبادت کړه چې شي يار د محمد (ص)

کړنگونه به يي لارې شي په مخکې

که يار نيولې لار د محمد(ص)

ددې سره ده په خپلو اشعارو کې خوشحال هم ستايلى او د هغې تر څنگ د وطن په غم هم غمجن شوى او د خيبر په باره کې يي هم اشعار ويلي دي . بل د پښتو د اتفاق په باره کې هم خپل خورا ښه اشعار ويلي دي لکه وايي چې :

که چيرې يو شي سره واړه ورتــــــه گــــــــــلـــونه به شي شاړه

دښمن به ځي ترينه پرغاړه ورته به جوړ په خړغرونو گلستان شي

يـــــــو چــې مــــــــســـلـــمــان شـــي

دا چې زما اصلي موضوع د خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه دي نو نور په دې برخه کې د څيړنې نه تيريږم او خپلې اصلي موضوع ته راگرځم خو دا چې زما موضوع د ادبي فنونو د بديع په برخې پورې اړه لري لومړى بايد په بديع باندې وغږيږو او ځان پرې پوه کړو .

د بديع علم بديع په دريمه هجري پيړى کې درياسم عباسي خليفه زوى ابوالعباني عبدالله منځ ته راوړ څنگه چې په عربي کې د ځانه نوي شي ايستلو ته بداعه يا بداعت وايي نو په عربي باندې يي هم بديع نوم کيښود . نوموړي د بديع د علم (١٧) فنونه منځ ته راوړي . د ده څخه وروسته قدامه بن جعفر منځته راغى او خپل کتاب د نقد قدامه په نوم کتاب جوړ کړ او په دغه (١٧) فنونو (١٣) نور هم ورزيات کړل . په دريم قدم کې ابوصلال عسکري منځته راغى او (٥) فنون يي نور هم په کې زيات کړل او د بداعت اصول لکه د ايجاز ، اتناب ، فصاحت ، بلاغت او نور په کې راوړل او د الضاعتين په نوم يي کتاب منځ ته راوړ7 .

د بديع تعريف : بديع هغه علم ته وايي چې د کلام غير واجب ښکلا او تحسين ډولونه پرې معلوميږي . بديع علم په دوو برخو ويشل شوي دي . چې اولې برخې ته يي معنوي ښايستونه وايي او د دوهمې برخې ته لفظې ښايستونه وايي چې هره برخه يي بيا بيلا بيل ډولونه لري، څه رنگه چې زما موضوع ي،ازې د خاطر افريدي په اشعارو کې معنوي ښايستونه دي نو زه هم يوازې د خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه څېړم، چې په لاندې ډول دي: د خاطر افريدي په اشعارو کې معنوي ښايستونه : هغه ښايستونه دي چې د مانا رعايت په کې شوى وي نه د لفظ يعنې په لفظ پورې اړه نه لري او په لاندې ډول دي .

طباق : د متضادو کلمو راوړل يا د متضادو لغتونو ، اسمونو ، صفتونو او يا د فعلونو راوړل پخپل کلام کې عبارت له طباق ځني دي .

د خاطر افريدي لاندې شعر وگورى :

تا خو د ځان کړمه اى ځانه زما

په دغو خپلو او پردو څه وکړم

په پورته بيت کې د تعريف معمول شاعر په خپل کلام کې دوه متضاده کلمې (خپل او پردي ) راوړي دي او د طباق ښايست يي منځ ته راوړى دى . يا په لاندې بيت کې :

کړم چې د وصلت طمع ماته د هجران څه دي

څوک چې شي يتيم اسير هغونه گريان څه دي

په پورته ذکر شوي بيت کې شاعر دوه متضاد (متقابل) الفاظ چې عبارت له (هجران او وصال) څخه دى ذکر کړى دي کله چې شاعر دغسې کلمې پخپل کلام کې راوړي او خپل کلام پرې ښايسته کړي د طباق ښايست جوړوي .

