پالایولوګوس

د پالایولوګوس (Palaiologos) کورنۍ (جمع بڼه یې Palaiologoi؛ په یوناني ژبه: Παλαιολόγος, pl. Παλαιολόγοι، ښځینه بڼه یې Palaiologina؛ په یوناني ژبه: Παλαιολογίνα) چې د انګلیسي ژبې په ادبیاتو کې هم موندل کېږي لکه Palaeologus، یوه بیزانس یوناني کورنۍ وه چې اشرافي حیثیت یې ترلاسه کړ او د بیزانس د سترواکۍ وروستۍ او او تر ټولو اوږده واکمنه کورنۍ ګڼل کېږي. د سترواکانو او اشرافو په بڼه د دوی واکمني نږدې دوه سوه کاله یعنې له ۱۲۵۹ کال څخه په ۱۴۵۳ کال کې د قسطنطنيې تر سقوط پورې یې دوام وکړ.

د دې کورنۍ ریښه ناڅرګنده ده. د دوی د منځنیو پېړیو اصلي کیسې د دوی ریښه د لرغونې رومي ایټالیا له یوې مخورې کورنۍ سره نښلوي، چې د هغو رومیانو له ډلې وه چې په ۳۳۰ کال کې یې لوی قسطنطین د قسطنطنیې په لور بدرګه کاوه. ډېر احتمال دا دی چې دوی وروسته په اناتولیا کې را څرګند شول، ځکه چې د دې د کورنۍ لومړی مشهور غړی، ښایي د هغې بنسټ ایښودونکی، نیکفوروس پالایولوګوس و چې په دې ځای کې یې د ۱۱ پېړۍ په دوهمه نیمایي کې د قوماندان په توګه دنده پر مخ وړه. د ۱۲ پېړۍ په اوږدو کې، د پالایولوګوس کورنۍ غړي زیاتره د پوځي اشرافو برخه وه، چې د اداري سیاسي چارو په برخه کې د دندې کوم ثبت شوي اسناد نه لري او دوی په دوامداره توګه د هغه وخت له واکمنې کومینوس کورنۍ سره ودونه کول تر څو خپل حیثیت لوړ کړي. کله چې په ۱۲۰۴ کال کې قسطنطنیه په څلورمه صلیبی جګړه کې سقوط شوه، د پالایولوګوس کورنۍ غړي د نیکیا سترواکۍ ته وتښتیدل، چې د بیزانس ځای ناستی دولت و چې د لسکریس کورنۍ لخوا اداره کېده. په دې ځای کې دوی فعال ونډه ولوبوله او ډېری لوړ رتبه دفترونه ترلاسه کړل.  

په ۱۲۵۹ کال کې، اتم میکائیل پالایولوګوس د کودتا له لارې د ځوان څلورم جان لاسکاریس مرستیال سترواک شو او په ۱۲۶۱ کال کې، د لاتینې سترواکۍ څخه د قسطنطنیه له بېرته نیولو وروسته، څلورم جان له دندې ګوښه او ړوند شو. د میکائیل ځایناستو د تاریخ په کمزوري پړاو کې د بیزانس سترواکۍ واکمني وکړه، او د پالایولوګوس د دورې زیاتره برخه، یو څه د بهرنیو دښمنانو لکه بلغاریایانو، سربیانو او عثماني ترکانو، او یو څه د پالایولوګوس کورنۍ د غړو ترمنځ د پرله پسې کورنیو جګړو له امله، د سیاسي او اقتصادي زوال مهال و. د ۱۵ پېړۍ په پیل کې، سترواکانو ټول واقعي ځواک له لاسه ورکړی و، چې سترواکي په پراخه کچه د نوې عثماني سترواکۍ لپاره یو وابسته دولت شو. د دوی سترواکۍ تر ۱۴۵۳ کال پورې دوام وکړ، کله چې عثماني سلطان محمد فاتح قسطنطنیه فتح کړه او وروستی سترواک یولسم قسطنطین پالایولوګوس د ښار په دفاع کې ژوند له لاسه ورکړ. د پالایولوګوس کورنۍ غړي د سترواکانو په توګه د خپلو د واکمنیو پرمهال، د خپلو د تابعینو له لوري،  ډېری یې د دوی د مذهبي لیدلوري له امله، نه خوښېدل. د سترواکانو مکررې هڅې چې د یونان ارتودوکس کلیسا د رومي کاتولیک کلیسا سره متحده کړي، او په دې توګه د بیزانس کلیسا د پاپ تر مشرۍ لاندې تابع کړي، د ارتداد او خیانت په توګه و انګېرل شو. که څه هم یولسم قسطنطین د روم سره په ملګرتیا او ښو اړیکو کې مړ شو (یعنې "مرتد")، د عثمانیانو په وړاندې د قسطنطنیې د دفاع په جګړه کې د نوموړي مړینه، د یونانیان او د ارتودوکس کلیسا له لوري د اتل په توګه و ګڼل شو، چې د دې کورنۍ په وړاندې عمومي نظر بدلوي. په یوناني خاوره د پالایولوګوس کورنۍ د واکمنۍ ونډه، چې د وروستي عیسوي کورنۍ په توګه ګڼل کېږي، دوی یې د عثماني واکمنۍ په دوره کې د یونانیانو تر منځ ډېر مثبت یادګار په توګه پرېښودل.  

