یولسم قسطنطین پالایولوګوس

یولسم قسطنطین دراګزیس پالایولوګوس یا دراګاس پالایولوګوس (په یوناني ژبه:Κωνσταντῖνος Δραγάσης Παλαιολόγος, Kōnstantînos Dragásēs Palaiológos، د ۱۴۰۵ کال د فبروري له ۸ – د ۱۴۵۳ کال د مې تر ۲۹) د بیزانس سترواک و او له ۱۴۴۹ کال څخه په ۱۴۵۳ کال کې د قسطنطینیې په جګړه کې تر خپلې مړینې یې واکمني وکړه. د قسطنطین مړینې د بیزانس د سترواکۍ پای په نښه کړ، چې پیل یې په ۳۳۰ کال د لوی قسطنطین پر مټ، د رومي سترواکۍ د نوې پلازمېنې په توګه د قسطنطینیې بنسټ ته رسېږي. دا چې د بیزانس سترواکي د رومي سترواکۍ د منځنیو پېړیو دوام و، اوسیدونکو یې ځانونه رومیان ګڼل. نو له دې امله د یولسم قسطنطین مړینه او د قسطنطنیې سقوط هم د رومي سترواکۍ قطعي پای په نښه کړ، چې نږدې ۱۵۰۰ کاله وړاندې یې د اګوستوس په لاس بنسټ اېښودل شوی و.  

یولسم قسطنطین پالایولوګوس
(یوناني: Κωνσταντίνος ΙΑ' Παλαιολόγος د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
یولسم قسطنطین پالایولوګوس
یولسم قسطنطین پالایولوګوس

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ فبروري ۱۴۰۴[۱] او ۸ فبروري ۱۴۰۵[۲][۳]
قسطنطنیه   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 29 مې 1453 (49 کاله)[۲][۱][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قسطنطنیه   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار دوهم مانویل پالایولوګوس [۵]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کورنۍ پالایولوګوس   د (P53) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د قسطنطنیې ايالت ( فتحه)   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
یولسم قسطنطین پالایولوګوس
یولسم قسطنطین پالایولوګوس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د قسطنطین د سترواک دوهم مانویل پالایولوګوس او هېلېنا دراګاس څلورم زوی. هېلېنا د سربیا د واکمن قسطنطین دیجانوویچ لور وه. د نوموړي د لومړني ژوند په اړه معلومات لږ دي، خو د ۱۴۲۰ کال څخه وروسته، هغه په ​​مکرر ډول د یو ماهر جنرال په بڼه ښودل شوی دی. د هغه د مسلک او د هغه له عصر نه د پاتې شوو سرچینو پربنسټ، بریښي چې قسطنطین په اصل کې یو سرتېری و. دا په دې معنی نه ده چې قسطنطین یو تکړه مدیر هم نه و: هغه د خپل مشر ورور سترواک آتم جان پالایولوګوس له خوا دومره د باور وړ او غوره کس و چې په ۱۴۲۳ – ۱۴۲۴ او ۱۴۳۷ – ۱۴۴۰ کلونو کې له قسطنطنیې څخه د آتم جان په سفرونو کې دوه ځله د چارسمبالي په توګه وګمارل شو. د ۱۴۲۷ – ۱۴۲۸ کلونو تر منځ، قسطنطین او جان د ایپروس د واکمن لومړي کارلو توکو له خوا په موریا (پلوپونیز) باندې د برید مخه ونیوله او قسطنطین په ۱۴۲۸ کال کې د موریا حاکم اعلان شو او د خپل مشر ورور تیوډور او کوچنی ورور توماس سره یې یو ځای په دې ولایت واکمني وکړه. دوی په ګډه د بیزانس واکمني نږدې ټول پلوپونیز ته وغځوله چې د څلورمې صلیبي جګړې راهیسې دوه سوه کاله وروسته لومړی ځل و چې نږدې ټول پلوپونیز یې تر واک لاندې راوست او د هیکسامیلین لرغونی دیوال یې بیا جوړ کړ. دې دیوال ټاپوګانې بهرنیو بریدونو پر وړاندې خوندې ساتلې. که څه هم په پای کې بریالی نه و، قسطنطین په خپله په ۱۴۴۴ – ۱۴۴۶ کلونو کې مرکزي یونان او تیسالي ته د خوځښتونو مشري وکړه او هڅه یې وکړه چې یو ځل بیا یونان ته د بیزانس واکمني وغځوي.