طباق درې ډولونه لري چې په لاندې ډول ښودل کيږي :

١_ اسمي طباق

٢_ فعلي طباق

٣_سلبي او ايجابي طباق

١_ اسمي طباق :

لکه په لاندې بيت کې :

تل مې ژړا سهي خندا نه سهي

دا ستا جفا سهي وفا نه سهي

په پورته بيت کې شاعر متقابلې کلمې د ( ژړا ، خندا ، وفا او جفا ) رآوړي دي آو طباق ښايست يي جوړ کړى دى . کله چې شاعر په خپل کلام کې دوه داسې متقابل الفاظ راوړي او خپل کلام پرې ښايسته کړي نو د طباق جوړوي .

يا لکه په لاندې بيت کې :

خپلې خندا ته گوره

زما ژړا ته گوره

خپلې جفا ته گوره

زما وفا ته گوره

پورته بيت هم د تير بيت په څير دى يعنې په پورته ذکر شوي بيت کې هم شاعر متضادې کلمې (خندا ، ژړا ، جفا او وفا ) راوړي دي .

خو کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې کلمو او الفاظو کارونې ځني کار واخلي نو د معنوي ښايسونو د جملې څخه اسمي طباق جوړوي .

زړه په دې نه دى چې ناولى مخ دى

چې کوم يي خوښ شي هغه ښکلى مخ دى

په پورته بيت کې شاعر دوه متقابل صفتونه (ښکلى او ناولى ) راوړي دي . خو کله چې شاعر دوه داسې متقابل صفتونه په خپل کلام کې راوړي نو د ښايست پر لحاظ ورته طباق او په طباق کې اسمي طباق وايي .

که شړلي يي غمونه کوربانه دي

خير دى خير دى ستا غمونه ميلمانه دي

شاعر په پورته بيت کې دوه متقابل الفاظ چې عبارت له ميلمانه او کوربانه ځيني دى راوړي دي او د طباق ښايست يي منځ ته راوړى کله چې شاعر داسې الفاظ او کلمې په خپل کلام کې راوړي نو د ښايست په لحاظ ورته اسمي طباق وايي .


٢_ فعلي طباق :

د خاطر اپريدي لاندې بيت د نمونې په توگه وگورى :

چې مې سلگى بې واره ځي او راځي

دغه د ستا د تلو راتلو نښې دي

په پورته بيت کې شاعر دوه متقابل فعلونه چې ( تگ او راتگ ) ځيني عبارت دي راوړي دي او فعلي طباق يي رامځته کړى ده .

کله چې شاعر په خپل کلام کې دوه دغسې متقابل فعلونه سره راوړي نو د ښايست په لحاظ ورته فعلي طباق وايي .


٣_ سلبي او ايجابي طباق :

لکه په لاندې بيت کې :

په دارو د طبيبانو نه جوړيږم

پرې جوړيږم چې د ميني بيمار وينم

په پورته بيت کې شاعر جوړيږم او نه جوړيږم دوه متقابلې کلمې راوړي دي او د طباق صنعت يي منځ ته راوړى دى . کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې دوه متقابل الفاظ چې د يوې مادې ځيني وي او د مثبت او منفي يا امر نهې په صورت سره راوړي نو په طباق کې سلبي او ايجابي طباق جوړوي.

همدارنگه وگورى چې شاعر دغه لاندې بيت ته د صنعت په څومره هنرمندانه انداز کې راوړى .

څه که ته يي ناقرار زما همدمه

زه په دې ناقرارۍ کې قرار وينم

په پورته بيت کې شاعر دوه الفاظ چې البته يو د بل پر ضد واقع شوي او عبارت دى له اقرار او ناقرار ځيني راوړي دي .

دا چې دغه الفاظ دوه متقابل صفتونه دي او د يوې مادې ځيني خو د امرنهې په راغلي نو سلبي او ايجابي طباق يي منځ ته راوړى او يا لکه په لاندې بيت کې :

سوى مې د سترگو ړندوي چې درته نه گورم

که ډير درگورمه خو دارنگه زينت کوم دى

پورته بيت کې شاعر دوه متقابل فعلونه (درگورم ، نه گورم ) د مثبت او منفي په شکل سره راوړي دي . کله چې شاعر په خپل کلام کې دغسې ادبي نزاکت راوړي نو د ښايست په لحاظ ورته سلبي او ايجابي طباق وايي .