د پالایولوګوس کورنۍ د سترواکۍ کرښې وروستي ځینې غړي په ۱۶ پېړۍ کې مړه شول، خو د ښځینه لیکې اولاده یې تر نن ورځې ژوندي پاتې دي. پالایولوګوس-مونتفرات چې په ایټالیا کې د یوې پوځي کورنۍ غړی و، تر ۱۵۳۶ کال پورې یې په مونټفرات ساحلي سیمه واکمني وکړه او په ۱۵۶۶ کال کې مړ شو. دا کورنۍ چې د سترواکانو له وړاندې کولو مخکې لویه کورنۍ وه، د پالایولوګوس نوم په مشروع ډول یوازې د شاهي کورنۍ د لویانو له خوا نه کارول کېده. په پایله کې، زیاتره بیزانسی کډوالو چې د قسطنطنیې له سقوط وروسته لوېدیځې اروپا ته تښتیدلي وو، دا نوم د حیثیت د ترلاسه کولو لپاره کارو، چې ځینو یې د سترواکې کورنۍ سره نږدې اړیکو ادعا هم کوله. د عصري څېړونکو لخوا د شاهي کورنۍ د زیاتره پاتې څانګو شجره په پراخه کچه د خیال په توګه رد شوې. د غیر شاهي پالایولوګوس کورنۍ بېلابېلې ریښې، چې د منځنیو پېړیو د پالایولوګوس کورنۍ او یو بل سره یې تړاو روښانه نه دی، تر اوسنۍ دورې پاتې شوي او نن ورځ زرګونه خلک، په ځانګړې توګه په یونان کې، اوس هم د پالایولوګوس تخلص، یا د هغې ډولونه، کاروي.  

ریښه سمول

د پالایولوګوس کورنۍ اصل ناڅرګند دی. د څو ورستیو شفاهي دودونو پر بنسټ، دا کورنۍ له ایټالیا سرچینه اخلي، چې په لوی ګمان کېدای شي د ویتربو ښار وي. د دې بڼې پر بنسټ، د کورنۍ نوم پالایولوګوس (Palaios logos) لفظي معنی یې: "زړه کلمه") د ویټوس ویربم (vetus verbum) یوناني ژباړه وه، چې د ویټربو یوه مشکوکه ریښه ګڼل کېږي. د پالایولوګوس د اصلي کیسې یوه بله بڼه داسې وایې چې دوی د لرغوني روم ریښه لري او دوی د هغو رومیانو اولاده دي چې د لوی قسطنطین سره یوځای قسطنطنیې ته هغه مهال لاړل چې دا ښار په ۳۳۰ کال کې د روم د سترواکۍ د نوي پلازمینې په توګه تاسیس او نومول شو. د نسب دا دوهمه کیسه د نورو بیزانسي اشرافي لړیو، لکه د دوکا یا فوکاس کورنۍ، کرونیو دودونو ته ورته دی چې دوی هم د لرغوني رومي نسل کیسې کارولې ترڅو خپل حیثیت پیاوړی او د بیزانس سترواکۍ تخت ته، چې د روم سترواکۍ د منځنیو پېړیو تسلسل و، د دوی ادعاوې قانوني کړي. [۱][۲]

