د قسطنطنیې ايالت ( فتحه)

د قسطنطنیې سوبه( فتحه)، بیزانس یوناني: Ἅλωσις τῆς Κωνσταντινουπόλεως ، په رومي: Hálōsis tē̂s Kōnstantīnoupóleōs،  ترکیې İstanbul'un Fethi  لفظي ترجمه یې: د قسطنطنیې سوبه( فتحه) د عثماني سترواکۍ له خوا د بیزانس یا ختیځ روم د سترواکۍ د پلازمېنې نسکورېدل و. دا ښار د ۱۴۵۳ ز کال د مې میاشتې په ۲۹ مه نېټه، د ۵۳ ورځنۍ کلابندۍ په پایله کې چې د ۱۴۵۳ز کال د اپریل میاشتې په شپږمه پیل شوه، فتحه شو. [۱][۲]

عثماني برید کوونکی پوځ، چې د قسطنطنیې له ساتونکو نه یې شمېر ډېر و، د ۲۱ کلن دویم سطان محمد تر مشرۍ لاندې و چې (وروسته د فاتح محمد په نوم مشهور شو)، په داسې حال کې چې د بیزانس پوځ مشري، د سترواک قسطنطین یوولسم پالیولوګوس له لوري کېدله. د ښار له فتحې وروسته، دویم محمد قسطنطنیه د ادرینې پر ځای د عثماني خلافت نوی پلازمېنه وټاکله.

د قسطنطنیې نسکورېدلو د بیزانس سترواکۍ ته د پای ټکی کېښود او په رسمي توګه یې د روم سترواکي پای ته ورسوله، چې له میلاد نه مخکې په ۲۷ کال کې را منځ ته شوې وه او نږدې ۱۵۰۰ کاله یې دوام وکړ. د قسطنطنیې ښار فتحې، چې د اروپا او اناتولیا (کوچنۍ آسیا) ترمنځ پوله په نښه کوي، عثمانیانو ته لاره هواره کړه چې په عملي بڼه د اروپا په اصلي خاوره برید وکړي، چې په پایله کې د بالکان ډېری ټاپوګان د عثماني واکمنۍ تر واک لاندې راغلل.  

د قسطنطنیې سوبه او د بیزانس سترواکۍ نسکورېدل د منځنیو پېړیو د وروستیو کلونو یوه لویه پېښه وه او د منځنیو پېړیو پای ګڼل کېږي. د دې ښار سقوط ته په نظامي تاریخ کې د یوه مهم ټکی په سترګه کتل کېږي. له پخوا را هیسې، ښارونو او ماڼیو د یرغلګرو د شاتګ لپاره په دېوالونو او کلاګانو باندې تکیه کوله. د قسطنطنیې دفاعي بڼه، په ځانګړې توګه د تیودوسیان دېوالونه، په اروپا او ټوله نړۍ کې له ډېرو پرمختللو دفاعي سیستمونو نه ګڼل کېدل، خو دا کلک سنګرونه او دېوالونه د باروتو، په ځانګړې توګه د لویو توپونو او بمبارویو په کارولو سره، له مخې لرې شول چې د کلابندۍ د جګړې په بڼه کې یې راتلونکي بدلونونه را منځ ته کړل.

د بیزانس (ختیځ روم) د سترواکۍ حالت سمول

قسطنطنیه په ۳۳۰ ز کال کې د روم د سترواک لوی قسطنطین په وخت کې د دې ښار د سپېڅلتیا له امله د سترواکۍ پلازمېنه وټاکل شوه. په راتلونکو لسو پېړیو کې، دا ښار څو ځله کلابند شو، خو له دې مخکې یوازې یو ځل نیول شوی و چې هغه په ۱۲۰۴ز کال کې د څلورمې صلیبی جګړې پر مهال د قسطنطنیې د لوټ کېدو پېښه وه. صلیبي جګړه مارو، په قسطنطنیه او د هغې په نږدو سیمو کې یو لړزېدونکی لاتیني دولت تاسیس کړ، په داسې حال کې چې د بیزانس سترواکۍ پاتې برخې په یو شمېر ځایناستو دولتونو ووېشل شوې، چې د پام وړ یې نیقیه، ایپیروس او تریبیزون وې. دوی د لاتیني تاسیس شوو دولتونو پر وړاندې د متحدینو په توګه جګړه وکړه، خو د بیزانس د  تخت لپاره یې په خپلو منځونو کې هم جګړه کوله.

د نیقیه سترواکۍ په پایله کې په ۱۲۶۱ ز کال کې قسطنطنیه بېرته له لاتینیانو نه ونیوله چې د پالیولوګوس کورنۍ تر واکمنۍ لاندې یې د بیزانس سترواکي بېرته تاسیس کړه. له هغه وروسته، دې خورا کمزورې سترواکۍ له لږې سولې سره مخ ته لاړه وه، ځکه چې په پرله پسې توګه یې د لاتیني، سربیانو، بلغاریایانو او عثماني ترکانو د بریدونو پر وړاندې دفاع وکړه.  

د ۱۳۴۶ز او ۱۳۴۹ ز کلونو ترمنځ تورې وبا د قسطنطنیې نږدې نیمایي اوسېدونکي د مرګ کندې ته ور واچول. دا ښار د سترواکۍ د نورو ستونزو، لکه: د عمومي اقتصادي او سیمه ییز واک د زوال له امله نور هم نفوس له کمښت سره مخامخ شو او د ۱۴۵۳ز په پیل کال کې، یوازې د یو شمېر دېوالي کلیو نه جوړ شوی و چې د پراخو سیمو په واسطه، چې د پنځمې پېړۍ تیودوسیان دېوالونو پر مټ چاپېرې شوې وې، جلا شوي وو.  