او يا لکه په لاندې بيت کې :

داسې راته گورې لکه نه چې راته گورې

نيغ مې د زړگي وځې کاږه چې راته گورې

په پورته بيت کې شاعر بيا د گورې او نه گورې دوه متقابل فعلونه راوړي دي خو د يوې مادې څخه دي او د مثبت او منفي په شکل راغلي دي . نو کله چې په يو بيت کې داسې الفاظ سره راوړل شي نو سلبي او ايجابي طباق جوړوي .

مراعات النظير :

لکه په لاندې بيت کې :

داستامخ لکه افتاب پټ په وريځ کې

پرې راخور د زلفو جال ووته اوده وې

په پورته بيت کې مخ د مخ سره مناسبې کلمې لکه زلفې او د زلفو جال راخوره ول او بيا په خپله مخ د افتاب سره په روښانايۍ کې مساوي کول چې وريځ هم ورسره تړلي وى ډيرې مناسبې کلمې دي .يعنې کله چې شاعر په يو بيت کې څو الفاظ ذکر کړي او بيا ورته په دوهم نيم بيتي يا دوهم بيت کې د هغې سره مناسبې کلمې يا مناسبات او ملايمات راوړي نو د مرات النظير ښايست جوړوي .

سپوږمۍ په شپه ښايسته ده توره شپه هم په سپوږمۍ

ستا مخ د تورو زلفو د غنچو سره جوړيږي

په پورته بيت کې اول سپوږمۍ او بيا ورسره شپه چې شپې کې سپوږمى وي همدارنگه مخ د مخ سره تورې زلفې او بيا د زلفو غنچې چې ډيرې ښکلې او مناسبې کلمې راغلې دي او مراعات النظير صنعت يي منځ ته راوړى . همدارنگه يوه ښکلې تشبه هم په کې شته چې هغه د تورو زلفو غنچې کې موجوده ده او موکده تشبه بلل کيږي .

ستا محبت دى لکه اور داسې

زما يي رنگ کړو لکه سکور داسې

په پورته بيت کې محبت ذکر شوى چې د محبت سره مناسبې کلمې اور هم راغلى ده يعنې محبت خامخا اور وي او وروسته د دغې اور په واسطه سړي رنگ توريږي اور سکور په شان گرځي . نو کله چې شاعر په خپل کلام کې داسې مناسب الفاظ سره راوړي د مراعات النظير صنعت جوړوي .

کور او کلى هميشه په غټو زړو شي

هم په ښه ډيره دنيا او په سړو شي

ريښتيا خبره ده چې د کور او کلي دودونه رواجونه چې بعضې مشکل هم وي هغه څوک کولى شي چې ښه غټ زړه ولري ښه دنيا ولري او ميړونه هم موجد وي د کور او کلي دودونه د هغې سره مناسبه کلمه ښه سړى د ښو سړيو غټ زړه د غټ زړه سره ښه دنيا ټول هغه کلمات دي چې يو د بل سره مناسبت لري نو په يو بيت کې ددغسې مناسبو کلمو راوړل د مراعات النظير ښايست منځ ته راوړي .

لف او نشر:

لکه په لاندې بيت کې :

چا سره يو ځاى ليدل شپه او ورځ

زلفې يي تيارې مخ يي رڼا گوره

په پورته لومړى نيم بيتي کې شاعر شپه او ورځ راوړى ، خو وروسته بيا په دوهم نيم بيتي کې د هغې مطابق ماناوې يا کلمې لکه تياره او رڼا راوړي دي . يعنې کله چې شاعر په لومړى نيم بيتي يا لومړي بيت کې ځني کلمې د اجمال په صورت راوړي او بيا وروسته په دوهم بيت يا دوهمه نيم بيتي کې د هغې متعلق څه نورې ماناوې راوړي د ښايست په لحاظ ورته لف او نشر وايي . بل دا چې په نوموړي بيت کې د طباق البته اسمي طباق صنعت هم موجود دى .