آتم جان ۱۴۴۸ کال کې پرته له اولاده مړ شو او قسطنطین د هغه د خوښې ځای ناستی په توګه، د ۱۴۴۹ کال د جنوري په ۶ سترواک اعلان شو. د قسطنطین لنډه واکمني له دریو لومړنیو اندېښنو سره مخ شوه. لومړی، د وارث ستونزه وه، ځکه چې قسطنطین هم بې اولاده و. د قسطنطین د ملګري او باوري کس جورج سپرانتز د هڅو تر څنګ چې هغه ته ښځه پیدا کړي، قسطنطین بالاخره بې واده مړ شو. دوهمه اندېښنه د هغه د سترواکۍ په لږ برخه کې مذهبي بې اتفاقي وه. قسطنطین او د هغه مخکینی، آتم جان، په دې باور وو چې د کاتولیکې اروپا څخه د پوځي مرستو د خوندي کولو لپاره د ارتودوکس او کاتولیک کلیساګانو ترمنځ اتحاد ته اړتیا وه، خو د بیزانس زیاتره خلکو د دې اند مخالفت وکړ. په پای کې، تر ټولو لویه اندېښنه دعثماني سترواکۍ پراختیا وه چې په ۱۴۴۹ کال کې یې قسطنطنیه په بشپړه توګه کلابنده کړه. عثماني سلطان دوهم محمد د ۱۴۵۳ کال په اپرېل میاشت کې، کلابندي قسطنطنیې ته پراخه کړه چې په کې د سرتېرو شمېر ښایې ۸۰۰۰۰ کسان وو. که څه هم د ښار د فاع کوونکو شمېر د سلطان د پوځ له لسمې برخې څخه لږ انګېرل کېده، قسطنطین د قسطنطنیې د پرېښودلو اند په ذهن کې نه درلود. سترواک د ښار د دفاع لپاره پاتې شو او د مې په ۲۹ نېټه قسطنطنیې سقوط وکړ. قسطنطین په همدې ورځ مړ شو. که څه هم د هغه د مړینې په اړه د ستروګو حال کومې باوري سرچینې نشته، زیاتره تاریخي سرچینې په دې هوکړه دي چې سترواک د عثمانیانو په وړاندې د وروستۍ لیکې مشري وکړه او په جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.  

قسطنطین د قسطنطنیې وروستی عیسوي واکمن و، چې د ښار په سقوط کې یې د زړورتیا له امله په وروستیو تاریخونو او یوناني نکلونو کې یې ځان د افسانوي څېرې په توګه ثابت کړ. ځینې د ښار د برخلیک په اړه وایې چې د یو لوی قسطنطین تر مشرۍ لاندې د قسطنطنیې (نوي روم) بنسټ کېښودل شو او د بل قسطنطین تر مشرۍ لاندې له لاسه ورکړل شو. دا همغه ډول و لکه څنګه چې زوړ روم د یو رومولوس له خوا تاسیس شوی و او د بل رومولوس اګسټولوس له خوا له لاسه ورکړل شو. نوموړی په وروستیو یوناني نکلونو کې د مرمري سترواک (یوناني: Μαρμαρωμένος Βασιλεύς، رومي: Marmaromenos Vasilias ، لفظي معني يې: 'سترواک/پاچا چې په مرمري ډبره بدل شو')، په توګه پیژندل شوی، چې د پېړیو په اوږدو کې په یو مشهور افسانوي نکل بدل شو چې ګواکي نوموړی مړ شوی نه دی، بلکه د یوې ملایکې په لاس ژغورل شوی او په مرمره بدل شوی دی او د قسطنطنیې تر طلایی دروازې لاندې پټ شوی چې د خدای غږ ته په تمه دی ترڅو ژوند ته راستون شي او ښار او پخوانۍ سترواکۍ دواړه را پورته کړي.  