د نسب د دې لرغونو او نامتو کیسو په مقابل کې، د پالایولوګوس کورنۍ ښایي اصلاً په یو څه وروسته په اناتولیا کې، ممکن په اناتولیک بڼه کې را منځ ته شوې وي. د شوروي-امریکایي بیزانس څېړونکي الکساندر کازدان له قوله، د دوی د کورنۍ د نوم ریښه "راګمان" ګڼل کېده، چې ښایي د خاکساره کورنۍ اصل ته اشاره وکړي، پداسې حال کې چې فرانسوي بیزانس څېړونکی ژان فرانسوا وینیر په دې باور دی چې کره ایتمولوژي د "لرغونو آثارو راټولونکی" وي. د دې کورنۍ لومړی مشهور غړی، ښایي د هغې بنسټ ایښودونکی، نیکفوروس پالایولوګوس و، چې د ۱۱ پېړۍ په دوهمه نیمایي کې د سترواک اوم میکائیل دوکاس په واکمنۍ کې د میسوپوتامیا پوځي ډلې قوماندان (ښایي دوکس، یا جنرال) و. نیکفوروس د اوم میکائیل په وړاندې د دریم نیکفوروس بوټانیایټس د پاڅون ملاتړ وکړ، خو د هغه زوی، جورج پالایولوګوس، د انا دوکاینا سره واده وکړ او په دې توګه یې د بوټانیایټس په وړاندې د دوکاس کورنۍ او وروسته د انا د کشر لیور اول الیکزیوس کومینوس، ملاتړ وکړ. جورج د اول الیکسیوس په واکمنۍ کې د دیراکیوم د جنرال په توګه دنده ترسره کوله او د کوروپلېتس لقب ورکړل شو. [۲][۳][۴]

په ۱۲ پېړۍ کې، د پالایولوګوس کورنۍ غړي په عمده توګه د نظامي اشرافو د غړو په توګه پېژنل کېدل، چې هېڅ اداري سیاسي واکونه یې په لاس کې نه درلودل. دوی ډېری وختونه د راهبانو د مرسته ورکونکو په توګه ثبت شوي، او د بیزانس سترواکۍ (۱۰۸۱ – ۱۱۸۵) کلونو پرمهال یې څو ځله د کومنینوس کورنۍ سره ودونه کړي. کله چې په ۱۲۰۴ کال کې د څلورمې صلیبي جګړې صلیبیانو قسطنطنیه ونیوله او د نوې، کاتولیک، لاتیني سترواکۍ په ګټه یې د بیزانس سترواکۍ ړنګه کړه، د پالایولوګوس کورنۍ غړي د اول تیوډور لاسکاریس په پیروي د نیکیا سترواکۍ ته لاړل، چې هلته دوی فعاله ونډه درلوده او لوړ رتبه اداري چارې یې په دوامداره توګه ترلاسه کړې. اندرونیکوس پالایولوګوس، چې د وروستي سترواک اتم میکائیل پلار و، د میګاس دومیستیکوس (سر قوماندان اعلی) په توګه، ښایي د سترواک دریم جان دوکاس واتاتز له خوا، اعلان شو. [۲]

د مشهورو بیزانسی کورنیو سره د د پالایولوګوس کورنۍ د غړو زیاتره ودونه د دوی د تخلصونو په ټاکلو کې را څرګند شوي، ځکه چې د شاهي کورنیو پخوانیو غړو د خپل مشروعیت د پیاوړتیا لپاره د څو پخوانیو واکمنو شاي کورنیو تخلصونه کارول. د مثال په توګه، د اتم میکائیل پالایولوګوس بشپړ نوم میکائیل کومنینوس دوکاس انجیلوس پالایولوګوس و.[۲][۵]

سرچينې سمول

  1. Nicol 1992، صص. 117–118.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Encyclopaedia of the Hellenic World.
  3. Vannier 1986، ص. 129.
  4. Kazhdan 1991، ص. 1557.
  5. Angelov 2019، ص. 121.