لف او نشر صنعت هم په دوو برخو ويشل کيږي چې يوه يي مرتب او بل يي غير مرتب لف او نشر دى8 .

د مرتب لف او نشر مثال په لاندې ډول دى :

١_ مرتب لف او نشر :

چې دې گورم تورو زلفو سپين رخسار ته

توره شپه ده سپين سبا را يادوي

په پورته لومړى نيم بيتي کې شاعر تورې زلفې او سپين رخسار راوړي دى خو وروسته د هغې متعلق توره شپه او سپين سبا په دوهم نيم بيتي کې راوړي يا ذکر کړى دى . خو داچې د دوى تر منځ يا تفصيل يي د اجمال سره په ترتيب کې برابره ده مرتب لف او نشر دى .يا لکه په دې لاندې بيت کې .

مرگ او بيلتون دواړه جوړه راغلي

خاطره دا واخلم که دا واخلم

په پورته بيت کې مرگ او بيلتون ذکر شوى خو بيا وروسته يي د مرگ لپاره لومړى (دا) کلمه او بيلتون لپاره يي دوهم د (دا) کلمه ذکر کړى دا چې ترتيپ يي سره سم دى نو مرتب لف او نشر يي بولي .

٢_ غير مرتب لف او نشر :

لکه د خاطر په لاندې بيت کې:

راته ښکاريږي مخ او زلفې د يار

په تورو شپو کې سپين سحر گډ شوى

په پورته بيت کې لومړى مخ او زلفې ذکر شوى او بيا وروسته د مخ لپاره تورې شپې او د زلفو لپاره سپين سحر راغلى دى . دا چې ترتيب کې برابر نه دى يعنې اجمال په تفصيل سره په ترتيب کې برابر نه دى نو غير مرتب لف او نشر يي بولي9 .


توريه :

١_ مرشحه توريه :

لکه په لاندې بيت کې :

چې يو يو غم د را په زړه کړم اشنا

د سمندر غوندې چې تيرې شوې

په پورته بيت کې د سمندر حکم شاعر په خپل شعر کې راوړى ده او سمندر دوه ماناوې لري چې يوه مانايي هغه د اور چنجى دى او بله مانا يي لوى سيند دى . داچې داسې کلمې يا الفاظ په يو بيت کې راوړل شي نو خامخا سړى په وهم اچوي او دغسې دوهم حالت يادوي توب حالت توريه ده خو دا چې د ظاهري مانا سره متناسبې کلمې په وينا کې موجودې وى مرشحه توريه بلل کيږي .

٢_ مجرده توريه :

لکه په لاندې بيت کې :

ستا د ښايست په تصور کې يي ژوندون جوړ دى

چې په ريښتيا خو سمندر وي له انگارنه وځي

په پورته بيت کې د سمندر ځني هغه لرې مانا چې د اور چينجى دى مراد ده او دهغې سره مناسبې کلمې لکه انگار هم موجودې دي او د ظاهري مانا سره مناسبې کلمې نه شته نو مجرده توريه بلل کيږي .


حسن تعليل :

لکه د مصري خان افريدي په لاندې بيت کې :

يار چې خوب کا په سپين مخ زلفې خورې کا

توره شپه شي په تمام جهان تيرې کا

په پورته بيت کې شاعر وايي کله چې يار ويده کيږي نو خپلې زلفې په مخ باندې راغوړوي خو کله چې دغه زلفې په مخ باندې ولويږي ددې سبب کيږي چې ټول جهان د هغې ځيني تياره شي ، خو په حقيقت کې داسې نه کيږي بلکه يو مناسب غير حقيقي مگر لطيف علت يي راوړى دى .