لومړی ژوند سمول

کورنۍ او شالید سمول

قسطنطین دراګزیس پالایولوګوس د ۱۴۰۵ کال د فبروري په ۸ ڼېټه د سترواک دوهم مانویل پالایولوګوس (۱۳۹۱ - ۱۴۲۵) چې د پالایولوګوس کورنۍ اتم سترواک و، د څلورم زوی په توګه نړۍ ته سترګې پرانیستې. د قسطنطین مور (چې له هغه څخه یې خپل دوهم تخلص اخیستی) هېلېنا ډراګاس وه او د سربیا د واکمن قسطنطین دیجانوویچ لور وه. قسطنطین زیاتره د Porphyrogénnētos ("په ارغوان کې زیږېدلی") په نوم پېژندل کېږي. دا هغه امتیاز دی چې د سترواکۍ په ماڼۍ کې د واکمن سترواک څخه زیږېدلو زامنو ته ورکول کېږي. [۶][۷]

مانويل د بیزانس تجزیه کېدونکې او کوچنۍ کېدونکې سترواکي پر مخ وړه. د بیزانس د زوال لاملونه په ۱۱ پېړۍ کې اناتولیا ته د سلجوقی ترکانو راتګ و. که څه هم ځینې سترواکانو، لکه الیکسیوس او لومړي مانویل په بریالیتوب سره د لویدیځو صلیبیانو په مرسته د اناتولیا برخې بېرته ترلاسه کړې، خو د دوی لاسته راوړنې لنډمهاله وې. اناتولیا د سترواکۍ تر ټولو حاصل ورکوونکې، نفوس لرونکې او بډایه سیمه وه او د هغې له لاسه ورکولو وروسته، بیزانس په کراره دوامدار زوال تجربه کړه. که څه هم په پای کې یې زیاتره برخه بېرته ونیول شوه، خو د بیزانس سترواکي د ۱۲۰۴ کال څلورمې صلیبی جګړې او لاتین سترواکۍ ته د قسطنطنیې په بایللو سره چې د صلیبیانو له خوا رامنځته شوه، کمزورې شوه. د بیزانس سترواکي چې د پالایولوګوس کورنۍ د بنسټ ایښودونکي، آتم مایکل تر مشرۍ لاندې وه، په ۱۲۶۱ کال کې قسطنطنیه بېرته ونیوله، خو سترواکۍ ته زیان نه جبران کېدونکی و او د سترواکۍ زوال د ۱۴ پېړۍ په اوږدو کې د پرله پسې کورنیو جګړو له امله دوام وکړ. د څوارلسمې پېړۍ په اوږدو کې عثماني ترکانو ډېرې سیمې فتح کړې او تر ۱۴۰۵ کال پورې یې د اناتولیا، بلغاریا، مرکزي یونان، مقدونیې، سربیا او تیسالې ډېرې برخې تر  واک لاندې راوستې. د بیزانس سترواکي چې یو وخت د ختیځې مدیترانې تر څنډو پراخه وه، د قسطنطنیې شاهي پلازمینې، پیلوپونیز او د ایجین په سمندرګي کې یو څو ټاپوګانو ته محدوده او هم مجبوره شوه چې عثمانیانو ته باج ورکړي.[۶][۶][۸]