دا سترواکي په ۱۴۵۰ ز کال کې پای ته نږدې شوه او د قسطنطنیې ښار نه بهر په څو کیلومترو مربع کې، لکه: د مرمرې په سمندرګي کې د پرنس ټاپوګانو او پیلوپونیز په میستراس کې د هغه کلتوري مرکز ته را ټوله شوه. د تریبیزون سترواکي، چې د څلورمې صلیبي جګړې په پایله کې را منځ ته شوه، د یوه خپلواک ځایناستي دولت په توګه هم په دې وخت کې د تور سمندر په څنډو کې شتون لاره.

چمتووالی سمول

کله چې دویم محمد په ۱۴۵۱ ز کال کې د خپل پلار ځایناستی شو، هغه یوازې نولس کاله عمر درلود. ډېری اروپايي محکمې په دې اند وې چې ځوان عثماني واکمن به په بالکان او ایجیان کې د عیسویانو واکمني په کلکه سره وګواښوي. اروپا په حقیقت کې تخت ته د محمد راتګ ولمانځه او هیله یې درلوده چې، د هغه بې تجربه والی به عثمانیان بې لارې کړي. د محمد نوې محکمې ته د اروپا د سفیرانو راتګ او د هغه دوستانه څرګندونو دا محاسبه لا پیاوړې کړه، خو د محمد د نرمو خبرو د هغه له کړنو سره سمون نه درلود. د ۱۴۵۲ز کال په لومړیو کې، د قسطنطنیې شمال ته څو مایله لرې د باسفورس په سیمه کې اروپایي لوري ته د دویمې پوځي کلا (رومیلي حصار) د جوړولو کار پیل شو. نوې کلا په مستقیم ډول د انادولو له کلا نه چې د محمد د نیکه، لومړي بایزید له خوا جوړه شوې وه، د باسفورس د تنګي په اوږدو کې تاسیس شوه. دې دوو غبرګو کلاګانو په باسفورس کې د سمندري تګ راتګ بشپړ کنټرول لاس ته راوړ او شمال لور ته یې د تورې بحیرې په څنډو کې د جینوا د مستعمرو برېدونه په شا و تمبول. په حقیقت کې، نوې کلا د بوګازکیسن په نامه یادېده، چې " د تنګي بندوونکي" یا "د ستوني غوڅوونکي" په معنا وه. دې لفظي لوبې، په خپل ستراتیژیک موقعیت ټینګار کاوه: په ترکي ژبه کې کې بوګاز هم د "تنګي" او هم "ستوني" په معنا دی. د ۱۴۵۲ ز کال د اکتوبر په میاشت کې، تورخان بیګ ته محمد امر وکړ چې، په پیلوپونز کې یو لوی ځواکمن ګارنیزیون ځای پر ځای کړي،چې د توماس او دیمیتریوس (په سویلي یونان کې مشران وو) د قسطنطنیې د کلابندۍ په ترځ کې د خپل ورور دویم پالیولوګوس قسطنطین سره د مرستې مخه ونیسي. د رومیلیا لوی قوماندان کراکا پاشا خپل کسان له ادرینې نه قسطنطنیې ته د لارو د چمتو کولو لپاره واستول، ترڅو پلونه له لویو توپونو سره د مقابلې لپاره چمتو کړي. پنځوس ترکاڼانو او ۲۰۰ صنعت کارانو په اړینو ځایونو کې لارې پیاوړې کړې. یوناني تاریخ لیکونکی مایکل کریتوبولس، له کلابندۍ نه وړاندې خپلو سرتېرو ته د دویم محمد  وینا داسې نقل کړې ده :[۳]

زما ملګرو او زما د سلطنت کسانو! تاسو ټول ښه پوهېږئ چې زموږ پلرونو دا واکمني چې اوس یې موږ د ډېرو مبارزو او ډېرو لویو خطرونو په وړاندې ساتو او دا چې د خپلو پلرونو له خوا په پرله پسې توګه د دوی له پلرونو نه، له پلار نه زوی ته لېږدول شوې او دوی ما ته را سپارلې ده. ستاسو په منځ کې تر ټولو مشرانو کسانو د هغوی په سرښندنو کې ونډه درلوده، هغه کسان چې ستاسو تر منځ لږ تر لږه لوړعمر لري او ستاسو تر منځ ځوانانو دا سرښندنې له خپلو پلرونو نه اورېدلې دي. دا دومره پخوانۍ پېښې نه دي او نه داسې پېښې دي چې د وخت په تېرېدو سره هېرې شي. تر اوسه پورې، د هغو کسانو د سترګو لیدلی حال چې دا سرښندنې یې لیدلې دي، دا کړنې د اورېدو په پرتله په غوره ډول تصدیق کوي چې، که هغه پرون دي او یا بله ورځ.

سرچینې سمول

  1. "Σαν σήμερα "έπεσε" η Κωσταντινούπολη". NewsIT. 29 May 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Durant, Will (1300). The story of civilisation: Volume VI: The Reformation. د کتاب پاڼې 227. CiteSeerX = 10.1.1.457.975 10.1.1.457.975. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Crowley 2005.