لکه په لاندې بيت کې :

په ماشپه شي چې شانه په مخ زلفان کړې

د سبا په انتظار مې سپين چشمان کړې

په پورته بيت کې شاعر وايي کله چې يار خپل زلفان په مخ باندې شانه کوي نو په ما باندې شپه شي او د سبا په انتظار کې ناست وم خو په حقيقت کې داسې نه کيږي مگر غير حقيقي لطيف علت يي راوړى دى .

لکه په لاندې بيت کې :

شميرل چې دې نه شمه خالونه د جبين

بيلتون مې ډير گردونه په چشمانو ايښي دي

په پورته بيت کې شاعر وايي د ستا جبين يا تندي خالونه چې زه نه شم شميرلى دا علت د دې دى چې بيلتون زما په سترگو ډير گردونه غورځولي نو ځکه د هغې د شميرلو نه زه عاجز يم يو لطيف علت دى.


عارفانه تجاهل :

داستا باڼه وو او غشى د چا

شکمن په دغو گذارونو کې يم

په پورته بيت کې شاعر د يار په بڼو باندې ځان نا گمانه اچولى او وايي چې نه پوهيږم ستا د باڼه دى او که د چا غشي و چې گذارونه يي کول نو ځکه وايي چې زه په دې باندې نه پوهيږم خو په حقيقت کې پرې پوهيږي چې څه شي دى . کله چې شاعر په خپل کلام کې دغسې ادبي نزاکت مراعت کړي نو د ښايست په لحاظ عارفانه تجاهل وايي 10.

سوال اوځواب :

لکه په لاندې بيتونو کې :

ما وې ځان راته اشنا داستا په څير دى

دې وې وروسته به ته پوه شې سوى خير دى

دې وې زړه به د کا څيرې زما زلفې

ما وې ستا هر يو کليپ ورله کوشيردى

دې ويل ته خو بيا رامخ شه که پښتون يي

ما ويل هر پښتون پخوا د سره تير دى

ما ويل زه خاطر دې يم هر وخت په طمع

دې ويل دلته راشه کښينه غم خو ډير دى

په پورته بيتونو کې شاعر خپل کلام د سوال او ځواب په توگه راوړى دى . يعنې کله چې يو شاعر خپل کلام کې په لومړى نيم بيتي کې پوښتنه وکړي او په دوهم نيم بيتي کې وروسته بيا د هغې ځواب هم راوړي سوال او ځواب صنعت جوړوي .

حسن مطلع:

لکه په لاندې بيت کې :

سپينه خوله خو يوځل راکړه په پرده کې

ما يي کړى دى آرمان په يوه موده کې

لکه بلبل په نوبهار کې چې گلانو له ځي

زړگى مې دغسې صحنه ستا لبانو له څي

بيگا ستا په انتظار مې هسې ستړې ټوله شپه کړه

خندل را پورې ستورو سپوږمى راته گيله کړه

پورته بيتونه په داسې شکل سره شروع شوي چې ويونکى مجبور کيږي ټول شعر تر آخره ټول ولولي . کله چې شاعر خپل کلام په داسې ډول شروع کړي چې ويونکى يا لوستونکى دې ته مجبور شي تر آخره يي بيا پوره ولولي نو دغسې صنعتونه د ښايست په لحاظ حسن مطلع وايي .

يا لکه په لاندې بيتونو کې :

گرځيږي راهزنان د بدرگو سره راځه

هم تاراته ويل چې د جرگو سره راځه

منظر مې شو جانانه دا کاږه واږه کاته ستا

مسکى لکه نرگس شه د غمزو سره راځه

قاصده چې خفه يي نن څه شوي زر وايه

که يار وي مرور د خنديدو سره راځه

د لوږې تندې مړ شمه نو هله راشې ته

اختره که تکړه يي د روژو سره راځه

خاطر به ورته گوري زير زير ووايه چې ښه

اشنا ته د ميږي په قدمو سره راځه


تکرار حسن:

لکه د خاطر په لاندې بيتونو کې :

دريغه دريغه چې يو خړ خوشې ميدان وی

څه به ښه وى چې يو زه او بل جانان وى

دا چې اوس په زحمتونو باندې نه شي

دا مشکل مشکل به څه راته آسان شي

يا لکه:

چې مين په سترگو سترگو کې حيران شي

د هغو نه پس په زړه کې سره گران شي

يالکه:

اننگې دې داسې سره لکه مڼې

زما اوښکې تويوي رڼې رڼې

يالکه :

که خبر وى د بيلتون له سختو سختو

ما به نه وى د وصال په ټال ځنگلى

په پورته بيتونو کې په ترتيب سره (دريغ ، دريغ ، مشکل ،مشکل ، سترگو ،سترگو، رڼې ، رڼې ، سختو سختو ، هغه ادبي الفاظ دي چې شاعر د يو ځل په ځاى دوه ځله راوړي دي کله چې شاعر داسې کلمات دوه ځله يا زيات سره راوړي د دې لپاره چې خپل کلام پرې ښايسته کړي نو تکرار حسن يي بولي .

التفات :

په لغت کې د سترگو په کونج کې کتلو ته وايي او په اصطلاح کې عبارت لارې روانۍ ته تغير ورکول دي11 .

التفات په شپږډوله دى چې د هغو ډولونه په لاندې ډول واضيح کيږي:

١_ د غائب څخه مخاطب :

لکه په لاندې بيت کې :

نن يي چې خالونه تازه کړي دي

زړه جوړې داغونه دي زاړه ښکاري

په پورته بيت کې شاعر غائب ته اشاره کوي او وايي چې نن دې بيا خالونه تازه کړي خو وروسته په دوهم نيم بيتي کې بيرته د هغې لوري ځيني گرځيدلى او مخاطب ته اشاره کړې .

کله چې شاعر د غائب په هکله خبرې کوي او سم د لاسه مخاطب ته راگرځي نو دغه التفات ته غائب څخه مخاطب ته التفات وايي .

٢_ متکلم ته مخاطب ته :

لکه په لاندې بيت کې :

همداسې را ياديږي چيرته ته مې نه شي هير

چې بيا د ننۍ غوندې آداسره رانه شې

په پورته بيت کې شاعر د متکلم په لاره باندې خبرې کوي خو سم دلاسه د هغې ځيني گرځي او خپل مخاطب ته اشاره کوي .او وايي چې د ننۍ غوندې آدا سره را نه شي نو دغسې ښايست ته د متکلم نه مخاطب ښايست وايي .

٣_ د متکلم نه غائب :

لکه په لاندې بيت کې :

بيا مې سيزې لکه اور هسې ستا مينه

چې يي ستايم هغه وخت راته گلزار شي

په پورته بيت کې شاعر وايي چې ستاينه بيا رادريشان سيزې يعنې ځان نه خطاب کوي خو په دوهم نيم بيتي کې هم غائب ته اشاره کوي او د خپلې لارې نه بيرته گرځي دغسې ښايست ته د متکلم غائب التفات وايي . يعنې په لومړي نيم بيتي کې (مې) ضمير نا خپلواک دى او ځان لپاره استعماليږي خو په دوهم نيم بيتي کې (مې) نا خپلواک ضمير د دريم شخص (غائب) لپپاره راوړل کيږي نو د دغو ضمايرو په واسطه موږ دا حکم کولى شو چې د متکلم نه غائب ته التفات دى .

٤_ د غائب څخه متکلم ته التفات :

لکه په لاندې بيت کې :

زه تماشه شوم چې وحشي يي کړمه

اشنا مې نورې تماشې څله کا

په پورته بيت کې هم شاعر د غائب په پله روان دى او سم دلاسه متکلم نه خپل ځان ته راگرځي او وايي ما تماشې کړې چې وحشي شوم اشنا مې ولې تماشې کوي . نو دا چې د غائب د صيغې نه سم د لاسه متکلم ته راگرځي د غائب نه متکلم ته التفات جوړوي .