لکه څنګه چې سترواکي له زوال سره مخ شوه، سترواکانو په دې پایله هوکړه وکړه چې د دوی د پاتې سیمو د ساتلو یوازینۍ لار دا وه چې دوی ځینې ملکونه خپلو زامنو ته ورکړي او حاکم لقب ترلاسه کړی، تر څو د شهزاده په توګه حکومت او دفاع وکړي. د مانویل مشر زوی، جان، د مرستیال سترواک مقام ته لوړ شو او د خپل پلار ځای ناستی وټاکل شوی. دوهم زوی یې، تیوډور، د موریا د حاکم په توګه وګمارل شو (چې د پیلوپونیز په تشکیل کې ښېرازه ولایت و) او دریم زوی یې، اندرونیکوس، په ۱۴۰۸ کال کې د تیسالونیکي د حاکم په توګه اعلان شو. کوچني زامنی یې؛ قسطنطین، ډیمیټریوس او توماس په قسطنطنیه کې پاتې شول ځکه چې دوی حاکمیت ته نوره ځمکه نه وه پاتې شوې.[۹]

قسطنطین د لومړني ژوند په اړه لږ معلومات موجود دي. نوموړی له ماشومتوبه د جورج سفرانټز له لوري (چې وروسته د بیزانس مشهور تاریخ لیکونکي شو) ستایل شوی و. هغه وروسته د سترواک خدمت ته لاړ او ورپسې د سترواک صفت لیکونکی شو چې قسطنطین یې تل زړور، ماجراجو، او په پوځي وړتیاوو کې مهارت لرونکی، غوره آس ځغلوونکی او ښکار کوونکی لیکلي. د قسطنطین د ژوند زیاتره کیسې، د هغه د سترواکۍ څخه مخکې او وروسته، په پراخه کچه د هغه د واکمنۍ ستاینه کوي، ځکه چې زیاتره یې هم عصره سرچینې نلري او د هغه له مړینې وروسته ترتیب شوې دي. د هغه د کړنو او د هغه د ځینو سلاکارانو او معاصرینو د پاتې شوو تبصرو پر بنسټ، داسې برېښي چې قسطنطین د دولت یا ډیپلوماسۍ په پرتله په پوځي برخه کې ډېر هوښیار و، که څه هم هغه یو وړ مدیر هم و - لکه څنګه چې د چارسمبالي په توګه د هغه د دندو له اړخه څرګنده شوې ده - او د دولت په مهمو مسايلو کې يې د خپلو سلاکارانو مشورې ته غوږ نیو. په مهرونو او سکو باندې د هک شوو او نګار شوو انځورونو سربېره، د قسطنطین هېڅ انځور ندی موجود. د قسطنطین د پام وړ عکسونو کې یو مهر پاتې دی چې اوس مهال په ویانا کې دی (چې د نامعلومو آثارو له ډلې دی، چې ښایي د سترواک کریسوبول څخه وي) او همدارنګه یو څو سکې، او د زوناراس په تاریخ کې د بیبلیوټیکا ایسټینس په کاپي کې د د نورو بیزانسی سترواکانو په منځ کې د هغه انځور دی. وروسته، هغه د ګردې ږیرې په بڼه ښودل شوی، چې د هغه اوږد ږیرو خپلوانو سره توپیر لري، خو دا څرګنده نده چې آیا دا د هغه اصلي څېره وړاندې کوي او کنه.  [۱۰][۷][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Constantine-XI-Palaeologus — د نشر نېټه: ۱۳ جولای ۲۰۲۲ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p15020.htm#i150196
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Konstantin_11._Palaiologos — د نشر نېټه: ۱۳ جولای ۲۰۲۲ — سرليک: Store norske leksikon
  4. لويې روسيې پوهنغونډ پېژند (زړه نسخه): https://old.bigenc.ru/text/2091697 — د نشر نېټه: ۱۳ جولای ۲۰۲۲ — سرليک: Большая российская энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia — منښتلیک: works protected by copyrights
  5. دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Nicol 1992، ص. 2.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Nicol 1992، ص. 4.
  8. Hellebuyck 2006، صص. 4–6.
  9. Nicol 1992، صص. 3–4.
  10. Carroll 2017، صص. 331–332.
  11. Nicol 1992، ص. 5.
  12. Carroll 2017، صص. 329–330.
  13. Hellebuyck 2006، ص. 7.