٥_ د مخاطب نه متکلم ته التفات :

لکه په لاندې بيت کې :

په ليونتوب دې زما نشي اشنا سود تر اوسه

ژوند مې اختيار په بيابان کړو بل هجرت کوم دى

په پورته بيت کې شاعر د مخاطب په طريقه خبرې کوي يعنې د هغې په پله او لاره روان دى خو د هغې ځيني بيرته گرځي متکلم ته (ځانته) اشاره کوي چې دغسې التفات نه د مخاطب نه متکلم ته وايي .

٦_ د خطاب څخه غياب ته التفات :

لکه په لاندې بيت کې :

يوې خندا دې وړى زړه وو زما

لکه ميږى ډيرې پيرې نه کړې

په پورته بيت کې شاعر د مخاطب په لاره روان دى سم دلاسه غائب ته ځي د سياق بدلولو ته التفات او دا چې د مخاطب نه غائب ته وگرځي د مخاطب نه غائب ته التفات جوړوي . يعنې (دې) د مخاطب لپاره نا خپلواک ضمير دى په مخاطب باندې دلالت کوي او د هغې ځيني وروسته غائب ته گرځي چې (يي) د غائب لپاره ضمير دى12 .

پايله

ما د خاطر اپريدي اشعار وکتل ومې لوستل او ټول اشعار يې په عشقي پايه باندې ولاړ دي يانې عشق يي اساس د اشعارو گڼل کيږي . خاطر اپريدي خپل احساساتو ، مينې او عاطفې ته شعري بڼه ورکړې او د شاعرۍ په نازک باريک او وزمين اثار يي پيلي او ټولنې ته يي وړاندې کړي تر څو د خلکو لپاره په درد خور واقع شي . ما هم د خپلې عاطفې په اساس د خاطر په اشعارو کې چې د دې څانگې د استادانو په خوښه د خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه د پايليک د موضوع لپاره انتخاب کړه او په خورا مينه مې پاى ته ورسوله . د موضوع په لومړى برخه کې مې د خاطر په ژوند ليک باندې څيړنه کړې وروسته مې د خاطر شاعري او شاعرۍ مختلف اړخونه د شکل او محتوا له مخې په خورا واضيح ډول څيړلى او د موضوع د ارتباط په صورت کې مې اصلي موضوع يعنې د (خاطر په اشعارو کې معنوي ښايستونه ) باندې خپلې ليکنې ته ادامه ورکړه . او خپله ليکنه مې د پايلې په ليکلو سره پاى ته رسولې ده . داچې زه مبتدي ليکونکى يم نو زما په ليکنه کې به خامخا نيمگړتياوې وي نو د ښاغلو درنو استادانو څخه هيله منديم چې هغه تيروتنې را په گوته کړي، کومې چې په دې لنډه او وړه ليکنه کې راځينې شوي، هغه هم په دې خاطر، چې زما علمي پاڼگه پرې ډېره او په راتلونکې کې يې د خپلو ليکنو لمن پرې توره نه کړم. په آخر کې د ټولو همکارانو ځيني او په ځانگړې توگه د پوهنمل عبدالقدير (خموش) څخه د زړه له کومې مننه کوم چې ماسره يي په دغه ليکنه کې خورا مرسته وکړه .

په درناوى

جمشيد (عظيمي)

سرچينې

١_ اپريدی، مصري خان خاطر ، کليات ، پيښور: پېښور پښتواکاډمي ٢٠٠٤ کال .

٢_ اپريدی، مصري خان خاطر، منزلونه ، پيښور: تدوين د بريالي باجوړي په زيار، سيلاب خپروونکى اداره ١٣٧٦ کال .

٣_ پنهان ، حاجي فضل محمد ، ادبي ارمغان ، کندهار: د نارنج کمپيوټري اداره ١٣٨١کال .

٤_ شيرزاد، محمد آقا ، ادبي فنون، کابل: د افغان سيد جماالدين کمپيوتري خدمتونو څانگه ١٣٨٤ کال .

٥_ عليزى ، صحرا ، د پښتو څانگې درسي لکچر نوت ، کابل: د څلورم ټولگي لپاره ١٣٨٤ کال .